د جنین د سقط خوځښتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنین د سقط خوځښتونه، همدارنګه د ټاکلو د حق د طرفداره ډلو په توګه، د جنین د سقط قانوني خدمتونو ته له لاسرسي ملاتړ کوي. دغه خوځښتونه د هغو مېرمنو د استازولۍ او ملاتړ په هڅه کې دي چې غواړي په هره مرحله کې خپلې حاملګۍ ته پای ټکی کېږدي. دوی هڅه کوي څو مېرمنو ته د جنین د سقط کولو انتخاب له قانوني او یا هم ټولنیز ډار پرته رامنځته کړي. د جنین د سقط موضوع د ټولنیز ژوند غوښتنه ده، چې د هغو د آزادولو او یا هم محدود کولو پر سر له تکراري استدلال وړاندې کولو سره پر خپل ځای پاتې ده. د جنین د سقط پلویان خپله د جنین د سقط د خدمتونو د ډول له مخې چې باید د لاسرسي وړ وي، او د هغو د شرایطو په اړه، د بېلګې په توګه د حامله دارۍ په مختلفو وختونو لکه ناوخته حالت کې سقط په اړه چې کېدای شي ورته د لاسرسي محدودیت شتون ولري، وېشل کېږي.

لومړنی تاریخ[سمول]

په اسنادو کې په ثبت شوې توګه د جنین د سقط لپاره د کارول شویو لارو چارو په موندلو د جنین د سقط کولو د عمل نېټه له میلاد څخه ۱۵۵۰ کاله وړاندې ته رسېږي. د جنین سقط د مصري طب یو له فعالو چارو څخه وو. پېړۍ وروسته، د جنین سقط هغه موضوع وه چې د فیمنېستانو له خوا مطرح شوه.[۱]

د جنین د سقط کولو نظریه د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې د فیمینېستانو له مخالفت سره مخ شوه، کوم چې هغوی له مسئولیت څخه د نارینه وو د ویستلو لپاره وسیله بلله. د الیزابت کادی استنتون او سوزان بی آنتونی تر مشرۍ لاندې د انقلاب په نامه چاپي نشریه چې د مېرمنو د حقونو په برخه کې رسمي نشریه وه او هره اونۍ به خپرېدله، یو نا معلوم لیکوال د "A" په لاسلیک سره په ۱۸۶۹ کال کې پکې یوه مقاله خپره کړه، چې لیکلي یې وو د جنین د سقط کولو د قانون د تصویب لپاره د هڅو پر ځای د هغو ریښو ته پام وکړئ. د انقلاب دغې نشریې د مېرمنو د حقونو پر خوځښتونو لوی اغېز درلود، او د لومړي ځل لپاره داسې مالومېدله چې د مېرمنو د ورځنیو حقونو او خوندیتوب په برخه کې د مېرمنو غږ د ټولنې د یو غړي په توګه ددغه ډول نامالومو موضوعاتو له مخې اورېدل کېږي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

لیکوال څرګنده کړې وه، "چې تاسو یوازې د مضرو بوټو سرونه وهۍ، پداسې حال کې چې ریښه یې پاتې کېږي[...] مهمه نده چې څه دوی ته انګېزه ورکوي، له آرامښت سره مینه، یا هم د پیدا شوو بې ګناهانو له درد او ځور څخه ځان ژغورل، په هر صورت هغه ښځې چې دغه کار یې کړی په کلکه سره مجرمې دي. دغه دروند بار به تل د هغوی وجدان په ټول ژوند کې پر اوږو وړي او د هغو روح به تر مرګه ورسوي. اما وای! په هغو کسانو چې په نا امیدۍ سره یې هغه دغې ګناه ته اړویستلې درې چنده د هغې مجرم دی.

بریتانیا[سمول]

د جنین د سقط د قانون د آزادولو په موخه خوځښت په ۱۹۲۰مه او ۱۹۳۰مه لسیزه کې وروسته له هغې چې د زېږون د کنترول په برخه کې یو شمېر بریاوې ترلاسه شوې، رامنځته شو. په انګلستان کې د ماري ستپس او د امریکا په متحده ایالاتو کې د مارګارت سنګر په ګډون مبارزه کوونکې مېرمنې د دې مسئلې په طرح کولو بریالي شوې، د زیږون د کنټرول روغتونونه تاسیس شول او د کورنۍ لپاره د پلان جوړونې او له حاملګۍ څخه د مخنیوي په برخه کې یې د اړتیا وړسلا مشورې وړاندې کولې.[۸]

په ۱۹۲۹ ز کال کې، په بریتانیا کې د نوي زېږدلي ماشوم له ژوندانه څخه د ساتنې قانون تصویب شو، کوم چې (د شخص پر وړاندې د ۱۸۶۱ز کال قانون) یې اصلاح کړ، په دې ډول چې د ښه نیت له مخې یوازې د مور د ژوند ساتلو په موخه، د جنین سقط کول نور جرم نه ګڼل کېده.[۹][۱۰]

ستیلا براون د زیږون د کنټرول د مبارزې په برخه کې له مخکښانو څخه وه، هغې په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په پام وړ توګه د جنین د سقط کولو په موضوع لاس په کار پورې کړ. د براون باور په کلکه سره د ادوارد کارپنتر، هیولاک الیس او نورو جنسیتي متخصصینو د کار تر اغېز لاندې وو. هغه په کلکه په دې باور وه چې کاریګرې مېرمنې باید حامله شي او خپلې حاملګي ته د پای ټکی کېږدي، په داسې حال کې چې هغوی په ستونزمنو کاري شرایطو کې کار کاوه او له هغوی د حاملګي پر مهال د سختو کارونو ترسره کولو هیله  کېدله. له همدې امله، نوموړې ټینګار کاوه چې ډاکټران باید له حاملګي څخه د مخنیوي په اړه وړیا معلومات هغو مېرمنو ته ورکړي کوم چې په دې اړه مالوماتو ته اړتیا لري. چې دا چاره ددې لامل کېږي څو مېرمنې وکولای شي د خپل ځان او د خپل چاپېریال په شرایطو وپوهېږي او پرېکړه وکړي چې غواړي مور شي او که نه.[۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۲۰ مې لسیزې په پای کې براون په ټول انګلستان کې د وینا کولو یو سفر پیل کړ، چې په کې یې د مېرمنو د حاملګۍ د کنترول، د مېرمنو د روغتیایي ستونزو، د بلوغ او جنسي لارښوونو اړوند ستونزو، د میندو د مړینې او زیانمنېدو او نورو مواردو اړوند د خپلو باورونو په اړه یې اطلاعات وړاندې کول. دغه ویناوې د مېرمنو د انګېزې لامل شوې، څو د خپلو جنسي او روغتیايي مسایلو مدیریت په خپل لاس کې واخلي.[۱۴]

یو شمېر نورو مخورو فیمنېستانو لکه فریدا لسکی، دورا راسل، جوآن مالسون او جنت چنس د دغې موضوع په دفاع لاس پورې کړ – کوم چې د ۱۹۳۲ز کال په جولای میاشت کې په اصلي جریان بدل شو، هغه مهال چې د بریتانیا روغتیایي اتحادیې د جنین د سقط په مواردو کې د اصلاح په موخه کمیته جوړه کړه. د ۱۹۳۶ زکال د فبروري په ۱۷ مه جنت چنس، الیس جنکینز او جوان مالسون د جنین د سقط د قانون د اصلاحاتو کمېټه (Abortion Law Reform Association) چې د جنین د سقط کولو د آزادۍ لپاره لومړنۍ ملاتړې کمېټه وه جوړه کړه. دغې کمیټې په انګلستان کې د جنین سقط ته د لاسرسي کچه زیاته کړه او د هغو پر وړاندې یې د قانوني موانعو د لرې کولو لپاره مبارزه وکړه. په لومړي کال کې دغې کمېټې ۳۵ غړي استخدام کړل، کوم چې تر ۱۹۳۹ زکال پورې یې نږدې ۴۰۰ غړي لرل.[۱۵]

د امریکا متحده ایالات[سمول]

په امریکا کې د جنین د سقط کولو د اصلاحاتو غورځنګ په ۱۹۶۰مه لسیزه کې رامنځته شو. په ۱۹۶۴ ز کال کې جري سانتورو له کانتیکات څخه په غیر قانوني ډول د جنین د سقط له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې انځور یې د جنین د سقط کولو د حق د خوځښت سمبول وګرځېد. د مېرمنو د حقونو یو شمېر مدافعو ډلو خپل مهارتونه د جنین د سقط په برخه کې تر هغو مېرمنو ورسول، کومو چې نه شو کولای ورته په نورو ځایونو کې لاسرسی ولري.د بېلګې په توګه:: په شیکاګو کې یوې ډلې د "جین" په نامه یو سیار کلنیک په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د جنین د سقط کولو لپاره رامنځته کړ. هغو مېرمنو به چې اړتیا لرله، له یوې مشخصې شمېرې سره اړیکه نیوله او هغو ته به لار ښوول کېده چې څه ډول "جین" پیدا کړي.[۱۶]

د ۱۹۶۰مې لسیزې په پای کې ګڼ شمېر سازمانونه، د جنین د سقط د قانوني کولو د نظر په ګټه او پر ضد رامنځته شول. د NARAL Pro-Choice America ډله په ۱۹۶۹ زکال کې د جنین پر سقط د محدودیتونو په مخالفت او د جنین سقط ته د اسانه لاسرسي په موخه جوړه شوه چې د ۱۹۷۳ زکال په وروستیو کې د جنین د سقط د حقونو په ملي اتحادیې (National Abortion Rights Action League) واوښته.[۱۷]

د امریکا سترې محکمې د Roe v. Wade پرېکړې له مخې حکم ورکړ چې د تکزاس ایالت هغه حکم چې د جنین د سقط لامل کېږي، یوازې له ضروري مواردو پرته چې د مور د مړینې د نجات لامل کېږي، غیر قانونی دی. محکمه دې پرېکړې ته ورسېده چې د جنین د سقط موضوع او د جنین د سقط حق د شخصي حریم تر سیوري لاندې راځي.

له ۱۹۷۰ یمې لسیزې او د فیمینېزم د دویمې څپې له پراخېدو وروسته، د جنین د سقط کولو حق او د حاملګي حق په کاناډا، امریکا، هالنډ، بریتانیا، ناروې، فرانسې، المان او ایتالیا کې د ښځو د حقونو د مختلفو ډلو ترمنځ دوه یوځای کوونکې موضوع ګانې وې.[۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Ph. D., Religion and Society; M. A., Humanities; B. A., Liberal Arts. "When Did Abortion Begin?". ThoughtCo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gordon, Sarah Barringer. "Law and Everyday Death: Infanticide and the Backlash against Woman's Rights after the Civil War." Lives of the Law. Austin Sarat, Lawrence Douglas, and Martha Umphrey, Editors. (University of Michigan Press 2006) p.67
  3. (په 13 October 2006 باندې). Desperately Seeking Susan..
  4. "The Revolution 1868-1872". Accessible Archives Inc. (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Marriage and Maternity". The Revolution. Susan B. Anthony. 8 July 1869. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Susan B. Anthony, “Marriage and Maternity,” Archived 5 October 2011 at the Wayback Machine. The Revolution (8 July 1869), via University Honors Program, Syracuse University.
  7. Federer, William. American Minute, page 81 (Amerisearch 2003).
  8. "Birth control", Wikipedia (په انګلیسي ژبه کي), 2021-02-26, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. HL Deb. Vol 72. 269 Archived 2020-09-26 at the Wayback Machine..
  10. "child destruction". Oxford Reference (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hall, Lesley (2011). The Life and Times of Stella Browne: Feminist and Free Spirit. د کتاب پاڼي 27–178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jones, Greta (September 1995). "Women and eugenics in Britain: The case of Mary Scharlieb, Elizabeth Sloan Chesser, and Stella Browne". Annals of Science. 52 (5): 481–502. doi:10.1080/00033799500200361. PMID 11640067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rowbotham, Sheila (1977). A New World for Women: Stella Browne, social feminist. د کتاب پاڼي 66–67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hall, Lesley (2011). The Life and Times of Stella Browne: Feminist and Free Spirit. د کتاب پاڼي 27–178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hindell, Keith; Madeline Simms (1968). "How the Abortion Lobby Worked". The Political Quarterly: 271–272. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Johnson, Linnea. "Something Real: Jane and Me. Memories and Exhortations of a Feminist Ex-Abortionist". CWLU Herstory Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "National Women's Health Network | A Voice For Women, A Network For Change". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. LeGates, Marlene. In Their Time: A History of Feminism in Western Society Routledge, 2001 کينډۍ:ISBN p. 363-364