ارنست هېکل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارنست هاینریش فیلیپ اګست هېکل (په جرمني ژبه: [ɛʁnst ˈhɛkl̩]؛ زوکړه: د ۱۸۳۴ زکال د فبروري ۱۶مه – مړینه: د ۱۹۱۹ زکال د اګست ۹مه) جرمنی ژوي پوه، طبیعت پوه، د نژادي اصلاح غوښتونکی، فیلسوف، فزیک پوه، ښوونکی، سمندري ژوندپوه او هنرمند و. هغه په زرګونو نوې نوعې کشف، تشریح او پر هغو یې نومونه کېښودل؛ ورته مهال یې د نسل پوهنې یوه ونه انځور کړه چې په هغو کې یې اړوند ټول ژوندي موجودات لېست کړل او د ژوند پوهنې په برخه کې یې د ایکولوژي، فیلوم، فیلوجیني او پروټېسټا په ګډون ګڼ شمېر اصطلاحات رامنځته کړل. هیکل په جرمني کې د چارلز داورین د چارو ترویج کولو ته مخه کړه او د تجدید د نظریې په برخه کې یې موثر، خو لږ پراخ اقدامات ترسره کړل؛ دغه نظریه څرګندوي چې د یو ارګانېزم بیولوژیکي وده یا انټوجیني د هغو د نوعو تکاملي یا فیلوجیني چارې تکرار او خلاصه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هېکل په خپاره شوي هنري اثر کې چې د طبیعت د هنري ډولونو (Kunstformen der Natur) په نامه دی د حیواناتو او موجودو سمندري ژوندیو موجوداتو ۱۰۰ توضېح شوي او څو رنګه انځورونه شتون لري چې د نوي هنر په نامه هنري خوځښت کې یې پام وړ اغېز لیدل کېږي. ارنست هېکل د یوه فیلسوف په توګه د نړیوالې معما د اصطلاح اړوند (Die Welträthsel؛ ۱۸۹۵- ۱۸۹۹ زکال؛ انګریزي ژباړه: The Riddle of the Universe، ۱۹۰۱ زکال) او د تدریسي تکامل څخه د ملاتړ په موخه د علومو او تدریس د آزادۍ (Freedom in Science and Teaching) تر عنوانونو لاندې اثرونه لیکلي دي.[۷]

هېکل د علمي نژاد پالنې ترویج کوونکی و او د ټولنیز داروینېزم نظریه یې منلې وه. نوموړی لومړنی کس و چې لویه جګړه یې «لومړنۍ» نړیواله جګړه وبلله او په ۱۹۱۴ زکال کې پیل شوې وه. [۸][۹][۱۰]

ژوند[سمول]

ارنست هېکل د ۱۸۳۴ زکال د فبروري په ۱۶مه په پوتسدام (هغه مهال د پروس د پاچاهۍ برخه و) کې وزیږېد. هېکل خپلې زده کړې په ۱۸۵۲ زکال کې په ډوم جمینازیوم یا د مرزبورګ د لویې کلیسا په عالي ښوونځي کې پای ته ورسولې. له دې وروسته نوموړي په برلین او وورتسبورګ کې، په ځانګړې توګه له البرت فون کولیکر، فرانز لیډیګ، روډولف ویرچو (هېکل د لنډ مهال لپاره د مرستیال په توګه ورسره کار هم وکړ) او اناتومېست – فزیولوژېست یوهانس پیټر مولر (۱۸۰۱ – ۱۸۵۸ زکال) سره د طبابت په برخه کې زده کړې وکړې. هغه له هرمان سټوډنر سره یوځای په وورتسبورګ کې د بوټو پوهنې په اړوندو لکچرونو کې ګډون کاوه. په ۱۸۵۷ زکال کې هېکل د طبابت په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړه او له هغو وروسته یې د درملنې کولو جواز واخیست. له ناروغانو سره له اړیکو وروسته هغه ته خپل دغه مسلک چندان ارزښتناک ښکاره نه شو. [۱۱][۱۲]

نوموړي په ینا پوهنتون کې درې کاله د کارل ګیګنباور تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړې او وړاندې له دې چې نوموړی په ینا پوهنتون کې د ژوي پوهنې ښوونکی شي په ۱۸۶۱ زکال کې یې د تطبیقي اناتومۍ په برخه کې مهارت ترلاسه کړ؛ هېکل له ۱۸۶۲ زکال څخه تر ۱۹۰۹ زکال پورې د ۴۷ کلونو لپاره په ینا پوهنتون کې پاتې شو. له ۱۸۵۹ زکال څخه تر ۱۸۶۶ زکال پورې هېکل د شعاعیانو(radiolarians)، سمندري سفنجیانو او سمندري حقلوي چینجیانو په څېر په ګڼ سمندري موجوداتو څېړنې وکړې. هغه مدیترانې ته د سفر پر مهال د شعاعیانو په نږدې ۱۵۰ نوو نوعو باندې نومونه کېښودل. [۱۳]

په ۱۸۶۴ زکال کې د هغه لومړۍ مېرمن، آناسیته مړه شوه. له همدې امله نوموړي د جیلي ماهیانو یو شمېر ښکلې نوعې (لکه سمونما اناسیته) د هغې د یادګار لپاره د هغې په نوم ونومولې. له ۱۸۶۶ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې هېکل له هرمان فول سره یوځای قناري ټاپو ګانو ته یو اوږد مهالی سفر وکړ. نوموړی د ۱۸۶۶ زکال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه لندن ته ولاړ. هغه په راتلونکو څو ورځو کې له چارلز لیل سره ولیدل او همدارنګه یې د توماس هاکسلي او د هغه له کورنۍ سره د هغوی په کور کې ولیدل. د اکتوبر په ۲۱مه نوموړی د چارلز دراوین د لیدو په موخه په کینټ کې د هغه کور ډاون هوس ته ورغی. ده په ۱۸۶۷ زکال کې له اګنس هوشکه سره واده وکړ. د دوی زوی والټر په ۱۸۶۸ زکال کې وزیږېد او له دې وروسته یې په ۱۸۷۱ زکال کې مشره لور الیزابت او په ۱۸۷۳ زکال کې یې بله لور ایما وزېږېدله. په ۱۸۶۹ زکال کې نوموړي د یو څېړونکي په توګه ناروې، په ۱۸۷۱ زکال کې کرواسیا (چېرې چې نوموړی د هوار ټاپو په یوې صومعې کې ژوند کاوه) او په ۱۸۷۳ زکال کې مصر، ترکیې او یونان ته سفرونه وکړل. په ۱۹۰۷ زکال کې نوموړی د ینا موزیم جوړ کړ څو هلته خلکو ته د تکامل په برخه کې تدریس وکړي. هېکل په ۱۹۰۹ زکال کې له تدریس څخه تقاعد شو او په ۱۹۱۰ زکال کې د پروس د کلیساوو له اتحادیې څخه هم ووت. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د نوموړي د زوکړې په اتیایمه کلیزه کې هغه ته د جرمني مونشن بانډ له خوا یو دوه ټوکیز اثر ډالۍ شو چې عنوان یې دا و؛ هغه څه چې موږ یې له ارنست هېکل څخه پوروړي یو (Was wir Ernst Haeckel verdanken)؛ دغه اثر د ینا د هاینریش شمېت له خوا ترتیب شوی وو. [۱۹][۲۰]

د هېکل دویمه مېرمن اګنس هم په ۱۹۱۵ زکال کې مړه شوه، دغه مهال نوموړی په پام وړ کچه کمزوری و او پښې او لاس یې مات شول. نوموړي په ۱۹۱۸ زکال کې په ینا کې خپل کور «ویلا مدوزا» په کارل زیس بنسټ وپلوره چې د هغه کتابتون یې په کې وساته. هېکل د ۱۹۱۹ زکال د اګست په ۹مه ومړ. نوموړی په جرمني کې د یوګون پالنې یو له مشهورو ملاتړ کوونکو څخه و. [۲۱][۲۲][۲۳]

سیاست[سمول]

د جرمني له رومانتیک خوځښت سره د هېکل لېوالتیا او همدارنګه تر یوې کچې د لامارکېزم منلو د هغه په سیاسي باورونو اغېز درلود. هېکل د دې پر ځای چې سخت دریځی داروین پالونکی وي، باوري و چې د یو ژوندي موجود ځانګړنې له چاپېریال سره د هغه له تعامل سرچینه اخلي او انتوجیني د فیلوجیني منعکس کوونکې ده. هغه ټولنیز علوم د «تطبیقي ژوند پوهنې» تصدیق کوونکي بلل او له دغه عبارت څخه یې د نازي ګوند په تبلیغاتو کې ګټنه کېدله. [۲۴]

په ۱۹۰۶ زکال کې هېکل د مونیسټ اتحادیې (جرمني مونشن بانډ) له بنسټګرو څخه و چې د فلسفي ماده پالنې یا ماتریالېزم ضد دریځ یې درلود او د ژوندانه طبیعي لرلید (natural Weltanschauung) یې ترویج کړ. دغه بنسټ تر ۱۹۳۳ زکال پورې فعالیت درلود او په مخکښو غړو کې یې ویلهلم اوسټوالډ، ګئورګ فون آرکو (۱۸۶۹ – ۱۹۴۰ زکال)، هیلین سټوکر او والټر آرتور برنډسون شامل وو. نوموړی لومړنی کس و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره یې د «لومړۍ نړیوالې جګړې» نوم وکاروه. [۲۵][۲۶][۲۷]

له دې سره هم د هېکل آثار د نازي ګوند له خوا منع شول، ځکه چې نازیانو د نوموړي یوګون پالنه او فکري ازادي رد کوله. سربېره پر دې د یادونې وړ ده چې هېکل په جرمني کلتور کې د تحصیل یافته یهودانو پام وړ ونډه درک کړې وه. [۲۸]

جوایز او ویاړونه[سمول]

هېکل په ۱۸۸۵ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. نوموړي ته په ۱۹۰۷ زکال کې قیصر دویم ویلهلم د ښاغلي لقب ورکړ او همدارنګه ورته په ۱۹۰۸ زکال کې د لندن لینیان ټولنې د داروین – والاس عالي مډال ورکړ. په متحده ایالاتو کې د هېکل غر چې د تکامل د حوضې په نوم هم شهرت لري او د سیرا نواډا په ختیځ کې د ۱۳۴۱۸ فوټه (۴۰۹۰ متره) په لوړوالی موقعیت لري د هغه په نوم نومول شوی. ورته مهال په نیوزلنډ کې هم یو غر د هېکل د غره په نامه نومول شوی چې ۲۹۴۱ متره (۹۶۴۹ فوټه) لوړوالی لري. د سټوریوډ کوچنۍ سیاره هم د ۱۲۳۲۳هېکل په نوم نومول شوې.  [۲۹][۳۰][۳۱]

په ینا کې نوموړی د هرنبرګ د یادګاري څلي (په ۱۹۶۹ زکال کې جوړ شو)، د ارنست هېکل په کور کې د جوړ شوي نندارتون او د ینا په فیلتیک موزیم کې د تکامل اړوند د تدریس پر مټ چې تر نن ورځې پورې د هغه اثار شریک کوي؛ یادول کېږي.[۳۲][۳۳][۳۴]

هارویټا هېکل نومی موږک ماهي هم د هېکل د ستایلو په موخه د هغه په نوم نومول شوی.[۳۵]

په ۱۹۸۱ زکال کې د ارنستا په نامه د بوټو پوهنې یوه مجلې د وینزویلا په مارکای ښار کې په خپرېدو پیل وکړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په نازیسم باندې د هغه د بالقوه اغېز ارزونه[سمول]

یو شمېر تاریخ لیکونکي د هېکل ټولنیز داروینېزم د نازي ایډیالوژي یو له مخکښو بڼو څخه بولي. خو یو شمېر نور بیا د دغو دواړو ترمنځ اړیکه رد کوي. دغو ته اړوند شواهد د یو شمېر اړخونو له مخې ناڅرګند دي؛ په داسې حال کې چې هېکل د علمي نژاد پالنې پلوي و.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

هغه باوري و چې تکاملي ژوند پوهنې په قطعي بڼه دا ثابته کړې چې نژادونه د ځیرکتیا او وړتیاوو له مخې له یو بل سره برابر نه دي او همدارنګه د هغوی ژوند هم نابرابر ارزښت لري، د بېلګې په توګه «ټیت نژادونه (لکه ودایان او یا هم اسټرالیايي تورپوستي) له رواني پلوه د متمدنو اروپایانو په نسبت تي لرونکو (شادیانو یا سپیو) ته ډېر نږدې دي، له همدې امله باید د هغوی ژوندانه ته جلا ارزښت قایل شو». له همدې امله د «ژوندانه لپاره د مبارزې» په پایله کې «ټیټ» نژادونه بالاخره له منځه ځي. نوموړی همدارنګه ټولنیز داروینېست و چې باور یې درلود «د غوره کسانو بقا» یو طبیعي قانون دی او دغه مبارزه د نژادي ودې لامل ګرځي. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Britannica
  2. Haeckel, Ernst (1866). Generelle Morphologie der Organismen [The General Morphology of Organisms] (په الماني ژبه کي). 2. Berlin, (Germany): Georg Reimer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) From p. 286: "Unter Oecologie verstehen wir die gesammte Wissenschaft von den Beziehungen des Organismus zur umgebenden Aussenwelt, wohin wir im weiteren Sinne alle "Existenz-Bedingungen" rechnen können." (By "ecology" we understand the comprehensive science of the relationships of the organism to its surrounding environment, where we can include, in the broader sense, all "conditions of existence".)
  3. Haeckel, Ernst (1866). Generelle Morphologie der Organismen [The General Morphology of Organisms] (په الماني ژبه کي). 1. Berlin, (Germany): G. Reimer. د کتاب پاڼي 28–29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Haeckel noted that species constantly evolved into new species that seemed to retain few consistent features among themselves and therefore few features that distinguished them as a group ("a self-contained unity"). "Wohl aber ist eine solche reale und vollkommen abgeschlossene Einheit die Summe aller Species, welche aus einer und derselben gemeinschaftlichen Stammform allmählig sich entwickelt haben, wie z. B. alle Wirbelthiere. Diese Summe nennen wir Stamm (Phylon)." (However, perhaps such a real and completely self-contained unity is the aggregate of all species which have gradually evolved from one and the same common original form, as, for example, all vertebrates. We name this aggregate [a] Stamm [i.e., race] (Phylon).)
  4. (Haeckel, 1866), vol. 1, p. 29: "Die Untersuchung der Entwicklung dieser Stämme und die Feststellung der genealogischen Verwandtschaft aller Species, die zu einem Stamm gehören, halten wir für die höchste und letzte besondere Aufgabe der organischen Morphologie. Im sechsten Buche werden wir die Grundzüge dieser Phylogenie oder Entwicklungsgeschichte der organischen Stämme (Kreise oder "Typen") festzustellen haben." (The investigation of the evolution of these phyla and the identification of the genealogical kinship of all species that belong to a phylum—we deem [this] the highest and ultimately specific task of organic morphology. In the sixth book, we will have to establish the outline of this "phylogeny" or history of the evolution of the organic phyla (groups or "types").)
  5. (Haeckel, 1866), vol. 1, pp. 215 ff. From p. 215: "VII. Character des Protistenreiches." (VII. Character of the kingdom of Protists.) From p. 216: "VII. B. Morphologischer Character des Protistenreiches. Ba. Character der protistischen Individualitäten. Der wesentliche tectologische Character der Protisten liegt in der sehr unvollkommenen Ausbildung und Differenzirung der Individualität überhaupt, insbesondere aber derjenigen zweiter Ordnung, der Organe. Sehr viele Protisten erheben sich niemals über den morphologischen Werth von Individuen erster Ordnung oder Plastiden." (VII. B. Morphological character of the kingdom of protists. Ba. Character of the protist Individualities. The essential tectological character of protists lies in the very incomplete formation and differentiation of individuality generally, however particularly of those of the second order, the organs. Very many protists never rise above the morphological level of individuals of the first order or plastids.)
  6. Watts E; Levit GS; Hossfeld U (2019). "Ernst Haeckel's contribution to Evo-Devo and scientific debate: a re-evaluation of Haeckel's controversial illustrations in US textbooks in response to creationist accusations". Theory Biosci. 138 (1): 9–29. doi:10.1007/s12064-019-00277-3. PMID 30868433. S2CID 76663562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Freedom in Science and Teaching. German 1877, English 1879, کينډۍ:ISBN.
  8. Hawkins, Mike (1997). Social Darwinism in European and American Thought. Cambridge: Cambridge University Press. p. 140.
  9. Watts E; Levit GS; Hossfeld U (2019). "Ernst Haeckel's contribution to Evo-Devo and scientific debate: a re-evaluation of Haeckel's controversial illustrations in US textbooks in response to creationist accusations". Theory Biosci. 138 (1): 9–29. doi:10.1007/s12064-019-00277-3. PMID 30868433. S2CID 76663562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hawkins, Mike (1997). Social Darwinism in European and American Thought. Cambridge: Cambridge University Press. p. 137.
  11. "Ernst Haeckel" (article),German Wikipedia, 26 October 2006, webpage: DE-Wiki-Ernst-Haeckel: last paragraph of "Leben" (Life) section.
  12. Di Gregorio, Mario A. (2005). "1: Young Haeckel". From Here to Eternity: Ernst Haeckel and Scientific Faith. 3. Goettingen: Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783525569726. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. On 16 February 1834 a son was born to Charlotte and Carl Gottlob Haeckel in Kanal 24a (later Yorkstrasse 7), Potsdam, Prussia. His name was Ernst Heinrich Phillip August, and he was destined to become one of the most influential and controversial thinkers of his time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ernst Haeckel" (biography), UC Berkeley, 2004, webpage: BerkeleyEdu-Haeckel.
  14. Haeckel, Ernst. The Art and Science of Ernst Haeckel. د کتاب پاڼي 14, 50. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Innes, Shelley (2006). "From Here to Eternity: Ernst Haeckel and Scientific Faith, Religion, Theology, and Natural Science, Vol. 3 by Mario di Gregorio". Journal of the History of Biology. 39 (1): 214–216. doi:10.1007/s10739-006-0001-9. JSTOR 4332000. S2CID 189843968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Richards, Robert J. (2008). The Tragic Sense of Life: Ernst Haeckel and the Struggle over Evolutionary Thought. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 173–174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-71219-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. New York Times Haeckel Again Honored in Spite of Himself on his 80th Birthday, published: 22 February 1914
  18. "Ernst Haeckel" (article),German Wikipedia, 26 October 2006, webpage: DE-Wiki-Ernst-Haeckel: last paragraph of "Leben" (Life) section.
  19. Felden, Emil (1914). "Felden Pastor an St. Martini Bremen". Was wir Ernst Haeckel Verdanken (What We Owe to Ernst Haeckel): Ein Buch der Verehrung und Dankbarkeit 2. Leipzig: Verlag Unesma. 125–128. “testimony of Emil Felden in Was wir Ernst Haeckel Verdanken, vol. ii, p. 125.” 
  20. Carus, Paul (1914). The Open Court. Open Court Publishing Company. د کتاب پاڼې 385. PROFESSOR Ernst Haeckel's celebration of his 80th birthday, ...on this occasion we note a work of two stately volumes, entitled Was wir Ernst Haeckel verdanken, edited at the request of the German Monistenbund by Heinrich Schmidt of Jena. (Image of p. 385 at Google Books) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Ernst Haeckel" (article),German Wikipedia, 26 October 2006, webpage: DE-Wiki-Ernst-Haeckel: last paragraph of "Leben" (Life) section.
  22. Kutschera, Ulrich; Levit, Georgy S.; Hossfeld, Uwe (2019-05-01). "Ernst Haeckel (1834–1919): The German Darwin and his impact on modern biology". Theory in Biosciences (په انګلیسي ژبه کي). 138 (1): 1–7. doi:10.1007/s12064-019-00276-4. ISSN 1611-7530. PMID 30799517. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Weir, Todd H. Secularism and religion in nineteenth-century Germany. The rise of the fourth confession. Cambridge University Press, 2014, p. 67
  24. "Ernst Haeckel" (biography), UC Berkeley, 2004, webpage: BerkeleyEdu-Haeckel.
  25. Daum, Andreas W. (1998). Wissenschaftspopularisierung im 19. Jahrhundert: Bürgerliche Kultur, naturwissenschaftliche Bildung und die deutsche Öffentlichkeit, 1848–1914. Munich: Oldenbourg. د کتاب پاڼي 215–219. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-486-56337-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Health, Race and German Politics Between National Unification and Nazism by Paul Weindling, Cambridge University Press, 1993., pp. 46, 250
  27. Fred R. Shapiro, المحرر (2006). The Yale Book of Quotations. Yale University Press. د کتاب پاڼې 329. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-10798-2. There is no doubt that the course and character of the feared "European War"...will become the first world war in the full sense of the word. Indianapolis Star, 20 September 1914 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Haeckel, Ernst. The Art and Science of Ernst Haeckel. د کتاب پاڼې 41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 9 March 1907 باندې). Kaiser Honors Haeckel. The New York Times.
  31. "JPL Small-Body Database Browser". ssd.jpl.nasa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Visit Jena - Ernst Haeckel Haus". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Wikimedia - Monument to Ernst Haeckel". 10 February 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Phyletisches Museum Jena". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Order CHIMAERIFORMES". 13 January 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Research trawler "Ernst Haeckel"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Ernstia. Maracay | International Plant Names Index". www.ipni.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Klautau, M.; Azevedo, F.; Condor-Lujan, B.; Rapp, H. T.; Collins, A.; Russo, C. A. d. M. (2013). "A Molecular Phylogeny for the Order Clathrinida Rekindles and Refines Haeckel's Taxonomic Proposal for Calcareous Sponges". Integrative and Comparative Biology. 53 (3): 447–461. doi:10.1093/icb/ict039. PMID 23704365. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "World Register of Marine Species entry". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Gould, Stephen Jay (1977). Ontogeny and Phylogeny. Cambridge, Mass.: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 77-78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674639409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Gasman, Daniel (1971). The Scientific Origins of National Socialism: Social Darwinism in Ernst Haeckel and the German Monist League. New Brunswick: MacDonald & co. د کتاب پاڼې xiv. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Weikart, Richard (2004). From Darwin to Hitler. New York: Palgrave MacMillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Kelly, Alfred (1981). The Descent of Darwin: The Popularization of Darwinism in Germany, 1860–1914. Chapel Hill, North Carolina: University of North Carolina Press. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807814604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Richards 2008، صص. 448–453.
  45. Di Gregorio, Mario A. (2005). From Here to Eternity: Ernst Haeckel and Scientific Faith. Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼې 569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Haeckel, Ernst (1904). The Wonders of Life. London: Watts & Co. د کتاب پاڼې 82, 406–407. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Hawkins, Mike (1997). Social Darwinism in European and American Thought. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Hawkins, Mike (1997). Social Darwinism in European and American Thought. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 137. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Haeckel, Ernst (1904). The Wonders of Life. London: Watts & Co. د کتاب پاڼې 122–124. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Weikart, Richard (2004). From Darwin to Hitler. New York: Palgrave MacMillan. د کتاب پاڼې 15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Gregorio, Mario A Di (2005). From Here to Eternity: Ernst Haeckel and Scientific Faith. Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼې 571. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Gregorio, Mario A Di (2005). From Here to Eternity: Ernst Haeckel and Scientific Faith. Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼې 568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Hawkins, Mike (1997). Social Darwinism in European and American Thought. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)