اکبر ايازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اکبر ايازي

اکبر ايازي (په انگرېزي: Akbar Ayazi) چې د عمر ډېره برخه یې د ژورنالیزم په ډګر کې په فعالیت تېر کړی، په دې ډګر کې له پېژندل شویو څېرو ګڼل کېږي. نوموړی د امریکا ږغ اشنا راډیو او ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې مشر پاتې شوی دی. په وروستیو کې د ازادې اروپا- ازادۍ راډيو د اسيايي سرويسونو: افغانستان، ايران، پاکستان او عراق د څانگو مشر و.

مخينه

په کندهار کې زېږېدلى. د ځوانۍ په لومړیو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته کډوال شو چې تر پایه یې همالته استوګنه غوره کړه.

زده کړې

اکبر ايازي په ١٩٧٦ز کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شو، د هند د نوي ډيلي له نهرو پوهنتون څخه په تخنيکي مديريت کې ډيپلوم واخيست.

فعالیتونه

ايازي امريکا ته تر مهاجرت مخکې په کابل کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال و، د شوروي يرغل پر مهال (١٩٨٠ز) امريکا ته کډه شو او هلته يې له امريکا غږ راډيو (VOA)سره کار پيل کړ.

په ١٩٨٦ز کې د امريکا غږ راډيو د اسيا د څانگې مشر پروډيوسر شو او تر ٢٠٠٢ز کال يې په دې وظيفه کار وکړ. په ٢٠٠٥ز کال کې د ازادۍ مشر شو، وروسته يې د اسيايي څانگو مشر شو.

د نوموړي گڼې مرکې په CNN، الجزيره او نورو رسنيو کې خپرې شوي دي. يو زوى او دوې لوڼې لري.

مړینه

اکبر ایازي د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې پر ۲۶ مه د ورپېښې ناروغۍ له کبله په امریکا کې مړ شو.