ايره (سوځول شوی لرګی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو سړی په 2014 کې په سایټ کې له اور لګېدو وروسته ایرې له مینځه وړي.

ايره (په انګليسي ژبه : Ash) هغه موادو ته وايي چې د یو څه له سوځولو څخه ترلاسه کیږي، په ځانګړې توګه د لرګیو په شکل کې. که څه هم د اور د نوم په اورېدو زمونږ ذهن ته لرګي راځي، خو د هر شي سوځول کولی شي ايره جوړه کړي. ډېری وختونه کورونه د اور اخیستو وروسته د خښتو ټوټې د جامو او نور کورني توکي په ايرو بدليږي.

په ځینو مذهبونو کې، د انسانانو جسدونه د ښخولو پر ځای سوځول کیږي. په دې توګه د انسان بدن په ایرو بدل شي. دا طریقه په ځانګړې توګه په هندویزم ، بودایزم ، جاینیزم او نورو کې ډېره ليدل کيږي، ډېری ملحدین ورته طریقه تعقیبوي. د کیوبا پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو هم وسوځول شو. تر دې وړاندې اور د لرګیو په سوځولو سره ترسره کېده. خو اوسمهال د انساني جسد د سوځولو لپاره له عصري او نوې ټېکنالوژۍ نه ګټه پورته کيږي او انساني جسد په برېښنايي بخاريو يا کريميټوريم طريقو سره سوځول کيږي.

ايره په ورځني ژوند کې نورې ډېرې ګټې لري. د لرګي ايره ډېری وختونه د لوښو مینځلو لپاره هم کارول کيږي ، په همدې توګه، ایرې د لرګیو په نغري او تنور کې مخکې له مخکې ساتل کیږي ترڅو د اورو په بلولو کې مرسته وکړي.

نور وګوره[سمول]

حوالې[سمول]