اورانوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اورانوس
د اورانوس انځور
د اورانوس انځور
د اورانوس انځور

پراخوالی
 • پراخوالی 8115600000 کیلومتره مربع[۱]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اورانوس (سمبول: ⛢) له لمر څخه اوومه سیاره ده. نوم یې د یوناني افسانو له مخې د یونانیانو د آسمان رب النوع اورانوس ده چې د اریس (مریخ) غور نیکه، د زیوس (مشتري) نیکه او د کرونوس (زهل) پلار و. په لمریز نظام کې درېمه لویه وړانګه او څلورمه لویه حجم لرونکې سیاره ده. اورانوس په جوړښت کې نیپتون ته ورته ده او دواړه د ګڼ شمېر کیمیاوي ترکیبونو لرونکې دي چې د مشتري او زهرې له ګازي سیارو نه توپیر لري. له همدې امله ساینس پوهان تر ډېره اورانوس او نیپتون " د لویو یخي" سیارو په توګه طبقه بندي کوي، څو له نورو ګازي لویو سیارو یې توپیر وشي. د اورانوس فضا ( اتومسفیر) د هغه د لومړني ترکیب له مخې چې له هیلیوم او هایدروجن ګاز نه جوړ دی، د زحل او مشتري په څېر دی، خو په پراخه کچه د اوبو، امونیا او میتان "یخونه" لري او نور هایدروکاربني ترکیبات لري. دغه سیاره په لمریز نظام کې تر ټولو یخ سیاروي اتومسفیر لري، چې لږترلږه تودوخه یې ۴۹ کالوین (-۲۲۴ سانتي ګراد درجه؛ -۳۷۱ فارنهایت درجه) ده،دغه سیاره د ورېځو پېچلی جوړښت لري او داسې ښکاري چې، اوبه د ورېځو وروستۍ او میتان یې پورتنۍ لایه جوړوي. د اورانوس دننه له یخ او ډبرو جوړ دی.

اورانوس د نورو لویو سیارو په څېر حلقوي سیستم، مقناطیسي ډګراو ګڼ شمېر سپوږمۍ لري. په ۱۹۸۶ ز کال کې د ویوجر ۲ ستورمزلي انځورونو اورانوس په شته روښنايي کې یوه بې خاصیته سیاره، پرته له دې چې د نورو لویو سیارو د وریځو له لړیو او توپانونو سره تړاو ولري وښودله. ویوجر ۲ تر اوسه یوازنۍ ستورمزلی توغندی دی، چې له دغې سیارې یې لیدنه کړې. په ۲۰۰۷ ز کال کې د اعتدال نقطې ته د رسېدو پر مهال، له ځمکې څخه په لیدنه کې د دغې سیارې موسمي(فصلي) بدلونونه او اقلیمي تغییرات لیدل شوي دي. د باد چټکتیا په کې، په ثانیه کې ۲۵۰ مترو (۹۰۰ کیلومتره په ساعت، ۵۶۰ مایله په ساعت) ته رسېږي.[۲]

تاریخچه[سمول]

د نورو کلاسیکو سیارو په څېر، اورانوس په سترګو د لیدو وړ ده، خو د تور والي او په خپل مدار کې د کرار تاوېدلو له امله د لرغونو څارونکو له خوا د سیارې په توګه نه وه پېژندل شوه. ویلیام هرشل (William Herschel) د ۱۷۸۱ ز کال د مارچ په ۱۳ مه د لومړي ځل لپاره اورانوس ولیدله، چې د یوې سیارې په توګه د هغې د کشف لامل وګرځېد، په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د لمریز نظام پېژندل شوې پولې پراخې کړې او اورانوس یې د تلسکوپ په مرسته د لیدونکو سیارو په ډله کې شامله کړه.[۳]

کشف[سمول]

اورانوس وړاندې له دې چې د یوې سیارې په توګه وپېژندل شي، په عمومي توګه له ستوري سره په غلطۍ یو ډول بلل کېده. ښایي چې د دغې سیارۍ لومړۍ پېژندل شوې لیدنه د هیپارکوس (Hipparchos) له خوا وه، چې له میلاد څخه ۱۲۸ کاله وړاندې یې هغه په خپله د ستورو په نوملړ(star catalogue) کې ثبت کړ، چې وروسته بیا بطلیموس په خپل کتاب المجسطي کې هم شامل کړ. لومړنۍ غوڅه لیدنه یې په ۱۶۹۰ ز کال کې وه، هغه مهال چې جان فلمستید (John Flamsteed) د ۶ ځلو لپاره ولیدله او هغه یې د ۳۴ ثوري ( Tauri یا ثور) ستورو په ډله کې شامله کړه. فرانسوي ستور پېژندونکي پیري چارلس لیمونیر (Pierre Charles Le Monnier) له ۱۷۵۰ ز کال څخه تر ۱۷۶۹ ز کال پورې دولس ځله هغه لیدلې.[۴][۵]

د ۱۷۸۱ ز کال د مارچ په دیارلسمه ویلیام هرشل (William Herschel) د انګلنډ، سومرسېټ، باث (Bath, Somerset) په نیوکینګ ۱۹ کوڅه کې د خپل کور له باغچې (اوس مهال د هرشل د ستورپوهنې موزیم دی) اورانوس ولید، چې هغه یې په خپل راپور کې (۲۶ اپریل ۱۷۸۱ ز کال) لکۍ لرونکی ستوری معرفي کړ. هرشل په خپل لاس جوړي ۶.۲ انچي انعکاسي تلسکوپ سره "د ثابتو ستورو په کتنه کې د لیدلو له اختلافونو (اختلاف منظر یا parallax) سره بوخت و".[۶][۷][۸][۹]

هرشل په خپل ژورنال کې ولیکل: "ثوري (ζ Tauri) ته په نږدې چارکي کې ... یا ]یو[ سحابی ستورۍ او یا هم لکۍ لرونکی ستوری". د مارچ په ۱۷ مه هغه یادښت کړه: "ما په یوه لکۍ لرونکي او یا هم سحابي ستوري پسې کتل، خو وه مې مونده چې دا لکۍ لرونکی ستوری دی، ځکه خپل ځای یې بدل کړی" دی. کله چې هغه د خپل دغه کشف رویال ټولنې (Royal Society) ته وړاندې کړ، ادعا یې کوله چې ده یو لکۍ لرونکی ستوری موندلی، خو بیا یې هم په ضمني توګه له یوې سیارې سره تشبیه کاوه.[۱۰][۱۱][۱۲]

هرشل له خپل دغه کشف څخه ستوري پېژندونکی رویال نېویل ماسکلین (Royal Nevil Maskelyne) خبر کړ او له هغه یې د ۱۷۸۱ ز کال د اپریل په ۲۳ مه دغسې یو ګېچ کوونکی ځواب ترلاسه کړ: "زه نه پوهېږم چې دې ته څه ووایم. دا د لمر د مدار کړۍ ته نږدې د یوې منظمې سیارې په څېر د یوه لکۍ لرونکي ستوري په توګه په بیضوي مدار کې په حیرانوونکي ډول څرخي او ما تر اوسه په هغې کې هېڅ کُما (coma) یا لکۍ نه ده لیدلې".[۱۳]

په داسې حال کې چې، هرشل خپل دغه نوی شی لکۍ لرونکی ستوری باله، خو نور ستورپوهان له وخته پرې شکمن وو. فنلانډي – سویسي ستورپېژندونکي اندرېس یوهان لېکسل (Anders Johan Lexell) چې په روسیه کې یې کار کاوه، لومړنی کس و چې د دغه لوی شي مدار یې محاسبه کړ. د هغه نژدې دایروي مدار، هغه دې پایلې ته ورساوه چې، دا یوه سیاره ده، نه یو لکۍ لرونکی ستوری. برلیني ستورپېژندونکي یوهان ایلرت بوډي (Johann Elert Bode) د هرشل کشف داسې تشرېح کړ: "یو خوځنده ستوري چې کولای شو سیارې ته د ورته یوه لوی شي په توګه چې، تر اوسه نامعلوم دی، په پام کې ونیسو، هغه چې د زحل له مدارنه د باندې څرخي". بوډي دې نتیجې ته ورسېد چې، دایرې ته نژدې مدار یې د یوه لکۍ لرونکي ستوري پرځای د یوې سیارې د مدار په څېر دی.[۱۴][۱۵]

دغه شی ډېر ژر د یوې سیارې په توګه ومنل شو. په ۱۷۸۳ ز کال کې هرشل د رویال ټولنې مشر جوزف بانکس (Joseph Banks) ته دغه موضوع تشرېح کړه: "په اروپا کې د مخکښو ستورپېژندونکو له کتنې وروسته، داسې ښکاري چې دغه نوی ستورې، چې زه یې د ۱۷۸۱ ز کال په مارچ میاشت کې هغه ته د اشاره کولو ویاړ لرم، زموږ د لمریز نظام یو له لومړنیو سیارو څخه ده". له دغې لاسته راوړنې څخه د ستایلو په موخه، د وخت پاچا دریم جورج (King George III) هرشل ته هر کال  ۲۰۰ پونډه (په ۲۰۲۰ ز کال کې ۲۵ زره پونډه کېږي) معاش ومانه، په دې شرط چې هغه وینډوزر ته کډه وکړي، څو شاهي کورنۍ وکولای شي، د هغه له تلسکوپ څخه لیدنې وکړي.

د اورانوس نوم د لرغوني یونان د آسمان خدای اورانوس (په لرغونې یوناني کې: Οὐρανός) څخه اخیستل شوی، چې د کورنوس پلار (زهل یا ساترون) پلار او د زیوس (مشتري یا جوپیټر) نیکه دی چې په لاتیني کې Ūranus (IPA: [ˈuːranʊs]) راځي. دا یوازنۍ سیاره ده چې انګلیسي نوم یې هم په مستقیم ډول د یوناني افسانو له یو شخصیت اخیستل شوی. د اورانوس کلمې ستاینوم "اورانین" دی. [۱۶]

سپوږمۍ[سمول]

اورانوس ۲۷ پېژندل شوې سپوږمۍ لري. د دغو سپوږمیو نومونه د شکسپیر او الکساندر پاپ د آثارو له شخصیتونونه اخیستل شوي دي. پنځه لویې سپوږمۍ یې مېرانډا (Miranda)، اریل (Ariel)، اومبریل (Umbriel)، تیتانیا (Titania) او اوبېرون (Oberon) دي. د اورانوسي سپوږمیو سیستم د نورو ګازي سیارو د سپوږمیو د سیستم په پرتله کم حجم لري، د دغو پنځو سپوږمیو ټولیز حجم په یوازې توګه د تریتون (د نیپتون لویه سپوږمۍ) له نیمايي حجم څخه کم دی. د اورانوس لویه سپوږمی، تیتانیا، ۷۸۸.۹ کیلومتره (۴۹۰.۲ مایله) قطر لري، چې د ځمکې د سپوږمۍ له نیمايي کوچنۍ، خو د زحل له دویمې لویې سپوږمۍ رهیا څخه لږ لویه ده. تیتانیا د لمریز نظام اتمه لویه سپوږمۍ ده.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/uranusfact.html
  2. "Exploration | Uranus". NASA Solar System Exploration. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۰. Jan. 24, 1986: NASA's Voyager 2 made the first - and so far the only - visit to Uranus. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "MIRA's Field Trips to the Stars Internet Education Program". Monterey Institute for Research in Astronomy. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. René Bourtembourg (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Was Uranus Observed by Hipparchos?"]. Journal for the History of Astronomy 44 (4): 377–387. doi:10.1177/002182861304400401. Bibcode2013JHA....44..377B. 
  5. Dunkerson, Duane. "Uranus – About Saying, Finding, and Describing It". Astronomy Briefly. thespaceguy.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Bath Preservation Trust". مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Herschel, William; Watson, Dr. (1781). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Account of a Comet, By Mr. Herschel, F. R. S.; Communicated by Dr. Watson, Jun. of Bath, F. R. S"]. Philosophical Transactions of the Royal Society of London 71: 492–501. doi:10.1098/rstl.1781.0056. Bibcode1781RSPT...71..492H. 
  8. Journal of the Royal Society and Royal Astronomical Society 1, 30, quoted in Miner, p. 8.
  9. "Ice Giants: The Discovery of Nepture and Uranus". Sky & Telescope (American Astronomical Society). 29 July 2020. https://skyandtelescope.org/observing/ice-giants-neptune-and-uranus/. Retrieved 21 November 2020. 
  10. Royal Astronomical Society MSS W.2/1.2, 23; quoted in Miner p. 8.
  11. RAS MSS Herschel W.2/1.2, 24, quoted in Miner p. 8.
  12. Journal of the Royal Society and Royal Astronomical Society 1, 30, quoted in Miner, p. 8.
  13. RAS MSS Herschel W1/13.M, 14 quoted in Miner p. 8.
  14. Johann Elert Bode, Berliner Astronomisches Jahrbuch, p. 210, 1781, quoted in Miner, p. 11.
  15. Miner, p. 11.
  16. "Uranian, a.2 and n.1". Oxford English Dictionary (2). (1989).