کيوبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کیوبا نه مخ گرځېدلی)
بيرغ A shield in front of a fasces crowned by the Phrygian Cap, all supported by an oak branch and a laurel wreath نښان
Location of  کیوبا  (green)
Location of  کیوبا  (green)
نخشه
موقعيت
Location of  کیوبا  (green)
حکومت
 -  President Raúl Castro
 -  First Vice President Miguel Díaz-Canel
 -  President of the National Assembly Esteban Lazo Hernández
Legislature National Assembly of People's Power
جوړښت
 -  Declaration of Independence 10 October 1868 
 -  War of Independence 24 February 1895 
 -  Recognized (handed over from Spain to the United States) 10 December 1898 
 -  Republic declared (independence from United States) 20 May 1902 
 -  Cuban Revolution 26 July 1953 – 1 January 1959 
 -  Current constitution 24 February 1976 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱۰۹٬۸۸۴ کيلومتر2 (104th)

۴۲٬۴۲۶ sq mi 

 -  اوبه (%) 0.94
د وگړو شمېر
 -  2016 census 11,239,224 (81st)
 -  گڼه گونه 102.3/km2 (106th)

۲۶۴٫۹/sq mi

نا خالص داخلي تولید (PPP) 2015 اټکل
 -  ټولټال US$ 254.865 billion 
 -  پر کس US$ 22,237 (2015) 
GDP (nominal) 2016 اټکل
 -  ټولټال US$ 89.689 billion (65th)
 -  پر کس US$ 7,815 (77th)
Gini (2000) 38.0 
بشري پرمختيا (2015) 0.775 (68th)
د وخت سيمه (UTC−5)
 -  اوړی (DST) CDT (UTC−4)
د موټر چلولو سمت right
د انټرنټ مخکښ شپول .cu
پيل گڼ +53

کیوبا هیواد د لویدیځو طول البلدونو د ۷۴ او۹۴ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۲۰ او ۲۴ درجو په منځ کې موقعیت لري.

پراخوالی يې ۴۲۶۳۸ میله مربعو ته رسېږي چې له دې پلوه د نړۍ ۱۰۶م لوی هېواد ګڼل کېږي. کیوبا له څلورو خواوو څخه کارابین سمندرګي کلابند کړی او له هېڅ هېواد سره د وچېګډه پوله نه لري. خو شمال لور ته يې تر ټولو نږدې ګاونډی د امریکا د فلوریډا ايالت دی چې له کیوبا څخه ۱۵۰ کيلومتره واټن لري. جنوب لور ته يې بيا تر ټولو نږدې ګاونډی جامیکا او ختیځ ته يې هایټي هېواد دی. د کیوبا د بر يا عرض د کموالي له امله چې په ځینو ځایونو کې یوازې ۳۲ کيلومتره دی، د دغه هېواد د تودوخې د درجې توپير ډېر کم دی. په ټوله کې د دغه هېواد ژمی ملايم او دوبی يې بيا ډېر تود وي. د کيوبا پلازمېنه د هاوانا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څه باندې ۱۱ ميليونو تنو ته رسېږي. په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۰۰ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۷۷ سلنه اوسېدونکي يې ښار مېشتي او ۲۲ سلنه يې بيا کليوال دي. په کيوبا کې د ژوند تمه په منځنۍ توګه ۷۹ کاله ده او هره مېرمن پکې په منځني ډول د عمر تر پايه دوه ماشومان زيږوي. د کيوبا ۶۴ سلنه اوسېدونکي د سپين نژاد، ۲۶ سلنه يې د مستيزو او پاتې نور يې بيا د مختلفو نورو نژادونو درلودونکي دي. له مذهبي پلوه يې ۸۵ سلنه اوسېدونکي د رومن کاتولیکاو پاتې ۱۵ سلنه نور بيا يهودان او د نورو دينونو پيروان دي. د کيوبا رسمي ژبه هسپانوي او ليک يې لاتين دی. کیوبا ۱۴ ولایتونه او یوه ځانکړې ښاروالي لري. سانتیاګو دي کوبا، کاماکوی، اولکین،ګوانتانامو،سانتاګلارا،لاس توناس او ارویو نارانیو يې لوی او مشهور ښارونه دي. د کیوبا اساسي قانون په کال ۱۹۰۱ کې جوړ شوی چې په ۱۹۴۰، ۱۹۵۹، ۱۹۷۶، ۱۹۹۲ او ۲۰۰۲ کال کې پرې بيا کتنې شوې دي. په دغه هېواد کې د ۱۹۵۹کال د اساسي قانون پر بنسټ سوسیالېستي نظام ټینک شو چې تر اوسه هم ادامه لري. د کیوبا د دولتي شورا رییس او د هغه لومړی مرستیال د ولسي جرګې له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي او څو ځلې کار کولای شي. وزیران يې بيا د دولتي شورا د مشر په غوښتنه د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي. که چېرې د کیوبا د ولسي جرګې غړيپه رخصتۍ کې وي د دولتي شورا ۳۱ غړي د ولسي جرګېپه استازیتوب دادنده سرته رسوي. د کیوبا د خلکو ځواک (ولسي جرګه) ۶۰۹ غړی لري چې ټول د خلکو له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوی. په کیوبا کې د رایو ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی او د رايې ورکړه د قانوني حق په توګه په رسميت پېژندل شوې ده. د کیوبا حقوقي نظام پرهسپانوي قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه يې بيا د هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر، یو مرستیالاو ۴۱ قاضیانلري. د دې محکمې ټول قاضيان د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي. کمونېست ګوند د کيوبا تر ټولو مشهور او مخکښ ګوند دی. د کیوبا دولت ډېره هڅه کوي چې د سیاسي واکمنۍ او دولتي اقتصاد د کمزوري کېدو تر منځ ماتېدونکی بیلانس وساتي. د کیوبا کمونېست ګوند د ۲۰۱۱ کال په اپرېل کې له دیارلسو کلونو څخه وروسته کنگره دايره کړه او پرېکړه وشوه چې د هېواد په اقتصادي تګلارو او جوړښتونو کې ژور او بنسټیز بدلونونه راولي. له هغه وروسته دولت په ورو اقتصادي اصلاحاتو لاس پورې کړ، خلکو ته یې اجازه ورکړه چې برېښنایې وسایل، موبایل ټليفونونه او زاړه موټر اخيستلی او پلورلی شي او دغه راز کولی شي چې په هوټلونو کې و اوسي. په کيوبا کې د اقتصادي اصلاحاتو له پيل سره سمنږدې ۵۰۰ زرو کسانو شخصي کاروبارونه پيل کړل، چې ډېر فوکس يې د جايدادونو او موټرو پر پېر او پلور و. په ټولهکې د شوروي اتحاد د شتون په موده کې د کيوبا اقتصادي وضعيت ډېر ښه و، خو کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، نو فيډل کاسټرو او کيوبا له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ شول. له همدې کبله يې له خپل اساسي قانون څخه هغه مواد او احکام حذف کړل چې پر اقتصاد يې د دولت پر انحصار ټينګار کاوه.

سیمه ییز سیاست[سمول]

کيوبا په ۱۹۹۵ زېږديز کال کې د سيلانيانو د جلب او ګرځندوی صنعت د پياوړي کولو په موخه په دې برخه کې د خدماتي ادارو پر تقويه کولو ۲۵۰ ميليونه ډالره پانګونه وکړه. پر دې سربېره، ونزويلا له ۲۰۰۰ زېږدیز کال راهيسې هره ورځ په زرګونو بېرله تېل کيوبا ته په ارزانه بيه ورکوي او ۸۰ زره کيوبايانو ته يې په خپله خاوره کې د کار زمينه برابره کړې ده. امریکا له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې پر کيوبا د اقتصادي بنديزونو تګلاره پلې کوله چې په ۲۰۱۵ کال کې یې دغه تګلاره يو څه نرمه کړه. د امريکا دې تګلارې کيوبا ته جدي ستونزې جوړې کړې وې خو تمه ده چې تر دې وروسته به ښه اقتصادي وده تجربه کړي. د کيوبا د ناخالص کورني توليد کلنی ارزښت ۱۳۰ ميليارده ډالره دی چې دغه ارزښت کال تر بله دوه سلنه وده تجربه کوي. د سړي سر کلنی عاید یې ۷۸۱۵ ډالره دی چې لا هم ډېرېدو ته اړتيا لري. د کيوبا د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې ۴ سلنه ونډه د کرنې، ۱۵ سلنه د صنعت او پاتې بيا د خدماتو ده.

ایداري ویش[سمول]

تولیدات[سمول]

دغه هېواد د پنځو ميليونو په شاوخوا کې د کار بشري ځواک لري، چې څلور سلنه يې وزګار دي. په بودجه کې يې هر کال دوه ميليارده ډالره عوايد او ۱.۹۹ ميليارده ډالره لګښتونه شامل وي. بوره، پولاداو پولاديمحصولات،اوسپنه، نکل، د تېلو چاڼ، نفتيمحصولات، سيمنټ، موزایک او نور ساختماني مواد، کرنیز ماشینونه او وسایل، کیمیاوي توکي، سره، دارو درمل، ټایرونه او ټوکران، تنباکو او سيګرېټ، برېښنا،استهلاکي توکي لکه بوټان،جامې او نور طبي وسایل د کيوبا مهم صنعتي توليدات دي. د دغه هېواد ۲۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۴ سلنه غیر خالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.لرګي، جوار، کچالو، قهوه، ږدن، تنباکو، کېلې، انګور او نورې مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېوادد کرنې او مالدارۍ سکټور مهممحصولات دي.

ځنګلونه[سمول]

د کیوبا نږدې څلورمه برخه خاوره ځنګلونو نيولې دهچې قېمتي لرګي هم لري.له دغو ځنګلونو څخه هر کال یوه اندازه لرګي پرې کېږي چې ۴۵ سلنه د کورنیو اړتیاوو لپاره لګول کېږي او ۵۵ سلنه بهر ته ځي.د کیوبا دولت له ډېر پخوا څخه داسې پلانونه جوړ کړي چې د پرې شويو لرګیو پر ځای نوي بزغلي کري.

طبیعي زیرمي[سمول]

اومه تېل،طبیعي ګاز،مس، نکل، کرومايټ،منګنیز، د اوسپنې ډبرې،مالګه،مرمر او د ودانیو ډبرې يې مهمې کاني زېرمې دي. د کيوبا د صادراتو ټوله بيه شپږو ميلياردو ډالرو ته رسېږي په داسې حال کې چې د وارداتو بيه يې بيا ۱۵ ميليارده ډالره ده.

سوداګریز شریکان[سمول]

هسپانیا،وينزویلا،چین،برازیلاو الجزایر يې لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. د دغه هېواد مالي کال له عيسوي کال سره يو ځای پيل کېږي او له عيسوي کال سره سم پای ته رسېږي.

پوهنه[سمول]

کيوبا د ۴۲۲۶ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۳ کارګو بېړۍ او ۱۳۳ هوايي ډګرونه لري. کیوبا په امریکا کې یوازېنۍکمونېستي دولت دی چې د امریکا له کلابندیو،ګواښونو او ورانیو سره سره په پښو ولاړ پاته شوې دی. د دغه هېواد ۹۹ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. په دغه هېواد کې له شپږ بيا تر ۱۴ کلنو ماشومانو ته زده کړې وړيا او اجباري دي. افغانستان او کیوبا د ۱۹۷۸کال د سپټمبر په ۲۳ مه هوکړه وکړه چې د نااستوګنو سفيرانو په کچه ډيپلوماټيکې اړيکې پيل کړي. هغه وخت په افغانستان کې د خلکو ډيموکراټیک ګوند واکمن و او دواړو هېوادونو یوه لاره څارله. په همدې میاشت کې په مسکو کې د افغانستان دډيموکراټیک جمهوریت او کیوباتر منځ د اړیکو لومړنۍ هوکړه لاسلیک شوه خو په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د حکومتله ړنګېدو څخه تر اوسه کیوبا او افغانستان اړیکې نه لري. له افغانستان څخه تر کیوبا پورې د هوا له لارې ۱۲۸۶۷ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او هاوانا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی