ادميرال پتنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Vanessa atalanta
ادميرال پتنگ
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
ډله خوځندکې
تیره پتنگان
Nymphalidae
Vanessa

ادميرال پتنگ (په لاتين: Vanessa atalanta) د وزر لرونکو حشرو (خوځندکو) څخه دی چی په اروپا، شمالي امريکا، اسيا او شمالي افريقا کی ژوند کوي. نوموړي پتنگ د گرمو سیمو سره ډېره مینه لري، خو په پسرلي کی د جنوبو سیمو څخه شمال ته کوچ کوي.[۱]

پېژندنه[سمول]

ادميرال پتنگ د لویو پتنگانو څخه دی چی په ورځ کی ژوند کوي. دغه پتنگ درې جوړې پښې، دوې جوړې وزرونه، کوچني سر او دوه اوږده انتنونه لري. وزرونه یی سرې ترښکې لري. د وزرونو پلنوالي یی د ۴۵ میلیمتر څخه تر ۵۰ میلیمتر پورې وی. چنجی یی تور رنگ لری او نېښ لرونکی بوټي خوري.[۲]

انځورتون[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Babo%C4%8Dka_admir%C3%A1l
  2. Zoologie 1.díl SPN 1962 prof. dr. Jaroslav Lang