وچکښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د رنگينو وچکښونو يو درځن.
Two "woodless" graphite pencils in plastic sheaths, two charcoal pencils in wooden sheaths and two charcoal pencils in a paper sheath that is unwrapped as the pencil is used.

وچکښ د ليکلو يا کښلو يو اوزار دی چې د يو نري لرگي نه چې په مېنځ کې يې اکثراً گرېفايټ وي جوړ شوی، خو دا اړين نه دی چې وچکښ يواځې د گرېفايټ نه جوړ وي، بلکه وچکښونه د بېلابېلو رنگونو سربېره د چارکول ( د لرگي سکاره ) او clay, نه هم جوړ دي چې اکثراً په يوه لرگين،پلاستيکي او کاغذي استوانو کې پوښل شوي. وچکښ ته په انگريزي ژبه پنسل، په عربي ژبه قلم رصاص او په فارسي ژبه مداد وايي. وچکښونه د کښيو (د کښی جمع چې د قلم په مانا ده) نه يو څه توپير لري. په کښيو کې اوبلن رنگ کارېږي خو په وچکښ کې هېڅ اوبلن توکی نه کارېږي.