تانبه:ننګرهار/Famous Person

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قيام الدين خادم

قيام الدين خادم (زېږېدو نېټه: ۱۲۷۴ لمريز لېږديز کال د ننگرهار ولايت -مړینه ۱۳۵۸لمريز لېږديز کال) انګليسي ژبه :Qiamuddin Khadim يو افغان پښتو ژبی ژورنالېست، پياوړى ليکوال، ويښ شاعر، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. چې د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و.