ادريس شاه
| ادريس شاه | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۶ جون ۱۹۲۴[۱][۲][۳] |
| مړینه | 23 نومبر 1996 (72 کاله)[۱][۲][۴][۳] لندن |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال ، ښوونکی |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۵] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
ادريس شاه ( سيد ادريس هاشمي) ( د ۱۹۲۴ د جون ۱۶ - د ۱۹۹۶ د نوامبر ۲۳ ) د هند نامتو پوهاند او صوٌفي ليکوال ، چې له اره یو افغان دی ، د هند په سیمله کې زېږېدلی دی . د ادریس شاه د کورنۍ لړۍ په مخينه کې د اسلام تر ستر پیغمبره حضرت محمد ( ص ) پورې رسیږي . د ده استادان او ښوونکي په ختيځ او لوېديځ کې د ده د سفرونو په ترڅ کې ځاني کسان ول . همدا راز د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له بېلابېلو کسانو سره د ده گڼ شمېر ليدنو کتنو پر ده او د د ه پر زدکړو لوی اغېز وکړ . نوموړي په خپل ژوند کې ډېر سفرونه کړي ، چې د صوفي لپاره د زده کړې او ودې په برخه کې یوه مهمه لار گڼل کيږي . د تصوف له دود سره سم ، د ده ټول ژوند په تومنه کې خدمت کولو ته ځانگړی شوی وو . د ده پوهه او لېوالتیاوې پراخې وې ، هڅې او پرمختگونه يې په ډېرو هېوادو کې ، د انساني کار او کارندتیا په بېلابېلو ناڅـاپي برخو کې څرگند شول . ادریس شاه د کولتوري څېړنو د انستیتوت د پوهنې د څانگې ریس وو . دا د پوهنې د بېلابېلو برخو او کولتوري تبادلې د دوه اړخيزو اړېکو یو ښوونيز سازمان وو . دی د یو شمېر هېوادو د پاچاهانو او دولتي مشرانو سلاکار ، د روم کلوب ټولنيزې ټولنې د بنسټ اېښودونکو یو غړی ، د شاهي خیریه ټولنې غړی ، د شاهي روغتون ، د نه درملېدونکيو ناروغانو د منځۍ غړی او د اوکتاگون پرېس چاپخونې بنسټ اېښودونکی وو . ادریس شاه د کولتور د پېښليک او ودې په برخه کې د یو شمېر اثارو ليکوال دی . د تصوف په اړه یې هم يو شمېر اثار ليکلي دي . ده بېلابېل فلکلوري توکي ، چې د بېلابېلو کولتورونو جوړونکي ول ، چاپ کړي دي . ليکوال د ماشومانو لپاره کتابونه ، د ارواپوهنې ، ټولنپوهنې ، د ختيځ او لوېديځ تمدن د جوړېدو په پروسه کې د کولتورونو د دوه اړخيز کولو په برخو کې څه دپاسه ۳۰ کتابونه ليکلي ، چې له هغه شمېر څخه په سیلاني ، بيبليوگرافۍ ، د نکلونو راټولولو په برخه کې ، کومېډي اثار ، د فلسفي او وگړپوهنې ( انتروپولوجۍ ) د ځانگړنو درلودونکي کتابونه هم دي . د ادریس شاه اثار د نړۍ په ۱۲ ژبو ژباړل شوي ، چې دی یې په ټوله نړۍ کې نامتو کړی دی . د ده د کتابونو د چاپ شمېر ۱۵ ميليونو ټوکو ته رسېدلی او د ده دې اثارو ته ډېرې نړيوالې ډالۍ هم ورکړل شوې . نړیوالې رسنۍ د دغو کتابونو د چاپ په تړاو ژوندی غبرگون ښودلی ، له هغه شمېر نه د داسې ورځپانو نومونه اخیستلای شو ، لکه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ، ترېبیون او داسې نورې . ليکوال ادريس شاه پر خپلو اثارو ټوله کولتوريیزه او مانيزه کمپېښه ښکارنده جوړه کړې ( هم په ادبي برخه او هم په دغو اثارو کې د راپورته شویو موضوع گانو په برخه کې ) ، چې د انسان ، په نړۍ کې د هغه د ټولنيزې او مانیزې دندې ، د هغه د طبيعت او د هغه د رسالت په اړه يې اوسنی تصور بدل کړی دی . صوفي ليکوال ادریس شاه په خپلو اثارو کې یوه پراخه هڅه کوي ، چې زموږ په زمانه او د نوي پېښليک په اوږدو کې د صوفیانو د کار او کارندتیا یو انځور وښيي . نوموړی په داسې حال کې ، چې په لومړیو وختو کې يې د پوهنيزې نړۍ د ټاکلیو استازیو او د دگم پر روحیه عیارو تیولوجیستانو مقاومت تېر کړی ، تصوف د پوهانو له دوترونو د باندې وایست . نوموړي په دې کار سره د ډېرمخو ایزوتېریستانو ( پټ پوهانو ) دې ادعا ته ، چې دوی هم غواړي په دې کار کې برخه واخلي ، رد ځواب ورکړ ، تصوف يې د پراخو مينه والو او لوستونکيو د لاسرسي وړ وگرزاوه . ادریس شاه لوستونکی دې ته رابولي ، چې د تصوف ايډیو ته نږدې شي او پر خپل ځان يې وازمويي . د ده وېښوونکی غږ د وروستیو لسیزو له ایزوتېریکي چوپیتا څخه ډېر توپیر لري . د ده اثار ژوندي دي ، اوسنۍ روحیه لري ، موږ د دوديزې ارواپوهنې ، ادبیاتو ، فلسفې او تصوفي افکارو نړۍ ته ورولي ، او په دې ډول د تصوفي افکارو او کړنو لپاره پراخ تاریخي او کولتوري ډگر پرانيزي . د ادریس شاه اثارو د لويديځ او ختيځ په ادبي او پوهنیز چاپېریال کې ډېر پراخ غبرگون وموند. د ده د کتابونو په پاڼو کې د بېلابېلو مسلو په اړه د چلند ميتودونه او بېلگې د کورټ بېلابېلو خلکو له خوا وکارول شوې او له دغو خلکو څخه يې هر یوه دغه میتودونه په خپله برخه کې وکارول . د ادریس شاه له برکته د وروستيو لسیزو په اوږدو کې د پوهنې په داسې برخو کې لکه ارواپوهنه ، ټولنپوهنه ، فلسفه ، ښوونه او روزنه ، وگړپوهنه او هنري ادبیاتو په وده کې یو ناڅاپي ټوپ او پرمختگ راغی . د ليکوال په اثارو کې د ودې اېښودل شوې هڅونې په وړاندې داسې نامتو خلکو غبرگون وښود ، لکه شاعر روبرټ گرېیس ، ليکوالې دوریس لېسینگ ، ټولنپوه ليونارد لېوين ، ارواپوهانو ارتور دېیکمن چې د اروادرملنې د یوه ښوونځي بنسټ اېښودونکی دی ، همدا راز د انسان د مغز د ښۍ او کيڼې نیمې برخو د تيورۍ بنسټ اېښودونکی روبرټ اورنسټاین . اوسنۍ ادبپوهنې دا مالومه کړې چې صوفي دود د لویس بورگېس په پنځونه کې د الهام لپاره بنسټيزه سرچينه وه . (Giovanna de Garayalde Jorge Luis Borges: Sources and Illumination, London, The Octagon Press, 1978). یو مهال لندنۍ ورځپاڼې «Evening News» وليکل : «داسې يې تصور کړئ ، چې انشتېین د خپلې نسبیت تيورۍ یو اړخ راواخیست او پټ يې ستورپوه ته ورکړ ، بل اړخ يې هم د ساري په توگه بیولوجي پوه ته ورکړ او داسې نور . دا په بشپړه توگه احتمالي ده ، چې له دې وروسته به د پوهنې په بېلابېلو برخو کې په رښتیا هم اوښتونيز ( انقلابي ) پروسې پیل شوې وای ، که څه هم هيچا به ان دا شک هم نه کولای ، چې دا خو په اصل کې د لوی ماسټر د لاس کار دی . دا مستثنا نه ده ، چې دې ته ورته څه نن پېښیږي...ښايي چې ادریس شاه هغه سړی وي چې د صحنې شاته يې دا ډول پروسو ته خوځښت ورکړی وي ....» د ختيځ او لوېديځ ډېری پوهنتونونو او کالجونو پخپلو زده کړيزو پروگرامونونو کې ، د داسې پوهنڅانگو لکه ارواپوهنه ، ټولنپوهنه او ادبیاتو په برخه کې د ده اثار منلي او دود کړي دي . پر ۱۹۶۹ زېږدي کال د ژوندليکونو سیند ( قاموس ) په برخه کې ده ته ، بشري مفکورې ته د خدمت په خاطر ډالۍ ورکړ شوه . له نورو ډالیو څخه يې یوه هم د (( دوه زره برجسته شخصیتونه )) ( ۱۹۷۱ ز کال چاپ ) په خاطر شپږ لومړۍ ډالۍ وې ، چې د کتاب د نړيوال کال لپاره د یونسکو له خوا بېلې شوې وې ؛ دی همدا راز (( د سرو زرو مډالونو په اخیستونکو کې څوک ، څوک دی ؟ )) ( ۱۹۷۵ ز کال ) په نوملړ کې هم شامل دی . په لندن کې د ده د مړينې په اعلامیه کې ، چې د ډېیلي ټلگراف ورځپاڼې په ودانۍ کې اېښودل شوې ، داسې راغلي : «د ده اغېز ته سړی نومره نه شي ورکولای ، یانې چې انسان ناتوانه دی ، چې د ده اغېز ته نومره ورکړي ، د ده میراث نه شي اندازه کېدای . داسې وايي ، چې دی د پېړۍ د تصوف استاد وو .»
اخځونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119246048 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66z4ff2 — سکالو پېژند: Idries Shah — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/idries-shah — سکالو پېژند: Idries Shah — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?19714 — سکالو پېژند: Idries Shah — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/54285667
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1996ز مړينې
- 23 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري

