اينګ لمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اينګ لمان
(ډېنمارکي: Inge Lehmann د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اينګ لمان
اينګ لمان

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ مې ۱۸۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 21 فبروري 1993 (105 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کوپنهاګن[۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ډېنمارک[۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ځمکپېژندونکی[۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ډنمارکي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه زلزله ‌پوهنه[۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Inge Lehmann چې د ۱۸۸۸ می له ۱۳ څخه يې د ۱۹۹۳ فبروري تر ۲۱ ژوند وکړ؛ يو ډنمارکۍ زلزله پېژندونکط او د ځمکې فزيکپوه وه. په ۱۹۳۶ کې يې وموندل چې ځمکه د ويلې شوې باندينۍ هستې دننه يوه جامده دننۍ هسته لري. له هغې څخه وړاندې د زلزله پېژندنکو باور درلود چې د ځمکې هسته يوه مفرده ويلې شوې بې وسه کره ده، که څه هم له زلزلو څخه د زلزليز څپو د کره اندازې اخيستنو د تشرېح لپاره چې له دې نظريې سره متناقض وې.؟ Lehmann د زلزليز څپې اندازې تحليل کړې او پايله يې تر لاسه کړه، چې له اندازه اخيستنو سره د پرتله شويو زلزليز څپو د توليد په موخه بايد ځمکه يوه جامده دننۍ او ويلې شوې باندينۍ هسته ولری. نورو زلزله پوهانو هم وازمويل او د Lehmann تشرېح يې ومنله. نوموړې يو له تر ټولو زيات عمر لرونکې پوهانو له ډلې څخه وه، چې له ۱۰۴ کالونو څخه زيات ژوند يې وکړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې[سمول]

Inge Lehmann د کوپنهاګن په يوه برخه (Østerbro) کې پيدا او لويه شوه. د يو کوچني په توګه ډېره شرمېدونکې وه، چې دې چلند يې د عمر تر پايه دوام وکړ. مور يې Ida Sophia Torsleff يوه د کور مېرمن او پلار يې Alfred George Ludvik Lehmann (۱۹۲۱ – ۱۸۵۸) يوه ازمايښتي ټولنپوه و.

نوموړې د ښوونځي زده کړې په (Fællesskolen) کې تر لاسه کړې. ياد ښوونځی په پيداګوژيک ډول يو پر مخ تلونکی عالي ښوونځی و، چې له نجونو او هلکانو سره يې يو ډول چلند کاوه او دواړه يې په ورته نصابي او غير نصابي فعاليتونو کې شاملول. د Niels Bohr ترور Hanna Adler د ذکر شوي ښوونځي مشره وه. د لمان د وينا له مخې چې پلار يې او Adler د نوموړې په معنوي پرمختګ کې د پام وړ اغېزناک شخصيتونه وو. [۱۴][۱۵]

لمان د ۱۸ کلنۍ په عمر کوپنهاګن پوهنتون ته د داخلېدلو په ازموينه کې لومړۍ درجه نمرې تر لاسه کړې. په ۱۹۰۷ کې يې په کوپنهاګن او کمبريج پوهنتونونو کې د رياضياتو، کيميا او فزيک په برخو کې زده کړې پيل کړې، مګر روغتيايي ستونزې يې د زده کړو خنډ وې. په Newnham College کې يې له ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۱۱ پورې په رياضياتو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په ۱۹۱۱ کې د کاري ستړيا له امله له کمبريج څخه راوګرځېده او د يو څه مودې لپاره يې زده کړې ونه کړې. تر هغه چې نوموړې په ۱۹۱۸ کال په کوپنهاګن پوهنتون کې بېرته خپلې زده کړې پيلولې، د څو کالونو لپاره يې د احصائيې په يو دفتر کې د کار کولو له مخې يې خپل غوره محاسبوي مهارتونه غښتلي کړل. په دوه کالونو کې يې د فزيکي پوهې او رياضياتو په څانګو کې د نوماند magisterii درجه بشپړه او په ۱۹۲۰ کې فارغه شوه. کله چې په ۱۹۲۳ کې بېرته ډنمارک ته واپس شوه، په کوپنهاګن پوهنتون کې د احصايې پوهې د پروفيسور J. F. Steffensen د مرستيالې په توګه يې دنده ومنله. [۱۶]

لمان د Harriet په نوم يوه کوچنۍ خور لرله، چې د فلم ليکواله شوه او د لمان خلاف يې کورنۍ او کوچنيان لرل. د يادونې ده چې Lehmann د خپلې ځوانۍ ټول ژوند ځانته تېر کړ. [۱۷][۱۸][۱۹]

مسلک[سمول]

په ۱۹۲۵ کې د زلزله پوهنې په برخه کې د Lehmann د مسلک هغه مهال پيل شو، چې نوموړې د مساحت متخصص Niels Erik Norlund مرستياله شوه. نوموړې له درې نورو هغو مرستيالانو سره جوړه شوه، چې له دې مخکې يې د زلزلې نقشه جوړولو په اړه هيڅکله نه و کتلي. په ډنمارک او ګرينلېنډ کې يې د زلزليز کتنځايونو د برابرولو دنده پيل کړه. نوموړې د زلزله پوهنې په برخه کې له مشرانو متخصصينو سره د درې مياشتو لپاره له هېواده د باندې لاړه. د يادو مشرانو له ډلې څخه يو هم Beno Guternberg و، چې د ننۍ منل شوې اندازې په ۱۵ کېلومترو کې يې د نه سوځېدونکې هستې تر بريد پورې واټن مشخص کړی و.

په زلزله پوهنه کې د نوموړې د زده کړو پر بنسټ يې په ۱۹۲۸ کې د مساحت پوهه کې د ماسټرۍ برابر د magister scientiarum درجه تر لاسه کړه او د دولتي مساحت پوه او د ډنمارک مساحتي انسټيټيوټ (Geodetical Institute of Denmark مشري يې Norlund کوله) کې د زلزله پوهې د څانګې امرې په توګه دنده ومنله. Lehmann د اروپايي seismographic کتنځايونو څخه د اندازې اخيستنو نظم او شننې ودې ورکولو او همدارنګه نورو زياتو هڅو ته پام شو. دا پرمختګونه د نوموړې د وروستيو موندنو په زړه کې پراته دي. [۲۰][۲۱]

د P’ (1936) تر سرليک لاندې يوه مقاله کې لمان د P څپې د رسېدنو لومړنۍ ژباړنه وه، چې له دننۍ هستې (لکه د ۱۹۲۹ Murchison پياوړې زلزلې څخه) څخه د انعکاساتو په توګه د ځمکې د هستې د P څپې په سيوري کې په ناڅرګند ډول ښکاره شو.د وخت نورو مشرانو زلزله پوهانو لکه Beno Gutenberg, Charles Richter او Harold Jeffreys په دوه يا درې کالونو کې دننه د نوموړې تعبير ومنه، مګر د کمپيوټري محاسبو په واسطه په سم ډول د ښودنې په موخه يې د ژباړې لپاره تر ۱۹۷۱ کال پورې وخت ونيو. Lehmann په خپل کار کې د پام وړ حساسه وه او په دويم نړيوال جنګ کيې د ډنمارک د جرمني نيونه پر مهال نړيوالې اړيکې لرلې. نوموړې په ۱۹۴۰ او ۱۹۴۴ کالونو کې په ترتيب سره د ډنمارک د ځمکې فزيکي ټولنې د رئيسې په توګه خدمت وکړ. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لمان په ۱۹۵۲ کې د کوپنهاګن پوهنتون د ځمکې فزیک په څانګه کې د تخصص لپاره په پام کې نيول شوې وه، مګر ونه ټاکل شوه. په ۱۹۵۳ کې د Geodetic Institute کې له خپلې دندې تقاعد شوه. د څو کالونو لپاره متحده ايالتونو ته لاړه او له Maurice Ewing او Frank Press سره يې د ځمکې د پوښ او پورتنۍ نه سوځېدونکې برخې د پلټنو برخه کې مرسته وکړه. نوموړې د دې کار پر مهال يو بل زلزليز نه پرله پسې والی وموند، د ۱۹۰ او ۲۵۰ کېلومتر تر منځ ژوروالي کې د زلزليزو څپو په چټکتياوو کې د يو پړاو بدلون؟ زياتوالی دی. ياده موندنه له هغې څخه وروسته [مړينې څخه وروسته] د «لمان نه پرله پسې والي» ونومول شوه. Francis Birch يادونه وکړه چې د لمان نه پرله پسې والی د يو تورپوستي هنر د يو ښوونکي له خوا د زلزليز ثبتونو د سمې کره کتنې له مخې موندل شوه و، چې د کمپيوټري کولو هيڅ اندازه يې بشپړ ځايناستی نه شي کېدلی.

انعامونه او سرلوړي[سمول]

Lehmann د خپلو غوره علمي لاسته راوړنو لپاره زياتې سرلوړۍ او ستاينې تر لاسه کړې، چې له منځه يې په ۱۹۶۰ کې د Gordon Wood Award، په ۱۹۶۴ کې Emil Wiechert Medal، په ۱۹۶۵ کې د پوهې او ليکونو د ډنمارکي شاهي ټولنې سرو زرو انعام، په ۱۹۳۸ او ۱۹۶۷ کې Tagea Brandt Rejselegat، په ۱۹۶۹ کې د شاهي ټولنې د يوې ملګرې [غړې] په توګه د نوموړې ټاکنه، د لومړۍ ښځې په توګه په ۱۹۷۱ کې د Willial Bowie Medal او په ۱۹۷۷ کې د امريکا د زلزله پېژندنې ټولنې انعام دی. په ۱۹۶۴ کې د کولمبيا پوهنتون او په ۱۹۶۸ کې د کوپنهاګن پوهنتون له لوري د افتخاري دوکتورا او همدارنګه ګڼو افتخاري غړيتوبونو سره ستايل شوې وه. [۲۶]

اسماني وړه سياره 5632 Ingelehmann د نوموړې په وياړ نومول شوې وه او په ۲۰۱۵ کې (چې په ډنمارک کې د ښځو د رايې حق غوښتلو ۱۰۰ کاليزه وه) Lehmann د شلمې پېړۍ په نيمايي کې په ډنمارک کې د شته سړي واک څېړنې ټولنې پر وړاندې د خپلې سترې هڅې په وياړ انعام تر لاسه کړ، چې د يوې نوې حشرې نوعې له هغې وروسته (Globicornis (Hadrotoma) ingelehmannae sp. n., Jiří Háva & Anders Leth Damgaard, 2015) ونومول شوې. [۲۷]

جيولوژيکي پوهې سره د نوموړې د مرستې له امله American Geophysical Union [د امريکا د ځمکې فزيک ټولنې] د ځمکې د نه سوځېدونکې برخې او هستې په جوړښت، ترکيب او حرکتونو باندې د پوهېدنې په برخه کې د غوره مرستو په وياړ کلنی Inge Lehmann Medal جوړ کړ. [۲۸][۲۹][۳۰]

د نوموړې د زوکړې په ۱۲۷ کال، ګوګل خپل نړيوال Google Doodle Lehmann ته ډالۍ کړ. [۳۱][۳۲][۳۳]

په ۲۰۱۷ کوپنهاګن کې پر Frue Plades باندې لمان ته ډالۍ يو نوی يادګار ودرول شو. څلی يا يادګار د Elizabeth Toubro له لوري طرحه شوی دی. [۳۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.physics.ucla.edu/~cwp/articles/bolt.html
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Inge-Lehmann — subject named as: Inge Lehmann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Inge Lehmann — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=17261 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lehmann-inge — subject named as: Inge Lehmann — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Dansk Biografisk Leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=8341&url_prefix=https://biografiskleksikon.lex.dk/&id=Inge_Lehmann — subject named as: Inge Lehmann — سرليک: Dansk Biografisk Lexikon
  6. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=35888 — subject named as: Inge Lehmann — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. سرليک: Inge Lehmann — ورځپاڼه: 47 — پاڼه: 61-61 — اعداد: 1 — نشرونه لخوا د: Physics Today — https://dx.doi.org/10.1063/1.2808386
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 2 — پاڼه: 766 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  9. Buffett, Bruce (2013-11-01). "Earth's enigmatic inner core". Physics Today. 66 (11): 37–41. doi:10.1063/PT.3.2178. ISSN 0031-9228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Inge Lehmann: Discoverer of the Earth's Inner Core". American Museum of Natural History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Inge Lehmann – Biography, Facts and Pictures". Famous Scientists. The Art of Genius. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Lehmann; Inge (1888–1993)". The Royal Society: Past Fellows. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bolt, Bruce A. (January 1994). "Inge Lehmann". Physics Today. 47 (1): 61. Bibcode:1994PhT....47a..61B. doi:10.1063/1.2808386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "WiP: Herstory: Spotlight Scientist: Inge Lehmann". Purdue University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Knopoff, Leon. "Lehmann, Inge". UCLA. Archived from the original on ۱۸ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  16. Stomberg, Joseph (May 13, 2015). "How Inge Lehmann usedearthquakes to discoverthe Earth'sinner core". Vox. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Lehmann had a younger sister, Harriet, who became an actress and who had family and children in contrast to Lehmann, who lived by herself all her life; from google (Inge Lehmann married) result 2". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "She sacrificed marriage and family for her career, since women at that time could almost never have both; from google (Inge Lehmann married) result 1". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "She had not married and had no children; from google (Inge Lehmann married) result 3". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Maiken, Lolck (2008). ""Lehmann, Inge." Complete Dictionary of Scientific Biography". Gale Virtual Reference Library. Vol. 22: Gale. د کتاب پاڼي 232–236. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)[مړه لينکونه]
  21. "Inge Lehmann". Famous Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lehmann, I. (1936): P', Publications du Bureau Central Seismologique International, Série A, Travaux Scientifique, 14, 87–115.
  23. Martina Kölbl-Ebert (December 2001). "Inge Lehmann's paper: " P' " (1936)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bolt, Bruce A. (1987). "50 years of studies on the inner core". EOS. 68 (6): 73, 80–81. Bibcode:1987EOSTr..68Q..73B. doi:10.1029/EO068i006p00073-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dahlmann, Jan (23 January 2005). "Inge Lehmann og Jordens kerne" [Inge Lehmann and the core of the Earth]. Ingeniøren (په ډېنمارکي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Fellowship of the Royal Society". Royal Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "A New Species of Globicornis (Hadrotoma) (Coleoptera, Dermestidae, Megatominae) From Baltic Amber". amber-inclusions.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Inge Lehmann". Famous Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Inge Lehmann Medal". American Geophysical Union. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Inge Lehmann". Encyclopedia.com. 
  31. (په 12 May 2015 باندې). Inge Lehmann's 127th Birthday: Pioneering seismologist celebrated by Google Doodle. The Independent.
  32. Kevin McSpadden (13 May 2015). "New Google Doodle Honors Pioneering Seismologist Inge Lehmann". Time. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Inge Lehmann's 127th Birthday". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Skulptur på Frue Plads i København er et minidrys feministisk retfærdighed". Politiken (په ډېنمارکي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)