جولیوس قیصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جولیوس قیصر
(لاطینی: GAIVS IVLIVS CAESAR)
(لاطینی: Divus Julius د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جولیوس قیصر
جولیوس قیصر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ جولای ۰۱۰۰ ق.م[۱][۲][۳]
روم [۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 15 مارچ 44 ق م [۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای روم   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری خبرې اترې:کلیوپاترا [۹]  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد اګوستوس [۱۰]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
سياستوال [۱۱][۱۲]
ليکوال [۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه لاتين ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۱۴]
يوناني لهجه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د سزار کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګایوس جولیوس قیصر (په لاتیني: [ˈɡaːiʊs ˈjuːliʊs ˈkae̯sar]؛ زوکړه د ۱۰۰م.ز کال د جولای ۱۲مه ـــ مړینه د ۴۴م.ز کال د مارچ ۱۵مه) یو رومي جنرال او سیاستوال و. قیصر د لومړي درې کسیز حکومت (First Triumvirate) غړی و، مخکې له دې چې خپل سیاسي سیال پومپي ته په یوه کورني جنګ کې ماتې ورکړي په ګالي جنګونو کې یې د رومیانو د لښکرو مشري کوله، او ورپسې له ۴۹م.ز څخه ترهغې چې نوموړی په ۴۴م.ز کې ترور کړای شو، د روم دېکتاتور و. نوموړي په هغو پېښو کې چې د روم د جمهوریت د له منځه تلو او د روم د سترواکۍ د ظهور لامل شوې، یو مهم رول لوبولی دی.

په ۶۰م.ز کال کې، قیصر، کراسوس او پومپي لومړنی ترایوم ویرات (First Triumvirate) یا درې کسیز حکومت جوړ کړ، یاد حکومت، هغه سیاسي اتحاد و چې د روم په سیاستونو باندې د کلونو لپاره غالب و. د پوپولارانو (د خلکو د دوستانو) په توګه  د دوی د قدرت راټولولو هڅې د آپټیمېټانو (تر ټولو غوره خلکو) له خوا د روم په مشرانو جرګه کې د ننه په ځانګړې توګه د ځوان کاتو (Cato the Younger) چې د سېسیرو (Cicero) له خوا یې ملاتړ کېده، له مخالفت مخ شوې. قیصر په ګالي جنګونو کې کوم چې په ۵۱ م.ز کال کې پای ته ورسېدل او د روم قلمرو ته یې په لویه پیمانه پراختیا ورکړه، د یو شمېر پوځي بریاوو له لارې د روم په جمهوریت کې په یو ډېر پیاوړي سیاستوال بدل شو. د دغې مودې په ترڅ کې هغه هم په برتانیا باندې یرغل وکړ او هم یې هلته د راین په سیند باندې یو پل ورغاوه. د نوموړي دغو لاسته راوړنو او د هغه د تجربه لرونکي پوځ د پومپي موقف چا چې په ۵۳ م.ز کال کې د کراسوس له مړینې وروسته له مشرانو جرګې سره ځان هماهنګ کړی و، تر خپل سیوري لاندې راوست. د ګالي جنګونو په پای ته رسېدو سره، مشرانو جرګې قیصر ته امر وکړ چې خپله پوځي قومانده پرېږدي او روم ته راوګرځي. په ۴۹م.ز کال کې قیصر له روبیکون څخه په تېرېدو سره او د یو لښکر په راس کې د روم لوري ته په خوځېدو سره په ښکاره ډول د مشرانو جرګې واک تر پوښتنې لاندې راوست. په دې توګه د قیصر کونۍ جګړه پیل شوه، کومه چه نوموړي وګټله او هغه ته یې په ۴۵م.ز کال کې تقریباً یو د نه ګواښل کېدونکي او اغېزناک قدرت موقف وروباښه.[۱۵]

قیصر د حکومت د چارو په لاس کې اخیستلو نه وروسته، د جولیني جنترۍ د جوړولو په ګډون د ټولنیزو او حکومتي اصلاحاتو یوه برنامه پیل کړه. هغه د روم د جمهوریت د لرې پرتو سیمو ټولو اوسېدونکو ته تابعیت ورکړ. هغه د ځمکو اصلاحاتو او د پخوانیو جانبازو سرتېرو ملاتړ پیل کړ. نوموړي د جمهوریت د اداري سېستم کاغذ پراني مرکزي کړه او بالاخره "د ټول عمر د دېکتاتور" (dictator perpetuo) په توګه اعلان شو. د هغه پوپولیستي او اقتدار پلوو اصلاحاتو اشراف وقهرول، چا چې د نوموړي پر وړاندې دسیسې پیل کړې. د ۴۴م.ز کال مارچ په نیمایي کې (د مارچ په ۱۵مه نېټه ـــ Ides of March) قیصر د بروتوس او کاسیوس په مشرۍ د یوې ډلې یاغي سناتورانو له خوا ترور کړای شو، چې د چړو په وهلو سره ووژل شو. په دې سره د کورنیو جنګونو یوه نوې سلسله پیل شوه او د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ دغه جمهوري حکومت هېڅکله په بشپړه توګه له سره بیا ونه رغول شو. د قیصر مشر وراره او نومول شوي وارث اوکتیوان، چې وروسته د اګوستوس په نوم مشهور شو، د روم د جمهوریت په وروستۍ کورنۍ جګړه کې خپلو مخالفینو ته له ماتې ورکولو وروسته په یواځې توګه واک ته ورسېد. اوکتېوان د خپل واک په پیاوړي کولو پیل وکړ او ورسره د روم د سترواکۍ دوره پیل شوه.[۱۶][۱۷]

قیصر یو پیاوړی لیکوال تاریخ پوه او همداراز سیاستوال و، د هغه د ژوند ډېره برخه د نوموړي د پوځي مبارزو په اړه د هغه له خپلو سفر نامو څخه پېژدل شوې ده. د نورو معاصرو سرچینو په توګه د سیسېرو لیکونو او ویناوو او د سالوست لیکنو ته اشاره کېدای شي. د قیصر په اړه د سوتونیوس او پلوتارچ له خوا راوروسته بیوګرافۍ هم مهمې سرچینې بلل کېږي. قیصر د زیات شمېر تاریخ پوهانو له خوا د تاریخ په اوږدو کې له تر ټولو لویو پوځي قوماندانانو څخه یو بلل کېږي. د هغه لقب بیا وروسته د سترواک لپاره د مترادف په توګه وپېژندل شو؛ د قیصر ("Caesar") عنوان د روم د سترواکۍ په اوږدو کې کارول کېده، چې له عین رېښې څخه د عصري نږدې الفاظو لکه قیصر (Kaiser) او تزار (Tsar) د راپیدا کېدو لامل شو. نوموړي په وار وار سره په ادبي او هنري اثارو کې را ښکاره شوی دی، او د هغه سیاسي فلسفې چې د قیصرېزم (Caesarism) په نامه پېژندل کېږي، تر معاصرې دورې ترې سیاستوالو الهام اخیستی دی.[۱۸]

د ژوند لومړني وختونه او حرفوي ژوند یې[سمول]

ګایوس جولیوس قیصر په یوه وطندوسته کورنۍ کې چې له جولیا نسب څخه وه، زيږېدلی دی؛ نوموړې کورنۍ ادعا کوله چې د جولوس (Julus) له اولادونو څخه دي، چې نوموړی د تروا د افسانوي شهزاده اینیاس زوی دی، او ګمان کېږي هغه د په خپل وار سره د الهې وینوس (Venus) زوی دی. جولیان له البا اصل څخه دي، چې د اوومې مخزېږدې پېړۍ د نیمایي په شاوخوا کې د البا لونګا له ویجاړېدو راوروسته په روم کې د مېشت شوي یو مشهور البايي کور په توګه ورڅخه یادونه شوې ده. دوی ته او ورسر نورو البايي اشرافي کورنیو ته د سردارانو مقام ورکړل شوی و. د جولیان په بوليوای (Bovillae) کې په پخوانیو دورو کې هم موجود وو، چې د هغه ښارګوټي د تیاتر په یو محراب کې یې یوه ډېره لرغونوې کتیبه د شواهدو نمونه ګڼل کېږي، کومه چې د البا مذهبي دود یا lege Albana له مخې د دوی د قربانیو تقدیمول انځوروي. د لوی پلیني په روایت د "قیصر" لقب د قیصري څانګې څخه د زيږېدلو اجدادو څخه له یوه هغه څخه ( له لاتیني فعل "قطع کولو" یعنې - caedere, caes) سرچینه اخلي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د اګوستا تاریخ نومی اثر د دریو بدیلو شرحو وړاندوینه کوي: دا چې لومړني قیصر د ضخیمو وېښتو ډک سر ("caesaries") درلود؛ دا چې هغه ځلېدونکې نصواري رنګه سترګې ("oculis caesiis") لرلې؛ یا هم دا چې نوموړي د پوني جګړو په بهیر کې په جنګ کې یو فیل وژلی و (په کنعاني ژبه "caesai" ). قیصر داسې سکې راویستلې وې چې د فیل انځور ورباندې کښل شوی و، له دې نه معلومېږي چې نوموړي د خپل نامه وروستنی تفسیر خوښاوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د جولي کورنۍ قیصرانو د خپل لرغوني نسب سره سره، په ځانګړې توګه له سیاسي لحاظه اغېزمنتیا نه لرله، که څه هم هغوی د لومړۍ مخزېږدې پېړۍ په لومړیو کې د خپل سیاسي بخت له یو څه بیا راژوندي کولو څخه خوند اخیستی و.  د قیصر پلار چې هغه هم د ګایوس جولیوس قیصر په نامه یادېده، د آسیا یا آسیانا (Asia) د ولایت واکمني یې په غاړه لرله، او د هغه خور جولیا چې د قیصر عمه کېږي، له ګایوس ماریوس سره چې د روم په جمهوریت کې یو له تر ټولو مخکښو څېرو څخه ګڼل کېده، واده وکړ. د نوموړي مور اورېلیا له یوې اغېزناکې کورنۍ څخه وه. د قیصر د ماشومتوب په اړه ډېر لږ اطلاعات ثبت شوي دي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۸۵ م.ز کال کې، د قیصر پلار په ناڅاپي ډول مړ شو، چې په دې توګه قیصر په ۱۶ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ مشر شو. د بلوغ عمر ته د هغه رسېدنه د نوموړي د ماما ګایوس ماریوس او د هغه سیال لوسیوس کورنېلیوس سولا تر منځ له کورنۍ جګړې سره هممهاله وه. دواړو خواوو هر کله چې په عروج کې وې له خپلو سیاسي مخالفینو څخه سخت وینې تویوونکي غچونه واخیستل. کله چې قیصر د نوي  فلامن ډیالیس (د مشتري لوی کشیش) په توګه ونومول شو، ماریوس او د هغه متحد لوسیوس کورنېلیوس کینا د ښار د چارو واک په لاس کې درلود او هغه د لوسیوس کینا د لور کورنېلیا سره واده وکړ.[۳۴][۳۵]

په هر ترتیب، د سولا له نهاي بریا وروسته، قیصر له زاړه رژیم سره د اړیکې درلودلو له امله د نوي رژیم لپاره یوه مشروع موخه وګرځېده. هغه له خپل میراث، د هغه د مېرمنې له مهریې، او کشیش توب څخه محروم کړای شو، خو نوموړي کورنېلیا ته له طلاق ورکولو څخه ډډه وکړه او نوموړی د یادې پرېکړې له کبله پټېدو ته اړ کړای شو. د هغه پر وړاندې ګواښ د نوموړي د مورنۍ کورنۍ په منځګړيتوب سره، چې د سولا او ویسټال ویرجین ملاتړي پکې وو، لرې کړای شو. سولا په ناهیلیتوب سره ومنله او داسې ویل کېږي چې هغه په قیصر کې زیات ماریوسان لیدلي دي. د هغه د کشیش توب له لاسه ورکول د دې لامل شول چې دی یوه پوځي دنده پر مخ یوسي، ځکه د مشتري یو عالیرتبه کشیش اجازه نه درلوده چې په اس لمس کړي، د خپل خوب له تخت نه بهر له دریو شپو څخه زیات یا یوه شپه له روم څخه بهر ویده شي، یا د یو لښکر څارنه په غاړه ولري.[۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. http://www.bbc.co.uk/history/historic_figures/caesar_julius.shtml
  2. National Library of Spain ID: https://datos.bne.es/resource/XX841352 — د نشر نېټه: ۸ فبروري ۲۰۱۹ — سرليک: El portal de datos bibliográficos de la Biblioteca Nacional de España — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Google Books ID: https://books.google.com/books?id=9Q83DAAAQBAJ — سرليک: Google Books — پیدا کوونکی: ګووګل
  4. پیوستون : 118518275  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. https://books.google.com/books?id=PuwDLlf6OXAC&pg=PA17&dq=%2215+March%22+44+BCE+Julius+Caesar&source=gbs_toc_r&cad=3#v=onepage&q=15%20March&f=false — دوتنه: Michael Parenti — پاڼه: 167 — خپرونکی: The New Press — ISBN 978-1-4587-8435-3
  6. https://books.google.com/books?id=oR-ljeBaWIcC&pg=PA30#v=onepage&q&f=false — دوتنه: Adrian Goldsworthy — پاڼه: 505
  7. https://books.google.com/books?id=oR-ljeBaWIcC&pg=PA30#v=onepage&q&f=false — دوتنه: Leofranc Holford-Strevens او Bonnie J. Blackburn — سرليک: The Oxford Companion to the Year — پاڼه: 119, 671 — خپرونکی: Oxford University Press
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/caesar — د نشر نېټه: ۸ فبروري ۲۰۱۹
  9. دوتنه: Suetonius
  10. http://www.strachan.dk/family/iulius_patrician.htm
  11. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1418/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  12. https://cs.isabart.org/person/161051 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13219683
  15. Keppie, Lawrence (1998). "The approach of civil war". The Making of the Roman Army: From Republic to Empire. Norman, Oklahoma: University of Oklahoma Press. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8061-3014-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Suetonius (121). "De vita Caesarum" [The Twelve Caesars]. University of Chicago. د کتاب پاڼې 107. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۲ باندې. More than sixty joined the conspiracy against [Caesar], led by Gaius Cassius and Marcus and Decimus Brutus. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Plutarch. "Life of Caesar". University of Chicago. د کتاب پاڼې 595. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. ... at this juncture Decimus Brutus, surnamed Albinus, who was so trusted by Caesar that he was entered in his will as his second heir, but was partner in the conspiracy of the other Brutus and Cassius, fearing that if Caesar should elude that day, their undertaking would become known, ridiculed the seers and chided Caesar for laying himself open to malicious charges on the part of the senators ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tucker, Spencer (2010). Battles That Changed History: An Encyclopedia of World Conflict. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781598844306. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Froude, James Anthony (1879). Life of Caesar. Project Gutenberg e-text. د کتاب پاڼې 67. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also: Suetonius, Lives of the Twelve Caesars: Julius 6 Archived 30 May 2012 at Archive.is; Velleius Paterculus, Roman History 2.41; Virgil, Aeneid
  20. Livy, Ab urbe condita, 1:28–30
  21. Dionysius, iii. 29.
  22. Tacitus, Annales, xi. 24.
  23. Niebuhr, vol. i. note 1240, vol. ii. note 421.
  24. Pliny the Elder, Natural History 7.7. The misconception that Julius Caesar himself was born by Caesarian section dates back at least to the 10th century (Suda kappa 1199). Julius was not the first to bear the name, and in his time the procedure was only performed on dead women, while Caesar's mother Aurelia lived long after he was born.
  25. Historia Augusta: Aelius 2.
  26. Goldsworthy, p. 32.
  27. Suetonius, Julius 1 Archived 30 May 2012 at Archive.is; Plutarch, Caesar 1, Marius 6; Pliny the Elder, Natural History 7.54; Inscriptiones Italiae, 13.3.51–52
  28. Plutarch, Marius 6
  29. Plutarch, Caesar 1; Suetonius, Julius 1 Archived 30 May 2012 at Archive.is
  30. Suetonius, Julius 1 Archived 30 May 2012 at Archive.is; Pliny the Elder, Natural History 7.54
  31. "Julius Caesar". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Suetonius, Julius 1 Archived 30 May 2012 at Archive.is; Plutarch, Caesar 1; Velleius Paterculus, Roman History 2.41
  33. Velleius Paterculus, Roman History 2.22; Florus, Epitome of Roman History 2.9
  34. Canfora, p. 3
  35. William Smith, A Dictionary of Greek and Roman Antiquities: Flamen
  36. Suetonius, Julius 2–3 Archived 30 May 2012 at Archive.is; Plutarch, Caesar 2–3; Cassius Dio, Roman History 43.20