اروپايي بلوبېري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Vaccinium myrtillus L.
اروپايي بلوبېري
مملکه بوټي
څانگه Cormobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Ericaceae
جېنس Vaccinium

اروپايي بلوبېري (په لاتين: Vaccinium myrtillus L) یو درملي بوټي دي چې په اروپا ، آسيا، آمريکا او افريقا کې په جنگلونو او غرونو کې شنه کېږي. نوموړي بوټي آسماني مېوې لري چې خوړل کېږي.

توصيف[سمول]

اروپايي بلوبېري د Ericaceae په کورنۍ او د Vaccinium په جېنس پورې اړه لري. اوږدوالی یی ۵۰ سانتيمتره دي اروپايي بلوبېري شين منډرکی، بیضوی پاڼې، مېوې یی دايروي شکل او شین رنگ لري. دا بوټي د اپرېل څخه تر جون پورې گل کوي او د جولای څخه تر سبتمبر پورې مېوې لري.

اروپايي بلوبېري په روغتيا کې[سمول]

اروپايي بلوبېري هم په پخلنځى کې هم په طب کې کارېږي. د دي بوټي پاڼې یو شمېر درملي مواد لکه تانينونه، Myrtillin ضروري تېلونه لري چې په وينه کې د شکرې سطح کم کوي او د شكرى نا روغى د علاج لپاره کارېږي. نوموړي توکې پر اسهال ، معدې سترونزې او متيازي التهاب باندي ښه آغېزه هم لري. د اروپايي بلوبېري مېوه مواد لکه ويټامينونه A, C, B رسوراټرول، کاروټنويیدونه او فلافونويدونه لري چې پر سترگو باندي ښه آغېزه لري او په وينه کې کلسترول او وازده کم کوي.