عطارد
عطارد (سمبول: ) په لمریز نظام کې تر ټولو کوچنۍ او لمر ته ترټولو نږدې سیاره ده. له لمر څخه په ۸۷.۹۷ ځمکنیو ورځو کې یوځل راڅرخي او په لمریزو سیارو کې تر ټولو لنډۍ سیاره ده. نوم یې د رومیانو د خدای مرکیوریس (Mercurius)، د سوداګرۍ د خدای، د خدای د پیغام رسونکي، او د خدایانو او فاني وګړو له اړیکه جوړونکي او یوناني خدای هرمز(Ἑρμῆς) له نومونو اخیستل شوی. عطارد د زهرې په څېر د ځمکې په مدار کې د یوې لاندینۍ سیاري په توګه د لمر په شاوخوا څرخي، او له لمر څخه یې ظاهري فاصله چې له ځمکې لیدل کېږي له ۲۸ درجو نه اوړي. لمر ته یې نږدېوالی په دې معنی چې په لویدیځ لمر پرېوتو کې یوازې د لمر لوېدو پر مهال او ختیځ لمر خاته کې د لمر له ختو وړاندې لیدل کېږي، په ځانګړې توګه په ماښام کې. په دغه مهال کې د یوه ځلېدونکي ستوري په ډول مالومېږي. خو ستونزمنه ده چې له زهره سیارې سره یې دې توپیر وشي. د زهرې او سپوږمۍ په څېر یې د مدار بشپړېدل له ځمکې څخه په تلسکوپي ډول څرګندېږي، چې په مدار کې خپله دوره په نږدې ۱۱۶ ورځو کې وهي.
عطارد په لمریز نظام کې په ځانته ځانګړي ډول څرخي. چې له لمر سره د ۳:۲ رزنانس په مدار کې تړلی دی، دا په دې معنا چې د نورو ثابتو سیارو په پرتله چې د لمر په شاوخوا په دوه وارې تاوېدو (انتقالي حرکت) کې درې ځله له خپل ځان (وضعي حرکت) تاوېږي. لکه څرنګه چې له لمر څخه مالومېږي، په خپل ټاکلي مدار کې چې خپله هم مداري تاوېدل لري، داسې ښکاري چې له لمر څخه په دوه عطاردي کلونو کې یوازې یوځل څرخېږي. له دې امله په عطارد کې د یو څارونکي له نظره، هغه به وکولای شي په دوه عطاردي کلونو کې یو ځل بشپړه ورځ تجربه کړي.[۳][۴]
عطارد د نورو سیارو په پرتله تر ټولو لږ محوري انحراف (نږدې ۱/۳۰ درجې) لري. د مرکز له مدار څخه د هغو د وتلو کچه د لمریز نظام د ټولو پېژندل شوو سیارو په پرتله ډېره ده؛ له لمر څخه یې لنډه فاصله له هغو څخه د لرې واټن دوه په درې (۶۶ سلنه ) ده. د عطارد سطح په ښکاره بڼه د سپوږمۍ په څېرې کندې کندې ښکاري، چې له جیالوژیکي پلوه له میلیاردونو کلونو راهیسې غیر فعاله مالومېږي. د ګرمۍ ساتلو په موخه د اتومسفیر د نشتوالي له امله په لمریز نظام کې د بلې هرې سیارې په پرتله په کې د هوا درجه تغیر مومي، د شپې له خوا له K ۱۰۰ (-۱۷۳ سانتي ګراد درجې؛ -۲۸۰ درجې د فارنهایت) تر ۷۰۰ K (۴۲۷ سانتي ګراد درجې؛ ۸۰۰ فارنهایت درجې) د ورځې د هغو په استوايي سیمو کې رسېږي. قطبي سیمو کې یې د تودوخې درجه ۱۸۰ K (-۹۳ سانتي ګراد درجې؛ -۱۳۶ فارنهایت درجې) ته رسېږي. دغه سیاره هیڅ یو طبیعي سپوږمۍ نلري.[۵]
تر اوسه دوه ستور مزلو توغندیو د عطارد څخه لیدنه کړې: مارینر ۱۰ (Mariner 10) په ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ ز کلونو او مسنجر (MESSENGER) چې په ۲۰۰۴ ز کال کې وتوغول شو، او په څلورو کلونو کې وړاندې له هغې چې سون توکي یې خلاص شي ؛ ۴۰۰۰ ځله په عطارد څرخېدلی او د ۲۰۱۵ ز کال د اپرېل په ۳۰ مه یې د دغې سیارې له سطحې سره ټکر وکړ. پلان دی چې په ۲۰۲۵ ز کال کې بیپي کولومبو (BepiColombo) فضایي توغندی عطارد ته ورسېږي.[۶][۷][۸]
نوم او نښان
[سمول]لرغونو وګړو عطارد دې ته په پام چې د ماښام ستوری دی که د سهار په بېلابېلو نومونو پېژنده. له میلاد څخه نږدې ۳۵۰ کاله وړاندې، د لرغوني یونان خلک په دې وپوهېدل چې دغه دواړه ستوري یو دی. او دغه سیاره یې سټیلبون (Στίλβων ،Stilbōn) چې معنی یې "سترګک وهل" او (Ἑρμής، Hermēs) هرمز د هغه د چټک حرکت له مخې ونوموله چې په معاصره یوناني کې یې تر اوسه نوم (Ερμής Ermis) دی. رومیانو دغه سیاره د خپل چټک پیغام رسوونکي خدای، مرکیوري (په لایتني کې مرکیوریس) په نوم ونوموله چې له یوناني هرمېز سره نږدې وه، هغه هم له دې امله چې په فضا کې د نورو سیارو په پرتله چټکه وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
فزیکي ځانګړتیاوې
[سمول]عطارد په لمریز نظام کې له څلورو ځمکې ته ورته سیارو څخه یوه ده چې د ځمکې په څېر ډول لري خو د لمریز نظام تر ټولو کوچنی سیاره ده چې استوايي کرښه یې ۲۴۳۹.۷ کیلومتره (۱۵۱۶ مایله) کېږي. عطارد کوچنۍ ده – خو د حجم یا کثافت له مخې په لمریز نظام کې د لویو طبیعي سپوږمکیو ګاندي مېډ او تیتان څخه لویه ده. عطارد له نږدې ۷۰ سلنه فلزي او ۳۰ سلنه سیلیکاتي توکو جوړه شوی.[۱۵]
د عطارد د لیدلو تاریخچه
[سمول]لرغوني ستور پوهان
[سمول]د عطارد لومړۍ ثبت شوې لیدنه په مول.اپین نسخه کې راغلې. دغه لیدنه په ډېر احتمال سره د آشوري ستور پېژندونکي له خوا له مېلاد څخه مخکې په ۱۴ مه پېړۍ کې شوې. په مول.اپین کې په میخي خط باندې د عطارد لپاره UDU.IDIM.GU\U4.UD ("خیز وهونکې سیاره") نومونه کارول شوي. د عطارد په اړه بابلي سوابق له میلاد څخه یوې زریزې وړاندې ته اړوندېږی. بابلیانو په خپلو افسانو کې خدای ته د استازي څخه وروسته دغه سیاره د نابو په نامه یاده کړې.[۱۶][۱۷]
یوناني- مصري ستورپېژندونکي بطلیموس د لمر له مخې د سیارو د تېرېدو د امکان په اړه په خپل اثر سیاروي فرضیو (Planetary Hypotheses) کې لیکنه کړې. هغه زیاتوي چې له دې امله دغه ډول تېرېدل هېڅ ندي لیدل شوي چې یا خو سیارې د عطارد غوندې د لیدو لپاره ډېرې کوچنۍ دي او یا یې هم تېرېدل ډېر چټک دي.[۱۸][۱۹]
په لرغوني چین کې عطارد د "ساعت د ستوري" (Chen-xing 辰星) په توګه پېژندل کېده. چې د میتافزیک د پنځه فازه سیستم له مخې یې په شمالي او د اوبو د فاز په لوري کې ځای درلود. معاصره چینیايي، کوریايي، جاپاني او ویتنامي کلتورونه د پنځو عناصرو پر بنسټ دغه سیاره د "اوبو ستوری" (水星) بولي. په هندي افسانو کې عطارد ته بودا ویل کېدل او داسې انګېرل کېده چې په چهارشنبې ورځو واک چلوي. په جرمني بت پرستۍ کې اودین یا (ووډېن) خدای له عطارد سیارې او چهارشنبې سره اړوند و. مایا ډلې بیا عطارد د یو بوم (یا احتمالا څلور بومونه؛ دوه د سهار او دوه د ماښام لپاره) په توګه ګاڼه کوم چې د مړو دنیا ته پیغام وړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د اسلامي ستورپوهنې په منځنیو پېړیو کې، اندلسي ستورپېژندونکي ابواسحاق ابراهیم الزرقاوي په ۱۱ مه پېړۍ کې د عطارد مرکزي مدار بیضوي ډوله، د یوې هګۍ او یا هم جنغوزي په توګه وګاڼه، په داسې حال کې چې د ده دغې نظریې د هغه د ستورپېژندنې په نظریې او ستورپېژندنې په محاسبې کوم اغېز ونکړ. په ۱۲ مه پېړۍ کې ابن باجه "د لمر په مخ باندې دوه سیارې د دوه تورو ټکو په ډول" ولیدلې، چې وروسته په ۱۳ مه پېړۍ کې د مراغه یي ستور پوه قطب الدین شیرازي له خوا د عطارد او زهرې تېرېدل وبلل شول. (پام ولرۍ چې په منځنیو پېړیو کې د سیارو د تېرېدو راپورنه وروسته په لمر کې د تورو ټکو د لیدلو په توګه یاد شوي).[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
په هند کې د کرېلا د ښوونځي ستورپېژندونکي نیلاکانتها سومایاجي (Nilakantha Somayaji) په ۱۵ مه پېړۍ کې نیمه لمریز سیاروي ماډل جوړ کړ چې په کې عطارد د لمر څخه له راتاوېدو وروسته د ځمکې په مدار څرخېده، چې د تایکونیک سیستم (Tychonic system) ته چې په ۱۶ مه پېړۍ کې د تایکو براهي (Tycho Brahe) له خوا وړاندې شوی و ورته وو.[۳۱]
د فضایي ستورمزلو په مټ څېړنې
[سمول]بیپي کولمبو (BepiColombo)
[سمول]د اروپا او جاپان دواړو فضايي آژانسونو د بیپي کولمبو (BepiColombo) په نوم ګډ فضايي ماموریت پیل کړی چې د دغه ماموریت ستورمزلی به د عطارد په شاوخوا کې د دوه څېړونکو په لرلو و څرخي: یو یې د سیارې د نقشې اخیستو او بل یې د مګنیټوسفر د مطالعې په موخه. د بیپي کولمبو په نوم ستور مزلی د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر په ۲۰ مه توغول شوی او تمه کېږي چې عطارد ته به په ۲۰۲۵ کال کې ورسېږي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
د عطارد په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
[سمول]- عطارد د لمریز غونډال تر ټولو کوشنۍ سیاره ده --- یانې د ځمکې تر سپوږمۍ یو لږ نوکي لویه ده.
- لمر ته تر ټولو نږدې سیاره ده --- چې له لمر څخه ۵۸ ملیون کیلو متره (۳۶ ملیون میله) یا ۰،۳۹ س.ی. واټن لري.
[نوټ: س.ی. د ستورپوهنیز یوون (Astronomical Unit, AU) لنډون دی چې ۱۵۰ ملیون کیلو متره کېږي چې دا له آره د ځمکې او لمر تر منځ واټن دی. په لمریز غونډال کې واټنونه په ستورپوهنیز یوون سره کچل کېږي.]
- د عطارد یوه ورځ د ځمکې ۵۸ ورځې کېږي --- یانې محوري چورلښت یې د ځمکې په پرتله ډېر سوکه دی. خو یو کال یې بیا د ځمکې ۸۸ ورځې کېږي --- یانې په ډېر گړندیتوب سره پر لمر را چورلي او ښایي له همدې کبله یې د (Mercury) نوم پر ایښی وي چې د روم په لرغوني ادبیاتو کې هغه استازی وو چې په ډېرې چټکتیا یې ځان تر خدایانو رساوه.
- عطارد یوه ځمکوزمه (terrestrial) سیاره ده --- یانې په جوړښت کې د ځمکې په شان کلک مخ (سطح) لري چې څوک پر درېدای شي [که څه هم ژوندی نشي پاتېدای]. د دې سیارې مخ هم لکه زموږ د سپوږمۍ هغې کندې کندې دی.
- دا سیاره نرۍ هواوېجه (اټموسفیر) لري چې له آکسیجن، سوډیم، هایډروجن، هیلیم، او پوټاشیم رغښت مومي.
- عطارد سپوږمیانې نه لري.
- عطارد کړیانې (rings) نه لري.
- دوو تشیالبېړیو --- یانې مارینر ۱۰ (Mariner 10) په ۵-۱۹۷۴ کې او مسنجر (MESSENGER) په ۲۰۱۱ کې له عطارد څخه لیدنې ترسره کړې. د ۲۰۱۵ کال د اپرېل پر ۳۰مه د مسنجر ماموریت پای ته ورسېد او د سیارې پر مخ ټوټې ټوټې شوه.
- په عطارد کې د ژوند کومه نښه نه ده موندل شوې. تودوښه یې د ورځې ۴۳۰ درجو او د شپې له خوا بیا منفي ۱۸۰ درجو ته رسېږي. نو له همدې کبله ژوند کول کې ناشونی دی.
- لمر په عطارد کې د ځمکې په پرتله تر درې واره لا زیات لوی مالومېږي.
- د عطارد راښکونځواک (جاذبه قوه) د ځمکې تر هغې ۶۲٪ لږ دی --- یانې د یوې سل کیلويي گونۍ اوړو درندتیا (وزن) به په عطارد کې یوازې ۳۸ کیلو وي.
سرچینۍ
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/education/schoolyard_ss/sss_mercurym.html. Quotation: Actual Diameter - 4878 km..
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/mercuryfact.html.
- ↑ Elkins-Tanton, Linda T. (2006). Uranus, Neptune, Pluto, and the Outer Solar System. Infobase Publishing. p. 51. ISBN 978-1-4381-0729-5. Extract of page 51
- ↑ "Animated clip of orbit and rotation of Mercury". Sciencenetlinks.com.
- ↑ Prockter, Louise (2005). Ice in the Solar System (PDF). Vol. 26. Johns Hopkins APL Technical Digest. بياځلي په July 27, 2009.
- ↑ "NASA Completes MESSENGER Mission with Expected Impact on Mercury's Surface". خوندي شوی له the original on May 3, 2015. بياځلي په April 30, 2015.
- ↑ "From Mercury orbit, MESSENGER watches a lunar eclipse". Planetary Society. October 10, 2014. بياځلي په January 23, 2015.
- ↑ "Innovative use of pressurant extends MESSENGER's Mercury mission". Astronomy.com. December 29, 2014. بياځلي په January 22, 2015.
- ↑ Dunne, James A.; Burgess, Eric (1978). "Chapter One". The Voyage of Mariner 10 – Mission to Venus and Mercury. NASA History Office.
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ کينډۍ:LSJ, کينډۍ:LSJ.
- ↑ "Greek Names of the Planets". April 25, 2010. بياځلي په July 14, 2012.
Ermis is the Greek name of the planet Mercury, which is the closest planet to the Sun. It is named after the Greek God of commerce, Ermis or Hermes, who was also the messenger of the Ancient Greek gods.
See also the Greek article about the planet. - ↑ Antoniadi, Eugène Michel (1974). The Planet Mercury. Translated from French by Moore, Patrick. Shaldon, Devon: Keith Reid Ltd. pp. 9–11. ISBN 978-0-904094-02-2.
- ↑ Duncan, John Charles (1946). Astronomy: A Textbook. Harper & Brothers. p. 125.
The symbol for Mercury represents the Caduceus, a wand with two serpents twined around it, which was carried by the messenger of the gods.
- ↑ Jones, Alexander (1999). Astronomical papyri from Oxyrhynchus. pp. 62–63. ISBN 9780871692337.
It is now possible to trace the medieval symbols for at least four of the five planets to forms that occur in some of the latest papyrus horoscopes ([ P.Oxy. ] 4272, 4274, 4275 [...]). Mercury's is a stylized caduceus.
- ↑ Strom, Robert G.; Sprague, Ann L. (2003). Exploring Mercury: the iron planet. Springer. ISBN 978-1-85233-731-5.
- ↑ Hunger, Hermann; Pingree, David (1989). "MUL.APIN: An Astronomical Compendium in Cuneiform". Archiv für Orientforschung. 24: 146.
- ↑ "MESSENGER: Mercury and Ancient Cultures". NASA JPL. 2008. بياځلي په April 7, 2008.
- ↑ Heath, Sir Thomas (1921). A History of Greek Mathematics. Vol. II. Oxford: Clarendon Press. pp. vii, 273.
- ↑ Goldstein, Bernard R. (1996). "The Pre-telescopic Treatment of the Phases and Apparent Size of Venus". Journal for the History of Astronomy. 27: 1. Bibcode:1996JHA....27....1G. doi:10.1177/002182869602700101. S2CID 117218196.
- ↑ Kelley, David H.; Milone, E. F.; Aveni, Anthony F. (2004). Exploring Ancient Skies: An Encyclopedic Survey of Archaeoastronomy. Birkhäuser. ISBN 978-0-387-95310-6.
- ↑ De Groot, Jan Jakob Maria (1912). Religion in China: universism. a key to the study of Taoism and Confucianism. Vol. 10. G. P. Putnam's Sons. p. 300. بياځلي په January 8, 2010.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ Crump, Thomas (1992). The Japanese numbers game: the use and understanding of numbers in modern Japan. Routledge. pp. 39–40. ISBN 978-0-415-05609-0.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ Hulbert, Homer Bezaleel (1909). The passing of Korea. Doubleday, Page & company. p. 426. بياځلي په January 8, 2010.
- ↑ Pujari, R. M.; Kolhe, Pradeep; Kumar, N. R. (2006). Pride of India: A Glimpse Into India's Scientific Heritage. Samskrita Bharati. ISBN 978-81-87276-27-2.
- ↑ Bakich, Michael E. (2000). The Cambridge Planetary Handbook. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-63280-5.
- ↑ Milbrath, Susan (1999). Star Gods of the Maya: Astronomy in Art, Folklore and Calendars. University of Texas Press. ISBN 978-0-292-75226-9.
- ↑ Samsó, Julio; Mielgo, Honorino (1994). "Ibn al-Zarqālluh on Mercury". Journal for the History of Astronomy. 25 (4): 289–96 [292]. Bibcode:1994JHA....25..289S. doi:10.1177/002182869402500403. S2CID 118108131.
- ↑ Hartner, Willy (1955). "The Mercury Horoscope of Marcantonio Michiel of Venice". Vistas in Astronomy. 1 (1): 84–138. Bibcode:1955VA......1...84H. doi:10.1016/0083-6656(55)90016-7. at pp. 118–122.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ Goldstein, Bernard R. (1969). "Some Medieval Reports of Venus and Mercury Transits". Centaurus. 14 (1): 49–59. Bibcode:1969Cent...14...49G. doi:10.1111/j.1600-0498.1969.tb00135.x.
- ↑ Ramasubramanian, K.; Srinivas, M. S.; Sriram, M. S. (1994). "Modification of the Earlier Indian Planetary Theory by the Kerala Astronomers (c. 1500 AD) and the Implied Heliocentric Picture of Planetary Motion" (PDF). Current Science. 66: 784–790. خوندي شوی له the original (PDF) on December 23, 2010. بياځلي په April 23, 2010.
- ↑ "ESA gives go-ahead to build BepiColombo". European Space Agency. February 26, 2007. بياځلي په May 29, 2008.
- ↑ "BepiColombo Fact Sheet". European Space Agency. December 1, 2016. بياځلي په December 19, 2016.
- ↑ "Objectives". European Space Agency. February 21, 2006. بياځلي په May 29, 2008.
- ↑ ""A flawless, radiant, #Mercuryflyby"". Twitter. Twitter. 1 October 2021. بياځلي په 6 October 2021.
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P2386 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2234 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2067 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- لمريز نظام
- ستوري
- ستورپوهنه
- تشیال
- فضاء
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 errors: periodical ignored