د امریکا سوسیالېست ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د امریکا سوسیالېست ګوند
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۹۰۱
Native labelSocialist Party of America
Founded byیوجین وي ډېبس
هېوادد امریکا متحده ایالات
Member ofLabour and Socialist International
Political alignmentکيڼ اړخی سياست
Political ideologyډیموکراټیک سوسیالیزم، سوله غوښتنه، د سټالینیسټي ضد کین اړخ، سوسیالېستي فیمینېزم
Headquarters locationواشنګټن ډي سي
Followed bySocialist Party USA، Social Democrats, USA، Democratic Socialist Organizing Committee
واک ورپاته کيدنه لهSocial Democratic Party of America
Dissolved, abolished or demolished date۳۱ی ډيسمبر ۱۹۷۲

د امریکا سوسیالېست ګوند (SPA) د متحده ایالاتو سوسیالیستي سیاسي ګوند و چې په ۱۹۰۱ زکال کې د درې کلن مخینه لرونکي د امریکا د سوسیال دیموکراتیک ګوند او د امریکا له سوسیالیست کارګر ګوند څخه په ۱۸۹۹ زکال کې د جلا شوو عناصرو له ادغام رامنځته شو.[۱]

دغه ګوند د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د مختلفو ډلو له دې ډلې د کارګري ټولنو، مترقي ټولنیزو اصلاح غوښتونکو، پوپولیست کروندګرو او مهاجرو پام وړ ملاتړ ځانته جلب کړ. خو له دې سره یې له نورو ګوندونو سره د ائتلاف له جوړولو ډډه وکړه او یا یې هم د نورو ګوندونو غړو ته له رایې ورکولو څخه خپل غړي منع کړل. یوجین ویکټور ډبز له دغه ګوند څخه په استازولۍ په ولسمشریزو ټاکنو کې دوه ځله (۱۹۱۲ او ۱۹۲۰ زکال) له ۹۰۰ زرو ډېرې رایې ترلاسه کړې؛ دغه ګوند همدارنګه د متحده ایالاتو په کانګرس کې دوه استازي (ویکټور ال. برجر او مایر لندن)، ګڼ شمېر ایالتي قانون جوړونکي، له ۱۰۰ زیات شاروالان او بې شمېره دولتي مامورین لرل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا له مداخلې سره د دغه ګوند شدید مخالفت په داسې حال کې چې د ګڼ شمېر کسانو د هرکلي لامل وګرځېد، خو له ګوند څخه د پام وړ کسانو د جلا کېدو، د ګوند د رسمي ځپلو او ځیرکانه ځورونې لامل هم وګرځېد. دغه ګوند تر ډېره پورې په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې په جمهوریت کې د اکتوبر د انقلاب او په ۱۹۱۹ زکال کې د کمونیست انټرنېشنل د تاسیس اړوند غبرګون ښوولو پر سر د هغو د څانګو ترمنځ د شخړو له امله وپاشل شو – ډیری غړو یې دغه ګوند د متحده ایالاتو د کمونیست ګوند سره د یوځای کېدو په موخه خوشی کړ.[۲]

په ۱۹۲۴ زکال کې د رابرت ام. لافولت له ټاکنیزو سیالیو څخه له ملاتړ وروسته دغه ګوند د ولسمشرۍ تر کچې بیاځلي خپلواک فعالیت ته لاسرسی وموند او د ‍۱۹۳۰ مې لسیزې په لومړیو کې ولسمشرۍ ته د نورمن توماس له نوماندۍ وروسته یې لږ وده لرله. دغه ګوند خپل جزابیت د ولسمشر فرانکلن دی روزولت د نیوډیل پروګرام د محبوبیت، د ایرل بروډر تر واکمنۍ لاندې د کمونیست ګوند د سازماندهي او انعطاف او د دیموکراتیک ګوند د زړه سواندو سیاستوالو څخه د ملاتړ په موخه د کارګري خوځښتونو د لیوالتیا له امله کمزوری شو. د لئون تروتسکي او جی لاوسټون د پیروانو په منلو سره د ګوند د پراختیا لپاره نه بریالۍ او نفاق رامنځته کوونکې هڅې د دې لامل وګرځېدې چې د دغه ګوند پخواني سنتي ساتونکي ګوند خوشی کړي او سوسیال دیموکراتیک فدراسیون جوړ کړي. په داسې حال کې چې دغه ګوند په کلکه سره فاشیست ضد او همدارنګه ستالین ضد و خو په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا له مداخلې سره مخالفت کول ورته د کورني او بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو لامل وګرځېد.

دغه ګوند له ۱۹۵۶ زکال وروسته هغه مهال چې نوماند یې ډارلینګټون هوپس له شپږ زرو کمې رایې ترلاسه کړې، ولسمشرۍ ته یې د نوماند له معرفي کوله ډډه وکړه. د دغه ګوند په ورستیو لسیزو کې، ډیری هغه غړو یې چې د کاري، سولې، مدني حقونو او مدني آزادیو د اړوندو خوځښتونو له مخکښانو څخه و؛ په بنسټیزه توګه له کارګري خوځښتونو او دیموکرات ګوند سره د هغو د اړیکو او همدارنګه په بهر کې د دیموکراسۍ د پراختیا اړوند د نظر اختلاف درلود. له ۱۹۷۰ زکال څخه تر ۱۹۷۳ زکال پورې دغه ستراتیژیک اختلافات دومره شدید شول چې د امریکا سوسیالېست ګوند خپل نوم د متحده ایالاتو سوسیال دیموکرات ګوند ته واړوه. د ګوند د دوه څانګو رهبرانو جلا سوسیالیستي سازمانونه رامنځته کړل، د متحده ایالاتو سوسیالېست ګوند او سوسیالېست دیموکراتیک سازماندهي کوونکې کمیټه چې په وروستیو کې د امریکا د دیموکرات سوسیالېستانو مخکښه ډله وه.

تاریخچه[سمول]

له ۱۹۰۱ زکال وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې سوسیالېست ګوند په ټوله متحده ایالاتو کې ګڼ شمېر منتخب چارواکي لرل. دوه سوسیالېستانو د کانګرس غړیتوب درلود، مایر لندن له نیویارک ښار څخه او ویکټور بارګر له میلواکي څخه؛ له ۷۰ زیات ښاروالان او ګڼ شمېر ایالتي قانون جوړونکي او د ښاري شوراګانو غړي یې لرل. دغه ګوند وکولای شول په بریالیتوب سره په کوچنیو ښاروالیو کې د لویو ښارونو په څېر بریالي نوماندان وړاندې کړي چې د لوئیس دانکسن په واسطه یې د مونتانا د بوته ښاروالي او د جورج آر. لون په واسطه یې د نیویارک سکنکتدي ښاروالي ترلاسه کړه. د رایو زور یې هم د وروستیو یهودي، فنلانډي او جرمني کډوالو، د ډبرو سکرو د کان ویستونکو او په منځني لویدیځ کې د پوپولیستي کروندګرو پر مټ و. د جیمي واینسټین په خبره د هغوی ټاکنیز ځواک د مي سي سي پي سیند له لویدیځ سیمو څخه و، «له هغو ایالتونو څخه چې کان ویستنه، لرګي راغونډول او کرنه په کې غالبې سوداګرۍ وې». همدارنګه یې وکولای شول د اوسپنې د پټلۍ د کارګرانو ملاتړ را خپل کړي. د دوی د رایو ونډه په اوکلاهاما، نواډا، مونتانا، واشنګټن، کلیفورنیا، آیډاهو، فلوریدا، اریزونا او ویسکانسین کې په تر ټولو لوړه کچه کې وه او همدارنګه یې په تکزاس، ارکانزاس او کانزاس کې ملاتړي لرل. له ۱۹۰۰ زکال څخه یې تر ۱۹۱۲ زکال پورې (وړاندې له دې چې رسمي اتحاد وکړي) یوجین ویکټور ډبز یې ولسمشریزو ټاکنو ته مخکې کاوه چې تر ټولو زیاتې رایې د ۱۹۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې ترلاسه کړې چې د رایو ټولیز شمېر یې ۹۰۱۵۵۱ رایې کېدې او د ټولو رایو ۶ سلنه برخه یې جوړوله. په ۱۹۲۰ زکال کې دبز یوځل بیا په داسې حال کې ځان نوماند کړ چې په لومړۍ نړیوالې جګړې کې یې د مداخلې سره د مخالفت له امله بند هم تېر کړی و؛ دا ځل یې ۹۱۳۶۹۳ رایې خپلې کړې چې د ټولو رایو ۳.۴ سلنه کېدلې.[۳][۴][۵]

په ګوند کې کرنیزو چارو او د کروندګرو ګټو د بحثونو پام وړ موضوع جوړوله. په داسې حال کې چې د ګوند غړو د هېواد په ډېرو برخو کې له ټولیزې کرهڼې ملاتړ کاوه، د تکزاس او اوکلاهاما ایالتي ګوندونو بیا په کوچني مقیاس کې د کروندو د مالکیت پر بنسټ له پوپولیستي سیاستونو ملاتړ کاوه چې سوسیالېستانو بیا هغوی په نورو ځایونو کې له اقتصادي پلوه شاته پاتې بلل. له پوپولیستي دریځ څخه الجي مارتین سیمونز ملاتړ کاوه، هغه استدلال کې کاوه چې کوچني کروندګر د سرمایه دارۍ تر فشار لاندې هماغه ډول چې سوسیالېستان پرې باور لري له منځه نه ځي بلکې دوی «د امریکا په کرنیز ژوند کې دایمي فکتور جوړوي»، همدا ده چې سوسیالېستي او کارګري خوځښتونه اړتیا لري د کاري طبقې د منافعو د ترلاسه کولو په موخه د هغوی ملاتړ خپل کړي.[۶]

د نژادي توپیر اړوند د دغه ګوند دریځونه متفاوت و چې د هغو له تاسیس څخه په ۱۹۱۹ زکال کې د هغو تر انشعاب پورې یې د تاودو بحثونو موضوع جوړوله. د هغو په بنسټ اېښودونکي کنوانسیون کې د «د رنګ، نژاد او جنسیت پرته د ټولو انسانانو د مساوي حقونو» په ګټه پرېکړه لیک وړاندې شو او په ځانګړې توګه یې افریقايي الاصله امریکایانو ته چې تر ظلم او ځانګړي استثمار لاندې دي اشاره وکړه او د سوسیالېستانو او کارګرانو له خوا یې د هغو د سازماندهي غوښتنه وکړه. دغه چاره د یو شمېر سپین پوستو استازو له مخالفت سره مخ شوه هغو چې استدلال یې کاوه له تورپوستو کارګرانو څخه ځانګړې غوښتنې غیرضروري دي. په دغه ځای کې حاضر دوه تورپوستي استازي له دغه دریځ سره موافق و خو دریمي، ویلیام کاسټلی باوري و چې «په متحده ایالاتو کې تور پوستي د نورو کارګرو په پرتله له عجیب تضاد او توپیر لرونکي دریځ سره مخ دي».[۷]

سرچينې[سمول]

  1. Note that the Socialist Party of America was also known at various times in its long history as the Socialist Party of the United States (as early as the 1910s) and Socialist Party USA (as early as 1935, most common in the 1960s). The original, official name of the organization was Socialist Party of America.
  2. James Weinstein, The Decline of Socialism in America, 1912-1925, New York: Vintage Books, 1969, pp. 116–118 (Tables 2 and 3).
  3. "Socialist Party votes and members". depts.washington.edu. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maisano, Chris (July 8, 2021). "When America's Red States Were Red". Jacobin. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Shannon, David (1955). The Socialist Party of America: A History.
  6. Martinek, Jason D. (2010). "Business at the Margins of Capitalism: Charles H. Kerr and Company and the Progressive Era Socialist Movement" (PDF). Business & Economic History On-Line. Vol. 8. p. 6.
  7. Heideman, Paul (April 30, 2018). "Socialism and Black Oppression". Jacobin. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)