بایرډ رسټین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بایرډ رسټین
بایرډ رسټین
بایرډ رسټین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ مارچ ۱۹۱۲[۱][۲][۳]
مړینه 24 اگسټ 1987 (75 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
منهټن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د امریکا سوسیالېست ګوند
ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۴][۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر مهاتما ګاندي   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بایرډ رسټین (/ˈbaɪ.ərd/؛ ۱۹۱۲ مارچ ۱۷مه – ۱۹۸۷ اګست ۲۴مه) د مدني حقونو، سوسیالېزم، عدم تشدد، او همجنس پالانو یا همجنس بازانو د حقونو اړوند ټولنیزو خوځښتونو یو افریقایي الاصله امریکایی رهبر و.

رسټین په ۱۹۴۱ کال کې له اې فیلیپ رانډولف سره په ګډه د "واشنګټن لاریون غورځنګ" په ترتیب کې محوري رول ولوباوه، چې موخه یې په کار او دندو کې د نژادي تبعیض د پای ته رسولو لپاره پر حکومت فشار راوړل وو. رسټین وروسته بیا د "آزادۍ سفرونه" تنظیم کړل، او د مارتین لوتر کینګ د رهبرۍ د تقویه کولو لپاره یې د سوېلي عیسوي مشرتابه کنفرانس په تنظیمولو کې مرسته وکړه او هم یې کینګ ته د عدم تشدد په اړه لارښوونې او درسونه ورکړل. هغه وروسته د "کار او ازادۍ لپاره د واشنګټن لاریون یا مارش" کې د سمبالوونکي په توګه رول ولوباوه. رسټین په ۱۹۵۴ کال کې "د وګړیتوب لپاره مبارزه" په نوم خوځښت د یوه سرلاري ایلا بیکر ترڅنګ کار وکړ، او د مونټګومري له بس بایکاټ څخه وړاندې نوموړي د بیکر، جورج لارنس، د امریکا د یهودانو د کانګرس سټینلي لېویسون، او یو شمیر نورو کارګرو رهبرانو ترڅنګ "په ملګرتیا کې" تر نوم لاندې یوې ډلې په تنظیمولو کې مرسته وکړه. دغې ډلې هغو کسانو ته مادي او حقوقي مرستې چمتو کولې چې په کلاریندون ښار، یازو او نورو سیمو کې له خپلو کرایه کړو فارمونو او کورنیو څخه ایستل شوي وو. رسټین د امریکا د کارګرانو فدراسیون-صنعتي سازمانونو کانګرس (AFL-CIO) د اې فیلیپ رانډولف انستیتوت (APRI) مشر شو، چې د پخوانیو بشپړو سپین پوستو د اتحادیو ادغام او د افریقایي امریکایانو د یووالي او اتحاد د ودې په برخه کې یې کار کاوه. د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو په جریان کې هم رسټین د ویتنام او کمبوډیا کډوالو ته د مرستو رسونې په څېر په ګڼو بشرپالو ماموریتونو کې خدمت کړی. په ۱۹۸۷ کال کې د نوموړي د مړینې پر مهال هم، هغه په ​​هایټي کې پر یوه بشري ماموریت بوخت و.[۶][۷]

رسټین همجنس‌پال و او د هغه پر جنسیت پالنې او جنسي تمایلاتو د نیوکو له امله، هغه معمولا د مدني حقونو له مشرانو او رهبرانو سره د پردې تر شا د یوه بانفوذه سلاکار په توګه کار کاوه. د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې هغه د همجنس پالانو پر یوه عامه مدافع تبدیل شو او په بېلابېلو مناسبتونو کې یې د بشري حقونو د یوه فعال او ملاتړي په توګه ویناوې کولې.[۸]

د ژوند په وروستیو کې، سره له دې چې لاهم د کارګرانو د حقونو خوندي کولو په هڅو کې بوخت و، په ورته وخت کې د نورو اتحادیو له رهبرانو سره یو ځای او له ایډیالوژیکي پلوه نوې محافظه کارۍ یا د نوو محافظه کارانو خوځښت ته مایل شو، او (د هغه له مړینې وروسته) ولسمشر رونالډ ریګن د هغه ستاینه وکړه. همدا راز د ۲۰۱۳م کال د نومبر پر ۲۰مه، ولسمشر بارک اوباما هم رسټین ته د ولسمشر له لوري د آزادۍ له مرگ وروسته افتخاري مډال ورکړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ژوند لومړني پړاوونه او زده کړې[سمول]

رسټین د پنسلوانیا ایالت په ویسټ چیسټر برخه کې د فلورېنس رسټین او ارچي هاپکینز په کورنۍ کې زیږېدلی و، مګر د هغه د مورنۍ نیا او مورني نیکه، جولیا (ډیویس) او جنیفر رسټین لخوا د هغوی د دولسو ماشومانو په ډله کې د نهم ماشوم په توګه لوی شوی؛ او کله چې لوی شو باور یې دا و، چې د هغه بیولوژیکي مور د هغه مشره خور وه. د هغه نیا او نیکه نسبتا بډایه محلي خواړه جوړوونکي (caterers) وو او رسټین یې په یوه لوی کور کې رالوی کړ. جولیا رسټین یوه کوېکره (Quaker) یا د عسوي ټولنې غړې وه، که څه هم هغې د خپل مېړه په افریقایي مېتودیست ایپیسکوپل یا اسقفي کلیسا کې برخه اخیستې وه. نوموړې د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) غړې هم وه. د دغې ټولنې مشران لکه ویلیام اډوارډ دوبوییس او جیمز ویلډن جانسن به د رسټین په کور کې ډېری وخت مېلمانه وو. د ژوند په لومړیو پړاوونو کې د همدغو اغېزو له کبله وه، چې رسټین په ځوانۍ کې د نژادي تبعیض یا توکم‌پالنې جیم کرو قوانینو پرضد مبارزه وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۳۲ کال کې رسټین ویلبرفورس پوهنتون ته شامل شو، چې په اوهایو کې د تور پوستانو تاریخي کالج (HBCU) دی او د AME کلیسا لخوا یې چارې پرمخ وړل کېږي. رسټین د اومیګا پیسي فای اتحادیې په ګډون د پوهنتون په یو شمېر سازمانونو کې فعال و. هغه په ۱۹۳۶ کال کې د یوه اعتصاب له تنظیمولو وروسته له ویلبرفورس پوهنتون څخه وایستل شو او وروسته یې بیا د شیني ایالتي ښوونکو کالج (اوس د پنسلوانیا شیني پوهنتون) کې داخله واخیسته. دغه پوهنتون د ۲۰۱۳ کال په پیل کې رسټین ته د "د انساني ادبیاتو دکتورا" له مړینې وروسته افتخاري ډیګري ورکړه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

رسټین د ملګرو د خدماتو امریکایي کمیټې (AFSC) لخوا د فعالینو د روزنې پروګرام له بشپړولو وروسته، په ۱۹۳۷ کال کې هارلم ته ولاړ او د نیویارک په ښاري کالج کې یې زده کړه پیل کړه. هلته نوموړی د سکاټسبورو ځوانانو (Scottsboro Boys)، په الاباما کې هغه ۹ تنه ځوان تور پوستي چې پر دوو سپین پوستو مېرمنو پر جنسي تیري تورن وو، د دفاع او آزادولو په هڅو کې ښکېل شو. هغه په ​​۱۹۳۶ کال کې د یوې لنډې مودې لپاره له ځوان کمونست لیګ سره یوځای شو، خو وروسته له دغه ګوند څخه نهیلی شو. نیویارک ښار ته له رسېدو سملاسي وروسته، د ملګرو د مذهبي ټولنې (Quakers) د پنځلسمې غونډې غړی شو. [۲۱]

رسټین د بوغ غږ یا ټېنور یو تکړه سندرغاړی هم و، هغه امتیاز چې نوموړي یې له کبله هم د ویلبرفورس پوهنتون او هم د شیني ایالتي ښوونکو کالج دواړو کې د موسیقي بورسونو داخله ترلاسه کړه. په ۱۹۳۹ کال کې، هغه د جان هنري په نوم لنډمهالې موسیقي د ګډې سندرې برخه و چې پاول روبسون یې اصلي ستوری و. د بلوز یا غمګینې موسیقۍ سندرغاړی جاش وایټ هم د سندریزې ډلې غړی و او وروسته یې رسټین ته هم بلنه ورکړه چې د هغه له ډلې "جاش وایټ او کارولینیان" سره یوځای شي. دې چارې رسټین ته دا فرصت برابر کړ چې په ګرینویچ سیمه کې د کافي ټولنې په نایټ کلب کې منظم اداکار شي او خپلې ټولنیزې او فکري اړیکې پراخې کړي. په فیلوشپ ریکارډونو کې څو البومونه چې د هغه سندرې پکې دي، لکه "بایرډ رسټین د روحانيونو د یوه پروګرام سندرې وايي"، له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې تولید شوي دي.[۲۲][۲۳]

مړینه او باورونه[سمول]

رسټین د ۱۹۸۷ کال د اګست په ۲۴مه د یوه سوري شوي اپنډکس له کبله ومړ. د نیویارک ټایمز له لوري د مړینې په خپره کړې خبرتیا کې راغلي: «خپل مسلک ته په کتو سره، ښاغلي رسټین یو ځل لیکلي: 'هغه اصولي عوامل چې زما پر ژوند یې اغېزه وکړه ۱) د عدم تشدد تاکتیکونه؛ ۲) قانوني لارې چارې؛ 3) ډیموکراتیک پروسیجرونه؛ 4) د انسان شخصیت ته درناوی؛ 5) او دا باور و چې ټول خلک سره یو دي.'» د رسټین لس کلن د ژوند ملګری والټر نیګل له هغه څخه په یادګار پاتې شو.[۲۴][۲۵][۲۶]

ویل کېږي د رسټین شخصي فلسفې له سوسیالیزم سره د کویکر پاسیفیزم یا آرامي غوښتنې له یوځای کولو څخه الهام اخیستی و (لکه څنګه چې د اې فیلیپ رانډولف له لوري ویل شوي)، او همدا راز د مهاتما ګاندي لخوا مشهوره شوې د عدم تشدد تیوري ده.[۲۷]

ولسمشر رونالډ ریګن د رسټین د مړینې په اړه یو بیان خپور کړ، او د مدني حقونو او "په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو لپاره" د هغه د هڅو ستاینه یې وکړه. هغه زیاته کړه چې رسټین "د پخوانیو ملګرو لخوا وغندل شو، ځکه هغه هېڅکله خپل دا باور نه پرېښود چې په امریکا کې لږکي د دوی د انفرادي وړتیا پراساس بریا ته رسېدای شي."[۲۸]

میراث[سمول]

رسټین "د مدني حقونو د پېژندل شوو زمریانو په لنډ نوملړ کې نشته"، او تر یوه بریده یې لامل دا دی چې هغه د پردې تر شا فعال و، او همدا راز د هغه د جنسي تمایل او د پخواني کمونیستي غړیتوب له کبله يې په اړه د عامو خلکو ترمنځ ناخوښي شته ده. پردې سربېره، د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې د نوې محافظه کارۍ په لور د رسټین تمایل د مدني حقونو له ډېری رهبرانو سره د هغه د اختلاف لامل شو. مګر، د ۲۰۰۳ کال مستند فلم "بېګانه ورور: د بایرډ رسټین ژوند"، چي د سنډانس فېسټیوال د ستر منصفه پلاوي جایزې ته نومول شوی و، او هم د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د رسټین د ۱۰۰مې زېږدکلیزې نمانځنې د هغه د پراخې ونډې په بیا پېژندنه کې مرسته وکړه.[۲۹]

رسټین د متحده ایالاتو د سوسیال دیموکراتانو د مشر په توګه دنده ترسره کړې، چې په اړه یې واشنګټن پوسټ په ۲۰۱۳ کال کې لیکلي، چې دا "د ډېری نوو محافظه کارانو د راټوکېدو ځای و". فرانسوي تاریخ لیکونکی جسټین وایس هغه د "ښي اړخي سوسیالیست" او "د دویم نسل نوي محافظه کار" په توګه یاد کړی، او هم د ډیموکراتیک اکثریت د ایتلاف (CDM) د مرستیال په توګه د هغه د رول یادونه کوي، چې د اوسني ګواښ کمیټې (CPD) په بیا بڼې ورکولو کې یې رول لرلی.[۳۰][۳۱][۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13744620v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68d000f — subject named as: Bayard Rustin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/117456 — subject named as: Bayard Rustin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13744620v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/246125923
  6. "Bayard Rustin". National Park Service. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Documenting the American South: Oral Histories of the American South". docsouth.unc.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Morgan, Thad. "Why MLK's Right-Hand Man Was Nearly Written Out of History". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Justin Vaïsse, Neoconservatism: The Biography of a Movement (Harvard University Press, 2010), p.71-75 Archived September 13, 2016, at the Wayback Machine.
  10. "Table: The Three Ages of Neoconservatism" Archived March 20, 2016, at the Wayback Machine., Neoconservatism: Biography of Movement by Justin Vaisse, official website]
  11. Associated Press, "Reagan Praises Deceased Civil Rights Leader" Archived March 31, 2016, at the Wayback Machine.
  12. Justin Snow (November 20, 2013). "Obama honors Bayard Rustin and Sally Ride with Medal of Freedom". metroweekly.com. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Carol, George (2006). Encyclopedia of African-American Culture and History. Detroit: Gale. د کتاب پاڼي 1993–1994. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-02-865816-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bayard Rustin Biography Archived April 30, 2016, at the Wayback Machine., (2015), Biography.com. Retrieved 07:37, February 28, 2015
  15. Dixon, Mark E. (October 2013). "Bayard Rustin's Civil Rights Legacy Began with Grandmother Julia Rustin". Main Line Today. د اصلي آرشيف څخه پر October 22, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Bayard Rustin Biography". Spartacus Educational. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gates Jr., Henry Louis (2013-01-20). "Bayard Rustin, the Gay Civil Rights Leader Who Organized the March on Washington | African American History Blog". The African Americans: Many Rivers to Cross. PBS. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Watson, Warren. "LibGuides: History of Wilberforce University: Bayard Rustin". wilberforcepayne.libguides.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Notable Omegas – Omega Psi Phi Fraternity, Inc" (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۰ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په February 1, 2012 باندې). Not-so-secret life of gay civil rights leader Bayard Rustin. Chicago Tribune.
  21. Bayard Rustin Biography Archived April 30, 2016, at the Wayback Machine., (2015), Biography.com. Retrieved 07:37, February 28, 2015
  22. D'Emilio 2003, pp. 21, 24.
  23. D'Emilio 2003, pp. 31–2.
  24. "Bayard Rustin Is Dead at 75; Pacifist and a Rights Activist" Archived October 14, 2016, at the Wayback Machine., New York Times
  25. "Brother Outsider — A Closer Look at Bayard Rustin, by Walter Naegle". Rustin.org. د اصلي آرشيف څخه پر November 2, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Patricia Nell Warren (په February 15, 2009 باندې). Bayard Rustin: Offensive lineman for freedom. Outsports.com
  27. Bayard Rustin Biography Archived April 30, 2016, at the Wayback Machine., (2015), Biography.com. Retrieved 07:37, February 28, 2015
  28. Associated Press, "Reagan Praises Deceased Civil Rights Leader" Archived March 31, 2016, at the Wayback Machine.
  29. "Brother Outsider – Home". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Dylan Matthews, "Meet Bayard Rustin", Washingtonpost.com, August 28, 2013
  31. Justin Vaïsse, Neoconservatism: The Biography of a Movement (Harvard University Press, 2010), p. 91 Archived September 13, 2016, at the Wayback Machine.
  32. "Coalition for a Democratic Majority" Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine., Right Web, Institute for Policy Studies