منځپانگې ته ورتلل

جېن آسټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېن آسټن
Jane Austen (انگليسي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۶ ډېسمبر ۱۷۷۵[۴][۵][۶] — ۱۷۷۵[۷] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۸ جولای ۱۸۱۷[۸][۹][۶] — ۱۸۱۷[۷] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
قومي ډلې
ژانر
ژانر
دین
جوړښت
د معماري سټایل
د اوب رنگو او وچکښ په مرسته کښل شوی د جېن آسټن انځور ، ښايي د هغې د خور کسندرا آسټن لخوا په کال ۱۸۱۰ زېږيز کې کښل شوی وي

جېن آسټن (په انگرېزي:Jane Austin) يوه انگرېزه ناول لیکونکې وه . د هغې ادبي ځېل د مينې په کړکیسه اییز بنسټ ولاړه وه . له همدې کبله ېې په انگرېزي ادبياتو کې تر ټولو ډېر لوستوال وموندل.. د هغې په لیکنو کې د ريښتینوالي او ټولنیزو تودو نیوکو برسېره په لیکنه کې ېې د کرکتر د شنلو اړخ په کنايه اییزه توگه او خندني طرز له کبله د خلکو ، نقادانو او پوهاندو ترمنځ يو ځانگړی او مهم ځای خپل کړ.

دناولونو ځېلونه

د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه جوړوي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملگري د خپلې کورنۍ غړي او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.

همدارنگه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.

د جېن په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترگو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.

د يوې ليكوالې په توگه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice (غرور او تعصب) نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ملنډې وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.

جېن پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.

د جېن د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.

هغې په ځانگړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنگه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جگولو كې يې مرسته وكړه.

د جېن آسټن د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور و، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:

دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وگړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.

د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جېن د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.

د جېن په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:

جېن آسټن؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جېن يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.

جېن آسټن په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.

په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.

جېن آسټن همدارنگه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.

ژوند او زده کړې

آسټن خپل ټول ژوند د يوې اشرافي کورنۍ د غرور دچتر لاندې په محرومه فضا کې تېر کړ. هغه د يوه پريسټ (عیسوي ملا) لور وه . هغې ته لومړنۍ زده کړې خپل له کوره پیل شوې . په لومړي سر کې ېې پلار پرې خپل لخوا لوست پیل کړ بیا ېې مشرانو وروڼو او په پای کې دې خپله د لوست سره د مینې لرلو له کبله ځان تر د لیکوالۍ کچې پورې ورساوه .

د جېن آسټن کورنۍ

جوېنیه (د يادښت لیکچه)

پېغلتوب

لومړني ناولونه

مړینه

سرچینې

  1. 1 2 3 ناجوت ارزښت. "Jane Austen". Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume II, 1890 (in روسي ژبه).{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  2. 1 2 ويل شوي په: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section: Остин Джейн. بياځلي سمون: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  3. 1 2 ويل شوي په: Concise Literary Encyclopedia. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  4. ويل شوي په: Concise Literary Encyclopedia. وينا: 16.XII.1775. سرليک: Jane Austen. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  5. ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 118896036. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. سرليک: Jane Austen (1775-1817). اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
  6. 1 2 "SNAC" (in انګليسي ژبه). ترلاسه‌کېدو نېټه ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. 1 2 3 ويل شوي په: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  8. ويل شوي په: Concise Literary Encyclopedia. وينا: 18.VII.1817. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  9. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  10. "Jane Austen: A great English novelist - Winchester Cathedral". خوندي شوی له the original on ۱۶ جنوري ۲۰۲۱.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. "Why did Jane Austen go to school in Reading?". Reading Museum. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۹.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. 1 2 ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 118896036. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  13. ويل شوي په: Národní autority České republiky. NL CR AUT پېژند: jn19990000321. بياځلي سمون: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  14. CONOR.SI ID: 8965475. ويل شوي په: CONOR.SI.
  15. 1 2 3 4 5 ويل شوي په: The Cambridge Introduction to Jane Austen. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶. خپروونکی: Cambridge University Press.
  16. 1 2 ويل شوي په: BeWeB. BeWeb person ID: 4586. بياځلي سمون: ۱۳ فېبروري ۲۰۲۱.
  17. ISBN-13: 978-0-140-43334-0.
  18. 1 2 3 4 5 6 7 ويل شوي په: Kindred Britain.
  19. "Encyclopædia Britannica Online" (in انګليسي ژبه). Jane Austen (born December 16, 1775, Steventon, Hampshire, England—died July 18, 1817, Winchester, Hampshire) was an English writer{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)