جوزف لیونز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزف لیونز
(انګلیسي: Joseph Lyons د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جوزف لیونز
جوزف لیونز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ سپټمبر ۱۸۷۹[۱][۲][۳]
مړینه 7 اپرېل 1939 (60 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (10  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۶ جنوري ۱۹۳۲  – ۷ اپرېل ۱۹۳۹ 
جیمز سکولین  
ایرل پېج  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۴]
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزف لیونز (د ۱۸۷۹ز کال د سپټمبر له ۱۵مې- د ۱۹۳۹ز کال د اپرېل له ۷مې) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې د اسټرالیا د ۱۰م لومړي وزیر په توګه یې له ۱۹۳۲ز کال نه تر ۱۹۳۹ز کال پورې، یعنې تر مړینې پورې یې دنده ترسره کړې ده. هغه خپل کار د اسټرالیا په کارګر ګوند (ALP) کې پیل کړ، خو په ۱۹۳۱ز کال کې د ALP د وېش له امله، د متحده اسټرالیا ګوند (UAP) بنسټ اېښودونکی مشر شو. هغه مخکې له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۸ز کال پورې د تسمانیا لومړی وزیر و.

لیونز د تسمانیا په سټینلي کې وزېږېد او تر سیاست دمخه په ښوونځي کې ښوونکی و. هغه له ځوانۍ نه په کارګر ګوند کې فعال و او په ۱۹۰۹ز کال کې یې د تسمانیا په مجلس کې بریا خپله کړه. هغه مخکې تر دې چې په ۱۹۱۶ز کال کې د ایرل ځایناستی شي، د جان ایرل په مشرۍ یې د دولت د خزانه دار (۱۹۱۲ز-۱۹۱۴ز کال) په توګه دنده ترسره کړه. تر دوو ټاکنو وروسته، چې له معلقو پارلمانونو سره پای ته ورسېدې، نو لیونز په ۱۹۲۳ز کال کې د لږه کیو د حکومت په مشرۍ لومړی وزیر شو. هغه معتدل اصلاحات رامنځته کړل او د مقننه شورا د واکونو پر سر یې د اساسي قانون د کړکېچ په اړه په بریالیتوب سره خبرې وکړې. لیونز د ۱۹۲۵ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند مشري وکړه، چې دا په تسمانیا کې د لومړي اکثریت حکومت و، خو دغه ګوند درې کاله وروسته خپل واک له لاسه ورکړ.

لیونز په ۱۹۲۹ز کال کې له ایالتي پارلمان نه استعفا وکړه، ترڅو فډرالي سیاست ته مخه کړي. د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند په لویې بریا سره د پارلمان چوکۍ وګټله. هغه سمدلاسه د نوي لومړي وزیر جیمز سکولین له خوا کابینې ته وټاکل شو. د پوستي څانګې د رئیس او د ریل پټلۍ د وزیر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۰ز کال کې، کله چې سکولین له هېواده بهر و، نو لیونز د لنډمهالي خزانه دار په توګه وټاکل شو او د لوی ناورین له امله یې له کارګرې ډلې سره اختلافات رامنځته شول. هغه د اورتودکس مالي تګلارې غوره وګڼلې. لیونز او ملګرو یې د ۱۹۳۱ز کال په پیل کې کارګر ګوند پرېښود، ترڅو خپلواک شي. د ګوند د پرېښودو انګېزه یې د بحث وړ شوه. څو میاشتې وروسته، د هغه ډله له نورو مخالفو ګوندونو سره یوځای شوه، ترڅو د متحده اسټرالیا ګوند جوړ کړي، چې لیونز په کې د اپوزیسیون مشر شو.

لیونز UAP د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې لویې بریا ته ورساوه. هغه د ( ریښتیني جوزف) لقب په اخیستو سره د یوه تکړه سیاسي مبارز په توګه وپېژندل شو او ډېر محبوبیت یې ترلاسه کړ. د خپل شهرت له امله یې په ۱۹۳۴ز کال او ۱۹۳۷ز کال کې بیا ټاکنې وګټلې. هغه لومړی وزیر و، چې درې فډرالي ټاکنې یې وګټلې. په لومړیو کې UAP په یوازیتوب حکومت کاوه، خو په ۱۹۳۴ز کال کې یې د هېواد له ګوند سره ائتلاف جوړ کړ. لیون تر ۱۹۳۵ز کال پورې خزانه دار و او په لوی ناورین کې یې د اسټرالیا د ښه والي لپاره څارنه کوله. هغه د بهرنۍ تګلارې له ځینو ګواښونو سره مخامخ شو، خو په اسټرالیا کې یې خپلواکه بهرنۍ تګلار ګړندۍ کړه. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې یې د ارامتیا او بیا وسله وال کېدو تګلاره تعقیب کړه.

لیونز د ۱۹۳۹ز کال په اپرېل کې د زړه د حملې له امله مړ شو، هغه د اسټرالیا لومړی وزیر و، چې د خپل موقف پر مهال مړ شو. هغه د تسمانیا یوازینی لومړی وزیر و، چې له جیورج ریډ سره یوځای د ایالتي لومړیو وزیرانو له ډلې نه شمېرل کېده. تر مړینې وروسته یې مېرمن اینډ لیونز لومړۍ ښځه وه، چې پارلمان ته وټاکل شوه.

زېږېدنه او کورنۍ مخینه[سمول]

لیونز د ۱۸۷۹ز کال د سپټمبر په ۱۵مه د تسمانیا په سټینلي کې زېږېدلی و. هغه د ایلن (کورنی نوم کارول) او مایکل هینري لیونز له اتو ماشومانو نه پینځم و. د لیونز پلار و مور دواړه له ایرلنډي نسله وو. مور یې په کانټي کیلډر کې زېږېدلې وه او په ۱۸۵۷ز کال کې د یوولسو کلونو په عمر اسټرالیا ته تللې وه. په داسې حال کې، چې پلار یې په تسمانیا کې زېږېدلی و. لیونز لومړنی لومړی وزیر و، چې له اسټرالیایي الاصله پلار و مور نه زېږېدلی و. د هغه نیکه مایکل لیونز په ۱۸۴۳ز کال کې له خپلې مېرمنې او ماشومې لور سره تسمانیا ته تللي وو. هغه په پیل کې یو مستاجر کارګر و، خو د خدمت تر دورې وروسته مستاجر بزګر شو او په پای کې یې د سټینلي په شمال لوېدیځ ساحل کې د ځمکې د پېرېدولو لپاره کافي سپما وکړه. هغه د یوه هوښیار سوداګر په توګه شهرت وموند او په پرله پسې توګه یې ځمکې اخیستې او خرڅولې یې او د یو څه مودې لپاره یې د هوټل په سوداګرۍ کې هم کار کاوه. زامنو یې د هغه د کرنې چارې تعقیب کړې. د لیونز کورنۍ په کوچنۍ سیمه ییزه ټولنه کې اوچته کورنۍ ګڼل کېدله.  [۵][۶][۷][۸][۹]

فډرالي سیاست[سمول]

لیونز د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې د ویلموټ فډرالي چوکۍ ته نوماند شو، چې هماغه ایالتي چوکۍ یې وه. هغه د جیمز سکولین په مشرۍ د کارګرانو په لویې بریا سره ټاکنې وګټلې. هغه د پوستي څانګې رئیس او د ریل پټلۍ وزیر شو. [۱۰]

کله چې په ۱۹۳۰ز کال کې ناروین رامنځته شو، نو د سکولین په حکومت کې ناورین ته د غبرګون له امله اختلافات رامنځته شول. لیونز د ارتودوکس د مالي تګلارو او د تورم د کموالي اقتصادي تګلارو مخکښ مدافع و، خو د خزانه دار ټیډ تیوډرو د تورم او پروټو کینزي تګلارو مخالف و. ټیوډرو د ۱۹۳۰ز کال په جون کې د فساد په تور استعفا ته اړ شو، چې سکولین پر لومړي وزارت سربېره د خزانې وزارت هم پر غاړه واخیست. لیونز د ۱۹۳۰ز کال له اګسټ نه تر د ۱۹۳۱ز  کال تر جنورۍ پورې سرپرست خزانه دار و، دا په داسې حال کې، چې سکولین د سترواکۍ کنفرانس لپاره په بریتانیا کې و. لیونز د ۱۹۳۰ز کال په اکټوبر کې د بیا رغونې لپاره خپل پلان اعلان کړ. هغه د متوازنې بودیجې پر ساتلو او د عامه لګښتونو او معاشونو د کموالي پر اړتیا ټینګار وکړ. [۱۱]

لومړی وزیر[سمول]

ټاکنې او د حکومت جوړول[سمول]

لیونز او  UAPد ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې ټينګې او ارتودوکسي مالي تګلارې وړاندې کړې، دا یې پر اقتصاد د سکولین د کمزوري مدیریت په ځواب کې وړاندې کړې. په داسې حال کې چې کارګر ګوند د رسمي ګوند او لانګیټ ترمنځ وېشل شوی و او په پایله کې دا د UAP لپاره ستره بریا وه، چې د کارګر ګوند دوو خواوو د ۱۸ چوکیو په مقابل کې ۳۴ چوکۍ ترلاسه کړې.[۱۲]

په پیل کې UAP له هېواد ګوند سره د دودیز نا کارګر ائتلاف، چې سر ایرل پېج یې مشري کوله، تمدید نه کړ. په داسې حال کې چې دواړو ګوندونو پارلمان ته جلا کمپاینونه پیل کړل. د UAP لوی بدلونونه د دې لامل شول، چې له اکثریت نه یې یوازې څلور چوکۍ پاتې شي. د سویلي اسټرالیا د بېړنۍ کمېټې لپاره ټاکل شوي پینځه وکیلان، چې په سویلي اسټرالیا کې د UAP او هېواد ګوند لپاره غوره شوي وو، له UAP ګوند سره یوځای شول او UAP ته یې د دوو څوکیو اکثریت ورکړ. لیونز لا هم دې ته لېوال و، چې هېواد ګوند په خپل حکومت کې راولي (چې تر ۷۰ سلنې ډېرې چوکۍ یې په اختیار کې وې)، خبرې ودرېدلې او لیونز پرېکړه وکړه، چې په یوازې ډول حکومت وکړي. نوي حکومت د ۱۹۳۲ز کال په جنورۍ کې لوړه وکړه. لیونز د کارګر ګوند پخوانی فډرالي یا ایالتي مشر ( تر هیوز او جوزف کوک وروسته) شو، چې غیر کارګري لومړی وزیر شو.[۱۳]

وروسته له هغه چې UAP د ۱۹۳۴ز کال کې په ټاکنو کې اته چوکۍ له لاسه ورکړې، نو لیونز اړ شو، چې هېواد ګوند له ایرل پېج سره د لومړي وزیر د مرستیال په توګه په خپل حکومت کې شامل کړي. حکومت د ۱۹۳۷ز کال په ټاکنو کې د درېیم ځل لپاره بریا خپله کړه، چې له ۷۴ چوکیو نه یې ۴۴ څوکۍ او د دوو ګوندونو په ۵۰.۶ سلنه  خپلولو سره یې د جان کورټین په مشرۍ د کارګر ګوند پر وړاندې لوړې رایې ترلاسه کړې.[۱۴]

مړینه[سمول]

د ۱۹۳۹ز کال د اپرېل په ۵مه له میلبورن نه سیډني ته د تګ پرمهال پر لیونز د زړه حمله راغله. دا له هغه یو څه موده وروسته پېښ شو، چې لیونز په ګولبرن کې پاتې شو، ترڅو خپل زوی له سینټ پیټریک کالج نه د ایسټر (د عیسی ع د بیا پیدا کېدو اختر) رخصتیو لپاره له ځان سره بوځي. لیونز په سخت حالت کې د ډارلینګهورسټ سینټ وینسټ روغتون ته یوړل شو. په بله ورځ هغه د خبرو کولو توان نه درلود او عقل یې هم له لاسه ورکړی و. ډېر ژر کوما ته لاړ او د اپرېل په ۷مه د جمعې په سهار مړ شو. د لیونز جسد د اپرېل تر ۱۰مې (د ایسټر دوشنبې) پورې په سینټ ماري کلیسا کې و، جسد یې د ویندتا له HMAS سره خپل ټاټوبي ته یووړ. د جنازې مراسم یې د اپرېل په ۱۳مه د لورډس مېرمنې په کلیسا کې ترسره شول او د د همدغې کلیسا په ساحه کې خاورو ته وسپارل شو. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې یو ځل بیا د نوي مرسي ویل په پارک کې خاورو ته وسپارل شو، چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې مېرمن هم مړه شوه او د ده ترڅنګ یې ښخه کړه.[۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joseph-Aloysius-Lyons — subject named as: Joseph Aloysius Lyons — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bs22h5 — subject named as: Joseph Lyons — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4900781 — subject named as: Joseph Aloysius Lyons — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : 133571688  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. Henderson 2011، ص. 16.
  6. Henderson 2011، ص. 15.
  7. Henderson 2011، ص. 14.
  8. Henderson 2011، ص. 13.
  9. Henderson 2011، ص. 11.
  10. "Joseph Lyons, before". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  12. . Australia's PMs > Joseph Lyons > Elections. National Archives of Australia
  13. Page, Sir Earle Christmas (1880–1961), Australian Dictionary of Biography
  14. Hawkins 2010، ص. 91.
  15. Henderson 2011، ص. 428.
  16. Henderson 2011، ص. 430.
  17. Henderson 2011، ص. 429.