بېټي فریډن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېټي فریډن
(انګلیسي: Betty Friedan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بېټي فریډن
بېټي فریډن

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ فبروري ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 4 فبروري 2006 (85 کاله)[۱۱][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۰] او 6 فبروري 2006 (85 کاله)[۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي[۱۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
ليکوال[۱۵]
ارواپوه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د جنین د سقط خوځښتونه
فیمینزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بېټي فریډن (فبروري ۴، ۱۹۲۱ – فبروري ۴، ۲۰۰۶) یوه امریکايي فمینیسټه لیکواله او فعاله وه. د امریکا په متحده ایالتونو کې د ښځو غورځنګ مخکښه څېره وه او په ۱۹۶۳ ز کال کې د ښځینه جذبه (The Feminine Mystique) په نوم کتاب په شلمه پېړۍ کې د امریکايي فمینیزم د دویمې څپې لامل شو. په ۱۹۶۶ز کال کې، فريډن د ښځو د ملي سازمان (NOW) یو له بنسټګرو او د همدې سازمان لومړۍ رییسه وه. د دې سازمان موخه "د سړیو سره په بشپړ مساوي مشارکت کې همدا اوس د امریکايي ټولنې منځ ته د ښځو راوستل وو."[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۹۷۰ ز کال د ښځو ملي سازمان د ریاست له پرېښودو وروسته، فریډن د اګسټ په ۲۶مه نېټه د مساواتو لپاره د ښځو ملي اعتصاب تنظیم کړ. دا مهال د امریکا په اساسي قانون کې ښځو ته د رای حق ورکولو اړوند د نولسم تعدیل ۵۰مه کلیزه وه. دا ملي اعتصاب د فمینیسټ یا ښځمنپال خوځښت د پراخولو اړوند له تمې پورته بریالی و. د فریډن له خوا یواځې په نیویارک ښار کې په جوړ شوي لاریون کې ۵۰۰۰۰ تنو ګډون وکړ.

په ۱۹۷۰ز کال کې، فریډن د نورو مخکښو فمینسټانو سره په ګډه د ښځو ملي سیاسي جرګه جوړه کړه. فریډن د امریکا په اساسي قانون کې د مساوي حقونو تعدیل پیاوړې ملاتړې وه. دا تعدیل د امریکا د استازو په جرګه کې د ۳۵۴ په مقابل د ۲۴ رایو او په سنا کې د ۸۴ په مقابل د ۸ رایو تصویب شو. دغه کار د ۱۹۷۰یمو کلونو په لومړیو کې د NOW سازمان په مشرۍ د ښځو د ګروپونو د شدید فشار په پایله کې ترسره شو. په کانګرېس کې د یاد تعدیل د پاس کېدو وروسته، فریډن په ایالتونو کې د دې تعدیل د تصویب لپاره حق غوښتنه وکړه او د ښځو د حقونو له نورو سمونونو يې ملاتړ وکړ: هغې د جنین د سقط د قوانینو د لغو کولو ملي ټولنې بنسټ کېښود خو وروسته يې بیا د ډېرو لېبرالو فمینسټانو د جنین د سقط پر دریځونو نقد کولو.

فریډمن ته په امریکا کې د اغېزمنې لیکوالې او روشنفکرې په سترګه کتل کېږي ځکه هغې د ۱۹۹۰یمې لسیزې تر وروستیو کلونو په سیاست او حق غوښتنه کې فعاله پاتې شوه او شپږ کتابونه يې ولیکل. د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې فریډن د فمینیزم د هغو قطبي شویو او متشددو ډلو نقد کولو چې د سړیو او کور ښځو په څېر خلکو پسې یې خوله پرانیستې وه. د دویم پړاو (۱۹۸۱) په نامه کتاب کې فریډن د ځینو فمینیسټانو پر شدید افراط نقد کوي. [۲۳]

ماشومتوب او ځواني[سمول]

فریډن د ۱۹۲۱م کال د فبرورۍ میاشتې په ۴مه نېټه د الینوس ایالت په پيوریا سیمه کې د هري او میریام (هوارتیز) ګولډسټاین په نوم مور او پلار څخه وزېږېده. د هغوی یهودي کورنۍ د روسیې او هنګري وې. هري په پیرویا کې د ګاڼو او جواهراتو دوکان درلود او کله چې د فریډن پلار د ناروغۍ پر بستر پرېوت، میریام د یوې ورځپاڼې د ټولڼې پاڼې ته لیکنې کولې. له کور څخه بهر د هغې د مور نوی ژوند ډېر خوندور وو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

فریډمن د یوې ځوانې نجلۍ په توګه په مارکسیسټي او یهودي حلقاتو کې فعاله وه؛ هغې وروسته لیکي چې هغه مهال یې داسې احساس کولو چې له یهودي ټولنې څخه منزوي شوې ده او په دې توګه يې د بې عدالتۍ پر ضد مبارزې لېواله شوه او دا احساس يې د یهودیت ضد بې عدالتۍ نه سرچینه اخلي. هغې د پیوریا لیسې ته ولاړه او د ښوونځي په ورځپاڼه کې برخه اخیسته. کله چې په یاده ورځپاڼه کې د هغې کالم یا لیکنه رد شوه، هغې له شپږو ملګرو سره په ګډه د ټایډ په نوم د ادبیاتو مجله جوړه کړه او په هغې کې به يې د مکتب د ژوند پر ځای د کور د ژوند په هکله بحثونه کول. [۳۰]

هغې په ۱۹۳۸ز کال کې د سمېت کالج کې درس ولوست چې یواځې د ښځینه وو لپاره جوړ شوی و. هغې په درسونو کې د ډېر تکړه توب په لومړي کال بورس وګاټه. په دویم کال کې یې له شاعرۍ سره مینه پیدا شوه او د کالج په خپرونو کې يې ډېر شعرونه خپاره شول. په ۱۹۴۱ ز کال کې هغې د کالج د اخبار مشره ایډیټره شوه. د هغې په مشرتابه کې سرمقالې ترډېره سیاسي شوې چې د جګړې ضد پیاوړی دریځ یې درلود او ځینې مهال به ضدونقیضې هم وې. هغې په ۱۹۴۲ز کال کې د ارواپوهنې له څانګې په اعلی درجه او لوړو نومرو فارغه شوه. [۳۰]

په ۱۹۴۳ز کال کې، هغه د برکلي په کلیفورنیا پوهنتون کې یو کال تېر کړ او له اېریک اېرکسون سره یې په ارواپوهنه کې ماستري کوله. هغه په سیاست کې ډېره فعاله شوه او له مارکسیستانو سره يې تار غزولی و (د هغې له ډېری ملګرو د اېف بي آی څېړنیز ادارې پوښتنې ګروېږنې وکړې). هغه وروسته په خپلو یادښتونو کې لیکي چې ملګري (بایفرېنډ) يې فشار پرې راوړی وو چې دوکتورا زده کړې پرېږدي او خپل اکاډمیک کاري ژوند یا career څخه لاس واخلي. [۳۰][۳۱]

د لیکوالۍ ژوند[سمول]

د لین ګیلبرت له لوري د بېټي فریډن اخیستل شوی انځور، ۱۹۸۱
فریډ‌ن په ۱۹۸۷ کې

له ۱۹۶۳ وړاندې[سمول]

د برکلي له پرېښودو وروسته، بېټي د کیڼ اړخو او کارګرانو ټولنې خپرونو ژورنالسټه شوه. د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۶ تر منځ، هغې فیډرېټېډ پرېس ته لیکل کول او د ۱۹۴۶ او ۱۹۵۲ کلونو تر منځ هغې د الکټریکي کارګرانو ټولنې د UE نیوز ته لیکنې وکړې. د هغې یوه دنده دا هم وه چې د امریکا د جرګې د غیرامریکايي فعالیتونو کمیټې په اړه راپورونه چمتو کړي. [۳۲]

له واده وروسته، فریډن د UE نیوز څخه په ۱۹۵۲ز کال کې ځکه وایستل شوه چې په دویم ماشوم امیند وار وه. د دې نیوز له پريښودو وروسته هغې د کوزموپولیټن په ګډون له ګڼو مجلو سره د ازادې لیکوالې په توګه کار کولو. [۳۳][۳۴]

د هغې د ژوندلیک لیکوونکي ډانیال هوروویتز په وینا، Daniel Horowitz فریډن د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې د کارګرانو ژورنالیسټي پیل کړه چې خبره شوه پر ښځو زورزیاتی دی او محرومې پرېښودل شوې دي، خو فریډن د خپل کار د دې ډول تفسیر سره مخالفت وکړ.[۳۵]

ښځینه جذبه[سمول]

د کالج له فراغت څخه ۱۵ کاله وروسته، فریډن په ۱۹۵۷ز کال کې د کالج له فارغنیو څخه یوه سروې وکړه چې پام يې د هغوی پر زده کړو، را وروسته تجربو او له اوسني ژوندانه څخه په خوښۍ ورټول وو. هغې د "هغه ستونزه چې نوم نه لري" په نوم د مقالو خپرول پیل کړل او ډېرو هغو ښځو چې په کور وې، دې ته مینه ناک پیغامونه واستول او مننه يې ترې وکړه چې د دوی ستونزې منعکسوي. [۳۶]

د سیند غاړې د ښځینه جذبې له مرګ ژوبلې ډکې دي. دوی کالج ته د خپلو مېړونو د استولو په بدل کې له زده کړو پاتې شوې او وروسته د خپلو هیلو پرخلاف، لس یا پینځلس کاله وروسته، طلاق ورکړل شو او بې اسرې پرېښودل شوې. تر ټولو پیاوړو يې ترډېره ځان د نوي وضعیت سره سم کړ خو د یوې پنځه څلوېښت یا پینځوس کلنې ښځې لپاره اسانه نه وه چې په کوم مسلک کې دې مخ ته ولاړې شي او د خپل ځان او ماشومانو او یا یواځې د خپل ځان لپاره دې نوی ژوند جوړ کړي. [۳۷]

نو فریډن پرېکړه وکړه چې پر دغه موضوع بیاځلي کار وکړي او د کتاب په بڼه پراختیا ورکړي چې نوم یې ورته کېښود، ښځینه جذبه. دغه کتاب چې په ۱۹۶۳ز کال کې چاپ شو چې په صنعتي ټولنو کې د ښځو رول انځوروي، په ځانګړې توګه د هغو کاریګرو ښځو رول چې فریډن يې زندي  کوونکی بولي. فریډن په خپل کتاب کې د یوې نیمه ښاري سیمې د کور د یوې ښځې خپه کوونکی حالت بیانوي چې له کالج څخه په ۱۹ کلنۍ کې ایستل شوې ده  څو واده وکړي او څلور ماشومان لوی کړي. هغه د یواځې اوسېدو اړوند د خپلې "وېرې" په هکله خبرې کوي او وایي چې په ژوند کې يې یو ځل هم داسې یوه مثبته بېلګه ښځینه نه ده لېدلې چې له کوره بهر کار کوي او هم کورنۍ ساتي، او د کور د ښځو ډېری قضيې يې را اخیستې دي چې په ورته ډول ځان په جنجال کې ښکېل بولي. [۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118535528  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11903613k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Betty-Friedan — subject named as: Betty Friedan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb22nq — subject named as: Betty Friedan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/13223958 — subject named as: Betty Friedan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/64198 — subject named as: Betty Friedan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/friedan-betty-naomi — subject named as: Betty Naomi Friedan — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028292.xml — subject named as: Betty Friedan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/57644 — subject named as: Betty Friedan — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017044 — subject named as: Betty Friedan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. http://www.nytimes.com/2006/02/05/national/05friedan.html?ex=1296795600&en=30472e5004a66ea3&ei=5090
  12. Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n50024063 — د نشر نېټه: ۲۴ جنوري ۲۰۲۰ — خپرونکی: Library of Congress
  13. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500216837 — د نشر نېټه: ۲۱ مې ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۱
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/khwzz1f32pmjbt3 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲
  15. سرليک: American Women Writers
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11903613k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/67735907
  18. "The CMU Pronouncing Dictionary". www.speech.cs.cmu.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Friedan definition and meaning | Collins English Dictionary". www.collinsdictionary.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "betty-friedan – Definition, pictures, pronunciation and usage notes | Oxford Advanced Learner's Dictionary at OxfordLearnersDictionaries.com". www.oxfordlearnersdictionaries.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "NLS Other Writings: Say How, E-H". National Library Service for the Blind and Print Disabled (NLS) | Library of Congress. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Meaning of Friedan". InfoPlease. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په November 22, 1981 باندې). The Second Stage.
  24. (په February 5, 2006 باندې). Betty Friedan, who ignited cause in 'Feminine Mystique,' dies at 85. The New York Times.
  25. Sweet, Corinne (Feb. 7, 2006). Ground-Breaking Author of 'The Feminine Mystique' Who Sparked Feminism's Second Wave. The (London, Eng., U.K.) Independent (obit)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore, Retrieved February 2, 2010.
  26. Betty Friedan, in 300 Women Who Changed the World. Encyclopædia Britannica, Retrieved February 2, 2010.
  27. Wing Katie Loves Jason, Liz (Summer 2006). "NOW Mourns Foremothers of Feminist, Civil Rights Movements". National Organization for Women. د اصلي آرشيف څخه پر November 20, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 19, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Frost, Bryan-Paul; Sikkenga, Jeffrey (September 15, 2017). History of American Political Thought. Lexington Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780739106242 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Reynolds, Moira Davison (January 1, 1994). Women advocates of reproductive rights: eleven who led the struggle in the United States and Great Britain. McFarland & Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780899509402 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ کينډۍ:Harvp
  31. Henderson, Margaret (July 2007). "Betty Friedan 1921–2006". Australian Feminist Studies. 22 (53): 163–166. doi:10.1080/08164640701361725. S2CID 144278497. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Henderson, Margaret (July 2007). "Betty Friedan 1921–2006". Australian Feminist Studies. 22 (53): 163–166. doi:10.1080/08164640701361725. S2CID 144278497. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. کينډۍ:Harvp
  34. Henderson, Margaret (July 2007). "Betty Friedan 1921–2006". Australian Feminist Studies. 22 (53): 163–166. doi:10.1080/08164640701361725. S2CID 144278497. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. کينډۍ:Harvp
  36. Spender, Dale (1985). For the Record: The Making and Meaning of Feminist Knowledge. London: Women's Press. د کتاب پاڼي 7–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0704328623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Gilbert, Lynn (2012-12-10). Particular Passions: Betty Friedan. (الطبعة 1st). New York City: Lynn Gilbert Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61979-593-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Spender, Dale (1985). For the Record: The Making and Meaning of Feminist Knowledge. London: Women's Press. د کتاب پاڼي 7–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0704328623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "The Feminine Mystique," page 8.
  40. (په February 26, 2006 باندې). Betty Friedan's Enduring 'Mystique'.