تانبه:اسلام/Intro

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


اسلام (عربي: الإسلام; (، "اطاعت" (د الله(ج) د رضا)) يو مونوتېسټېک (د يوه څښتن مننونکي) گروهې (عقيده) يا باور لرونکې دین دی. پخپله د اسلام وی د سولې، امن، سلامتۍ، روغې جوړې رامنځته کول دي. دا دین له درېیو ابراهيمي دينونو (یهوديت، عیسویت، اسلام) له ډلې څخه دی، چې د نړۍ په کچه دویم ستر مذهب گڼل کېږي. د اسلام د دين لارويانو ته مسلمانان وايي. مسلمانان پدې گروهه دي چې الله(ج) د انسانانو د لارښوونې لپاره وخت پر وخت، خپل استازي (پيغمبران) رالېږلي، چې هریو خپله دنده د الهي اوامرو په رڼا کې په بشپړه توگه سرته رسولې. د الهي استازو (پیغمرانو) وروستې استازې محمد(ص) دی.

نور وګوري...

يادونه .د اسلام تانبي انځورونه په تانبه:اسلام/Intro/Image کي وجود لري.