انور سادات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انور سادات
(اراگونېسي: محمد أنور السادات د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انور سادات

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ ډيسمبر ۱۹۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 6 اکتوبر 1981 (63 کاله)[۱][۹][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قاهره  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مصر (۱۹۷۱–۱۹۸۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي افسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
عربي[۱۰]
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام مارشال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
انور سادات

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

محمد انور السادات (د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر له ۲۵ – د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶) یو مصري سیاستوال او پوځي افسر و چې د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر له ۱۵ څخه تر ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶ د بنسټپالو پوځي افسرانو له لوري تر وژل کېدو پورې یې د مصر د دریم ولسمشر په توګه دنده پر مخ یوړه. سادات د ازادو افسرانو یو جګپوړی غړی و چې د ۱۹۵۲ کال د مصر په انقلاب کې یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ او د ولسمشر جمال عبدالناصر باوري ملګری و، چې د هغه تر واک لاندې یې دوه ځله یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۹۷۰ کال کې د ولسمشر په توګه بریالی شو. په ۱۹۷۸ کال کې سادات او د اسراییلو لومړي وزیر میناخېم بیګن د متحده ایالاتو له ولسمشر جیمي کارټر په مرسته د سولې تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې دوی د نوبل د سولې جایزې وړ وپېژندل شول.

نوموړي د ولسمشر په توګه په خپلو یوولسو کلونو په اوږدو کې د مصر لاره بدله کړه، د ناصر پلوه له ډېرو سیاسي او اقتصادي اصولو څخه څنګ ته شو چې څو-ګوندي نظام یې بېرته راپورته کړ او د انفتاح اقتصادي سیاست یې په لاره واچوه. نوموړي د ولسمشر په توګه د ۱۹۷۳ کال په یوم کیپور جنګ کې د مصر مشري وکړه ترڅو د مصر سینا ټاپووزمه بېرته ترلاسه کړي، چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال له شپږ ورځنۍ جګړې را په دې خوا اشغال کړې وه، چې دې کار هغه په مصر او د یو څه وخت لپاره په پراخه عربي نړۍ کې د یو اتل په بڼه را پورته کړ. هغه وروسته له اسراییلو سره په خبرو اترو کې ښکېل شو، چې د مصر – اسراییلو د سولې د تړون لامل شوې؛ دې د نوموړي او میناخیم لپاره د نوبل د سولې جایزه وګټله، چې سادات لومړی مسلمان نوبل جایزه ګټونکی شو. که څه هم د دې تړون په اړه غبرګون - چې په پایله کې سینای بېرته له مصر سره یوځای شوه - په عمومي ډول د مصریانو ترمنځ د خوښې وړ و، خو د دې د هېواد اخوان المسلمین او کیڼ اړخو له خوا رد شو او داسې احساس یې را منځ ته کړ چې سادات د فلسطیني دولت د یقیني کولو هڅې پرېښودې. د سوډان په استثنا، عربي نړۍ او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د سادات د هڅو سره سخت مخالفت وکړ چې ګواکي له عربي دولتونو سره له مخکینۍ مشورې پرته یې له اسراییلو سره جلا سوله کړې ده. د فلسطین په ستونزه کې د دوی سره د پخلاینې څخه د نوموړي د انکار په پایله کې مصر له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د عربي اتحاد څخه ویستل شو. همدارنګه د سولې تړون د هغو بنسټیزو لامونو څخه و د هغه د وژنې لامل شو. د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په شپږمه د اکتوبر د شپږمې په رسم ګذشت کې د خالد اسلامبولي په مشرۍ وسله والو په قاهره کې پر سادات د اتومات ټوپک ډزې وکړې او هغه یې وواژه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ژوند لومړي کلونه او انقلابې کړنې[سمول]

انور سادات د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په ۲۵ مه په میت ابو الکوم کې چې د منوفیا د والي په برخه کې چې هغه مهال د مصر سلطنت و، په یوې غریبې کورنۍ وزېږېد چې ۱۳ وروڼو او خویندې یې درلودې. د هغه یو ورور عاطف سادات وروسته پیلوټ شو او د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په جګړه کې ووژل شو. د هغه پلار، انور محمد السادات، د بر مصر اوسېدونکی و، او مور یې، سیت البرین، له پلار څخه سوډاني وه.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

نوموړی د قاهرې، چې هغه مهال د مصر د پاچاهۍ پلازمېنه وه، له شاهي پوځي اکاډمۍ څخه په ۱۹۳۸ کال کې فارغ شو او د سیګنال قول اردو ته ولېږل شو. هغه اردو ته د دوهم بریدمن په توګه لاړ شو او په انګلیس - مصر سوډان (سوډان په هغه وخت کې د برتانیا او مصر د ګډې واکمنۍ لاندې ګډ حکومت و) دنده ور وسپارل شوه. هلته يې له جمال عبدالناصر او د څو نورو ټیټ پوړو افسرانو سره ولیدل او د ازادو افسرانو پټ خوځښت یې را منځ ته کړ چې دې سازمان له مصر څخه د انګلیسانو د ايستلو او د شاهي فساد د له منځه وړلو ژمنه يې وکړه.[۲۰][۲۱]

نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانوي ځواکونو له لورې له دې امله زندانی شو چې د اشغالګرو ځواکونو په شړلو کې یې د محوري ځواکونو څخه د مرستې د ترلاسه کولو هڅې کولې. هغه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای وروسته، په ​​هغه وخت کې د پټې ټولنې سره ولیدل او د وفد ګوند تر مشرۍ لاندې حکومت کې یې د مالیې وزیر او د مصر-انګلیس د دوستۍ ټولنې مشر، امین عثمان د وژنې پرېکړه وکړه چې له انګلیسانو سره یې پراخه خواخوږي درلوده. عثمان د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په میاشت کې ووژل شو. د امین عثمان له وژلو وروسته سادات بیا زندان ته ستون شو. هغه د قرمیدان په زندان کې د زندان له خورا سختو کړاوونو سره مخ شو، خو د حسین توفیق په قضیه کې لومړی تورن په تېښته بریالی شو او د جرم د ثبوت له نه شتون وروسته ټول تورونه له منځه ولاړل او تورن خوشي شول. ځوان افسر صلاح ذوالفقار چې په هغه وخت کې په زندان کې مامور و او د سادات پر اتلولۍ یې د زړه له کومي باور درلود چې د خپل هېواد لپاره یې د وطن دوستۍ ونډه لوبولې وه، په داسې حال کې چې زنداني هم و خو په دې باور و چې له خپل وطن سره د مينې له امله بندیان شوي دي. ذوالفقار له ځانه سره د ښاغلو لپاره خواړه، اخبارونه او سګريټ راوړل او له خپلې کورنۍ سره يې د ليدنې د اجازې په ترلاسه کولو کې ډېره مرسته کوله. انور سادات په ډېرو سیاسي خوځښتونو کې، د اخوان المسلمین، فاشیست ځوان مصر، د مصر د مانۍ د اوسپنیزو ساتونکو، او د آزادو افسرانو په نامه د پټو نظامي ډلو په ګډون، کارنده غړی و.  سادات له خپلو ملګرو ازادو افسرانو سره یوځای په هغه پوځي کودتا کې برخه واخیسته چې د ۱۹۵۲ کال د مصر انقلاب یې پیل کړ چې د همدې کال د جولای په ۲۳ مه یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ. سادات ته دنده ورکړل شوې وه چې د انقلاب خبرونه د راډیو له لارې د مصر خلکو ته ورسوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ناصر د ولسمشرۍ په اوږدو کې[سمول]

سادات د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۵۴ کال کې د دولت وزیر وټاکل شو او د الجمهوریه د نوې ورځپاڼې مسئول مدیر هم وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۵۹ کال کې د ملي یوالي د منشي په توګه دنده پیل کړه سادات (له ۱۹۶۰ – ۱۹۶۸پورې) د مصر د ولسي جرګې رئیس او بیا په ۱۹۶۴ کال کې مرستیال ولسمشر او د ولسمشرۍ د شورا غړی و او د ۱۹۶۹ کال په ډسمبر کې بیا د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0755427/ — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60p0xhm — subject named as: Anwar Sadat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6523229 — subject named as: Anwar al-Sadat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sadat-mohammed-anwar-as- — subject named as: Mohammed Anwar as-Sadat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/sadat-mohammed-anwar-as- — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057656.xml — subject named as: Muḥammad Anwar al-Sadat — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/26721 — subject named as: Muḥammad Anwar al-Sādāt
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008119 — subject named as: Anwar el Sadat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb130916470 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb130916470 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. "Peace with Israel". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 21 August 2010 باندې). Middle East Peace Talks: Israel, Palestinian Negotiations More Hopeless Than Ever. HuffPost.
  13. Vatikiotis, P. J. (1992). The History of Modern Egypt (4th edition ed.). Baltimore: Johns Hopkins University. p. 443.
  14. "The Failure at Camp David – Part III Possibilities and pitfalls for further negotiations". Textus. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Egypt and Israel Sign Formal Treaty, Ending a State of War After 30 Years; Sadat and Begin Praise Carter's Role. The New York Times.
  16. (په 25 January 2010 باندې). Profile: Anwar Sadat The former Egyptian president believed a peace deal with Israel was vital to end wars.. Al Jazeera
  17. "Sadat's Brother Reported Killed During October War". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. C. J. De Wet (2006). Development-induced Displacement: Problems, Policies, and People. Berghahn Books. د کتاب پاڼې 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84545-095-3. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Sadat's Wife autobiography". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Alagna, Magdalena (2004). Anwar Sadat (په انګلیسي ژبه کي). The Rosen Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780823944644. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wagner, Heather Lehr (2007). Anwar Sadat and Menachem Begin: Negotiating Peace in the Middle East (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438104409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "إبنة صلاح ذو الفقار تكشف عن دور والدها أثناء اعتقال السادات". مصراوي.كوم. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "رقية السادات لـ"اليوم السابع": صلاح ذو الفقار كان المشرف على زنزانة والدى .. عندما ذهبت مع والدتى لزيارة أبى فى المعتقل وجدت صوت تعذيب فطمأننى الفنان الراحل: والدك لا يتم تعذيبه". اليوم السابع. 2019-12-25. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "دفعة وزراء الداخلية وحارس سجن السادات.. ما لا تعرفه عن صلاح ذو الفقار". اليوم السابع. 2020-12-22. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jon B. Alterman (April 1998). "Sadat and His Legacy: Egypt and the World, 1977–1997". The Washington Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Alterman, Jon B. (1998). New Media New Politics?. 48. The Washington Institute. http://www.washingtoninstitute.org/uploads/Documents/pubs/PolicyPaper48.pdf. Retrieved 7 April 2013.