جیرالد رودولف فورډ
| جیرالد رودولف فورډ | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
|
|||||||
| د شخص مالومات | |||||||
| زېږون نوم |
|
||||||
| پيدايښت | ۱۴ جولای ۱۹۱۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] | ||||||
| مړینه | 26 ډېسمبر 2006 (93 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۱] | ||||||
| تابعیت | |||||||
| قد | 183 سانتي متره | ||||||
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) | ||||||
| روغتيايي څرنګوالی | سینه بغل | ||||||
| واک | |||||||
| |
|||||||
| د واکمنۍ دوران ۹ اگست ۱۹۷۴ – ۲۰ جنوري ۱۹۷۷ |
|||||||
| |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال [۱۳]، قانونپوه | ||||||
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه | ||||||
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] | ||||||
| کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ، کولمبيا پوهنتون | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۱۴] | ||||||
| جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، د ویتنام جګړه | ||||||
| لاسليک | |||||||
| وېبپاڼه | |||||||
| مخ پر IMDB باندې | |||||||
| سمول |
|||||||
جیرالد رودولف فورډ (د ۱۹۱۳ز کال جولای ۱۴مې نه تر د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر۲۶مې) یو امریکایيسیاستوال و، چې له ۱۹۷۴ز کال نه تر ۱۹۷۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۸م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. تر دې مخکې یې په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د مشر په توګه او بیا له ۱۹۷۳ز نه تر ۱۹۷۴ز کال پورې د امریکا د ۴۰م مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. کله چې پخواني ولسمشر ریچارډ نیکسن په ۱۹۷۴ز کال کې استعفا وکړه، فورډ د نیکسون پر ځای د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۱۵]
فورډ د نبراسکا په اوماها کې زېږېدلی او د میشیګان په ګرینډ ریپډز کې ستر شوی و. فورډ د میشیګان په پوهنتون کې زده کړې وکړې او هلته د ښوونځي د فوټبال ډلې غړی شو، چې دوه ملي اتلولۍ یې هم وګټلې. فورډ خپل سیاسي فعالیت په ۱۹۴۹ز کال کې د متحده ایالاتو د میشیګان د کانګرس له پینځمې ناحیې نه د استازي په توګه پیل کړ، چې د ۲۵کلونو لپاره یې د استازي په توګه دنده ترسره کړه او وروستي نهه کاله د ولسي جرګې د اقلیت مشر په توګه پاتې شو. د ۱۹۷۴ز کال په اګست کې د ولسمشر نیکسون له استعفا وروسته، فورډ سملاسي ولسمشر شو.[۱۶]
فوړډ د ولسمشر په توګه د هیلسینکي تړون لاسلیک کړ، چې په سړه جګړه کې د کړکېچ کمولو پر لور یو حرکت وبلل شو. د فورډ له ولسمشرۍ نه ۹میاشتې وروسته سویلي ویتنام سقوط وکړ او د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو ښکېلتیا په اساسي ډول پای ته ورسېده. په هېواد دننه، فورډ په خپلو څلورو لسیزو کې د مخ پر زیاتېدوونکي انفلاسیون او اقتصادي کړکېچ په شتون کې د ډېر خراب اقتصاد مشري وکړه. هغه په خپل یوخورا جنجالي عمل کې، د واټر ګیټ په قضیه کې د ریچارډ نیکسون د ونډې لپاره هغه ته بښنه وکړه. په ۱۹۷۶ز کال د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ د ټاکنوپه لومړي کمپاین کې، فورډ د جمهوري غوښتونکو نوماندۍ لپاره د کالیفورنیا پخوانی والي رونالډ ریګن ته ماته ورکړه. هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند سیال جیمي کارټر پر وړاندې، چې د جورجیا پخواني والي و، د لږو رایو په توپیر ماته ومنله. د تاریخپوهانو او سیاست پوهانو سروې فورډ د ټیټ اوسط ولسمشر په توګه درجه بندي کړې.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
لومړنی ژوند
[سمول]فورډ د ۱۹۱۳ز کال د جولای په ۱۴مه د نیبراسکا په اوماها کې وزېږېد. هغه د ډوروتي ایر ګارډنر او لیسلي لینچ کینګ سینیر یوازینی بچی و، چې پلار یې د وړیو سوداګري کوله. ګارډنر د خپل زوی له زېږون نه شپاړس ورځې وروسته له کینګ نه جلا شوه. ګارډنر او کینګ د ډسمبر په ۱۹۱۳ز کال کې طلاق واخېست او هغې د خپل زوی بشپړه پالنه وکړه. د فورډ پلرنی نيکه چارلس هنري کینګ تر ۱۹۳۰ز کال پورې د هغه له مرګ نه لږ وخت دمخه هم د فوړډ ملاتړ کاوه.[۲۲]
فورډ وروسته وویل چې: پلار یې خپله مېرمن وهله. جیمز ایم کینن د فورډ د ژوندلیک په اړه لیکلي دي چې: د فورډ د مور او پلار جلا کېدل او طلاق هغه وخت رامنځته شو ،کله چې د فورډ له زېږون نه څو ورځې وروسته، د هغه پلار لیسلي کینګ د قصابي چاړه واخیسته او د خپلې مېرمنې، زوی او د فورډ نرسې د وژلو ګواښ یې وکړ. د ۱۹۱۷ز کال د فبروري په لومړۍ د فورډ مور ګارډنر له ګیرالډ روډولف فورډ سره واده وکړ.[۲۳][۲۴]
د جیرالډ فورډ ولسمشرۍ (۱۹۷۴ز کال نه تر ۱۹۷۷ز کال پورې)
[سمول]بهرنۍ تګلاره
[سمول]فورډ له شوروي اتحاد او چین سره د کړکېچ کمولو تګلارې ته دوام ورکړ او د سړې جګړې کړکېچونه یې هم لږ کړل. د نیکسون د ولسمشرۍ د وخت د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت تړون (SALT) لا هم شتون درلود. د چین او امریکا ترمنځ ترینګلې اړیکې چې د نیکسون د سفر له امله منځته راغلې وې، د۱۹۷۵ز کال په ډسمبر کې فورډ د خپل سفر له لارې بیا پیاوړې کړې. نوموړي په ۱۹۷۵ز کال کې له شوروي اتحاد سره د هیلسینکي تړونونه لاسلیک کړل، دا یو خپلواک نا دولتي سازمان و چې د اطاعت او نظارت لپاره رامنځته شوی و، چې وروسته د بشري حقونو څار ادارې ته بدله شوه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
فورډ په ۱۹۷۵ز کال کې د (G7) صنعتي هېوادونو (په پیل کېG5 ) په پرانست غونډه کې ګډون وکړ او د کاناډا غړیتوب یې تضمین کړ. هغه په ۱۹۷۴ز کال کې په یوه وینا کې وویل: «مونږ په یوه تړلې نړۍ کې ژوند کوو، نوباید د ګډو اقتصادي ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړو».[۲۹]
ویتنام
[سمول]د فورډ د ولسمشرۍ پر مهال د ویتنام اوږده جګړه یوه له سترو ګواښونو نه وه. د شمالي ویتنام پر وړاندې د امریکا یرغلیز عملیات د پاریس د سولې تړون سره سم،چې د ۱۹۷۳ز کال د جنوري په ۲۷مه لاسلیک شو، پای ته ورسېدل. دغه تړون په شمالي او سویلي ویتنام کې اوربند اعلان کړ او د امریکا د جنګي بندیانو خوشې کولو غوښتنه یې کوله. همداراز دغه تړون د ویتنام ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړه او د ۱۹۵۴ز کال د جنیوا کنفرانس په څېر، په شمال او سویل کې د ملي ټاکنو غوښتنه وشوه. د پاریس د سولې تړون له ویتنام نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره شپېته ورځې وخت وټاکه. دغه تړون د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار هنري کیسنجر او د شمالي ویتنام د پولیټ بیورو د غړي لی دیک تو له خوا لاسلیک شو. [۳۰]
کله چې د شمالي ویتنام ځواکونو د پرمختګ تګلاره غوره کړه، په دغه وخت کې فورډ د امریکا له کانګرس نه غوښتنه وکړه، چې د سویلي ویتنام لپاره د ۷۲۲میلیونه ډالرو مرستې کڅوړه تصویب کړي دا هغه فنډونه وو، چې د نیکسون دولت یې ژمنه کړې وه، خوکانګرس په پراخه کچه د دغې مرستې پر ضد منفي رایه ورکړې وه. د شمالي ویتنام ولسمشر، تیو د۱۹۷۵ز کال د اپریل په ۲۱مه استعفا ورکړه او د خپل هېواد د سقوط لامل یې د متحده ایالاتو د ملاتړ نشتوالی په ګوته کړ. فورډ دوه ورځې وروسته د اپریل په ۲۳مه په ټیولاني پوهنتون کې وینا وکړه. په دې وینا کې هغه اعلان وکړ،چې: «د ویتنام جګړه تر هغه ځایه، چې په امریکا پورې تړلې وه، پای ته رسېدلې ده». [۳۱]
د یو لړ نظامي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۷۳ امریکايي اتباع او۵۵۹۵ ویتنامي او د نورو هېوادونو اتباع د سویلي ویتنام پلازمېنې سیګون نه وایستل شول. په دې عملیاتو کې د امریکا پوځي او هوايي چورلکو د سیګون له سقوط سره سمدلاسه د اپرېل له ۲۹نه تر ۳۰پورې د شاوخوا ۲۴ساعتونو په موده کې د متحده ایالاتو سمندري بېړیو ته د ساحل نه بهر وایستل شو. د عملیاتو په لړ کې د سویلي ویتنام ډېرې چورلکې په بېړیو کې راښکته شوې او خلک یې واېستل، تر څو په بېړیو کې د نورو خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره هم ځای پیدا شي.[۳۲]
ډېری ویتنامي اېستل شوو اتباعو ته اجازه ورکړل شوه، چې د اندوچین د کډوالۍ او پناه غوښتونکو د مرستې قانون له مخې متحده ایالاتو ته داخل شي. د ۱۹۷۵زکال قانون ۴۵۵میلیونه ډالره د اندوچینی کډوالو د ځای پر ځای کولو د لګښتونو لپاره اختصاص کړل. په ټولیز ډول په۱۹۷۵زکال کې ۱۳۰۰۰۰ویتنامیان امریکا ته ولاړل.[۳۳][۳۴]
د فوړډ مړینه
[سمول]فورډ د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د کالیفورنیا په رانچو میراج سیمه کې په خپل کور کې د ۹۳کلونو او ۱۶۵ورځو په عمر د شریانونو د بندښت له امله مړ شو او په دې ډول فورډ د متحده ایالاتو تر ټولو د اوږد عمر لرونکيولسمشر په توګه وپېژندل شو. هغه د ولسمشر هیري ایس ټرومن د۳۴م تلین پر مهال مړ شو.[۳۵][۳۶][۳۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118534297 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb124889486 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Gerald-Ford — سکالو پېژند: Gerald Ford — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m043ks — سکالو پېژند: Gerald Ford — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4243 — سکالو پېژند: Gerald Rudolph Ford — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ford-gerald-rudolph — سکالو پېژند: Gerald Rudolph Ford — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0027662.xml — سکالو پېژند: Gerald Rudolph Ford — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=fordg — سکالو پېژند: Gerald Rudolph, Jr. Ford
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=gerald;n=ford — سکالو پېژند: Gerald Ford
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21794 — سکالو پېژند: Gerald Rudolph Ford — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000013762 — سکالو پېژند: Gerald Ford — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2006/12/26/AR2006122601257.html
- ↑ پیوستون : 118534297 — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/F000260 — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ "President Ford Inaugural Ceremony". C-SPAN.org (in English). C-SPAN. August 9, 1974. ترلاسهکېدو نېټه January 25, 2021.
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "9 Things You May Not Know About Gerald Ford". History.com.
- ↑ Frum, David (2000). How We Got Here: The '70s. New York City: Basic Books. pp. xxiii, 301. ISBN 978-0-465-04195-4.
- ↑ George Lenczowski (1990). American Presidents, and the Middle East. Duke University Press. pp. 142–143. ISBN 978-0-8223-0972-7.
- ↑ "Lincoln Wins: Honest Abe tops new presidential survey". CNN. February 16, 2009. ترلاسهکېدو نېټه December 2, 2020.
- ↑ "Presidential Historians Survey 2017". C-SPAN. ترلاسهکېدو نېټه December 2, 2020.
- ↑ "Presidents 2018 Rank by Category" (PDF). ترلاسهکېدو نېټه December 2, 2020.
- ↑ Young, Jeff C. (1997). The Fathers of American Presidents. Jefferson, NC: McFarland & Co. ISBN 978-0-7864-0182-6.
- ↑ Funk, Josh (December 27, 2006). "Nebraska-born Ford Left State as Infant". Fox News. Associated Press. خوندي شوی له the original on April 29, 2011. ترلاسهکېدو نېټه September 2, 2009.
- ↑ Cannon, James. "Gerald R. Ford". Character Above All. Public Broadcasting System. ترلاسهکېدو نېټه December 28, 2006.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Mieczkowski, Yanek (2005). Gerald Ford and the Challenges of the 1970s. Lexington, Kentucky: University Press of Kentucky. pp. 283–284, 290–294. ISBN 978-0-8131-2349-3.
- ↑ "Trip To China". Gerald R. Ford Presidential Library. University of Texas. ترلاسهکېدو نېټه December 31, 2006.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "About Human Rights Watch". Human Rights Watch. ترلاسهکېدو نېټه December 31, 2006.
- ↑ "President Gerald R. Ford's Address in Helsinki Before the Conference on Security and Cooperation in Europe". USA-presidents.info. خوندي شوی له the original on October 10, 2007. ترلاسهکېدو نېټه April 4, 2007.
- ↑ "President Ford got Canada into G7". Canadian Broadcasting Company. December 27, 2006. ترلاسهکېدو نېټه December 31, 2006.
- ↑ Church, Peter, ed. (2006). A Short History of South-East Asia. Singapore: John Wiley & Sons. pp. 193–194. ISBN 978-0-470-82181-7.
- ↑ Brinkley, Douglas (2007). Gerald R. Ford. New York, NY: Times Books. pp. 89–98. ISBN 978-0-8050-6909-9.
- ↑ Bowman, John S. (1985). The Vietnam War: An Almanac. Pharos Books. p. 434. ISBN 978-0-911818-85-7.
- ↑ Plummer Alston Jones (2004). "Still struggling for equality: American public library services with minorities". Libraries Unlimited. p.84. ISBN 1-59158-243-1
- ↑ Robinson, William Courtland (1998). Terms of refuge: the Indochinese exodus & the international response. Zed Books. p. 127. ISBN 978-1-85649-610-0.
- ↑ Stout, David (January 2, 2007). "Bush and ex-presidents eulogize Gerald R. Ford". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه September 3, 2009.
- ↑ Naughton, James M.; Clymer, Adam (December 27, 2006). "Gerald Ford, 38th President, Dies at 93". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 19, 2009.
- ↑ DeFrank T: Write It When I'm Gone, G. Putnam & Sons, New York, NY, 2007.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2006ز مړينې
- 26 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- CS1 maint: unrecognized language
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

