زحل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د زحل سیاره

زحل (سمبول: ♄) له لمر څخه شپږمه او له مشتري وروسته د لمریز نظام دویمه لویه سیاره ده. د دغې ګازي سیارې شعاع په منځني ډول د ځمکې د هغو له ۹.۵ ځله سره برابره ده. کثافت یې د ځمکې د کثافت یو پر اتمه دی؛ په داسې حال کې چې د خپلې لویې اندازې له امله له ځمکې ۹۵ ځلې لویه ده. په زحل سیارې د رومیانو د سرمایې او کرنې د رب النوع نوم (ساترون) اېښودل شوی و. د ستور پوهنې سمبول یې (♄) یوناني پاپیري Oxyrhynchus ته اړوندېږي، چې لیدل کېږي، له یوې متقاطع کرښې او یوناني kappa-rho کلیماتو څخه جوړ دی او د دغې سیارې لپاره د هغو د یوناني نوم Κρονος (Cronos) لنډیز دی. چې وروسته د یوناني eta توري(حرف) کوچني ډول ته ورته شو او په شپاړسمه پېړۍ کې ورباندې صلیب هم زیات شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

رومیانو د اونۍ اومه ورځ د Saturday، Sāturni dies یا ("Saturn's Day") په نوم له زهل یا سترون سیارې سره په اړوندېدو ونوموله.[۷]

په ډېر احتمال سره د زحل دننه برخه له اوسپنې- نکل او ډبرو (د سلیکان او اکسیجن له ترکیب) څخه جوړه شوې ده. هسته یې د فلزي هایدروجن د یوې لایې په واسطه پوښل شوې چې منځنۍ لایه یې د مایع هایدروجن او هیلیوم څخه جوړه ده او وروستۍ یې بیا ګازي هغه ده. د زحل په پورتنۍ فضا یا اتموسفیر کې د امونیا د کریسټلونو لرلو له امله کم رنګه ژېړ رنګ لري. داسې اټکل کېږي چې د فلزي هایدروجن په لایه کې برېښنايي چارج لرل په دغه سیاره کې د مقناطیسي ډګر د جوړېدو لامل شوی چې د جذب قوه یې له ځمکې کمه ده، خو د زحل سیارې د لویوالي له امله، د هغو مقناطیسي دوران له ځمکې ۵۸۰ چنده زیات دي. د دغې سیارې د مقناطیسي ډګر پیاوړتیا د مشتري د هغو یو پر شلمه برخې سره برابر دی. باندنی اتموسفیر په معمول ډول ملایم او د تضاد (کنتراست) نه لرونکی دی، خو کېدای شي اوږد مهالې ځانګړنې یې ښکاره شي. په دغه سیاره کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۰۰ مایله په ساعت، ۵۰۰ متره په ثانیه کې) دی، چې له مشتري زیات دی، خو له نیپتون څخه کم دی.[۸][۹]

د دغې سیارې تر ټولو څرګنده ځانګړنه، د هغو څرګند کړه ییز(حلقوي) سیستم دی چې د یخ له ذرو، د ډبرو له پاتې شونو او کیهاني دوړو(ګرد) نه جوړ دی. د زحل په مدار کې ۸۳ سپوږمۍ پېژندل شوې، چې په ۵۳ یې په رسمي ډول نومونه اېښول شوي دي؛ چې د دغې سیارې په مدارونو کې، له سلګونو نورو سپوږمکیو جلا دي. تیتان د زحل تر ټولو لویه او په لمریز نظام کې دویمه لویه سپوږمۍ ده، چې له عطارد سیارې لویه ده، خو کثافت یې لږاو په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې د پام وړ فضا ( اتموسفیر) لري.[۱۰][۱۱]

طبیعي سپوږمۍ[سمول]

زحل ۸۳ پېژندل شوې سپوږمۍ لري، ۵۳ یې رسمي نومونه لري. په دې سربېره له ۴۰ – ۵۰۰ مترو قطر لرونکې په سلګونو سپوږمکۍ یې په مدارونو کې شته، چې رښتینې سپوږمۍ نه ګڼل کېږي. تر ټولو لویې سپوږمۍ یې، تیتان (Titan)، د دغې سیارې د کړیو په شمول په مدارونو کې ۹۰ سلنه ځای نیولی دی. د زحل دویمه لویه سپوږمۍ رهیا (Rhea) کېدای شي، د خپل ځان لپاره یو نازک حلقوي سیستم او ورسره نازک اتموسفیر ولري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

یو شمېر نورې سپوږمۍ یې وړې دي: ۳۴ یې له ۱۰ کیلومتره لږ قطر لري او څوارلس نورې یې له ۱۰ نه تر ۵۰ کیلومترو پورې قطر لري. په دودیز ډول د زحل په ډېری سپوږمیو کې د یوناني افسانو د تیتاني رب النوعانو نومونه اېښودل شوي. تیتان په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې لوی اتموسفیر لري او د عضوي کیمیا په تړاو پېچلې پېښې په کې رامنځته کېږي. دا یوزنۍ سپوږمۍ ده چې هایدروکابیني زېرمې(مایع میتان او ایتان ګاز) لري.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۶ مه، په IAA-CSIC کې ساینس پوهانو راپور ورکړچې، د تیتان په پورتني اتموسفیر کې یې څو حلقوي اروماتیک هایدروکاربونونه (polycyclic aromatic hydrocarbons) موندلي او د ژوندانه لپاره یوه احتمالي موندنه ده. د ۲۰۱۴ ز کال د جون په ۲۳ مه، ناسا ادعا وکړه چې کلک شواهد لري چې د تیتان په اتومسفیر کې موجود نایتروجن له اورت ورېځو (Oort cloud) او لکۍ لرونکو ستورو سره اړیکه لري، نه له هغو توکو سره چې په تېر وخت کې د زحل په جوړېدو کې کارېدلي دي.[۲۱][۲۲]

د زحل سیارې بله سپوږمۍ انسلادوس، چې د کیمیاوي جوړښت له مخې لکۍ لرونکو ستورو ته ورته ده، د مایکرو ارګانېزمي ژوند لپاره بالقوه ځای ښوول شوی دی. د دغه احتمال په شواهدو کې د اقیانوسي مالګې جوړښت ته ورته د دغې سپوږمۍ د مالګې پرېمانه ذرې شاملېږي چې ښيي، له انسلادوس څخه وتل شوی یخ د مالګینو اوبو له تبخیر څخه جوړ شوی. په ۲۰۱۵ ز کال کې کاسیني فضایي ماموریت په انسلادوس کې په میتانوجینسیس (methanogenesis) ډول د ژوندي پاته کېدو عناصر وموندل.[۲۳].[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ۲۰۱۴ ز کال په اپریل میاشت کې د ناسا پوهانو خبر ورکړ چې، د زحل په A کړۍ کې، د نوې میاشتې د جوړېدو احتمال شته، چې عکسونه یې د کاسیني له خوا د ۲۰۱۳ ز کال په اپریل میاشت کې اخیستل شوي وو.[۳۰]

د زحل د لیدلو او سپړنې تاریخچه[سمول]

د زهل سیارې لیدنه او سپړنه(کشف) په درېو پړاوونو کې څرګندولای شو. لومړی پړاو لرغونې لیدنه (یوازې په سترګو لیدنه) یعنې د معاصرو تلسکوپونو له اختراع وړاندې پړاو و. دویم پړاو چې په ۱۷ مه پېړۍ کې پیل شو او له ځمکې څخه د تلسکوپ په واسطه لیدل و چې د وخت په تېرېدو یې نوره هم وده وکړه. درېم پړاو بیا د فضایي پلاوو(ماموریتونو) د فضایي توغندیو په واسطه، د هغو له مدار نه نژدې لیدنه ده.

لرغونې لیدنه[سمول]

زحل له تاریخ څخه د مخکنیو زمانو راهیسې پېژندل کېږي او د ثبت شوو تاریخي سندونو له مخې، یو له مهمو افسانوي کرکټرونو څخه دی. بابلي ستور پوهانو په سیستماتیک ډول د زحل خوځښت لیدلی او ثبت کړی دی. په پخواني یونان کې، دغه سیاره د Φαίνων یا Phainon په نامه پېژندل کېدله او د رومیانو پر مهال ورته د "ساترون ستوری" ویل کېده. په لرغونو رومي افسانو کې د فینون سیاره، د کرنې رب النوع ته اړونده بلل کېده، چې له همدې امله یې هم خپل معاصر نوم له هغو اخیستی دی. رومیانو خپل ساتورنس رب النوع له یوناني کرونوس رب النوع  سره برابر باله؛ له همدې امله هم، په معاصر یونان کې د دغې سیارې نوم تر اوسه کرونوس – Κρόνος: Kronos پاتې شوی دی.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

یوناني عالم بطلیموس د زحل د مدار په اړه خپله محاسبه د متقابلو مشاهدو له مخې وکړه. په هندو ستور پوهنه کې، ۹ ستوریز ( نجومي ښکارندو) وجود درلود چې ورته نواګراهاس (Navagrahas) یې ویل او زحل یې په هغو کې شاني "Shani" باله، چې هر څوک په خپل ژوند کې د ښو او بدو کړنو پر بنسټ قضاوت کوي. په لرغوني چینايي او جاپاني کلتور کې د زحل سیارې ته "د ځمکې ستوری" ((土星 وايي. دغه نوم کارول، د هغو پنځو عناصرو له مخې وو، چې په دودیز ډول د طبیعي عناصرو د طبقه بندي په موخه کارېدل.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

له زحل سیارې څخه اروپايي کتنه(مشاهده) (۱۷ مه – ۱۹ مه پېړۍ)[سمول]

د زحل د کړیو ترمنځ د توپیر موندلو په موخه لږ تر لږه ۱۵ میلي متر قطر لرونکی تلسکوپ ته اړتیا وه، له همدې امله تر هغه مهاله چې په ۱۶۵۵ ز کال کریسټین هویګینز (Christiaan Huygens) هغه ولیدلې او په ۱۶۵۹ ز کې یې د هغو اړوند لیکنه وکړه ،شتون یې ناڅرګند و، ګالیله په ۱۶۱۰ ز کال کې په خپل ابتدایي تلسکوپ سره، په تېروتنه فکر وکړ، چې زحل بشپړه ګرده سیاره ده او په دواړو خواوو کې سپوږمۍ نه لري، خو وروسته له هغه چې هویګینز، له تلسکوپي پیاوړي لید څخه کار واخیست، دغه نظر یې رد کړ او د لومړي ځل لپاره د زحل کړۍ ولیدل شوې.

سرچينې[سمول]

  1. Brainerd, Jerome James (24 November 2004). "Characteristics of Saturn". The Astrophysics Spectator. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "General Information About Saturn". Scienceray. 28 July 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brainerd, Jerome James (6 October 2004). "Solar System Planets Compared to Earth". The Astrophysics Spectator. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dunbar, Brian (29 November 2007). "NASA – Saturn". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. NASA (30 November 2010). "Thin air: Oxygen atmosphere found on Saturn's moon Rhea". ScienceDaily. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jones, Alexander (1999). Astronomical papyri from Oxyrhynchus. د کتاب پاڼي 62–63. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780871692337. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Falk, Michael (June 1999), "Astronomical Names for the Days of the Week", Journal of the Royal Astronomical Society of Canada, 93: 122–133, Bibcode:1999JRASC..93..122F, مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Russell, C. T. et al. (1997). "Saturn: Magnetic Field and Magnetosphere". Science 207 (4429): 407–10. doi:10.1126/science.207.4429.407. PMID 17833549. Bibcode1980Sci...207..407S. http://www-ssc.igpp.ucla.edu/personnel/russell/papers/sat_mag.html. Retrieved 29 April 2007. 
  9. (په 8 June 2004 باندې). [{{{url}}} The Planets ('Giants')]. Science Channel
  10. Rincon, Paul (7 October 2019). "Saturn overtakes Jupiter as planet with most moons". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Munsell, Kirk (6 April 2005). "The Story of Saturn". NASA Jet Propulsion Laboratory; California Institute of Technology. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rincon, Paul (7 October 2019). "Saturn overtakes Jupiter as planet with most moons". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Solar System Dynamics – Planetary Satellite Discovery Circumstances". NASA. 9 March 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 21 June 2011 باندې). Saturn's 'Ice Queen' Moon Helene Shimmers in New Photo. Space.com
  15. Tiscareno, Matthew (17 July 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The population of propellers in Saturn's A Ring"]. The Astronomical Journal 135 (3): 1083–1091. doi:10.1088/0004-6256/135/3/1083. Bibcode2008AJ....135.1083T. 
  16. "Saturn's Known Satellites". Department of Terrestrial Magnetism. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Cassini Finds Hydrocarbon Rains May Fill Titan Lakes". ScienceDaily. 30 January 2009. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Voyager – Titan". NASA Jet Propulsion Laboratory. 18 October 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 31 July 2008 باندې). Hydrocarbon lake finally confirmed on Titan. Cosmos Magazine.
  20. (په 25 July 2006 باندې). Evidence of hydrocarbon lakes on Titan. NBC News
  21. (په 6 June 2013 باندې). PAH's in Titan's Upper Atmosphere. CSIC.
  22. Dyches, Preston; et al. (23 June 2014). "Titan's Building Blocks Might Pre-date Saturn". NASA. مؤرشف من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Battersby, Stephen (26 March 2008). "Saturn's moon Enceladus surprisingly comet-like". New Scientist. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. NASA (21 April 2008). "Could There Be Life On Saturn's Moon Enceladus?". ScienceDaily. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Pili, Unofre (9 September 2009). "Enceladus: Saturn′s Moon, Has Liquid Ocean of Water". Scienceray. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 22 June 2011 باندې). Strongest evidence yet indicates Enceladus hiding saltwater ocean. Physorg
  27. (په 22 June 2011 باندې). Saturn′s moon Enceladus shows evidence of an ocean beneath its surface. The Washington Post.
  28. Greicius, Tony (په 22 June 2011 باندې). Cassini Captures Ocean-Like Spray at Saturn Moon. NASA
  29. Chou, Felicia; Dyches, Preston; Weaver, Donna; Villard, Ray (13 April 2017). "NASA Missions Provide New Insights into 'Ocean Worlds' in Our Solar System". NASA. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Platt, Jane; et al. (14 April 2014). "NASA Cassini Images May Reveal Birth of a Saturn Moon". NASA. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:LSJ.
  32. Cicero, De Natura Deorum.
  33. "Starry Night Times". Imaginova Corp. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Greek Names of the Planets". 25 April 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۲. The Greek name of the planet Saturn is Kronos. The Titan Cronus was the father of Zeus, while Saturn was the Roman God of agriculture. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also the Greek article about the planet.
  35. "Observing Saturn". National Maritime Museum. 20 August 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. De Groot, Jan Jakob Maria (1912). Religion in China: universism. a key to the study of Taoism and Confucianism. American lectures on the history of religions. 10. G. P. Putnam's Sons. د کتاب پاڼې 300. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Crump, Thomas (1992). The Japanese numbers game: the use and understanding of numbers in modern Japan. Nissan Institute/Routledge Japanese studies series. Routledge. د کتاب پاڼي 39–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415056090. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Starry Night Times". Imaginova Corp. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Hulbert, Homer Bezaleel (1909). The passing of Korea. Doubleday, Page & company. د کتاب پاڼې 426. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)