تانبه:خيبر پښتونخوا/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:خيبر پښتونخوا چې د نوم مانا يې د "د پښتنو سيمه" جوړېږي؛ د پاکستان د څلورو ايالتونو څخه يو ایالت ګڼل کېږي.ددې ایالت پلازمېنه پېښور ښار دی او ایالتي ژبه يې پښتو ده. دغه ايالت په شمال لويديځ کې له افغانستان سره، په شمال ختيځ کې له گلگت بلتستان، په لويديځ کې له منځنۍ قبايلي سيمو، په سوېل کې له اسلام آباد او پنجاب سره گډې پولې لري. د خيبر پښتونخوا په ايالات کې يوه اهمه دره پرته ده چې د خيبر درې په نوم يادېږي. د خیبر پښتونخوا زيات خلک پښتانه دي او دين يې اسلام دی.

د خیبر پښتونخوا ځمکه باندې د پخوا څخه ډېرو خلکو د واکمني کوښښ کړی دی لکه فارسيانو، يونانيانو، تورکانو، عربو، مغولو، سيکانو او برېټانې. نن څخه په زرگونو کاله مخکې د پښتونخوا ځمکه پښتنو آباد کړه او خپل کورونه يې دلته جوړ کړل، پښتونخوا خپل يو ځانگړی کولتور لري ددې ځای سيمه ییزه ابادي پښتانه دي، د پښتونخوا ځمکه د پښتنو په کولتور کې ډېر اهميت لري، د يوه اټکل له مخې د پښتونخوا وګړي څه باندې ۳۰ میلیونو څخه زيات ښودل شوي.