Jump to content

ارتور مېلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارتور مېلر
ارتور مېلر
ارتور مېلر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری ،  د زړه ناروغي ،  سرطان   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره کنیټیکټ   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای نيويارک   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
دين يهوديت [۳]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي ،  د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
ښځه ماریلین مونرو (۲۹ جون ۱۹۵۶–۲۰ جنوري ۱۹۶۱)  ويکيډاټا کې (P26) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
مؤثر هنرېک ايبسن ،  وېليم شېکسپيير   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ارتور مېلر
ارتور مېلر

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ارتور اشر مېلر (زېږېدنه د ۱۹۱۵ کال د اکتوبر ۱۷مه – مړينه د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ ۱۰مه) په شلمه پېړۍ کې د امريکا په تياتر کې یو امريکايی ډرامه ليکونی، مقاله ليکونکی او فلم لیکونکی و. چې د ډرامو له ډلې يې زما ټول زامن (۱۹۴۷)، د يو پلورنکي مړينه (۱۹۴۹)، ازمون (۱۹۵۳) او د پل منظره (۱۹۵۵) یادولی شو. هغه څو فلم‌لیکونه وليکل او تر ډېره يې د مېسفېټ په نوم فلم له ليکلو سره چې په ۱۹۶۱ کال کې خپور شو د خلکو پام ځانته واړوه. د يو پلورونکي مړينه په نوم ډرامه په شلمه پېړۍ کې د لنډو غوره امريکايي ډرامو په نوم‌لړ راڅرګنده شوې ده.  

مېلر په ځانګړي ډول د ۱۹۴۰مې، ۱۹۵۰مې او د ۱۹۶۰مې لسیزې د لومړۍ برخې په بهیر کې تر ډېره د خلکو په سترګو کې ځای درلود. د دې وخت په بهیر کې يې د ډرامې په برخه کې د پوليټایزر جایزه ترلاسه کړه. د امريکا د ولسي جرګې د غیر امريکايي فعالیتونو د کميټې تر تصديق مخکې يې له مرلين مونرو سره واده وکړ. مېلر په ۱۹۸۰ کال کې د سېنټ لويس پوهنتون د کتابتون له همکارانو څخه د سېنټ لوئیس ادبي جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د پرېمیوم امپریال جایزه ترلاسه کړه، په ۲۰۰۲ کال کې يې د شهزاده استوریاس جایزه او په ۲۰۰۳ کې يې د ژورزلېم جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه يې په ۱۹۹۹ کال کې د ډروټي او لېلیان ګېش جایزه خپله کړه.  [۴][۵][۶]

ژوندلیک

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

مېلر د ۱۹۱۵ کال د اکتوبر په ۱۷مه په هارلم کې د نیویارک ښار په منهاټن سیمه کې زېږېدلی، د اګوستا (بارونېټ) او اېزېډور له درې بچیانو څخه دويم و. مېلر یو یهودۍ و چې د پولنډي-يهودۍ کورنۍ سره يې تړاو درلود. پلار يې د ګالیسیا په راډومایزل ويليکي (هغه مهال د اتریش- هنګري یوه برخه اوسنی پولنډ) کې نړۍ ته راغی او مور يې د نیویارک اوسېدونکې وه چې مور او پلار يې هم په همدې ښار کې زېږېدلي وو. اېزېډور د ښځينه جامو د تولید یو کاروبار درلود چې ۴۰۰ کارکوونکي يې لرل. هغه په ټولنه کې يو شتمن او د درناوي وړ کس شو. د هغه د کوچنۍ خور جوان کوپ‌لنډ په ګډون د مېلر کورنۍ د مېنهاټن په لویدیځ کې په ۱۱۰ سړک کې ژوند کاوه، د کوېینز په فار راکوې کې يې یو اوړنی کور درلود او یو ځاني موټروان یې ګومارلی و.  د وال سټرېټ د سقوط پر مهال په ۱۹۲۹ کال کې يې کورنۍ نږدې هر څه له لاسه ورکړل او بروکلین ګریوزند ته کډه شول. (یوه سرچينه وايي چې هغوی ميډووډ ته کډه شوي) مېلر په نوې ځوانۍ کې هر سهار تر ښوونځي مخکې د ډوډوۍ رسونې خدمتونه وړاندې کول تر څو له‌دې طریقه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. مېلر وروسته د «هغه هلک چې بروکلین کې يې وده وکړه» په نوم د خپل ژوند د لومړۍ کلونو یو راپور خپور کړ. په ۱۹۳۲ کال کې له ابراهام لېنکلن ښوونځي څخه تر فراغت وروسته يې په مشیګان پوهنتون کې د کالج د لګښتونو د پوره کولو لپاره په څو کمزرو دندو کې کار وکړ. هغه تر فراغت وروسته (نږدې په ۱۹۳۶ کال کې) په نيویارک او همپشایر پوهنتونو کې د پوهنځۍ د پوستونو تر منلو مخکې د یو مرستندوی ارواپوه او نسخه لیکونکي په توګه کار پيل ګړ. مېلر د ۱۹۳۵ کال د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د امريکايي ليکوالانو له ليګ (۱۹۳۵-۱۹۴۳) سره یوځای شو، چې نړيوال خپروونکی الکساندر ټراکټېنبرګ، فرانکلېن فولسوم، لوېس انټرمایر، ای.اېف.سټون، مایرا پېج، مېلن برنډ، ليلیان هېلمن او داشېل همېټ يې غړي وو.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مېلر په لومړيو کې په مشيګان پوهنتون کې د ورځپاڼې لیکنې په برخه کې زده‌کړې وکړې او د زد‌ه‌کړيالانو ورځپاڼې، ډېلي مشیګان ورځپاڼې او همدارنګه يې د ګارګوېل طنزیه مجلې ته طنزیه ليکنې وکړې. د دې وخت په بهیر کې هغه د نو‌وېلېن په نوم خپله لومړۍ ډرامه ولیکله. مېلر خپله څانګه په انګلیسي بدله کړه چې ورپسې يې د نو‌وېلېن ډرامې لپاره د اوري‌هوپډ جایزه ترلاسه کړه. دې جایزې هغه ته د هغه لومړنۍ پېژندګلوي وروښوده او د دې لامل شوه چې هغه په دې وپوهېږي چې کولی شي د یو مسلکي ډرامه ليکونکي په توګه کار وکړي. مېلر د ډرامه ليکنې په یو سمینار کې چې د بانفوذه پروفیسور کېنټ روو له‌خوا په‌کې تدريس کېده ګډون وکړ او هغه په‌خپلو لومړنیو هڅو کې نوموړي ته د ډرامه ليکنې په برخه کې زده‌کړې ورکړې؛ روو پردې ټېنګار کاوه چې یوه ډرامه باید څه ډول جوړه شي چې موخنه اغېزمنتيا پر ځای پرېږدي، یا هغه څه چې مېلر د ډرامې د جوړښت ډيناميک بولي. روو هغه د کره او پر ځای نیوکو په وړاندې کولو سره پوره وهڅاوه او د ټول عمر لپاره يې په ملګري بدل شو. مېلر د خپل پاتې عمر په بهیر کې له خپل پوهنتون سره غښتلې اړيکې لرلې او په ۱۹۸۵ کال کې يې د پوهنتون د ارتور مېلر جایزه او په ۱۹۹۹ کال کې يې د ډراماتیکو لیکنو لپاره د ارتورمېلر جایزه رامنځته کړه او په ۲۰۰۰ کال کې يې خپل نوم د ارتور مېلر تياتر ته ځانګړی کړ. مېلر په ۱۹۳۷ کال کې د هونړس اټ ډون (د سپېده‌چاود وياړ) وليکه چې د هغه لپاره يې هم د اوري‌هاپووډ جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۳۸ کال کې تر فراغت وروسته د فېدرال د تياتر له پروژې سره چې په تياتر کې د دندو د رامنځته کولو لپاره د نيوډېل یو اژانس و یوځای شو. هغه د شلمې پېړۍ په فاکس کې د فلم لیکونکي په توګه د سودارتور له وړاندیز سره سره د تیاتر پروژه وټاکله. په دې توګه کانګرېس د کمونیستانو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښمن و او دا پروژه يې په ۱۹۳۹ کال کې وتړله. مېلر په هر حال د راډیويي ډارمو ليکنې ته دوام ورکړ چې ځينې يې له CBS څخه خپرېدې په ورته وخت کې يې د بروکلين د سمندري بېړیو د جوړونې په کارخونه کې کار پيل کړ.     [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

لومړۍ دنده  

[سمول]

مېلر په ۱۹۴۰ کال کې له ماري ګرېس سلاټېري سره واده وکړ. دې جوړې د جېن (د ۱۹۴۴ کال د سېپټامبر په اوومه زېږېدلی) او رابرټ (زېږېدنه د ۱۹۴۷ کال د مې مياشتې ۳۱مه – مړينه د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۶مه) په نوم دوه بچیان لرل. مېلر د دويمې نړيوالې جګړې په بهیر کې د ښوونځي په دوره کې د فوټبال لوبې په بهیر کې په‌خپله چپه ګونډه کې د ټپ له امله د عسکرۍ له خدمت څخه معاف کړای شو. په ۱۹۴۴ کال کې د «هغه سړی چې ټولې نېکمرغۍ يې لرلې» په نوم د مېلر لومړنۍ ډرامه خپره شوه او د تیاتر د ټولنې ملي جایزه يې ترلاسه کړه. دا ډرامه تر څلورو نندارو وروسته له شومو نیوکو سره وتړل شوه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۹۴۷ کال د مېلر د «زما ټول زامن» په نوم ډرامه چې ليکل يې په ۱۹۴۱ کال پيل شوي وو په براډوې (تیاتري نندارې، ژباړن) کې بریالۍ وه، (چې نوموړي ته يې د هغه د غوره ليکوال لومړنۍ ټوني جایزه ورپه برخه کړه) او د یو ډرامه ليکونکي په توګه يې د هغه شهرت تثبیت کړ. مېلر کلونه وروسته په ۱۹۹۴ کال کې له ران رېفکېن سره په مرکه کې وويل چې «زما ټول زامن» ډرامې ډېری معاصر منتقدان دا د «شدیدې خوش‌بینۍ په دوران کې دا يوه ډېره خفه‌کوونکې ډرامه یادوي» خو له نيویارک ټایمز څخه د بروک اټکېنسون مثبتو نيوکو دا ډرامه له ناکامۍ څخه وژغورله.   [۳۱][۳۲]

مېلر په ۱۹۴۸ کال کې د کانټيکاټ په راکسبري کې یوه  کوچنۍ سټېډیو جوړه کړه. هلته يې له یوې ورځې څخه په لږه موده کې د يو پلورنکې د مړينې په نوم ډرامې لومړۍ برخه وليکله. هغه د شپږو اونیو په بهیر کې د ډرامې پاتې برخه وليکله چې د نړۍ په تياتر کې یوه له کلاسیکو اثارو څخه ده. د يو پلورنکې مړينه په نوم ډرامه د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ په ۱۰مه د موروسکو په تياتر کې د اېلیا کازان په کارګردانۍ او د ويلي لومان په کرېکټر کې د ليي جې. کاب، د لېدندا په رول کې د مېلډرد ډانوک، د بیف په رول کې د ارتور کېنېډې او د ميچل په کریکټر کې د کامرون په لوبغاړۍ نندارې ته وړاندې شوه. دا ډرامه له سوداګریز اړخه بریالۍ وه او منتقدانو وستایله چې د غوره لیکوال لپاره د ټوني جایزې، د نیویارک د ډرامه ليکونکو د منتقدانو د کړۍ جایزې او د پولټزر جایزې ګټونکې شوه.دا لومړنۍ ډرامه وه چې درې واړه جایزې يې خپلې کړې. دا ډرامه ۷۴۲ ځله نندارې ته وړاندې شوه. [۳۳][۳۴]

مېلر په ۱۹۴۹ کال کې د مېلر د «زما ټول زامن» په نوم تولید پر بنسټ له ایوجين اونيل سره ځينې خپرونې تبادله کړې. اونيل مېلر ته د مبارکۍ پيغام ولېږه؛ هغه يې په ځواب کې څو پاراګرافه ليک وليکه، چې په ترڅ ې يې د تېلګرام لپاره مننه کړې وه او دا چې زر يې ځواب نه و ورکړی بښنه يې غوښتې وه او ايوجين ته يې د پلورنکي مړينه په نوم ډرامې په پرانیست غونډه کې بلنه ورکړه. اونيل ځواب ورکړ، بښنه يې ومنله، خو بلنه يې رد کړه او ويې ويل چې پراکېنسون ناروغۍ هغه ته سفر کول ستونزمن کړي دي. هغه ليک بوستون ته د هغه له بلنې سره پای ته ورساوه چې دا سفر کله هم پېښ نه شو. [۳۵]

سرچينې 

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118582496  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118582496  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. https://jewishjournal.com/culture/arts/231886/daughter-documents-inner-arthur-miller/
  4. "Website of St. Louis Literary Award". خوندي شوی له the original on August 23, 2016. بياځلي په July 25, 2016.
  5. Saint Louis University Library Associates. "Recipients of the Saint Louis Literary Award". خوندي شوی له the original on جولای 31, 2016. بياځلي په جولای 25, 2016.
  6. Associated Press, "Citing Arts' Power, Arthur Miller Accepts International Prize." Los Angeles Times, 4 September 2002
  7. Ratcliffe, Michael (February 12, 2005). "Arthur Miller". The Guardian. بياځلي په May 8, 2018.
  8. Miller, Gerri (March 14, 2018). "Daughter Documents the Inner Arthur Miller". Jewish Journal. بياځلي په May 8, 2018.
  9. Kampel, Stewart (September 19, 2013). "Q&A with Rebecca Miller". Hadassah Magazine. بياځلي په May 8, 2018.
  10. Campbell, James (July 26, 2003). "Arthurian legends". The Guardian. بياځلي په May 8, 2018.
  11. Arthur Miller's Intermarriages Archived December 22, 2015, at the Wayback Machine. Golin, Paul. Published February 16, 2005. Accessed December 12, 2015.
  12. "Marilyn Monroe's Jewish Wedding 'Cover Up'" Ghert-Zand, Renee. Published December 28, 2012. Accessed December 12, 2015.
  13. "A World in Which Everything Hurts; Arthur Miller's Struggle With Jewish Identity May Be Responsible for His Best Work" Eden, Ami. Published July 30, 2004. Accessed December 12, 2015.
  14. Arthur Miller, Timebends: A Life, A&C Black, 2012. p. 539.
  15. BBC TV Interview; Miller and Yentob; 'Finishing the Picture,' 2004
  16. Miller, Arthur (June 22, 1998) American Summer: Before Air-Conditioning. The New Yorker. Retrieved on October 30, 2013.
  17. Garner, Dwight (June 2, 2009). "Miller: Life before and after Marilyn". The New York Times. بياځلي په December 18, 2011.
  18. The Times Arthur Miller Obituary, (London: The Times, 2005)
  19. Applebome, Peter. "Present at the Birth of a Salesman", The New York Times, January 29, 1999. Accessed February 8, 2019. "Mr. Miller was born in Harlem in 1915 and then moved with his family to the Midwood section of Brooklyn."
  20. Hechinger, Fred M. "Personal Touch Helps", The New York Times, January 1, 1980. Accessed September 20, 2009. "Lincoln, an ordinary, unselective New York City high school, is proud of a galaxy of prominent alumni, who include the playwright Arthur Miller, Representative Elizabeth Holtzman, the authors Joseph Heller and Ken Auletta, the producer Mel Brooks, the singer Neil Diamond and the songwriter Neil Sedaka."
  21. Page, Myra; Baker, Christina Looper (1996). In a Generous Spirit: A First-Person Biography of Myra Page. University of Illinois Press. p. 145. ISBN 9780252065439. بياځلي په 4 August 2018.
  22. "A Brief Chronology of Arthur Miller's Life and Works". The Arthur Miller Society. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2006. بياځلي په September 24, 2006.
  23. For Rowe's recollections of Miller's work as a student playwright, see Kenneth Thorpe Rowe, "Shadows Cast Before," in Robert A. Martin, ed. (1982) Arthur Miller: New Perspectives, Prentice-Hall, ISBN 0130488011. Rowe's influential book Write That Play (Funk and Wagnalls, 1939), which appeared just a year after Miller's graduation, describes Rowe's approach to play construction.
  24. Arthur Miller, Timebends: A Life. New York: Grove Press, 1987, pp. 226–227
  25. "Arthur Miller Files (UM days)". University of Michigan. بياځلي په September 24, 2006.
  26. "Arthur Miller and University of Michigan". University of Michigan. خوندي شوی له اصلي څخه په September 13, 2006. بياځلي په September 24, 2006.
  27. Ratcliffe, Michael (فبروري 11, 2005). "Obituary: Arthur Miller". The Guardian. London. p. 25. خوندي شوی له اصلي څخه په July 23, 2012. بياځلي په July 23, 2012.
  28. Fried, Billy (April 9, 2022). "Remembering Bob Miller". Laguna Beach Independent. Firebrand Media LLC. بياځلي په 13 August 2022.
  29. Royal National Theater: Platform Papers, 7. Arthur Miller (Battley Brothers Printers, 1995).
  30. Shenton, Mark (March 14, 2008). "The man who HAS all the luck..." The Stage. The Stage Newspaper Limited. خوندي شوی له اصلي څخه په May 19, 2009. بياځلي په May 6, 2009.
  31. Bigsby, C. W. E. (2005). Arthur Miller: A Critical Study. Cambridge University Press. p. 301. ISBN 978-0-521-60553-3.
  32. Rifkin, Ron, "Arthur Miller" Archived 2012-05-26 at the Wayback Machine., BOMB Magazine Fall, 1994. Retrieved on July 18, 2012.
  33. The Times Arthur Miller Obituary, (London: The Times, 2005)
  34. "Obituary: Arthur Miller". BBC News. BBC. February 11, 2005. بياځلي په September 21, 2010.
  35. Dan Isaac, Founding Father: O'Neill's Correspondence with Arthur Miller and Tennessee Williams, The Eugene O'Neill Review, Vol. 17, No. 1/2 (Spring/Fall 1993), pp. 124–33