اتم اډوارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اتم اډوارډ
(انګلیسي: Edward VIII د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اتم اډوارډ
اتم اډوارډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: His Highness Prince Edward of York د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ جون ۱۸۹۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 28 مې 1972 (78 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۲][۸][۹][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل کومييز سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه والیس سیمپسون (۳ جون ۱۹۳۷–۲۸ مې ۱۹۷۲)[۱۳][۱۴][۱۵]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار پنځم جورج[۱۳][۱۵]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پوځي ځواک
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه د برتانيا فوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اتم اډوارډ
اتم اډوارډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اتم اډوارډ (اډوارډ البرت کریستین جورج انډریو پتریک ډیویډ، د ۱۸۹۴ ز کال د جون له ۲۳ – د ۱۹۷۲ز کال د مې تر ۲۸ مې پورې) د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري له ۲۰ نه د همدې کال تر ډسمبرپورې یعنې د خپلې استعفا  تر وخت پورې، د انګلستان او د بریتانیا د سترواکۍ پاچا او د هند سترواک و.

اډوارډ د خپل پلار د انا، ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پرمهال زېږېدلی و او د یارک د ډوک او ډوچیس وروسته پاچا پنځ جورج او ملکه ماري مشر ماشوم و. اووه اوونۍ وروسته له هغه چې پلار یې د پاچهۍ په تخت کېناست، هغه ته د خپلې ۱۶ کلیزې په ورځ د ویلز شهزاده لقب ورکړل شو. اډوارډ د ځوانۍ په ورځو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړه او د خپل پلار په استازیتوب یې څو بهرني سفرونه وکړل. کله چې نوموړی د ویلز شهزاده شو، په یو لړ جنسي اړیکو کې ښکېل شو چې هم یې خپل پلار او هم یې د برتانیا لومړی وزیر ستېنلي بالډوین اندېښمن کړل.

اډوارډ په ۱۹۳۶ ز کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته، د وینډسر د کورنۍ دویم پاچا شو. نوي پاچا د دربار له اصولو سره بې صبري وښوده او له اساسي کنوانسیونونو نه د ښکاره بې غورۍ له امله یې د سیاستوالو ترمنځ اندېښنه را پورته کړه. د خپلې واکمنۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې، نوموړي والیس سیمپسون ته د واده وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون کړکېچ یې رامنځ ته کړ. والیس یوه امریکایي وګړې وه  چې له خپل لومړي مېړه نه یې طلاق اخیستی و او له دویم نه د طلاق اخستلو په درشل کې وه. د انګلستان لومړيو وزیرانو او واکمنانو د واده مخالفت وکړ او داسې استدلال یې وکړ چې طلاقه شوې ښځه د دوو پخوانیو ژوندیو میړونو په درلودلو سره، له سیاسي او ټولنیز اړخه د احتمالي مېرمنې ملکې په توګه د منلو وړ نه ده. د دې تر څنګ، دا ډول واده د انګلستان د کلیسا د ویاړلي مشر په توګه د اډوارډ له درېځ سره په ټکر کې و، ځکه چې په هغه وخت کې کلیسا د طلاق شوې ښځي سره چې پخوانی مېړه یې لا ژوندی وي، واده کول رد کړل. اډوارډ پوهېده چې که چېرې واده پر مخ ولاړ شي، د بالډوین حکومت به استعفا ورکړي، چې په پایله کې به عمومي ټاکنو ته اړتیا وي او له سیاسي پلوه د بې واکه پاچا په توګه به د هغه حیثیت خراب کړي. کله چې دا څرګنده شوه، چې نوموړی د تخت پاتې کېدو په حالت کې نه شي کولای، له والیس سره واده وکړي، خپله استعفا یې وړاندې کړه. وروسته د هغه کشر ورور شپږم جورج د هغه ځایناستی شو. د ۳۲۶ ورځو په واکمنۍ سره اډوارډ د بریتانیا ترټولو لنډ مهاله پاچا ګڼل کېږي.

د نوموړي له استعفا وروسته، اډوارډ ته وینډسر د ډوک لقب ورکړل شو. هغه د ۱۹۳۷ ز کال د جون په ۳ مه نېټه په فرانسه کې له والیس سره وروسته له هغه واده وکړ، چې دویم طلاق یې قطعي شو. دې جوړې د همدې کال په وروستیو کې نازي المان ته سفر وکړ. اډوارډ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې، په لومړي سر کې فرانسې ته په پوځي ماموریت ولېږل شو، خو د داسې تورونو له امله چې ګواکي  له نازیانو سر خواخوږی څرګندوي، هغه د بهاماس والي وټاکل شو. له جګړې وروسته، اډوارډ خپل پاتې ژوند په فرانسه کې تېر کړ. هغه او والیس په ۱۹۷۲ ز کال کې د نوموړي تر مړینې پورې یوځای پاتې شول.  

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اډوارډ د ۱۸۹۴ ز کال د جون په ۲۳ مه نېټه د لندن ښار په څنډو کې د ریچموند پارک په وایټ لاج سیمه کې د خپل پلار د انا ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پر مهال نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نوموړی د یارک د ډوک او دوچیس (وروستي پاچا پنځم جورج او ملکې ماري) مشر زوی و. د هغه پلار د وېلز د شهزاده او شهزادګۍ (وروسته پاچا اووم اډوارډ او ملکه الکساندرا) زوی و. د هغه مور د کیمبرج د شهزادګۍ ماري اډېلېډ او د تېک د ډوک فرانسس مشره لور وه. نوموړی د زېږون په وخت کې، له خپل نیکه او پلار نه وروسته، د تخت لپاره درېیم کس و.  [۱۷]

نوموړي د ۱۸۹۴ ز کال د جولای په ۱۶ مه نېټه د وایټ لاج په شنه نقاشي شوې کوټه کې د کانټربري د اوسېدونکي روحاني اډوارډ وایټ بینسن له خوا، د اډوارډ البرت کریستین جورج انډریو پتریک ډیویډ په توګه د تعمید غسل ترلاسه کړ. د "اډوارډ" نوم د هغه د خدای بښلي تره، د کلیرنس او ایواندیل دوک، چې په کورنۍ کې د "ایډي" په نوم پیژندل کېده ( او اډوارډ هغه ته ورکړل شوی نوم و) له امله وټاکل شو؛ د "البرټ" نوم د ملکې ویکتوریا له امر سره سم د هغه د خدای بښلي مېړه البرټ، چې د کنسورت شهزاده و، و ټاکل شو. "کرستین" د هغه د جد، د ډنمارک پاچا نهم کرستین په ویاړ ورکړل شو او وروستي څلور نومونه - جورج، انډریو، پیټریک او ډیویډ - په ترتیب سره د انګلستان، سکاټلنډ، آیرلنډ او ویلزد مقدسو ساتونکو له نومونو نه اخیستل شوي وو. نوموړی د خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو تر منځ د وروستي ډیویډ په نوم مشهور و.  [۱۸][۱۹]

لکه څنګه چې د هغه وخت د لوړو طبقو د ماشومانو لپاره دود و، اډوارډ او د هغه کوچني وروڼه او خویندې، په مستقیمه توګه د مور او پلار له خوا نه،  بلکې د وینځو له خوا لوی شوي وو. مخکې له دې چې هغه خپل مور او پلار ته ولېږل شي، د اډوارډ لومړنۍ وینځې ډېری وختونه هغه په چیچلو سره ځوراوه. ورپسې د هغه ژړا او غوغا ډوک او دوچیس دې ته اړ کول چې نوموړې وینځه له ځانه لرې ولېږي. کله چې د وینځې دا ناسم چلند څرګند شو، له دندې ګوښه شوه او پر ځای یې شارلت بېل وټاکل شوه. [۲۰][۲۱]

د اډوارډ پلار، که څه هم یو سخت درېځه اصولي و، په ښکاره توګه یې مینه ښودله او مور یې له خپلو ماشومانو سره له خوښۍ ډک اړخ ښود، چې د هغې د عامه زیږغبرګون پرخلاف و. نوموړې له خپلو ماشومانو سره بوخته وه چې د هغوی فرانسوي ښوونکي ته یې د ټوکو په بڼه په ډوډۍ کې د چنګښې بچي جوړول او دوی یې وهڅول، چې په هغې باندې باور وکړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Edward-VIII — subject named as: Edward VIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3d9q — subject named as: Edward VIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1987 — subject named as: Edward VIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/496680 — subject named as: King Edward VIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/319737 — subject named as: Edouard VIII duc de Windsor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10068.htm#i100678 — subject named as: Edward VIII Windsor, King of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eduard-eduard-viii — subject named as: Eduard VIII. — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023500.xml — subject named as: Eduard VIII d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19177 — subject named as: Eduard VIII. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=17085 — subject named as: Eduard VIII. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000454 — subject named as: Edward VIII. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/71276 — subject named as: Edward Albert Christian George Andrew Edward VIII
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/31061 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  14. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10068.htm#i100678 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10068.htm#i100678 — سرليک: Kindred Britain
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/162795363
  17. Windsor, p. 1
  18. Ziegler, p. 5
  19. Ziegler, p. 6
  20. Windsor, p. 7; Ziegler, p. 9
  21. Wheeler-Bennett, pp. 16–17
  22. Windsor, pp. 25–28
  23. Ziegler, pp. 30–31
  24. Windsor, pp. 38–39
  25. Ziegler, p. 79