تانبه:ننګرهار/Intro

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ننګرهار ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې د پاکستان له خيبر پښتونخوا ايالت، شمال کې له کونړ او نورستان، شمال لوېدیځ کې له لغمان، لوېديځ کې له کابل، لوګر او پکتیا او په سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره ګډه پوله لري. ددې ولایت مرکز د جلال آباد ښار دی. د اټکل له مخې دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد ګڼمېشتی ولايت ګڼل کېږي، چې د وګړو شمېر يې څه باندې ۳۰۰۰۰۰۰ تنو هم پورته دی.