الیزابیت باریټ براونینګ
الیزابیت باریټ براونینګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | شعر [۳] |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
الیزابیت باریټ براونینګ (تخلص یې مولټون-بارټ؛ /ˈbraʊnɪŋ/؛ د ۱۸۰۶ د مارچ ۶ زېږېدنه- د ۱۸۶۱ د جون ۲۹ مړینه) د ویکټوریا دورې انګلیسي شاعره وه چې د ژوند په اوږدو کې یې په انګلستان او متحده ایالاتو کې ډېره مشهوره وه.
الیزابیت باریټ په دورهام ښار کې زېږېدلې، د ۱۲ ماشومانو له ډلې ترټولو لویه وه، الیزابت باریټ له یوولس کلنۍ نه شعر لیکه. هغه په ۱۵ کلنۍ کې ناروغه شوه او د ژوند تر پایه پورې یې د سر او ملا تیر (ستون فقرات) له سخت درد نه ځورېده. وروسته د سږو او نري رنځ له ناروغۍ سره مخ شوه. هغې له ماشومتوب نه د درد لپاره لوډانم (د اپین ترکیب) درمل کارو چې ښايي د هغې له کمزورې روغتیا سره یې مرسته کړې وي.
په ۱۸۴۰ لسیزې کې، الیزابت د خپل تره زوی جان کینیون له لارې ادبي ټولنې ته معرفي شوه. د هغې د شعرونو لومړنۍ پوره ټولګه په ۱۸۳۸ کې خپره شوه، او هغې د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۴ کلونو ترمنځ شعر لیکنې، ژباړې او نثر ته مخه کړه. هغې د غلامۍ د ختمولو لپاره مبارزه وکړه، او د هغې هڅو د ماشومانو د کار د قانون اصلاح په برخه کې ډېره مرسته وکړه.
د الیزابت د شعرونو ټولګې (۱۸۴۴) د هغې لپاره لوی بریالیتوب راووړ، د لیکوال رابرټ براونینګ له خوا یې ستاینه ترلاسه کړه. د دوی یو بل ته لیکونه، مینتوب او واده د پلار د نارضایتۍ له ویرې په پټه ترسره شو. له واده وروسته، هغه د خپل پلار له خوا له میراثه بې برخې شوه. په ۱۸۴۶ کې دا جوړه ایټالیا ته لاړه، او د ژوندانه تر پایه یې همغلته ژوند وکړ. دوی یو زوی درلود (رابرټ ویډیمن بارټ براونینګ) ( ۱۸۴۹-۱۹۱۲)، چې د « Pen » په نوم یادېده.[۴][۵]
ژوند او دنده
[سمول]د کورنۍ مخينه
[سمول]د الیزابیت باریټ ځینې کورنۍ له ۱۶۵۵ راهیسې په جمایکا کې اوسیدلې. په ځانګړې توګه د دوی شتمنۍ د کارابین کرهنیزو پانګونو نه ترلاسه شوي چې د افریقایي غلامانو د کار پربنسټ یې ترلاسه کولې. اډوارډ باریټ (۱۷۳۴-۱۷۹۸) د ۱۰۰۰۰ جریبه ( ۴۰ کیلو متره مربع) ځمکو په شمالي جمایکا کې د سینامون هیل، کارنوال، کیمبرج او اکسفورډ په املاکو کې څښتن و. د الیزابت مورنی نیکه د بورې کښت، ژرندې، د ښیښې کارخانې او کښتۍ یې درلودې چې په انګلستان کې د جمایکا او نیوکاسل ترمنځ یې سوداګري کوله.[۵]
لومړنی ژوند
[سمول]الیزابیت باریټ، مولټن-باریټ د ۱۸۰۶ د مارچ په ۶ په کاکسو سالون کې، د کاکسو او کیلو ترمنځ، د انګلینډ په دورهام ښار کې زیږیدلې. د هغې مور او پلار اډوارډ باریټ مولټن- باریټ او مري ګراهام کلارک وو. الیزابیت په ۱۲ ماشومانو (اته هلکان او څلور نجونې) کې ترټولو مشره وه. یوولس یې ژوندي پاتې شوو؛ خو کله چې الیزابت اته کلنه وه یوه خور یې په درې کلنۍ کې مړه شوه. ټولو ماشومانو مستعار نومونه درلودل: د الیزابت مستعار نوم «با» و.
هغه پر خپل اس سپره شوه، له کورنۍ سره چکرونو او میلو ته لاړه، د نورو ښارونو له کورنیو سره اجتماعي شوه او ورسره ویې پېژندل، او کورنیو تیاترونو کې یې برخه واخیسته. خو د خپلو خویندو او وروڼو پرخلاف، څومره به یې چې کولای شو د خپلې کورنۍ له ټولنیزو دودونو او ادابو نه یې ځان لیرې کوه او ډېر وخت یې کتاب لوستلو ته ورکوه.[۶]
بریالیتوب
[سمول]په ویمپول واټ کې، باریټ براونینګ خپل ډیری وخت د کور په پورتنۍ خونې کې تیروه. د هغې روغتیا په ښه کیدو شوه، که څه هم هغې به د خپلې کورنۍ له نږدې غړو پرته نور خلک لږ لیدل. د هغو له ډلې یو هم کینیون د کورنۍ یو شتمن ملګری او د هنر ملاتړی و. [۷]
باریټ براونینګ د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۴ کلونو ترمنځ د شعر، ژباړې او نثر په برخه کې د پام ډېر تالیفات درلودل. د «د ماشومانو ژړا» شعر چې په ۱۸۴۲ کې په بلیک ووډز کې خپور شو، د ماشومانو کار یې وغنده او د لارډ شافټسبري د لسو ساعتونو لایحې (۱۸۴۴) په ملاتړ سره یې د ماشومانو د کار په برخه کې د اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته وکړه. په ورته وخت کې، هغې د ریچارډ هنري هورن د دورې نوې روح ته انتقادي نثرونه وړاندې کړل.[۷][۸][۹]
زوال او مړینه
[سمول]د هغې د یوه زوړ ملګري، جی بی هنټر، او بیا د هغې د پلار له مړینې وروسته، د باریټ براونینګ روغتیایي وضعیت مخ په خرابیدو شو. براونینګ له فلورېنس نه سیینا ته لاړه، او په ویلا البرټي کې اوسېده. د ایټالیا په سیاست کې ښکیله، هغې د شعرونو یوه کوچنۍ برخه د کانګریس نه مخکې د شعرونو په نوم خپره کړه (۱۸۶۰) «چې ډیری یې په ۱۸۵۹ کې د جګړې له پیلیدو وروسته د ایټالیوي ارمان سره د خپلې خواخوږۍ څرګندولو لپاره لیکل شوي». هغه په انګلستان کې د قهراو غوصې لامل شوه، او محافظه کاره مجلو Blackwood's او د Saturday Review هغه یوه متعصبه وبلله. هغې دا کتاب خپل میړه ته ډالۍ کړ. د هغې وروستی اثر د موسیقۍ وسیله وه، چې له مړینې یې وروسته خپور شو.[۱۰]
خپرونه
[سمول]د باریټ براونینګ لومړنی پیژندل شوی شعر «پر انسان ظلم او جبر په اړه» په شپږ یا اته کلنۍ کې لیکل شوی و. دا نسخه چې ډېره اغېزناکه ده، دا مهال د نیویارک عامه کتابتون په لویې ټولګې کې شتون لري؛ دقیقه نیټه یې څرګنده نه ده ځکه چې په ۱۸۱۲ نېټې کې د «۲» عدد د بل څه په اړه لیکل شوی چې هغه توږل شوی یا پاک شوی دی.[۱۱][۱۲]
د هغې د شعرونو لومړنۍ ټولګه، د فکر یا ذهن په اړه وه، چې نور شعرونه هم ورسره مل وو، په ۱۸۲۶ کې خپره شوه چې له بایرن او یوناني سیاست سره یې د هغې لیوالتیا څرګنده کړه. دې خپرونې یا انتشار د یوناني ژبې د یوه ړوند عالم هوګ سټوارټ بویډ او د یو بل یوناني عالم اوویدال پرائس پام ځانته راواړوه، چې له دوی سره یې دوامداره اړیکې ساتلې وې. د نورو ګاونډیانو له ډلې یې میرمن جیمز مارټین وه چې له کولوال څخه وه، چې د ژوند په اوږدو کې یې له هغې سره هم اړیکې درلودې. وروسته، د بویډ په وړاندیز، هغې ایشیلوس پرومیتیوس باونډ وژباړه (په ۱۸۳۳ کې خپور شوی؛ په ۱۸۵۰ کې بیا ژباړل شوی). د دوی د ملګرتیا پر مهال باریټ د هومر، پینډار او اریستوفان په ګډون یوناني ادبیات ولوستل.[۱۳][۱۴]
باریټ براونینګ انسټیټیوټ
[سمول]په ۱۸۹۲ کې، لیډبري او هیرفورډشایر، د باریټ براونینګ په ویاړ د انسټیټیوټ جوړولو لپاره د ډیزاین سیالۍ ترسره کړه. Brightwen Binyon ۴۴ نورو ډیزاینونو ته ماتې ورکړه. ددې ودانۍ چوکاټ د لرګیو و او د مارکیټ ماڼۍ پر بنسټ جوړه شوې وه. دا ودانۍ په ۱۸۹۶ کې بشپړه شوه. په هرحال، نیکولاس پیوسنر د دې ودانۍ له سبک څخه متاثر نه و یعنې خوښ یې نه شو. په ۱۹۳۸ کې، په یوه عامه کتابتون بدل شو. له ۲۰۰۷ کال راهیسې په دویمې درجې کې راغلی دی.[۱۵][۱۶]
انتقادي استقبال
[سمول]باریټ براونینګ د خپل ژوند په اوږدو کې په انګلستان او متحده ایالاتو کې په پراخه کچه مشهوره وه. د باریټ براونینګ شعر پر ایملي ډیکنسون خورا اغیز وکړ، د هغې صفت یې وکړ او هغه یې د یوې بریالۍ میرمنې په توګه یاده کړه. په متحده ایالاتو او بریټانیا کې هغه د ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې د خپل دریځ له امله، همدا شان په متحده ایالاتو کې د غلامي، د ایټالویانو سره د دوی د بهرنیو واکمنانو له خوا بې عدالتي، او د ماشومانو کار د مبارزې په پار لا ډېر شهرت ترلاسه کړ.[۱۷]
د باریټ براونینګ ژوندلیک لیلیان وایټینګ (۱۸۹۹) خپور کړ چې هغه یې د «تر ټولو فلسفي شاعرې» په توګه یاده کړه او د هغې ژوند «د انجیل پلي شوي مسیحیت» په توګه انځوروي. د وایټینګ له نظره، د «د هنر لپاره هنر» اصطلاح د باریټ براونینګ پر اثارو نه پلي کیږي، ځکه چې هر شعر یې په ځانګړي ډول هدف لرونکی، او له ډېر «صادقانه لید» نه زیږیدلی دی. وایټینګ په دې انتقادي تحلیل کې، باریټ براونینګ د داسې یوې شاعرې په توګه انځوروي چې د کلاسیکو ادبیاتو پوهه د «معنوي الهام شعوري ډالۍ» سره کاروي. [۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118674471 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118674471 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001143 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
- ↑ Taplin, Gardner B. "Elizabeth Barrett Browning." Victorian Poets Before 1850. Ed. William E. Fredeman and Ira Bruce Nadel. Detroit: Gale Research, 1984. Dictionary of Literary Biography Vol. 32. Literature Resource Center. Web. 7 December 2014.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
- ↑ Whiting, Lilian. A study of Elizabeth Barrett Browning. Little, Brown and Company (1899)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه