د شمالي یمن کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شمالي یمن کورنۍ جګړه (په عربي ژبه: ثورة 26 سبتمبر؛ په رومي: Thawra 26 Sabtambar چې تحت الفظي ژباړه يې د سېپټمبر د ۲۶مې انقلاب) له ۱۹۶۲ تر ۱۹۷۰ کال پورې د متوکلیت پاچاهۍ پارتیزانو او د یمن عربي جمهوریت د ملاتړو تر منځ پېښه شوه.  جګړه په ۱۹۶۲ کال کې د جمهوري غوښتونکو انقلابیانو په‌واسطه د عبدالله الصلال په قومانده له کودتا سره پیل شوه چې نوی تاج په سر ايښول شوی پاچا او امام محمدالبدر يې د واک له ګډۍ لرې او تر خپلې ولسمشرۍ لاندې يې د یمن جمهوريت اعلان کړ. امام د سعودي عربستان پولې ته تېښته وکړه او هلته یې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره د شمال د شعیه قبایلو ملاتړ ترلاسه کړ چې په چټکۍ په یوه بشپړه کورنۍ جګړه بدل شو.

په شاهي اړخ کې اردن، سعودي عربستان او اسرئیلو پوځي مرستې وړاندې کړې او بریتانیا په پټه ملاتړ وکړ په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي د مصر (چې هغه مهال په رسمي ډول د عربي متحده جمهوریت په نوم پېژندل کېده) له‌خوا ملاتړ کېدل او شوروي اتحاد جنګي الوتکې په واک کې ورکولې. هم منظم ځواک او هم خارجي تړوني پوځيان ښکېل وو. د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر له ۷۰۰۰۰۰ سرتېرو او مصري وسلو سره له جمهوریت غوښتونکو څخه ملاتړ وکړ. جګړه د څو پوځي اقداماتو او د سولې له کنفرانسونو سره سره د ۱۹۶۰ لسیزې په نیمايي کې بن بست ته لاړه. [۱]

د ۱۹۶۷ کال د جون په ۶ ورځنۍ جګړه کې جګړې ته د مصر ژمنتیا د دې هېواد د عملکرد لپاره زیان رسوونکې بلل کېده، تر هغې وروسته ناصر د خپل پوځ د مشارکت ساتل ستونزمن وموندل او له یمن څخه يې د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړ. د نوامبر په ۵مه د جمهوري غوښتونکو قبایلو په ملاتړ د یمني مخالفانو له‌خوا د صلال حیرانوونکي ګوښه کول په پلازمېنه کې د داخلي واک د بدلون لامل شول، حال دا چې شاهي غوښتونکي له شمال څخه ورته نږدې شوي وو. د نوي جمهوري حکومت مشري د قادي عبدارحمان ایریاني، احمد نعمان او محمد علي عثمان پر غاړه وه. چې ټولو په لنډمهال کې استعفا ورکړه او یا له هېواد څخه وتښتېدل او ګډوډه پلازمېنه یې د لومړي وزیر حسن ال-امیري په واک کې پرېښوه. په ۱۹۶۷ کال کې د صنعا محاصره د جګړې د عطف ټکی شوه. جمهوري غوښتونکی پاتې لومړی وزیر په دې بریالی شو چې د صنعا واک خوندي کړي او د ۱۹۶۸ کال تر فبرورۍ شاهي واک غوښتونکو محاصره لغوه کړه. نښتو د سولې له مذاکراتو سره په موازې توګه تر هغه چې سعودي عربستان جمهوریت په رسمیت وپېژانده او اوربند عملي شو تر ۱۸۷۰ کال پورې دوام وکړ.  [۲][۳]

مصري پوځي تاریخ پوهان د یمن جګړه د «د دوی د ویتنام» په توګه یادوي. مایکل اورن (په متحده ایالاتو کې د اسرائیلو پخوانی سفیر) لیکي چې د مصر پوځي ماجراوې په یمن کې دومره ناورین ځپلې وې چې د ویتنام د ژر پېښېدونکې جګړې ته په اسانۍ د «متحده ایالاتو» یمن ویلی شو. [۴][۵]

مخینه/پسمنظر[سمول]

یمن[سمول]

په ۱۹۴۸ کال کې امام احمد بن یحیی د یمن د تاج او تخت وارث شو. په ۱۹۵۵ کال کې ډګروال احمد ثلایا چې په عراق کې يې روزنه لیدلې وه، د هغه خلاف د یوې بلوا مشري وکړه. د هغه تر امر لاندې ځینې سرتېرو په تعز کې د العردي شاهي ماڼۍ محاصره کړه دا یوه پياوړې کلا وه چې امام له خپل حرمسرای، شاهي خزانې، د وسلو له زېرمې او د ماڼۍ له ۱۵۰ تنه ساتونکو سرتېرو سره په کې ژوند کاوه، هغه له شاهي واک څخه د احمد د ګوښه کېدلو غوښتنه وکړه. احمد موافق شو خو د خپل زوی محمد البدر د ځای ناستۍ غوښتنه يې وکړه. تالیا دا ومنله او د پاچا ناسکه ورور امیر سیف اسلام عبدالله ته یې لومړیتوب ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر و او  ۴۸ کاله عمر یې درلود. کله چې عبدالله د نوي دولت په جوړولو پیل وکړ، احمد د خزانې صندوقچې خلاصې کړې او په پټ ډول یې د محاصرې د سرتېرو اخیستل پیل کړل. تر پنځوورځو وروسته د محاصره کوونکو شمېر له ۶۰۰ څخه ۴۰ کسانو ته راکم شو. احمد وروسته شیطاني نقاب اغوستی و او ختیځه کږه توره يې په لاس کې وه له ماڼۍ څخه راووت او محاصره کوونکي يې ووېرول. هغه مخکې تر دې چې خپله توره په ضربه‌يي ټوپک بدله کړي دوه سرتېري یې ووژل او خپل ۱۵۰ ساتونکي يې د ماڼۍ بام ته هدایت کړل تر څو په یاغیانو مستقیم برید وکړي. ۲۸ ساعته وروسته ۲۳ یاغیان او د ماڼۍ یو ګارد ووژل شو او تالیا تسلیم شو. عبدالله وروسته اعدام شو او له تالیا څخه په عام محضر کې سر پرې شو. [۶][۷]

د ۱۹۵۸ کال په مارچ کې البدر دمشق ته دننه شو تر څو ناصر ته له متحده عربي اماراتو سره (UAR) د یمن د وفادارۍ خبر ورکړي. که څه هم احمد باید خپل تاج او تخت او مطلق واک خوندي ساتلی وی او په دې ترتیب يې یواځې یو نږدې اتحاد جوړ کړی وی. احمدي په ۱۹۵۹ کال کې د مفصلونو د التهاب، روماتیزم، د زړه نارامۍ د درملنې او د راپورونو له مخې پر مخدراتو د روګدتیا له امله روم ته لاړ. د قبیلو د مشرانو تر منځ نښتې پیل شوې او البدر د «سموونو/اصلاحاتو» له ژمنې سره چې د استازو شورا انتصاب، د پوځ ډېر حقونه او ترفېعات په کې شامل وو د مخالفانو د اخیستلو هڅه وکړه. احمد تر راستنېدو وروسته د «عیسوي جاسوسانو» د ځپنې لوړه وکړه. هغه په مخکینۍ جون میاشت کې د یو لوړ پوړي چارواکي د قتل په سزا کې د یو رعیت د سر پرې کولو او د خپلو ۱۵ رعیاوو چپ لاس او ښۍ پښې غوڅې کړې. البدر یواځې د خپل زړه‌سوي له امله ګرم وبلل شو. خو د یمن راډيو د پوځ د افسرانو د ویناوو خپرول ودرول او د سموونو په اړه خبرې غلې پاتې شوې. [۸][۹]

د ۱۹۶۱ په جون کې، احمد له یو څلور میاشتنې مخکیني وژونکي برید څخه د رغېدو په حال کې و چې له پلازمېنې تعز څخه د سالا تفریحي ماڼۍ ته ولېږل شو. بدر چې تیار د دفاع او بهرنیو چارو وزیر و، د کورنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر سرپرست هم وټاکل شو. له دې سره سره چې البدر ولیعهد و، لا هم باید د صنعا د علماوو په‌واسطه ټاکل شوی وی. البدر له ناصر سره د ملتیا له امله د علماوو خوښ نه وو او علماوو د بدر د بست د تصویب لپاره د احمد غوښتنه رد کړې وه. امام احمد د ۱۹۶۲ کال د سېپټمبر په ۱۸مه ومړ او زوی يې محمد البدر د هغه ځای ناستی شو. د البدر له لومړنيو اقداماتو څخه د ماڼۍ د ساتونکي په توګه د پېژندل شوي ناصریست او سوسیالیست ډګروال عبدالله الصلال ګومارل وو. [۱۰][۱۱]

مصر[سمول]

ناصر له ۱۹۵۷ کال څخه په یمن کې د رژیم د بدلون په لټه کې و او بالاخره يې د ۱۹۶۲ کال په جنورۍ کې د یمن خپلواک غورځنګ رادیو ته د خپرونو وخت، اداري فضا او مالي ملاتړ په ورکولو سره خپلې غوښتنې عملې کړې. د انتوني ناتیک ژوندلیکنه د ناصر په اړه بېلالبېل لاملونه مشخصوي چې د مصر له ولسمشر څخه یې یمن ته د اکتشافي پوځيانو د لېږلو غوښتنه وکړه. په دې کې په ۱۹۶۱ کال کې له سوریې سره د اتحاديې افشا کول شامل وو چې شوروي اتحاد هغه له نوم پرته منحله کړه او دهغې باور یې زیانمن کړ. په یمن کې یوې غوڅې بریا له هغه سره مرسته کوله چې د عربي نړۍ مشري بیا راوګرځوي. ناصر هم مایل و د یو ملي پال عرب په توګه خپل شهرت وساتي او موخه يې په ځانګړي ډول د عدن په ستراتیژیک بندري ښار کې د بریتانیا د حضور په ګډون له سویلي یمن څخه د انګلیسانو شړل وو.     [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Sandler, Stanley. Ground Warfare: The International Encyclopedia. Vol. 1 (2002): p. 977. "Egypt immediately began sending military supplies and troops to assist the Republicans... On the royalist side Jordan and Saudi Arabia were furnishing military aid, and Britain lent diplomatic support. In addition to Egyptian aid, the Soviet Union supplied 24 Mig-19s to the republicans."
  2. "Yemen: History". TDS. د اصلي آرشيف څخه پر September 6, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 29, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Yemen". MSN Encarta. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه August 29, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2004-01-01 باندې). The Egyptian–Yemen War: Egyptian Perspectives on Guerrilla Warfare. Infantry Magazine.
  5. Oren (2002), p. 7
  6. "After Ahmad the Devil". Time. 1962-10-05. ISSN 0040-781X. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Revolt & Revenge". Time. 1955-04-25. ISSN 0040-781X. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Visitor from Cairo". Time. 1958-03-10. ISSN 0040-781X. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Imam's Peace". Time. 1959-09-14. ISSN 0040-781X. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "After Ahmad the Devil". Time. 1962-10-05. ISSN 0040-781X. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Worn Out". Time. 1961-07-07. ISSN 0040-781X. د اصلي آرشيف څخه پر July 15, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2004-01-01 باندې). The Egyptian–Yemen War: Egyptian Perspectives on Guerrilla Warfare. Infantry Magazine.