Jump to content

د جمعې لمونځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جمعې لمونځ د اسلام له سترو نښو څخه دی، ددې لمونځ له فرضيت څخه منکر کافر دی او څوک يې چې، له عذر پرته، د لټۍ (سستۍ) او بې پروايۍ له کبله پريږدي فاسق دی.

د جمعې لمونځ په هر عاقل، بالغ، آزاد، مقيم او تندرست مسلمان فرض ده، او په نابالغو، ناروغو، ړندو، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی؛ خو که اداء یې کړي؛ د دوی هم د جمعې لمونځ کیږي؛ خو په دغه ورځ یې بیا د ماسپښين لمونځ ته ضرورت نشته.

الله ﷻ د قرآنکریم د (الجمعة) سورت په ۹ نمبر آیت کې داسې امر کړی دی:
«يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا نُودِىَ لِلصَّلٰوةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلٰى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ» ژباړه: -ای مؤمنانو! كله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره غږ (آذان) وشي؛ نو د الله د ذكر (لمانځه) په طرف وځغلئ، پيرل او پلورل (اخیستل او خرڅول) پريږدئ؛ دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده، كه تاسې پوهېږۍ.

پدې لمونځ کې د بيړي ورتګ حکم ځکه دی چې، دا لمونځ بغیر له جماعت څخه نه ادا کيږي او د نورو لمونځونو په څېر قضايي هم نلري.

د جمعې په لمانځه په احاديثو هم ډير تاکيد شوی دی:

په یو روايت کې راغلي: څوک چې بغیر له عذر او ضرورت څخه د جُمعې لمونځ پريږدي، د هغه نوم به د منافق په حيث، د لوح المحفوظ په کتاب کې وليکل شي، چې نه يې ليک له منځه تللی شي او نه هم تغیر کولای شي.[۱]


همدا ډول په بل روایت کې راغلي: چا چې د جمعې آذان واوريده او بيا لمونځ ته ولاړ نشو، همداسې يې د دوهمې جمعې آذان وارويد او هغه لمانځه ته هم ولاړ نشو او همداسې تر دريو جمعو يې پرله پسې همداسې وکړل، د هغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي (چې بيا به د حق خبره، وعظ او نصيحت پر نوموړي هیڅ اثر نه کوي).[۲]


د جمعې د لمانځه طریقه

[سمول]

د جمعې لمونځ دوه رکعته دی او فرض عین دی. اول څلور رکعته سنت مؤکد دي، که په کور کې وشي او که په مسجد کې؛ خو تر خطبې به مخکې اداء کیږي. بیا دوه رکعته چې، په امام پسې کېږي، فرض دي. کله چې دوه رکعته فرض وشوه، له دې څخه وروسته څلور رکعته سنت او بیا دوه رکعته سنت کیږي.

د خطبې په وخت ناروا کارونه

[سمول]

کله چې امام د خطبې لپاره ولاړ شي، له هغه وخت څخه د خطبې تر ختم کېدو پورې خبرې کول، لمونځ کول، تګ راتګ کول، سلام اچول، د سلام ځواب ورکول، تسبیح ویل، یو چاته مسئله ورښودل، دا ټول حرام دي. د خطبې اوریدل د مسجد پر حاضرينو واجب ده، که یې آواز د چا غوږ ته ورسیږي او یا هم ونه رسیږي.

څو ضروري مسئلې

[سمول]
  • د اول آذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل شي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی، اخیستل او خرڅول، یا په بل کار اخته کیدل منع دي.
  • د دواړو خطبو په منځ کې د ناستې په وخت کې د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي، مګر بغیر د لاس پورته کولو څخه په زړه کې دعا غوښتلای شي، نه په ژبې سره.
  • که څوک د لمانځه په حال کې وي، د سنت په اداء کولو اخته وي او پدې وخت کې خطبه شروع شي؛ نو هغه دې خپل لمونځ پوره کړي.
  • کله چې په خطبه کې د حضرت محمد ﷺ نوم راشي، اوریدونکو ته پکار ده چې، په زړه کې یا هم د ژبې په ښورولو سره درود شریف ووایي.
  • دجمعې د لمانځه وروسته او مخکي څلور رکعته سنت مؤکد دي، قصداً او همیشه پریښوول ئې ګناه ده او د ضرورت یا عذر په خاطر ئې کله کله پريښوول جائز دي البته د جمعې د لمانځه وروسته دوه رکعته سنت غیر مؤکد دي خو کول يې ښه کار دي.
  • د جمعې په ورځ د (کهف) سورت لوستل ډیر ثواب لري، هر مسلمان ته پكار ده چې، ویې لولي.

د جمعې په ورځ د خلکو له اوږو څخه پښې اړول حرام دي، ډېر احتیاط کوئ، کله چې مسجد کې له یو صف څخه بل صف ته ځۍ، د چا له اوږو څخه پښې مه اړوئ.

یاداښتونه او سرچینې

[سمول]
  1. (مشکوة باب جمعه)
  2. (طبرانی)