Jump to content

جهانداد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جهانداد خان (مړینه 1914 زیږدیز ) یو افغان امیر وو چي یوازي په خوست کي یې حکومت کاوه. نوموړی د غلزيو په ټبر کي زېږېدلی وو، [۱] او د ژوند ډېره برخه يې د یو سردار په توګه تېره کړه. [۱] جهانداد خان د ۱۹۱۲ کال د مئ په دوهمه نېټه د خوست د پاڅون له پیل وروسته [۲] د حبیب الله خان په مقابل کي د افغانستان پر تخت د لنډي مودې لپاره دعوه وکړه، [۱] خو د افغان فوځ مشر محمد نادر خان له خوا برید دې ته اړ ایستی چي د ۱۹۱۲ کال په پای کي برتانوي راج ته وتښتي، او د خوست حکومت یې له لاسه ووتی. [۱]

جهانداد خان
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
القرن 19 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹۱۴[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
جګړه

هند ته له رسېدو وروسته جهانداد خان ته سمدستي افغانستان ته د ستنېدو او یا په هند کي د پاته کېدو اختیار ورکړل سو خو نوموړی وروستئ انتخاب خپل کړ. [۴] جهانداد خان په هند کي د برتانوي چارواکو څخه په افغانستان کي د مداخلې غوښتنه هم وکړه ترڅو دده له پاڅون سره مرسته وکړي، خو برتانوي چارواکو یې یاده غوښتنه ونه منل، [۱] او په ۱۹۱۲ کال کي بیرته افغانستان ته راستون سو. افغان چارواکو نوموړی له رسېدو سره سم لمړئ محاکمه او بیا په مرګ محکوم کړ او بالاخره په ۱۹۱۴ کال کي د حکومت له خوا د دار تختې ته پورته کړل سو. [۴] [۵]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Hale, W. (1966). AFGHANISTAN, BRITAIN AND RUSSIA 1905 - 21. pp. 16, 17, 18.
  2. Chisholm, Hugh (1913). Britannica Year-book, 1913 -: A Survey of the World's Progress Since the Completion in 1910 of the Encyclopaedia Britannica (په انګليسي). Encyclopaedia Britannica.**A wikilink to an article on [Afghanistan] in EB1922 is not available**
  3. ذکر کېدنه: British documents on foreign affairs--reports and papers from the Foreign Office confidential print: From 1945 through 1950. Near and Middle East, Volume 7.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Summary of the Administration of Lord Hardinge of Penhurst, November 1910 – March 1916. pp. 93, 94.
  5. Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Partridge, Michael (1999). British documents on foreign affairs--reports and papers from the Foreign Office confidential print: From 1945 through 1950. Near and Middle East (په انګليسي). University Publications of America. p. 33. ISBN 978-1-55655-765-1.