فلورانس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فلورانس (/ˈflɒrəns/ FLORR-ənss؛ په ايټاليوي ژبه: فېرنس/ Firenze [fiˈrɛntse] (اورېدل)) د مرکزي ايټالیا یو ښار چې د توسکاني سيمې پلازمېنه ښار دی. دا ښار د توسکاني تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی چې په ۲۰۱۶ کال کې يې نفوس ۳۸۳۰۸۳ کسانو ته رسېده؛ او له ۱۵۲۰۰۰۰ څخه زیات کسان یې په ښاري سیمه کې مېشت و. [۱]

فلورانس په منځنیو پېړيو کې د اروپا مالي او سوداګریز مرکز او د هغه مهال یو له تر ټولو شتمنو ښارونو څخه و. ډېری اکادميک کسان يې د رنسانس/نوي‌والي د زېږېدلو ځای بولي چې په یو هنري، کلتوري، سوداګریز، سیاسي، اقتصادي او لوی مالي مرکز بدل شو. فلورانس د دې مهال په بهیر کې په ايټالیا او اروپا کې د لویې کچې او تر هغه پورته موقعیت ته لوړ شو. په سیاسي توپاني تاریخ کې يې د مديچي د ځواکمنې کورنۍ د واکمنۍ دوره او بېلابېل مذهبي او جمهوري غوښتونکي انقلابونه شاملېږي. له ۱۸۶۵ کال څخه تر ۱۸۷۱ کال پورې دې ښار د ايټالیا پاچاهۍ (چې په ۱۸۶۱ کال کې رامنځته شوه) د پلازمينې په توګه خدمت وکړ.  فلورانسي ګړدود/لهجه د ايټالوي ژبې بنسټیز معیار جوړوي او د ډانته الګېري، پټراک، جووواني بوکاچیو، نیکولا ماکیاولي او فرانچسکو ګوئیچیارډیني د شهکارونو د پرستيژ/حیثیت له امله په ټوله ايټالیا کې د فرهنګ ژبه شوه.   [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دا ښار په کلني ډول میلیونه سیلانیان ځانته راجلبوي او یونیسکو په ۱۹۸۲ کال کې د فلورانس تاریخي مرکز د نړیوال میراث په توګه معرفي کړ. دا ښار د کلتور، هنر، رنسانس معمارۍ او تاریخي ودانیو له امله پېژندل شوی. دا ښار همدارنګه د بېلابېلو هنري موزیمونولکه د اوفیزي ګالري او پېټي ماڼۍ لرونکی دی او لا هم په هنري، کلتوري او سیاسي برخو خپل اغېز شیندي. نړیوال ميراث او فلورانس ودانیو ته په پام سره فوربس (یوه امریکایۍ سوداګریزه مجله) په ۲۰۱۰ کال کې د نړۍ د تر ټولو ښکلي ښار په توګه درجه‌بندي کړ. [۸][۹][۱۰]

فلورانس د ايټالیا په سینګار/فېشن کې اړین رول لوبوي او د ژبو د کارونې د ارزونې نړیوال شرکت (Global Language Monitor) له‌خوا د سینګار د ۱۵ غورو پلازمینو په رتبه‌بندۍ کې راځي؛ پر دې سربېره د ملي اقتصاد او همدارنګه د سیلانیانو مرکز او صنعتي قطب دی.  [۱۱][۱۲]

تاریخچه[سمول]

فلورانس په پیل کې د یو رومي ښار په توګه رامنځته شو او وروسته تر یوې اوږدې مودې په منځنیو پېړیو کې د بانکدارۍ او سوداګرۍ د یو [1]کامیون په توګه وغوړېده، چې د ايټالیا د رنسانس زېږنده و. دا ښار له ۱۴مې-۱۶مې پېړۍ پورې له اقتصادي او کلتوري پلوه د اروپا او نړۍ تر ټولو مهم ښار و.  [۱۳]

هغه ژبه چې تر ۱۴مې پېړي پورې په یاد ښار کې پرې خبرې کېدې د ايټالوي ژبو لپاره د یوې بېلګې په توګه ومنل شوه. په ځانګړي ډول د توسکاني، ډانټه، پټرارک او بوکاچيو د اثارو له برکته فلورانسي ګړدود د ټولو نورو سیمه‌ییزو ګړدودونو په پرتله ډېره د ملي ادبي ژبې د بنسټ په توګه ومنل شوه.  [۱۴]

د وروستیو منځنیو پېړیو له پيل سره، فلورانسي پیسو – د فلورین سروزرو په بڼه – له بریتانیا څخه یې تر بروژ، لیون او هنګري پورې د ټولې اروپا د صعنت په پراختیا کې مالي ملاتړ وکړ. فلورنسي بانکدارۍ د۱۰۰ کلنې جګړې په بهیر کې د انګلیس پاچاهانو مالي ملاتړ وکړ. په ورته ډول یې د پاپ بودیجه هم تامین کړه، چې له ډلې يې د دوی د اوېنیون د لنډمهالې پلازمېنې او روم ته يې تر بېرته راستنېدو وروسته د رنسانس په دوره کې د روم بیارغونه او سینګار یادولی شو. 

فلورانس د اروپا د تاريخ د مهمو اشرافي کورنیو مدیچي‌يانو د ژوند سیمه و. لورنزو ډي مدیچي د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې د ايټالیا د سیاسي او فرهنګي متفکر مغز په توګه پېژندل کېده. د دې کورنۍ دوه غړي لسم ليو او اووم کلمنټ د ۱۶مې پېړۍ په لومړيو کې پاپان وو. کاترين ډي مديچي د فرانسې له پاچا دويم هانري سره واده وکړ او د هغه تر مړينه وروسته يې په ۱۵۵۹ کال کې په فرانسه کې د نائب‌السلطنه په توګه واکمني وکړه. ماري ډي مډيچي د فرانسې له څلورم هانري سره واده وکړ او د فرانسې راتلونکی پاچا دیارلسم لويي يې وزېږاوه. مدیچیانو د توسکاني د لویو ډوکانو په توګه واکمني وکړه چې په ۱۵۶۹ کال کې د لومړي ديموچ کوزیمو له واکمنۍ سره پيل شوه او په ۱۷۳۷ کال کې د جيان ګاسټون مدیچي له مړينې سره پای ته ورسېده.

رومي سرچينه[سمول]

له ميلاد څخه مخکې تر ۸-۹مې پېړي پورې اتروسکانو د فيزولي (په لاتیني فیزولا) یوه کوچنی مېشت‌ځای رامنځته کړ. چې تر ميلاد وروسته په ۸۰ کال کې د لوسیوس کورنلیوس سولا له‌خوا د روم د محبوبې جناح د ملاتړ په جبران له‌منځه یوړل شوه. د فلورانس اوسنی ښار له ميلاد څخه ۹۵ کاله مخکې د ژولیوس سزار له‌خوا د هغه د تجربه‌کاره سرتېرو د مېشت‌ځای په توګه رامنځته شو او اصلاً يې نوم فلوئنټیا و، ځکه د دوو سیندونو تر منځ جوړ شوی و چې وروسته يې نوم په فلورنټيا (ګل‌لرونکي) بدل شو. دا ودانۍ د پوځي کمپ له اصلي سړکونو، کارډو او ډکومانوس سره جوړه شوې وه چې په اوسنۍ پیازا ډلا ريپابليکا کې یو بل سره پرې کوي. دا ښار د روم او شمال تر منځ د ویاکاسیا د اصلي سړک او د ارنو د حاصلخېزې درې په اوږدو کې پروت دی، دا ښار په چټکۍ په یو مهم سوداګریز مرکز بدل شو.  [۱۵][۱۶]

په وروستیو پېړیو کې دې ښار د سټروګوټیانو د واکمنۍ توپاني دورې تجربه کړې، چې په ترڅ کې ېې دا ښار تر ډېره د بېزانسانو او سټرګوټیانو تر منځ د جګړې له امله په ستونزو کې ښکېل و چې ښايي نږدې  له ۱۰۰۰ کسانو څخه لږ شمېر ته يې د نفوس د راکموالي لامل شوی وي. په ۶مه پېړۍ کې د لومبارډ تر واکمنۍ لاندې بېرته دې ښار ته سوله راستنه شوه. فلورانس په ۷۷۴ کال کې د شارلماني له‌خوا فتحه شو او د توسکاني د ډوکانو یوه برخه شو چې لوکا یې پلازمېنه شوه. نفوس یې بیا وده وکړه او سوداګري په‌کې وغوړېده. فلورانس او فیزولي په ۸۵۴ کال کې په یوه کاونټۍ کې سره متحد شول.   [۱۷]

دویمه زریزه[سمول]

مارګرو هوګو تر ميلاد وروسته شاوخوا په ۱۰۰۰ کال کې د لوکا پرځای فلورانس د خپل مېشت‌ځای په توګه وټاکه. د فلورانس هنر زرین دور نږدې په همدې مهال کې پيل شو. په ۲۰۱۳ کال کې د باسیلیکا ډای سان ال مېنېټو (San Miniato al Monte) ساختماني چارې پیل شوې. د کلیسا خارجي بڼه د ۱۰۵۹ او ۱۱۲۸ کلونو تر منځ له رومانسک سبک سره بیا ورغول شوه. فلورانس په ۱۱۰۰ کال کې یو کامیون و چې د ایالتي- ښار په معنا دی. د ښار لومړنۍ سرچينه د ارنو سیند و چې د صنعت (په ځانګړي ډول د نساجي صنعت) لپاره يې ځواک او لاس‌رسی برابر کړی و او همدارنګه یې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره مدیترانې سمندر ته د لاس رسي زمینه مساعدوله. د ځواک بله لویه سرچینه د هغه د زیارکښو سوداګرو ټولنه وه. د فلورانسي سوداګرۍ د بانکدارۍ مهارتونه تر هغې تعینوونکي مالي نوښت (لکه د تبادلې بېل، د حسابدارۍ دوه اړخيز سیستم) وروسته چې د منځنۍ پېړۍ په نندارتونو کې یې رامنځته کړ په اروپا کې په رسمیت وپېژندل شول. دا دوره همدارنګه د فلورانس د پخواني ځواکمن سیال پيسا (چې په ۱۲۸۴ کال کې يې د جینوا له‌خوا ماته وخوړه او په ۱۴۰۶ کال کې د فلورانس له‌خوا تسخیر شو) د کسوف شاهده وه او د چارو واګې د جیاڼو ډلا بېلا په مشری تر یو اشرافي ضد غورځنګ  وروسته د سوداګرو نخبه ګانو لاسته ولوېدې، چې په پایله کې يې د عدل د احکامو قانون (۱۲۹۳) په نوم یوه ټولګه رامنځته شوه.   [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]


[1] په فرانسه او بلجیم کې تر ټولو کوچنی اداري واحد، ژباړن.

  1. Bilancio demografico anno 2013, dati ISTAT
  2. "Economy of Renaissance Florence, Richard A. Goldthwaite, Book – Barnes & Noble". Search.barnesandnoble.com. 23 April 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Firenze-del-rinascimento: Documenti, foto e citazioni nell'Enciclopedia Treccani". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Spencer Baynes, L.L.D., and W. Robertson Smith, L.L.D., Encyclopædia Britannica. Akron, Ohio: The Werner Company, 1907: p. 675
  5. "Florence | History, Geography, & Culture". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Brucker, Gene A. (1969). Renaissance Florence. New York: Wiley. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520046955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "storia della lingua in 'Enciclopedia dell'Italiano'". Treccani.it. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Florence (Italy)". Britannica Concise Encyclopedia. Britannica.com. 
  9. "Fashion: Italy's Renaissance". Time. 4 February 1952. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tim Kiladze (22 January 2010). "World's Most Beautiful Cities". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Fashion: Italy's Renaissance". Time. 4 February 1952. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Paris Towers Over World of Fashion as Top Global Fashion Capital for 2015". Languagemonitor.com. 6 July 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Florence (Italy)". Britannica Concise Encyclopedia. Britannica.com. 
  14. "History of the Italian Language". italian.about.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Planet, Lonely. "History of Florence – Lonely Planet Travel Information". lonelyplanet.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Leonardo Bruni, History of the Florentine People I.1, 3
  17. Bleek, Ulrike. Explore the World Nelles Pocket: Florence – Fiesole, Prato, Pistoia, San Gimignano, Voltera, Siena. Munich: Gunter Nelles. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 16 April 2009 باندې). Cradle of capitalism.
  19. Peters, Edward (1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Shadowy, Violent Perimeter: Dante Enters Florentine Political Life"]. Dante Studies, with the Annual Report of the Dante Society (113): 69–87.