د سزار کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سزار کورنۍ جګړه (له میلاد وړاندې ۴۹ کال – ۴۵ کال) د روم د جمهوریت په وروستیو کې د ګایوس ژولیوس سزار او نائوس پومپیوس مانیوس (پومپه) تر مشرۍ لاندې دغه جمهوریت ته د اړوندو دوه ډلو ترمنځ جګړه وه. د دغې جګړې اصلي لامل په ګال کې د سزار د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته روم ته د هغه په راګرځېدو سره د تمې له مخې د نوموړي د ځایګي اړوند رامنځته شوی سیاسي کړکېچ و.  

سزار له جګړې وړاندې د نږدې ۱۰ کلونو لپاره د ګالي جګړو مشري پر غاړه لرله. له ګال څخه د بېرته وتو اړوند د سزار او پومپه د امتناع له امله سیاسي ناندرۍ چې له میلاد وړاندې ۵۰ کال په وروستیو کې پیل شوې د کورنۍ جګړې لامل وګرځېدې. پومپه او یارانو یې له میلاد وړاندې ۴۹ کال په لومړیو کې سنا اړ کړه څو سزار اړ کړي خپلو ولایتونو او پوځ ته شا کړي؛ سزار دغه چاره وه نه منله او پرځای یې روم ته خپلې لښکرې ولېږلې. [۱]

جګړه په ایټالیا، ایلیات، یونان، مصر، افریقا او هسپانیا کې پیل شوه. همدارنګه له میلاد وړاندې ۴۸ کال پر مهال په یونان کې یو لړ برخلیک ټاکونکې پېښې رامنځته شوې: پومپه، سزار ته د دیراخیوم جګړې پر مهال ماته ورکړه، خو سزار بیا د فارسالوس په راتلونکې لویې جګړې کې بریالی شو او د پومپه پوځ وپاشل شو. د مارکوس یونیوس بروتوس او سیسرو په څېر د پومپه ډیری مخکښ ملاتړي (د پومپیانو په نوم یادېدل) له جګړې وروسته تسلیم شول. یو شمېر نور له دې ډلې ځوان کاتون او متلوس سیپیو له هغه سره وجنګېدل. پومپه مصر ته وتښتېد او مصر ته په رسېدو سره هلته ووژل شو.

سزار د افریقا په شمال باندې له برید وړاندې، د کوچنۍ آسیا پر لور د یوې لښکرکشۍ مشري وکړه چېرې چې نوموړي له میلاد وړاندې ۴۶ کال کې متلوس سکپیو ته د تاپسوس په جګړه کې ماته ورکړه. له دې څخه لږ وروسته کاتو او متلوس سکپیو ځان مړ کړ. راتلونکی کال سزار د پومپیانو وروستۍ ډلګۍ په هسپانیا کې د موندا جګړې پر مهال ماته کړه چې مشري یې د هغه پخواني افسر لیبینوس پر غاړه لرله. له همدې امله له میلاد وړاندې ۴۴ کال کې سزار د روم د سنا له خوا همیشنی یا د ټول عمر لپاره دیکتاتور وټاکل شو. نوموړی له دغې چارې څخه لږ وروسته د سناتورانو د یوې ډلې له خوا چې بروتوس هم په کې شامل و، ووژل شو.

یاده کورنۍ جګړه په عام ډول د روم د جمهوري دولت پای ټکی بلل کېږي. یو شمېر څېړونکي د قطبي وقفې له امله یاده جګړه د دغه جمهوریت د سقوط تقریبي لامل بولي. د سزار له هر اړخیزو بریاوو وروسته د نوموړي ناڅاپي مړینې په واک کې تشه رامنځته کړه. په راتلونکو کلونو کې د هغه وارث اکتاویان وکولای شول بشپړ کنټرول ترلاسه او د اګستوس په توګه یې په ځان بللو سره د روم سترواکي رامنځته کړه.[۲]

مخینه[سمول]

له جګړې وړاندې اصلي موضوع دا وه چې سزار څه ډول وروسته له هغه چې له میلاد وړاندې ۴۹ کال وړاندې یې لس کاله په ګال کې تېر کړل او هلته له پام وړ ځواک او شتمنۍ موندلو وروسته د روم په سیاسي جوړښت کې بیاځلي ادغام شو. [۱][۳]

سزار له میلاد وړاندې ۵۸ کال له پیل څخه راهیسې او همدارنګه یو کال وروسته له هغه چې له میلاد وړاندې ۵۹ کال کې د ګال ګورنر وټاکل شو، له ایلیریکوم سره یې یوځای د سنا د انتصاب پر مټ په ګال ناربوني باندې د لیکس واټینیا (lex Vatinia) په اصطلاح واک وچلاوه. سزار د خپل ګورنر توب پر مهال له کراسوس او پومپه سره په لومړي درې ګوني حکومت کې متحد و. د دغو دریو کسانو اتحاد «د اتحاد او ډلو جوړولو کلک جوړښت رامنځته کړ» چې په لنډ مهال کې د دوی په ګټه و، خو په اوږد مهال کې له اپوزیسیون سره د اشرافي ډلو د اتحاد له امله د دوی په زیان و. د دغو دریو کسانو لنډ مهالو ګټو هم د دوی له موخو څخه سرچینه اخیسته: د پومپه د ختیځو قلمروونو په رسمیت پېژندنه، د پومپه او کراسوس د اقداماتو په ګډون اړوند ځمکني اقدامات.[۴][۵][۵][۶]

د دوی دریو واړو ترمنځ سیاسي اتحاد له میلاد وړاندې ۵۰مې لسیزې په نیمايي کې د پاشل کېدو پر لور حرکت پیل کړ، خو دغه چاره له میلاد وړاندې ۵۵ کال کې د دوی ترمنځ د بیاځلي مذاکرې او د پومپه او کراسوس د مشترک ګورنریت پر مټ ودرېده. دوی د خپل مشترک ګورنریت پر مهال په خپلو کې نوي قلمروونه ووېشل چې په دغو کې پومپه ته هسپانیا په برخه ورسېده او کراسوس هم له اشکانیانو سره د جګړې په موخه سوریې ته ولاړ؛ سزار هم په خپل نوبت سره په ګال باندې یو ځل بیا خپل ګورنریت تمدید کړ. [۷][۸]

له میلاد وړاندې ۵۵ کال کې له روم څخه د کراسوس وتل او همدارنګه له میلاد وړاندې ۵۳ کال کې د جګړې پر مهال د هغه مړینه په ښکاره ډول د دغه اتحاد د له منځه تلو لامل وګرځېدل. د کراسوس او همدارنګه له میلاد وړاندې ۵۴ کال کې د جولیا (د سزار لور او د پومپه مېرمن) مړینه لامل وګرځېده چې په دغه اتحاد کې د پومپه او سزار ترمنځ د قواوو موازنه له منځه ولاړه شي «له همدې امله نور نو د دوی دواړو ترمنځ جګړه حتمي ښکارېده». له میلاد وړاندې ۶۱ کال را وروسته په روم کې د سیاسي کړکېچ اصلي لامل د پومپه د نفوذ موازنه جوړونه وه چې له امله یې هغه د اصلي اشرافي سناتورانو یعنې د کراسوس او سزار څخه هاخوا د نورو متحدینو لټون پیل کړ. ورته مهال له میلاد وړاندې ۵۵ کال څخه تر ۵۲ کال پورې د سیاسي کړکېچونو او جنجالونو له امله د سنا جرګه اړ شوه څو د نظم د ټینګښت په موخه پومپه ته لاس ورکړي. له میلاد وړاندې ۵۳ کال او ۵۲ کال کې د نظم له منځه تلل اندېښمنونکي وو: پوبلیوس کلودیوس پولچر او تیتوس آنیو میلو «چې اساسا خپلواک عوامل و» د دغه ناپایداره سیاسي وضعیت پر مهال تاوتریخوالي کوونکي لوی بانډونه رهبري کول. دغه چاره لامل وګرځېده چې پومپه له میلاد وړاندې ۵۲ کال کې واک ځانته انحصاري کړي او په دې سره یې د ښار بشپړې واګې د کومې ټاکنیزې غونډې له جوړولو پرته په لاس کې واخیستې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سربېره پر دې له میلاد وړاندې ۵۱ کال کې د سزار او د هغه د قومندانانو د واک سلب کولو اړوند سیاسي چارې پیل شوې وې: کلودیوس مارسلوس همدغه کال استدلال وکړ چې د آلسیا نیونه او په ورسینجتوریکس باندې بریا په دې معنی ده چې په ګال کې د سزار ګورنریت یا دنده نوره بشپړه شوې او هلته یې قومنداني بې معنا ده. همدارنګه یې څرګنده کړه چې له بریا وروسته به په ګال کې د دویمې دورې واکمنۍ لپاره د سزار د غیابي حضور اړوند پرېکړه موجه نه وي. دې ته له پام پرته د سنا جرګې د مارسلوس وړاندیز او همدارنګه د هغوی بل هغه وړاندیز چې له میلاد وړاندې ۵۰ کال د مارچ په لومړۍ نېټه یې په ګال کې د سزار د واکمنۍ د دورې د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه؛ رد کړل. دغه مهال پومپه هم د یادو وړاندیزونو په رد کولو کې ونډه لرله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له میلاد وړاندې ۵۰ کال له اوړي وروسته «دریځونه لا پیاوړي شول او رامنځته کېدونکې پېښې په نه تغیر کوونکې بڼه د فاجعې پر لور مخکې ولاړې»؛ دغه مهال و چې پومپه د دویم ځل ګورنریت لپاره د سزار صلاحیتونه رد کړل تر دې چې هغه هم خپل پوځ او ولایتونه پرېښودل. د سنا جرګه هم په ټولیزه بڼه نسبتا آرامه وه او د سزار د متحد او د وګړو د غږ اوچت کوونکي جایوس سکریبونیوس کوریو له هغه وړاندیز څخه یې ملاتړ وکړ چې پومپه او سزار دواړه باید پوځ او واک خوشی کړي. دغه وړاندیز له میلاد څخه وړاندې ۵۰م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د ۳۷۰ موافقو او ۲۲ مخالفو رایو پر بنسټ په سنا جرګه کې تصویب شو چې پومپه او قونسل رد کړ. قونسل سي کلودیوس مارسلوس په هغو آوازو خبر شو چې ګویا سزار په ایټالیا باندې د برید په موخه چمتوالی نیسي، همدا و چې پومپه ته یې له ښار او جمهوریت څخه د دفاع مسئولیت ور تر غاړې کړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

بل هغه لامل چې پر مټ یې سزار د جګړې پرېکړه وکړه دا و چې شونې وه هغه له میلاد وړاندې ۵۹ کال کې د خپل ګورنریت پر مهال د قانوني سرغړونو او همدارنګه د هغو قوانینو په تر پښو لاندې کولو محاکمه شوی وای چې پومپه تصویب کړي و او له مخې یې نوموړی د ۵۰مې لسیزې په وروستیو کې له قانوني ګروېږنې سره مخ کېده؛ همدارنګه کېدلای شو چې له امله یې سزار په شرموونکې بڼه تبعید شوی وای. له دې سره د قانوني ګروېږنې هغه نظریه چې د سویتونیوس او پولییو له خوا وړاندې شوې وه «په ټوله دغه واکمني کې تر شک لاندې» وه او بالاخره «تر ډېرې کچې شکمن» نظر ګڼل کېده. له میلاد وړاندې ۵۰ کال څخه تر ۴۹ کال پورې هېڅ داسې شواهد شتون نه لري چې وښيي چا دې د سزار د محاکمې جدي هوډ لرلی وي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Beard 2015، ص. 285.
  2. Flower 2010, p. 152. "After the year 52, politics was dominated by the question of when and under what circumstances Caesar should return from Gaul".
  3. Millar 1998, p. 124. "It should... be stressed that... the political coalition sometimes misleading labelled the First Triumvirate was being put together by Caesar after his election and very shortly before he entered office" (emphasis in original).
  4. ۵٫۰ ۵٫۱ Gruen 1995، ص. 91.
  5. Drogula 2015، ص. 316.
  6. Gruen 1995، ص. 101.
  7. Gruen 1995، صص. 100–101.
  8. Evans, Richard J. (2016). "Pompey's three consulships: the end of electoral competition in the late roman republic?". Acta Classica. 59: 91–93. doi:10.15731/AClass.059.04. ISSN 0065-1141. JSTOR 26347101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rafferty 2015، ص. 63.
  10. Flower 2010، ص. 150.
  11. Flower 2010، ص. 151.
  12. Gruen 1995، ص. 461.
  13. Gruen 1995، ص. 467.
  14. Gruen 1995، ص. 463.
  15. Gruen 1995، ص. 462.
  16. Drogula 2015، ص. 289.
  17. Gruen 1995، ص. 485.
  18. Gruen 1995، ص. 487.
  19. Tempest 2017، ص. 59.
  20. Gruen 1995، صص. 486–487.
  21. Stanton, G. R. (2003). "Why Did Caesar Cross the Rubicon?". Historia: Zeitschrift für Alte Geschichte. 52 (1): 67–94. ISSN 0018-2311. JSTOR 4436678. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Morstein-Marx 2007، ص. 177.
  23. Ehrhardt 1995، ص. 36.
  24. Ehrhardt 1995، ص. 33.
  25. Gruen 1995، ص. 495.