مصطفی سالک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مصطفی سالک

مصطفی سالک د ننگرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي .

نوموړي د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توگه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانگې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي .

مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده .

د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولگه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري .

ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي :

زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وگړي چې دملیت په وړاندې قام غوره گڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننگرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننگرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرگندول وي ، گنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال گڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننگرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالگرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني گنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولگي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انگلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر گوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ .


چاپ شوي آثار

    1. د طاووس بڼکه -- شعري ټولگه
    2. سندریزې چینې - شعري ټولگه
    3. منشور - کره کتنه
    4. پاتې شه باران دى (ناول)
    5. وخیمه ما از سایه همابود - فارسي شعري ټولگه