باز محمد عابد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باز محمد عابد

باز محمد عابد (۱۳۴۶ لېږديز لمريز کال، د ننگرهار ولايت) يو پښتون شاعر او ليکوال دی.

مخينه

باز محمد عابد په ١٣٤٦ لمريز کال کې د ننگرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زېږېدلی دی. تر يولسم ټولگې پورې يې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې، خو په هېواد کې د انقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو له امله يې زده کړې نيمگړې پاتې شوې او په ١٣٦٣ لمريز کال کې کډوالۍ ته اړ شو چې بيا وروسته له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شو او تر اوسه پورې د خپلې کورنۍ سره هملته اوسېږي. پېښور ته تر کوچېدو وروسته د وټنيزو (اقتصادي) ستونزو له کبله ترېنه لوړې زده کړې پاتې شوې، خو د دغو ټولو ستونزو سره سره يې خپله پرله پسې مطالعه پرې نه ښوده او خپله تنده يې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله. بلاخره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپېدې مجله په دې وتوانيده چې په ده کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه راپېدا کړي.

ادبي ژوند

په ١٩٩٢ ز کال کې يې په شعر ويلو او په ١٩٩٨ ز کال کې يې هم په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ز کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په گډون په دې وتوانيد چې افغان ادبي بهير جوړ کړي. يو کال يې د افغان ادبي بهير گذارشونه وليکل او درې کاله يې مسلسل د بهير د سټيج چارې سرته رسولې. تر هغې چې په پېښور کې وو د بهير د انسجام او مالي چارې يې پرمخ وړلې. د ٢٠٠٠ ز کال څخه وروسته يې د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکې پښتو او فارسي درې مياشتنۍ سپيدې د مرستيال په توگه دوه کاله کار وکړ. د ٢٠٠٢ ز کال د مارچ په مياشت کې يې له بي بي سي راډيو سره د نشراتو په برخه کې په کار پيل وکړ، چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه يې د شعرونو دوې ټولگې چاپ شوې ، چې لومړۍ يې د نکريزو پاڼه نومېږي او ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړى دی. بله ټولگه یې د لو دى د لونگو نومېږي چې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. د لنډو کيسو يوه ټولگه يې د نامريي ځواک په نوم چاپ ته تياره ده او هم يې د افغان ادبي بهير د گذارشونو غورچاڼ ته گوتې تخنيږي.

چاپ شوي اثار يې

  1. د نکريزو پاڼه (شعري ټولگه) د ۱۹۹۷ ز کال چاپ.
  2. لو دى د لونگو (شعري ټولگه) د ۲۰۰۰ ز کال چاپ.
  3. نامريي ځواک (د لنډو کیسو ټولگه) د ۲۰۰۴ ز کال چاپ.


سرچينې

  1. https://larawbar.net/26641.html#.XZgv-NSF5kg Archived 2019-04-10 at the Wayback Machine.