زلزله ‌پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د Seismology (زلزله‌پوهنه) ګړنه، له لرغونې یوناني ژبې څخه اخېستل شوې ده، چې σεισμός (یا seismós) د «زلزلې» او - λογία (یا - logía) د «مطالعې» معنی لري. زلزله‌پوهنه د ځمکې او یا نورو سیاره‌ډوله جِرمونو دننه د زلزلو او د ارتجاعي څپو د خپرېدنې علمي مطالعه ده. د دغه علم په محدوده کې د سونامي په څېر د زلزلې چاپېریالي اغېزو او د زلزلې د بېلابېلو سرچینو مطالعه هم شامله ده؛ د زلزلې د رامنځ‌‌ته کېدو سرچینې کېدای شي، د ولکانیکي، تکتونیکي، کنګلینې، سیندي، سمندري او اټموسفیري بهیرونو په څېر طبیعي پېښې او یا هم د چاودنو په شان خپل‌لاسي پېښې وي. د مطالعې یوه اړونده څانګه چې له جیولوجي څخه په ګټې‌اخېستنې سره د تېرو رامنځ‌ ته شوو زلزلو په اړه معلومات راغونډوي، د پالیوسیسمولوجي په نامه یادېږي. د ځمکې د خوځښتونو ثبتول، د وخت د تابع په توګه، د سیسموګرام په نامه یادېږي. زلزله‌پوه، هغه ساینس‌پوه ته ویل کېږي، چې د زلزله‌پوهنې اړوند څېړنې ترسره کوي.  

مخینه[سمول]

زلزلو ته د علمي لېوالتیا مخینه کېدای شي، لرغونې دورې ته ورسېږي. د زلزلو د طبیعي لاملونو په اړه لومړني قیاسونه د تالِس (چې کابو ۵۸۵ کاله مخکې تر میلاده په مېلټوس ښار کې اوسېده)، اناکسیمن (چې نږدې ۵۵۰ کاله مخکې تر میلاده په ورته ښار کې اوسېده)، ارسطو (لږ تر لږه ۳۴۰ کاله مخکې تر میلاده) او د ژانګ هېنګ (۱۳۲ ز) په لیکنو کې د موندلو وړ دي.

په ۱۳۲ ز کال کې، د چین د هان له کورنۍ نه ژانګ هېنګ د لومړي ځل لپاره سیسموسکوپ جوړ کړ. [۱][۲][۳]

په اوولسمې پېړۍ کې، اتاناسیوس کرچر استدلال وکړ چې، زلزلې د ځمکې دننه د کانالونو په یوه سیسټم کې د اور د حرکت له امله رامنځ‌ته کېږي. مارټین لیستر (۱۶۳۸ تر ۱۷۱۲ ز) او نیکولاس لمري (۱۶۴۵ تر ۱۷۱۵ ز) داسې نظریه وړاندې کړه چې، ګواکې زلزلې د ځمکې دننه د کېمیاوي چاودنو پر مټ رامنځ‌ته کېږي. [۴]

په ۱۷۵۵ ز کال کې د لیسبون ښار زلزلې او په اروپا کې د ساینس عمومي غوړېدنې سره هم‌‌مهاله، د زلزلې پر چلند او لاملونو باندې د پوهېدو په موخه ساینسي هڅې لا ګړندۍ کړې. لومړني ځوابونه د جان بېویس (۱۷۵۷ ز) او جان میشل (۱۷۶۱ ز) څېړنو کې د موندلو وړ دي. میشل جوته کړه چې د زلزلې د رامنځ‌ ته کېدو سرچینه د ځمکې دننه ده او هغه د داسې یوه حرکت څپې دي، چې د ځمکې سطحې په څو مایلي ژوروالي کې د لویو ډبرو د بې‌ځایه کېدو یا خوځېدو په پایله کې رامنځ‌ته کېږي. [۵]

له ۱۸۵۷ ز راهیسې، رابرټ مالټ د اوزاري د زلزله‌ دپوهنې بنسټ کېښود او د چاودېدونکو توکو په کارولو سره یې سیسمولوجیکي ازمایښتونه ترسره کړل. هغه د «seismology» ګړنې، د رامنځ‌ته کولو پازوال هم دی. [۶]

په ۱۸۹۷ ز کې د امیل ویچرټ تیوریکي محاسبې هغه دې پایلې ته ورساوه چې، د ځمکې دننۍ برخه (منټل) له سیلیکاټونو څخه د اوسپنې د یوې هستې پر چاپېره جوړه شوې ده.[۷]

په ۱۹۰۶ ز کې ریچارډ ډیکسون اولدهام سیسموګرامونو کې په جلا، جلا توګه، د P-‌‌څپو، S-‌‌څپو او سطحي څپو راتګ ته ځیر شو او لومړنۍ ښکاره نښې یې وموندلې چې ځمکه یوه مرکزي هسته لري. [۸]

په ۱۹۰۹ ز کې انډریا موهوروویچیچ، د نومهالې زلزله‌پوهنې بنسټ‌اېښودونکی، د «موهوروویچیچ ناپیوستون» وموند او بیان کړ، چې په ټولیزه توګه د «موهو ناپیوستون» او یا په لنډه بڼه د «موهو»په نامه یادېږي او د ځمکې د باندني قشر او منټل تر منځ پولې ته ویل کېږي. دغه ناپیوستون د بېلابېلو تراکم‌ لرونکو ډبرو په منځ کې د سیسمولوژیکي څپو د تېرېدو پر مهال د نوموړو څپو په سرعت کې د ځانګړي بدلون له لارې تعریفېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۱۰ ز کې، د سان‌ فرانسیسکو د ۱۹۰۶ ز کال اپریل میاشتې زلزلې له شننې وروسته، هري فیلدېنګ ريډ د «ارتجاعي بېرته راګرځېدنې تیوري» وړاندې کړه، چې د نومهالو تکتونیکي څېړنو لپاره د یوې بنسټیزې پېلامې په توګه پاتې شوه. د دې تیوري پراختیا د ارتجاعي توکو پر فعالیت او ریاضیاتو کې د پام‌وړ جلا مطالعاتو بهیر پورې تړاو درلود.[۱۴]

په ۱۹۲۶ زېږدیز کې هارولډ جفرېس د زلزلو څپو په هکله د خپلو څېړنو پر بنسټ، د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې د ځمکې د منټل تر لاندې د ځمکې هسته اوبلنه (مایع) ده.[۱۵]

په ۱۹۳۷ زېږدیز کې اِنګې لِهمن څرګنده کړه چې د ځمکې د بهرنۍ اوبلنې هستې په منځ کې دننۍ کلکه (جامده) هسته شتون لري.[۱۶]

د ۱۹۶۰ز لسېزې په اوږدو کې د ځمکې ساینس تر هغې کچې وده وکړه چې د خوځنده پېښو او جیوډېتیکي حرکتونو د هراړخیزو تیوریو له یوځای کېدو څخه د پلېټ تکتونیک په اړه یوه بشپړه جوته شوې تیوري رامنځ‌ته شي.

د زلزلې څپو بڼې[سمول]

د زلزلې څپې ارتجاعي څپې دي چې په کلکو یا اوبلنو جسمونو کې خپرېږي. کولای شو په درې بڼو یې ووېشو: دننۍ څپې، چې د مادي چاپېریال (جسم) په منځ کې د خپرېدو په حال کې دي. سطحي څپې، چې د جسم پر سطح یا د هغوی د ګډ فصل په اوږدو کې خپرېږي. عادي موډ، چې د ولاړو څپو یوه بڼه ده.

دننۍ څپې[سمول]

دننۍ څپې پر دوه ډوله دي: خجیزې (فشاري) یا لومړنۍ څپې (P-څپې) او غوڅوونکې یا ثانوي څپې (S-څپې). P-‌څپې طولي څپې دي او د حرکت لوري په اوږدو کې د راټولېدنې او پراخېدنې (انقباض او انبساط) لامل ګرځي. لکه څرنګه چې دغه څپې په کلکو توکو کې تر ټولو ګړندی حرکت لري، نو په سیسموګرام کې تر ټولو دمخه راڅرګندېږي. S-‌څپې غوڅوونکې څپې دي، چې د حرکت لوری یې د خپرېدو پر لور عمود پروت دي. S-‌څپې د P-‌څپو په پرتله په کراره خپرېږي، نو له‌ دې امله له P-‌څپو څخه وروسته پر سیسموګرام راڅرګندېږي. اوبلن مواد، د غوڅولو ټیټې وړتیا له امله، ارتجاعي څپې پیاوړې کولای نه‌شي، نو ځکه S-‌څپې یوازې په کلک مادي چاپېریال کې خپرېږي. [۱۷]

سطحي څپې[سمول]

سطحي څپې، د ځمکې سطحې ته د P- او S-‌څپو د رارسېدو په پایله کې رامنځ‌ته کېږي. دغه څپې، تیتې څپې دي، په‌دې معنی چې د بېلابېلو فریکونسیو لرونکو څپې بېلابېل سرعتونه لري. رېلي څپې (چې انقباضي او غوڅوونکی حرکتونه لري) او لَف څپې (چې په بشپړه توګه غوڅوونکې دي) د سطحي څپو دوه مهمې بڼې ګڼل کېږي. لف څپې، د ځمکې سطحې ته د قطبي شوو S-‌څپو د رارسېدو په پایله کې رامنځ‌ته کېږي او یوازې هغه وخت شتون لري چې په یوه کلک مادي چاپېریال کې د ژوروالي سره په تړاو په ارتجاعي ځانګړتیاوو کې کوم بدلون رامنځ‌ته شوی وي؛ دغه حالت تل د زلزله‌پوهنې په کارونه کې شتون لري. له هغه ځایه چې سطحي څپې، د ځمکې سطحې ته د رسېدو لپاره، د غیرمستقیمو لارو په اوږدو کې حرکت کوي، نو د P-‌څپو او S-‌څپو په پرتله په کراره خپرېږي. څرنګه چې دغه څپې، د ځمکې پر مخ خپرېږي، نو د دننیو څپو په پرتله په ځنډ سره انرژي له لاسه ورکوي (1/distance2 د 1/distance3 پر وړاندې)، له همدې امله سطحي څپې د دننیو څپو په پرتله ځمکه لا پیاوړې لړزوي او په پایله کې د لومړنیو سطحي څپو سېګنالونه، د زلزلو په سیسموګرامونو کې تر ټولو لوی څرګندېږي. د کم‌ژورو زلزلو او یا سطحې ته نږدې چاودونو په څېر پېښو کې، که چېرې د سطحي څپو سرچینه سطحې ته نږدې وي، نو زورورې سطحي څپې راپارېږي، خو که چېرې سرچینه ډېره ژوره وي، سطحي څپې کمزوره دي. [۱۷]

عادي موډ[سمول]

دننۍ او سطحي څپې دواړه خپرېدونکې څپې دي، سره له‌ دې، سترې او پياوړې زلزلې کېدای شي ټوله ځمکه د یوه انګازور زنګ په څېر «وکړنګوي». دغه «کړنګونه» د یو لړ داسې نورمال موډونو له یوځای کېدو رامنځ‌ته کېږي، چې جلا فریکونسۍ او بېلابېل پریوډونه (کابو یو ساعت یا لا لنډ) ولري. د یوې خورا پیاوړې زلزلې له امله د نورمال موډ رامنځ‌ته شوی حرکت کېدای شي، له پېښېدو څخه تر یوې میاشتې وروسته پورې وکتل شي. د نورمال موډونو لومړنۍ کتنې، د ۱۹۶۰ز لسیزې کې ترسره شوې، په دغو کلونو کې د لوړ دقت‌ لرونکو وسایلو راتګ د شلمې پېړۍ دوو سترو زلزلو (والډیویا کې د ۱۹۶۰ز او آلاسکا کې د ۱۹۶۴ز کال زلزله) له رامنځ‌ته کېدو سره هم‌مهاله ؤ. له هغه وخت راهیسې، د ځمکې عادي موډونو د دغې سیارې پر ژور او پېچلې جوړښت باندې د پوهېدو په لار کې ستر خنډونه رامنځ‌ته کړي دي.[۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. Needham, Joseph (1959). Science and Civilization in China, Volume 3: Mathematics and the Sciences of the Heavens and the Earth. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 626–635. Bibcode:1959scc3.book.....N. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dewey, James; Byerly, Perry (February 1969). "The early history of seismometry (to 1900)". Bulletin of the Seismological Society of America. 59 (1): 183–227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Agnew, Duncan Carr (2002). "History of seismology". International Handbook of Earthquake and Engineering Seismology. 81A: 3–11. doi:10.1016/S0074-6142(02)80203-0. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780124406520. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Udías, Agustín; Arroyo, Alfonso López (2008). "The Lisbon earthquake of 1755 in Spanish contemporary authors". In Mendes-Victor, Luiz A.; Oliveira, Carlos Sousa; Azevedo, João; Ribeiro, Antonio (المحررون). The 1755 Lisbon earthquake: revisited. Springer. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402086090. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Member of the Royal Academy of Berlin (2012). The History and Philosophy of Earthquakes Accompanied by John Michell's 'conjectures Concerning the Cause, and Observations upon the Ph'nomena of Earthquakes'. Cambridge Univ Pr. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108059909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Society, The Royal (2005-01-22). "Robert Mallet and the 'Great Neapolitan earthquake' of 1857". Notes and Records (په انګلیسي ژبه کي). 59 (1): 45–64. doi:10.1098/rsnr.2004.0076. ISSN 0035-9149. S2CID 71003016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Barckhausen, Udo; Rudloff, Alexander (14 February 2012). "Earthquake on a stamp: Emil Wiechert honored". Eos, Transactions American Geophysical Union. 93 (7): 67. Bibcode:2012EOSTr..93...67B. doi:10.1029/2012eo070002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Oldham, Richard Dixon". Complete Dictionary of Scientific Biography 10. (2008). Charles Scribner's Sons. 
  9. "Andrya (Andrija) Mohorovicic". Penn State. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Mohorovičić, Andrija". Encyclopedia.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Andrija Mohorovičić (1857–1936)—On the occasion of the 150th anniversary of his birth". seismosoc.org. مؤرشف من الأصل في ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Andrew McLeish (1992). Geological science (الطبعة 2nd). Thomas Nelson & Sons. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-17-448221-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rudnick, R. L.; Gao, S. (2003-01-01), Holland, Heinrich D.; Turekian, Karl K. (المحررون), "3.01 – Composition of the Continental Crust", Treatise on Geochemistry, Pergamon, 3: 659, Bibcode:2003TrGeo...3....1R, doi:10.1016/b0-08-043751-6/03016-4, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-043751-4, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Reid's Elastic Rebound Theory". 1906 Earthquake. United States Geological Survey. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jeffreys, Harold (1926-06-01). "On the Amplitudes of Bodily Seismic Waues". Geophysical Journal International (په انګلیسي ژبه کي). 1: 334–348. Bibcode:1926GeoJ....1..334J. doi:10.1111/j.1365-246X.1926.tb05381.x. ISSN 1365-246X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hjortenberg, Eric (December 2009). "Inge Lehmann's work materials and seismological epistolary archive". Annals of Geophysics. 52 (6). doi:10.4401/ag-4625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Gubbins 1990