جیمس ایرل کارټر
| جیمس ایرل کارټر | |
|---|---|
| [[language|]]: Jimmy Carter | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: James Earl Carter Jr. |
| پيدايښت | ۱ اکتوبر ۱۹۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 29 ډېسمبر 2024 (100 کاله)[۱۲][۱۳][۱۴] |
| تابعیت | |
| قد | 177 سانتي متره |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ډیپلوماټ ، سياستوال [۱۵]، سوداگر ، د بشري حقونو فعال ، ليکوال |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۶][۱۷]، اسپانيايي ژبه |
| د کړنې څانګه | سياست [۱۸] |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
| برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک |
| مقام | بريدمن |
| جايزې | |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
جیمس ایرل کارټر ( د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی) پخوانی امریکایي سیاستوال دی، چې له ۱۹۷۷ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ډیموکرات ګوند غړی و، چې له ۱۹۷۱ز کال نه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د جورجیا ایالت د ۷۶م والي او له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، د جورجیا ایالت سناتور پاتې شوی دی. کارټر د دندې له پرېښودو وروسته په سیاسي او ټولنیزو پروژو کې بوخت شو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د بشردوستانه کارونو لپاره د سولې نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.
کارټر په جورجیا کې زېږېدلی او ستر شوی، په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو له سمندري اکاډمۍ نه د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغ او په سمندري ځواک کې یې دنده تر لاسه کړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه خپله سمندري دنده پرپرېښوده او بېرته کور ته راستون شو او هلته یې د خپلې کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مشري په غاړه واخیسته.هغه د ډیموکرات ګوند فعال غړی و، چې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې د جورجیا په سنا کې دنده ترسره او وروسته بیا د ۱۹۷۰ز کال کې د ډیموکرات ګوند په لومړیو ټاکنو کې د کارل سانډرز له ماتې وروسته د جورجیا والي وټاکل شو. هغه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د والي په توګه پاتې شو. سره له دې، چې هغه د جورجیا ایالت نه بهر چا نه پېژانده، خو د ۱۹۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند او د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند جیرالډ فورډ ته یې ماتې ورکړه.
کارټر د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ، د ۴۴۸۳ ګڼې فرمان په صادرولو سره د ویتنام د جګړې ټولو تښتېدلو ته بښنه وکړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د کابینې په کچه دوه نوي وزارتونه، د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت جوړ شول. کارټر د انرژۍ ملي تګلاره جوړه کړه چې د انرژي سرچینو ساتنې، د بیو کنټرول او د عصري ټکنالوژۍ کارونې ته په کې ځای ورکړل شوی و. کارټر د ډیویډ کمپ توافقات، د پاناما کانال تعهدات، د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د خبرو اترو دویم پړاو (SALT II) او پانامې ته د پانامې کانال زون بېرته راستنېدلو تګلاره تعقیب کړه. په اقتصادي ډګر کې، هغه له اقتصادي ناورین، لوړ پاړسوب(انفلاسیون)، لوړې بیکارۍ او د پرمختګ له ورو ودې سره مخامخ شو. همدارنګه هغه د ولسمشرۍ دورې په پای کې، له ۱۹۷۹ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې د ایران د یرغمل کولو کړکېچ د ۱۹۷۹ز کال د انرژۍ ناورین، د نیکاراګوانو انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل سره مخامخ شو. کارټر د یرغل په ځواب کې، سړه جګړه نوره هم زیاته کړه، پر شورويانو یې اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او په مسکو کې یې د ۱۹۸۰ز کال د اوړي د اولمپیک بایکاټ مشري هم وکړه.
کارټر د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ریګن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. تاریخپوهان او سیاسي شنونکي په عمومي ډول کارټر د منځنۍ کچې نه دټیټ ولسمشر په توګه ډلبندي کوي. له ولسمشرۍ وړاندي د کارټرفعالیتونه، د هغه د ولسمشرۍ دورې په پرتله ډېر په زړه پورې بلل شوي. په ۱۹۸۲ز کال کې، کارټر د بشري حقونو د ودې او پراختیا لپاره د کارټر مرکز جوړ کړ، چې په ۲۰۰۲ز کال کې دغه مرکز ته د ښو کړنو په پار د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه. کارټر د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو، د ټاکنو د څارنې او په پرمختللو هېوادونو کې د ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه سفرونه وکړل. کارټر د انسانیت لپاره خیریه بنسټ اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي. کارټر د سیاسی یادښتونو او شعري ټولګو په ګډون تردېرشو ډېر کتابونه لیکلي او د اسرائیلو او فلسطین شخړو په ګډون یې، د متحده ایالاتو او نړۍ په اوسنیو چارو کارنده تبصرې کړې ده.
د جیمي کارټر د ادارې بهرنۍ تګلاره
[سمول]اسرائیل او مصر
[سمول]د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، کارټر هڅه کوله، چې د عرب او اسرائیلو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. په ۱۹۷۷ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیز جوړجاړي په لټه کې له ناکامې هڅې وروسته، په ۱۹۷۳ز کال کې د جنیوا کنفرانس له لارې، کارټر د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو لومړي وزیر میناچیم ته بلنه ورکړه، تر څو د ۱۹۷۸ز کال په سپټمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډیویډ کمپ ته د یوې حتمي سولې د رامنځته کولو په موخه ولاړ شي. په داسې حال کې، چې دواړه خواوې له لوېدیځې غاړې نه د اسرائیلو د وتلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، خو د خبرو په پایله کې مصر په رسمي توګه اسرائیل په رسمیت وپېژندل او په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې یو منتخب حکومت رامنځته کړ. دا د ډیویډ کمپ تړون پایله وه، چې د اسرائیلو او مصر ترمنځ جګړه یې پای ته ورسوله.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ایران
[سمول]د ۱۹۷۷ز کال د نومبر په ۱۵مه کارټر ژمنه وکړه، چې د هغه اداره به د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مثبتو اړیکو ته د معاصر دریځ «پیاوړی، باثباته او پرمختللی» تر عنوان لاندې دوام ورکوي.د نومبر په څلورمه د ایراني محصلینو یوې ډلې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې د امام له پیروانو سره یې تړاو درلود او د ایران له انقلاب نه یې ملاتړ کاوه. د برید په پایله کې ۵۲امریکایي ډیپلوماتان او اتباع د ۴۴۴ورځو لپاره یرغمل ونیول شول، تر هغو چې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د کارټر پر وړاندې د ولسمشر په توګه د رونالډ ریګن له بریالیتوب وروسته سملاسي خوشې شول. د کړکېچ په لړ کې، کارټر له ۱۰۰ ورځو نه زیات په سپینه ماڼۍ کې په ګوښه کې پاتې شو.[۲۶][۲۷]
له دغې پېښې نه یوه میاشت وروسته، کارټر ژمنه وکړه چې دغه شخړه به غیر له کوم پوځي اقدام نه چې د یرغمل شوو بندیانو د وینې تویولو یا پر دوی د برېد یا سزا ورکولو لامل کېږي، د خبرو اترو له لارې هواره کړي . د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په مه کارټر د ۱۲۲۰۵ګڼې اجرائیوي فرمان په صادرولوسره پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران د کابینې د غړو په وړاندې یې د نورو اقداماتو اعلان هم وکړ،چې د بندیانو د خوندي خلاصون لپاره اړین ګڼل کېدل. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په ۲۴مه، کارټر د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په موخه د شاهین منګول (Eagle Claw)عملیاتو امر وکړ، خو دغه ماموریت د اتوامریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د دوو الوتکو په نسکورېدو سره ناکام پای ته ورسېد.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
شوروی اتحاد
[سمول]د ۱۹۷۷ز کال د فبرورۍ په ۸مه کارټر له شوروي اتحاد نه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره«د هر اړخیزې اټومي ازموینې بندیز» لپاره یو ځای شي. کارټر د جون په ۱۳مه، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې: د اونۍ په پیل کې به متحده ایالات «له شوروي اتحاد سره د هر اړخیزې اټومي ازموینې د بندیز پر تړون کار وکړي ،ترڅو د ځمکې لاندې یا په فضا کې د اټومي وسایلو ټولې ازموینې منع کړي».[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
کارټر د ډسمبر په ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې: « د تېرو څو مياشتو په موده کې امريکا او شوروي اتحاد د مهمو مسايلو د يو اوږد لېست په اړه ډېر پرمختګ کړی، چې تر ټولو مهم يې د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول او کنټرول و» او دواړه هېوادونه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د دویم تړون اړوند خبرو اترو د پای ته رسولو په لټه کې دي، دا خبرې د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۱۸مه د کارټر او لیونید برژنیف له خوا د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت دویم تړون په لاسلیک کولو سره عملي شوې.[۴۲][۴۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ پیوستون : 118519336 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1288332 — سکالو پېژند: Jimmy Carter (5) — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jimmy-Carter — سکالو پېژند: Jimmy Carter — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/carter-james-jimmy-earl — سکالو پېژند: Jimmy Carter — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32307.htm#i323061 — سکالو پېژند: James Earl Carter, Jr. — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=carterj — سکالو پېژند: Jimmy Carter
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=james+earl;n=carter;oc=1 — سکالو پېژند: Jimmy Carter
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/132438 — سکالو پېژند: Jimmy Carter
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14625 — سکالو پېژند: James Earl (Jimmy) Carter — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014585 — سکالو پېژند: Jimmy Carter — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ the Internet Archive OpenLibrary ID: https://openlibrary.org/works/OL57418A?mode=all — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۵ — ليکوال: Aaron Swartz — منښتلیک: AGPL 3.0
- ↑ Former US President Jimmy Carter dies at 100, Atlanta Journal-Constitution reports — خپرېدونېټه: ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۴
- ↑ Jimmy Carter, 39th president, dies at 100 - The Washington Post — خپرېدونېټه: ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۴ — سمونګر: Matt Murray — خپروونکی: Fred Ryan — خپور کړی: The Washington Weekly Post — خپرولونېټه: ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۴
- ↑ Former President Jimmy Carter dies at 100 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۲۴ — خونديځ اصل په ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۴ — خپروونکی: The Atlanta Journal-Constitution
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118519336 — خپرېدونېټه: ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۴
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11895360f — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/103065187
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700287 — خپرېدونېټه: ۴ جنوري ۲۰۲۵
- ↑ Carter receives Philadelphia's Liberty Medal - UPI Archives — خپرېدونېټه: ۲ جنوري ۲۰۲۵
- ↑ Indira Gandhi Peace Prize — خپرېدونېټه: ۲ جنوري ۲۰۲۵
- ↑ Rediff On The NeT: 1997 Indira Gandhi prize for Jimmy Carter — خپرېدونېټه: ۴ جنوري ۲۰۲۵
- ↑ Alter, p. 388-417
- ↑ Herring, p. 841–842
- ↑ Kaufman and Kaufman, 2006, pp. 53–56
- ↑ Jørgen Jensehaugen. Arab-Israeli Diplomacy under Carter: The US, Israel and the Palestinians (2018) p. 178, quoted on H-DIPLO)
- ↑ "Carter Lauds Shah On His Leadership". The New York Times. November 16, 1977. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Bourne, p. 454
- ↑ Bourne, p. 452
- ↑ D. Sarna, Jonathan (December 2, 2009). "How Hanukkah Came To The White House". The Forward. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "American Hostages in Iran Remarks to State Department Employees. (7 December 1979)". The American Presidency Project. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Executive Order 12205—Economic Sanctions Against Iran (7 April 1980)". The American Presidency Project. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Sanctions Against Iran Remarks Announcing U.S. Actions. (7 April 1980)". The American Presidency Project. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ "Carter Cuts Ties With Iran". The Harvard Crimson. April 8, 1980. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Address to the Nation on the Rescue Attempt for American Hostages in Iran (24 April 1980)". The American Presidency Project. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Rescue Attempt for American Hostages in Iran White House Statement. (25 April 1980)". The American Presidency Project. بياځلي په August 30, 2021.
- ↑ "Declassified CIA memo predicted the 1980 October Surprise". MuckRock (in American English). بياځلي په 2021-11-13.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (8 February 1977)". The American Presidency Project. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (13 June 1977)". The American Presidency Project. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (30 December 1977)". The American Presidency Project. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ "U.S. And Soviet Sign Strategic Arms Treaty; Carter Urges Congresss To Support Accord". The New York Times. June 19, 1979. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ Glass, Andrew (June 18, 2015). "Jimmy Carter signs Strategic Arms Limitation Treaty, June 18, 1979". Politico. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ "Jimmy Carter and the Second Yemenite War: A Smaller Shock of 1979? | Wilson Center". www.wilsoncenter.org (in انګليسي). بياځلي په 2021-11-21.
- ↑ "The State of the Union Address Delivered Before a Joint Session of the Congress. (January 23, 1980)". The American Presidency Project. خوندي شوی له the original on September 11, 2018. بياځلي په August 31, 2021.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2024ز مړينې
- 29 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 American English-language sources (en-us)

