تانبه:کندهار/غوره سوي ليکنه/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کندهار پوهنتون د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کی یو دولتي پوهنتون دی چې په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د وخت د حکومت لخوا چی ډاکتر نجیب الله یی مشر وو جوړ شو. او ښاغلي ډاکتر توریالی ویسا د کندهار اوسنی والی یی لومړنی د پوهنتون ریس وو.چي اوس مهال يې ريس داکټر حضرت مير توتاخېل دی. دغه پوهنتون اوسمهال یوازی د کړهڼې ، طب او انجينري پوهنځی لری چی دا پوهنتون په خپل راتلونکي کړنلاره کې د اقتصاد ، سولگر پوهنې او اسلامي زده کړو د پوهنځیو د جوړولو هوډ هم لري.