Jump to content

الېکسي دو توکوېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الېکسي دو توکوېل
الېکسي دو توکوېل
الېکسي دو توکوېل

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
پاريس [۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت
واک
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
مؤثر بلیز پاسکال ،  مونټېسکیو   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الېکسي شارل هېنري کلېرېل کونټ دو توکوېل (انګلیسي: Alexis de Tocqueville، فرانسوي: [a.lɛk.si‿də tɔk.vil]؛ ۱۸۰۵ جولای ۲۹مه – ۱۸۵۹ اپریل ۱۶مه)، چې په عامیانه ژبه توکوېل (/ˈtɒkvɪl, ˈtoʊk-/) بلل شوی، یو فرانسوی اشرافي یا ارستوکرات، دیپلومات، سیاسي عالم، سیاسي فیلسوف او تاریخپوه و. نوموړی د خپل یوه اثر "په ​​امریکا کې ډیموکراسي" (چې په دوو ټوکونو کې په ۱۸۳۵ او ۱۸۴۰ کلونو کې خپور شوی) او "زوړ رژیم او انقلاب" اثر (۱۸۵۶) له کبله خورا مشهور دی. په دواړو اثارو کې نوموړي د خلکو د ژوند د معیارونو ښه والی او د افرادو ټولنیز شرایط او دغه راز په لوېدیځو ټولنو کې له بازار او دولت سره د دوی اړیکې تحلیل کړې دي. "په امریکا کې ډیموکراسي" اثر یې په متحده ایالاتو کې د هغه له سفرونو وروسته خپور شو او په اوسني وخت کې د ټولنپوهنې او سیاسي علومو یو له لومړنیو اثارو څخه ګڼل کېږي.[۳][۴]

توکوېل د فرانسې په سیاست کې فعال و، لومړی د جولای پاچاهۍ پر مهال (۱۸۳۰-۱۸۴۸) او بیا د دویم جمهوریت (۱۸۴۹-۱۸۵۱) په اوږدو کې، چې د ۱۸۴۸ کال د فبروري د انقلاب په پایله کې رامنځته شو. نوموړی د لويي ناپلیون بناپارټ د ۱۸۵۱ کال د ډسمبر د ۲مې له کودتا وروسته ځان له سیاسي ژونده ګوښه کړ او له هغه وروسته یې پر "زوړ رژیم او انقلاب" اثر کار پیل کړ. توکوېل ټینګار کاوه، چې د فرانسې د انقلاب اهمیت د فرانسې د دولت د عصري کولو او مرکزي کولو پروسې ته دوام ورکول وو، کومه چې د پاچا څوارلسم لويي په وخت کې پیل شوې وه. هغه په ​​دې باور و چې د انقلاب ناکامي د هغو مرستیالانو د کمې تجربې له کبله وه، چې د روشنګرۍ دورې غیرعملي ارمانونو ته له حده زیات پابند او لېوال وو.[۵]

توکوېل یو کلاسیک لیبرال و، چې د پارلماني حکومت ملاتړ یې کاوه او پر ډیموکراسۍ یې ډېر باور نه درلود. د پارلمان د غړیتوب پر مهال د منځلارو کیڼ اړخو سیاسیونو (centre-left) غړی و، مګر د هغه د لیبرالیزم پېچلی او نا آرامه طبیعت په سیاسي ډګر کې د متضادو تفسیرونو او مینه والو لامل شو. ښاغلي توکوېل د خپل سیاسي دریځ په اړه لیکلي "د کیڼ اړخي کلمه [...] هغه کلمه ده چې ما غوښتل له خپل نوم سره یې ضمیمه کړم او د تل لپاره ورسره پاتې شي".[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

توکوېل[سمول]

توکوېل، چې د جولای پاچاهۍ (۱۸۳۰-۱۸۴۸) ته یې په سپک نظر کتل، خپل سیاسي ژوند په ۱۸۳۹ کال کې پیل کړ. له ۱۸۳۹ کال څخه تر ۱۸۵۱ کال پورې د مانچ ډیپارټمنټ یا ایالت (والوګنېس) په پارلمان کې د استازو د جرګې غړی و. نوموړی هلته د منځلارو کیڼ اړخو په ډله کې و، او د غلامۍ پای ته رسولو د خوځښت له نظریاتو یې دفاع کوله. نوموړي د لویي فیلیپ د رژیم له لوري د الجزائر د استعمار د ملاتړ ترڅنګ د آزادې سوداګرۍ ملاتړ کاوه.[۱۲]

په ۱۸۴۲ کال کې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۸۴۷ کال کې د کیڼ اړخو ځوانانو (Jeune Gauche) د ګوند جوړولو په هڅه کې شو، ترڅو د معاشونو او اجورې د زیاتوالي، زیاتېدونکو مالیاتو، او د کارګرانو د نورو غوښتنو او اندېښنو ملاتړ وکړي او له دې لارې د سوسیالیستانو جذابیت راکم کړي. توکوېل په ۱۸۴۲ کال کې د مانچ عمومي مشاور هم وټاکل شو او د ۱۸۴۹ او ۱۸۵۲ کلونو ترمنځ د دغه ډیپارټمېنټ د عمومي شورا رییس و. نوموړي له دویمې امپراتورۍ سره د بیعت نه کولو له کبله استعفا ورکړه. د یوه روایت له مخې، د توکوېل سیاسي دریځ په دغه وخت کې کمزوری شو ځکه پر نوموړي کیڼ اړخي او ښي اړخي دواړه بې باوره وو او له همدې کبله د فرانسې د پرېښودو لپاره د پلمې په لټه کې و.[۱۷][۱۸][۱۹]

سفرونه[سمول]

په ۱۸۳۱ کال کې توکوېل د جولای له پاچاهۍ څخه په متحده ایالاتو کې د زندانونو او سزا ځایونو د پلټنې ماموریت ترلاسه کړ او هلته له خپل ملګري ګوستاف دو بومونټ سره ولاړ. توکوېل په متحده ایالاتو کې له ځینو زندانونو لیدنې کتنې وکړې او د متحده ایالاتو ګوټ ګوټ ته یې سفرونه وکړل او د خپلو مشاهداتو او تأملاتو په اړه یې زیات یادښتونه ونیول. نوموړی په نهو میاشتو کې بېرته راستون شو او یو راپور یې خپور کړ، مګر د هغه د سفر اصلي پایله "ډیموکراسي په امریکا کې" (De la démocratie en Amérique) اثر و، چې په ۱۸۳۵ کال کې خپور شو. بومونټ هم د "جکسوني امریکا: په متحده ایالاتو کې ماري یا غلامي" تر نوم لاندې د دوی د سفرونو یو یونلیک یا روایت ولیکه، چې هغه هم په ۱۸۳۵ کال کې خپور شو. د دغه سفر په جریان کې نوموړي د اګست له نیمایي څخه د ۱۸۳۱ کال د سپټمبر تر لومړیو پورې د کوزې کاناډا ایالت مونټریال او کیوبیک ښار ته هم سفر وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲]

د بهرنیو چارو وزیر[سمول]

د کاوینیاک او د آرډر یا نظم ګوند د ملاتړي په توګه نوموړي د ۱۸۴۹ کال د جون له ۳مې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اوډیلون باروت په حکومت کې د دندې ترسره کولو بلنه ومنله. د ۱۸۴۹ کال د جون د سختو ورځو پر مهال یې په پلازمینه کې د کلابندۍ حالت د بیا رامنځته کولو لپاره د کورنیو چارو له وزیر جولیس ارمند ډوفور څخه غوښتنه وکړه او د لاریون کوونکو نیول یې تصویب کړل. نوموړي، چې د ۱۸۴۸ کال له فبروري راوروسته یې د سیاسي آزادیو د محدودولو اړوندو قوانینو ملاتړ کړی و، د ۱۸۴۹ کال د جون له سختو ورځو وروسته رایې ته وړاندې شوي دوه قوانین ومنل، کوم چې د کلبونو ازادي او د مطبوعاتو ازادي یې محدودوله.[۲۳]

د سیاسي ازادیو د محدودولو د قوانینو دا فعال ملاتړ "په امریکا کې ډیموکراسي" اثر کې له ازادیو څخه د نوموړي له دفاع سره په ټکر کې دی. د توکوېل په وینا، نوموړی د "جدي سیاست د ترسره کولو لپاره د لازمي چارې (sine qua non) د اصل په توګه د نظم پلوی و. هغه [هیله لرله] چې د فرانسې سیاسي ژوند ته داسې ثبات راوړي، چې د انقلابي بدلون د لړزو د منظم شورماشور له لارې په بلامانع توګه د آزادۍ دوامداره وده شونې کړي".[۲۴]

مړینه[سمول]

ښاغلی توکوېل د اوږدې مودې لپاره د نري رنځ په ناروغۍ اخته و، او بالاخره همدغې ناروغۍ د ۱۸۵۹ کال د اپریل په ۱۶مه له پښو وغورځاوه او په نورمانډي سیمه کې د توکوېل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د توکوېل مذهب رومي کاتولیکیزم و. نوموړي دین او مذهب ته له مساواتو او انفرادیت دواړو سره د مطابقت په سترګه کتل، مګر باور یې دا و چې له سیاست څخه د جلا کېدو په صورت کې به دین خورا پیاوړی وي.[۲۵][۲۶]

ډیموکراسي په امریکا کې[سمول]

توکوېل په خپر اثر "ډیموکراسي په امریکا کې" چې په ۱۸۳۵ کال کې خپور شو، د نوې نړۍ او د هغې مخ پر ودې دیموکراتیک نظم په اړه لیکل کړي. نوموړي د ټولنیزو علومو د یوه جلا شوي عالم له لیدلوري، د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د متحده ایالاتو له لارې د خپلو سفرونو په اړه لیکل کړي او دا هغه مهال و، چې د بازار انقلاب، د لوېدیځ پراختیا او جکسوني ډیموکراسۍ د امریکايي ژوند جوړښت ته بنسټیز بدلون ورکړی و.[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118642871  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118642871  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. "Tocqueville". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  4. کينډۍ:Cite EB1911
  5. Hansen, Paul R. (February 2009). Contesting the French Revolution. Wiley-Blackwell. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-6084-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Jennings, Jeremy (2011). Revolution and the Republic: A History of Political Thought in France Since the Eighteenth Century. Oxford University Press. مخونه 188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-820313-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Jaume, Lucien (2013). Tocqueville: The Aristocratic Sources of Liberty. Princeton University Press. مخونه 6. The “liberal” label is not misplaced, because Tocqueville described himself as a liberal. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Kahan, Alan S. (2010). Alexis de Tocqueville. A&C Black. مخونه 112–122. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Muthu, Sankar (2012). "Republicanism, Liberalism, and Empire in Postrevolutionary France". Empire and Modern Political Thought. Cambridge University Press. مخونه 261–291. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Richter, Melvin (2004). "Tocqueville and Guizot on democracy: from a type of society to a political regime". History of European Ideas. 30 (1): 61–82. doi:10.1016/j.histeuroideas.2003.08.006. S2CID 143728735. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Jardin, Andre (1989). Tocqueville: A Biography. Macmillan. مخونه 299. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Kahan, Alan S. (2013). "Alexis de Tocqueville". In Meadowcroft, John (سمونګر). Major conservative and libertarian thinkers. 7. Bloomsbury. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781441176998. لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Jardin, Andre (1989). Tocqueville: A Biography. Macmillan. مخونه 386–387. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. (په 23 November 2006 باندې). Liberty and democracy: It took a Frenchman.
  16. "APS Member History". search.amphilsoc.org. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Kahan, Alan S. (2010). Alexis de Tocqueville. A&C Black. مخونه 101. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Jaume, Lucien (2013). Tocqueville: The Aristocratic Sources of Liberty. Princeton University Press. مخونه 84. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Joshua Kaplan . [{{{url}}} Political Theory: The Classic Texts and their Continuing Relevance]. The Modern Scholar
  20. Gustave de Beaumont. "Marie ou l'Esclavage aux États-Unis". Archived 21 May 2015 at the Wayback Machine.
  21. "Alexis de Tocqueville's visit to Lower Canada in 1831".
  22. Alexis de Tocqueville (1990). Journey in Ireland, July–August 1835. Catholic University of America Press: Washington, D.C.
  23. Joseph Epstein, Alexis De Tocqueville: Democracy's Guide, HarperCollins Publishing, 2006, p. 148.
  24. Epstein, Alexis De Tocqueville: Democracy's Guide (2006), p. 160.
  25. Tocqueville, Alexis de. Democracy in America, Chicago: University of Chicago, 2000, pp. 282–283.
  26. Joshua Kaplan . [{{{url}}} Political Theory: The Classic Texts and their Continuing Relevance]. The Modern Scholar
  27. Joshua Kaplan . [{{{url}}} Political Theory: The Classic Texts and their Continuing Relevance]. The Modern Scholar