د اېټاليا ښاري واحدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کميوني(اېټالوي: comune) (واحد: کميوني۔ comune، جمع: کميوني۔ comuni) اېټاليا کې بسنټيز اداري واحد دی چې په انګلسي ژبه کې ورته ښارګی (town) يا ښاري سيمه (township) يا ښاروالي(municipality)وايي۔ د اېټاليا شل سيمې او په هغې کې موجوده ولايتونه يې په نورو کوچنيو واحدونو وېشلي دي چې هر يو ته يې کميوني وايي۔ د دې عهدې پرمخوړونکي ته سنداکو (اېټالوي sindaco) وايي چې په پښتو ژبه کې د دې معادل مانا او عهده ښاروال ده۔

د 2001 سرشمېرنې له مخې، په اېټالیا کې ټول 8101 کمیونونه شتون لري، چې د نفوس او مساحت له مخې لوی او کوچني دي. ترټولو لويه ښاروالۍ د روم ده چې د 1285.30 مربع کیلومتره مساحت لري او د 2.5 ملیون څخه لږ نفوس لري.

کمیون اساسي دندې ترسره کوي لکه د زېږون او مړینې ریکارډ ساتل، د ځایی سړکونو او کوڅو جوړول او نظارت او داسې نور. د کمیون دفتر ته میونسیپیو (ایټالوی: Municipio) یا Palazzo Comunale ویل کیږي.