جیمز سکولین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز سکولین
(انګلیسي: James Scullin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیمز سکولین
جیمز سکولین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ سپټمبر ۱۸۷۶[۱][۲][۳]
مړینه 28 جنوري 1953 (77 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (9  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۲ اکتوبر ۱۹۲۹  – ۶ جنوري ۱۹۳۲ 
سټینلي بروس  
جوزف لیونز  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمز هنري سکولین (د ۱۸۷۶ز د سپټمبر له ۱۸مې- د ۱۹۵۳ز د جنورۍ له ۲۸مې) د اسټرالیا د کارګر ګوند سیاستوال او د اسټرالیا نهم لومړی وزیر و. سکولین د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند مشر شو. په ۱۹۲۹ز کال کې د هغه له لوړې نه دوه ورځې وروسته د وال سټریټ پېښه وشوه، چې په اسټرالیا کې د لوی ناورین پیل وه. د سکولین حکومت ډېر ژر د اقتصادي ناروین له امله اغېزمن شو، چې د خپلمنځي او تګلارو اختلافاتو له امله یې ګوند په درې برخو ووېشل شو او د ۱۹۳۱ز کال په وروستیو کې یې حکومت له سقوط سره مخامخ شو. سکولین پر خپلې بې نظمې دورې سربېره، د خپل ژوند په اوږدو کې د کارګر خوځښت مخکښه څېره پاتې شو او په ۱۹۴۹ز کال کې یې تر تقاعد پورې د ګوند په بېلابېلو مقامونو کې د یوه نامتو شخصیت په توګه دنده ترسره کړه.

سکولین، چې د کارګرې طبقې د ایرلنډي کډوالو زوی و، د ژوند په لومړیو کې په بالارت کې اوسېده او هلته یې د کارګر او هټیوال په توګه کار کاوه. سکولین یو خپل چاری او په زړه پوری مناظره کوونکی و. هغه په ۱۹۰۳ز کال کې د اسټرالیا له کارګر ګوند سره یوځای شو او پینځه لسیزې یې په کې کار وکړ. سکولین د ګوند سیاسي تنظیموونکی و او د دغه ګوند د ورځپاڼې مدیر و. هغه لومړی په ۱۹۱۰ز کال کې او بیا له ۱۹۲۲ز کال نه تر ۱۹۴۹ز کال پورې پارلمان ته وټاکل شو. سکولین په چټکۍ د پارلمان مخکښ غړی شو او په ۱۹۲۷ز کال کې د ګوند مرستیال او بیا په ۱۹۲۸ز کال کې د اپوزیسیون مشر شو.

وروسته له هغه چې سکولین په ۱۹۲۹ز کال کې په لویه کچه ټاکنې وګټلې، نو د وال سټریټ ناورین په ټوله نړۍ کې کړکېچ ګړندی کړ او یو ډول ډراماټیک بدلون یې رامنځته کړ، چې اسټرالیا یې د پور له مخې سخته زیانمنه کړه. سکالین او د هغه خزانه دار ټیډ ټیوډرو په ۱۹۳۰ز او ۱۹۳۱ز کلونو کې بېلابېلې طرحې وړاندې کړې، چې بهرني پورونه به بېرته ورکوي، کروندګرو ته به اسانتیاوې او مرستې برابروي او د کسر لګښتونو او د انبساطي پولي تګلارو پربنسټ به د بېکارۍ د مخنیوي لپاره اقتصادي انګېزه رامنځته کوي. که څه هم د لسیزې تر پایه پورې د کینزیا انقلاب د دې شاهد و، چې دغه نظریه د لوېدیځو هېوادونو له خوا منل شوې ده، خو په ۱۹۳۱ز کال کې دغه نظرونه راډیکالي او افراطي وګڼل شول او ډېری هغه کسان چې له اقتصادي کړکېچ نه ډارېدل، ورسره یې سخت مخالفت وکړ. سنا، چې تر هغه مهاله د مخالفانو په واک کې وه او مشترک المنافع بانک او د پور شورا، چې د محافظه کارو په واک کې وه، په مکرر ډول یې پر دغو طرحو بندیز ولګاوه.

له احتمالي تاوان سره، چې حکومت ورسره مخامخ و، سکولیون شاتګ وکړ او پر ځای یې د لومړيو وزیرانو طرحې ته لومړیتوب ورکړ. دا یو ډېر محافظه کاره اقدام و، چې د حکومت په لګښتونو کې د ډېر کمښت له امله ناورین رامنځته شو. تقاعد اخیستونکي او د کارګرانو اساسي حوزې د کمښت له امله سختې زیانمنې شوې، چې په پارلمان کې د پراخ بغاوت او د ډېرو وکیلانو د تښتېدلو لامل شو. له څو میاشتو کورنیو جګړو وروسته حکومت ړنګ شو او د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې د نوي متحد اسټرالیا ګوند له خوا په کلکه مات شو.

سکالین د څلورو نورو کلونو لپاره د ګوند د مشر په توګه پاتې شو او د ۱۹۳۴ز کال په ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، خو د ګوند په وېش کې په ۱۹۳۵ز کال کې د سکولین تر راستنېدو پورې ښه والی رانغی. سکولین په ګوند کې یو دروند او په مالیاتي او دولتي مالي چارو کې مخکښ شخصیت شو. په ۱۹۴۱ز کال کې، کله چې کارګر ګوند واکمن شو، نو د هغوی په اصلاحاتو کې یې هم مهمه ونډه لرلې ده. که څه هم د خپل ریاست له دورې ناهیلی و، خو بیا یې هم له مړینې مخکې په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل حکومت نظریې او طرحې لیدلې، چې د نورو حکومتونو له خوا پلي کېدلې.

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

جیمز هینري سکولین د ۱۸۷۶ز کال د سپټمبر په ۱۸مه د ویکټوریا په ټراوالا سیمه کې زېږېدلی و. پلار و مور یې جان او آن (کورنی نوم لوګان) سکولین دواړه د کانټي لندندري ایرلنډي کاتولیکان وو. پلار یې په اورګاډي کې کارګر و، چې په ۲۰ کلنۍ کې اسټرالیا ته کډوال شوی و. مور یې وروسته په اسټرالیا کې له خپل خاوند سره یو ځای شوه. جیمز له اتو ماشومانو نه پینځم و، چې په یوې کلکې او مذهبي کاتولیکې کورنۍ کې لوی شو. جیمز له ۱۸۸۱ز نه تر ۱۸۸۷ز کال پورې د ټراوالا ایالت په ښوونځي کې زده کړې وکړې او د یوه هوښیار او ځیرک زده کوونکي په توګه یې شهرت ترلاسه کړ. هغه په فزیکي لحاظ پیاوړی نه و او دا ځانګړنه یې د ژوند تر پایه ورسره پاتې شوه. [۴][۵][۶]

کورنۍ یې په ۱۸۸۷ز کال کې د بالارات غره رووان ته لاړه او ځوان جیمز تر ۱۲ کلنۍ پورې د ماونټ رووان ایالت په ښوونځي کې زده کړې وکړې. تر دې وروسته یې تر ۱۹۰۰ز کال پورې په بالارات سیمه کې بېلابېلې دندې وکړې او له ۱۹۰۰ز کال نه د لسو کلونو په موده کې یې په بالارات کې د خوراکي توکو پلورنځی چلاوه. په شل کلنۍ کې د شپې ښوونځي ته لاړ او یو لېوال لوستونکی او خپل چاری زده کوونکی شو. هغه په ځینو ټولنو کې ونډه واخیسته او د اسټرالیا په اصلي ټولنه او د کاتولیکي ځوانانو په ټولنه کې یې فعاله ونډه لرله، چې په پای کې د دویمې ټولنې مشر وټاکل شو. هغه یو تکړه مناظره کوونکی و، چې په ځایي سیالیو کې یې برخه اخیسته او د بالارات د سویلي سړک د مناظرې له ټولنې سره یې نږدې ۳۰ کاله اړیکې لرلې، چې دا یې له سیاست سره د علاقې او استعداد ښکارندویي کوي. سکولین یو دیندار رومن کاتولیک و او داسې کس و، چې په ټول ژوند کې یې نه سګرت څکولي دي او نه یې شراب څښلي دي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سکولین په بالارات کې په سیاست کې فعال شو، د ټام مان د نظریاتو او په ویکټوریا کې د کارګرانو د مخ پر ودې خوځښت تر اغېزې لاندې راغی او د راتلونکي وزیر د ډېرو همکارانو په څېر، لکه: فرانک انسټي، جان کرټین او فرانک برنان په سیاست کې فعال شو. هغه په ۱۹۰۳ز کال کې د خپل ځایي سیاسي کارګرانو د شورا بنسټګر غړی شو او له هغه وروسته په سیمه ییز سیاست کې فعال شو. هغه د اسټرالیا د کارګرانو د اتحادیې کمپاین کوونکی او سیاسي تنظیمونکی و. د اتحادیې له خوځښت سره یې د خپلې سیاسي مخینې په اوږدو کې ډېرې اړیکې پیدا کړې. سکولین د ۱۹۰۶ز کال په فډرالي ټاکنو کې د وخت د لومړي وزیر الفرید ډیکین پر وړاندې د بالارات د چوکۍ لپاره د کارګر ګوند د نوماند په توګه وټاکل شو. دا داسې یوه سیالۍ وه، چې د کارګر ګوند په کې د ګټلو هېڅ چانس نه درلود، خو سکولین یو داسې کمپاین وکړ، چې د خپلو هڅو په پایله کې یې د خوځښت ټول کسان اغېزمن کړل.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۹۰۷ز کال د نومبر په ۱۱مه یې د بالارات سیمې له یوې خیاطې یارا ماریا مکنامارا سره واده وکړ. دغه واده یې پرته له کوم ماشوم و. د سکولین د پرله پسې او سختو ناروغیو له امله هغه د خپل خاوند ساتونکې شوه او د خپل خاوند د ملاتړ او پاملرنې یوه مهمه سرچینه شوه، په ځانګړې توګه د سکولین د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د هغه ډېر خدمت وکړ. د سکولین مېرمن هم د کارګر ګوند فعاله غړې وه او په سیاست کې یې هم پوهه لرله.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لومړی وزیر[سمول]

سکولین د خپلو پلویانو له ستاینو او لوی اکثریت سره، چې کارګر ګوند په هغه وخت کې ګټلی و، کینبرا ته راغی. په هر حال، ګوند په خپل مینځ کې ډېرې ګټې او بېلابېلې ډلې لرلې، چې له ښاري سوسیالیستو راډیکالو نه نیولې تر مسلکي کلیوالي سیاستوالانو پورې په کې شامل وو. د سکولین ادارې په سملاسي توګه د بروس د حکومت ډېری اقدامات، چې د کارګر ګوند ضد ګڼل کېدل، لغوه کړه؛ لکه: د صنعتي منځګړیتوب او رقابت په برخو کې بدلون او د اجباري پوځي روزنې سملاسي لغوه کول. سکولین دا غوره وګڼله چې په لاج کې استوګنه ونه کړي او دلیل یې دا ښود، چې یوازې دوه کاله مخکې جوړ شوی او بې ځایه اسراف و. د سکولین حکومت په ۱۹۲۹ز کال کې د کینبرا پوهنتون کالج جوړ کړ.[۱۹]

هماغه ورځ، چې سکولین د ۱۹۲۹ز کال له ټاکنو وروسته کینبرا ته ورسېد، نو د سیډني مارنینګ هیرالډ د وال سټریټ له امله لوی زیانونه اعلان کړل. د اکټوبر په ۲۴مه د سکولین له لوړې دوه ورځې وروسته، اسټرالیا او حکومت ته یې د تورې پنجشنبې خبر ورسېد. دغو بدلونونو د اسټرالیا پر اقتصاد نامعلوم اغېز وکړ، ځکه اقتصادي شرایط له اوله کمزوري وو او د راتلونکي ناورین نښې یې څرګندولې. بې ودې کلونو د کرنې او تولیداتو د سکټورونو لپاره دغه ستونزه لا سخته کړه، خو تر ټولو اندېښمنه احصایه د بېکارۍ وه، چې د ۱۹۲۹ز کال په پای کې شاوخوا ۱۳ سلنه وه. بله ستونزه د اسټرالیا د سوداګرۍ کمښت و. د وړیو او غنمو قېمتونه، چې دواړه د اسټرالیا اصلي صادرات وو، په ۱۹۲۹ز کال کې کابو یو پر درېیمه برخه راښکته شول. د سکولین په راتګ سره پورونه زیات شول او د بېرته تادیه کولو ناتواني یې د دې لامل شوه، چې اسټرالیا له سختو مالي ستونزو سره مخامخ شي. کينډۍ:Sfnm[۲۰]

مړینه او د جنازې مراسم[سمول]

سکولین په وروستیو ۱۸ میاشتو کې په پرله پسې ډول بستر و او نه یې شو کولای، چې په ډېرو غونډو کې ګډون وکړي. په ۱۹۵۱ز کال کې د زړه او پښتورګو پر ناروغۍ اخته شو او د تل لپاره بستر شو، چې مېرمنې یې ورته پاملرنه کوله.

سکولین د ۱۹۵۳ز کال د جنورۍ په ۲۸مه د میلبورن په هاوتورن کې د سږو د ایدیما د اختلالاتو له امله په خوبولي حالت کې مړ شو.. د سکولین د جنازې ایالتي مراسم د میلبورن په سنت پاتریک کلیسا کې د لوی اسقف دانیل مانیکس په ګډون ترسره شول. هغه د میلبورن د عمومي هدیرې، په کاتولیکه څانګه کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۱][۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qc1cnk — subject named as: James Scullin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7253162 — subject named as: James Henry Scullin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/5444924 — subject named as: James Scullin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Robertson، صص. 2–4.
  5. Robertson، صص. 1–2.
  6. National Archives of Australia، Before Office.
  7. Australian Dictionary of Biography.
  8. Robertson، صص. 4–7.
  9. Robertson، صص. 4–5.
  10. Carroll، صص. 120.
  11. Carroll، صص. 119.
  12. Robertson، صص. 10–13.
  13. Robertson، صص. 13.
  14. Murray، صص. 60–61.
  15. National Archives of Australia.
  16. Robertson، صص. 269.
  17. Robertson، صص. 478–479.
  18. Robertson، صص. 14–16.
  19. The Whitlam Government 1972–1975 by Gough Whitlam
  20. Schedvin، صص. 108–129.
  21. "James Scullin". Australia's Prime Ministers. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 2 February 1953 باندې). Crowds mourn late Mr. Scullin.. National Library of Australia