والیس سیمپسون
| والیس سیمپسون | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۹ جون ۱۸۹۶[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
| مړینه | 24 اپريل 1986 (90 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
| تابعیت | |
| ميړه | اتم اډوارډ (۳ جون ۱۹۳۷–۲۸ می ۱۹۷۲)[۱۱][۱۲] |
| عملي ژوند | |
| مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB مخونو | |
| سمول |
|
والیس، د وینزر دوشس (زوکړه: د ۱۸۹۶ زکال د جون ۱۹ مه – مړینه: د ۱۹۸۶ زکال د اپرېل ۲۴ مه) امریکايي بشرپاله او د وینزر د دوک، پخواني پاچا – سترواک اتم اډوارډ مېرمن وه. د دوی دواړو ترمنځ د واده کولو هوډ له دې امله چې نوموړې طلاق شوې مېرمن وه؛ قانوني کړکېچ رامنځته کړ او لامل وګرځېد څو اډوارډ له واکه لاس پر سر شي.
والیس د مریلنډ په بالتیمور کې را لویه شوه. پلار یې د هغې له زیږون لږ وروسته ومړ او بډایه خپلوانو یې د دې او کونډې مور ملاتړ کاوه. د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک له افسر وین سپنسر سره د نوموړې لومړی واده د جلاتوبونو له دورو سره مل و او بالاخره یې اړیکه په طلاق سره پای ته ورسېده. په ۱۹۳۱زکال کې یې له ارنست سیمپسون سره یې د خپل دویم واده پر مهال د ولز له شهزاده اډوارډ سره ولیدل. پنځه کاله وروسته هغه مهال چې اډوارډ د بریتانیا پاچا شو، والیس له خپل دویم مېړه طلاق واخیست څو له اډوارډ سره واده وکړي.
له داسې مېرمنې سره د واده کولو اړوند د پاچا لیوالتیا چې دوه ژوندي پخواني مېړونه یې لرل په بریتانیا او نورو سلطنتي سیمو کې یې قانوني کړکېچ رامنځته کړ چې له امله یې نوموړي د ۱۹۳۶ زکال په ډسمبر میاشت کې د هغه په خپله خبره «له هغې ښځې سره چې ورسره مینه لرم» د واده کولو په موخه یې واک خوشی کړ. له واک څخه له ګوښه کېدو وروسته پخوانی پاچا د خپل ورور او ځای ناستي پاچا شپږم جورج له خوا د وینزر دوک وټاکل شو. والیس شپږ میاشتې وروسته له اډوارډ سره واده وکړ او له دغه مهال وروسته په رسمي توګه د ونیزر د دوشس په توګه پېژندل کېده، خو اجازه یې نه لرله د خپل مېړه له «عالي سلطنتي» عناوینو څخه ګټنه وکړي. [۱۳]
له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، د هغو پر مهال او وروسته ګڼ شمېر دولتي چارواکو او وګړو دا شک درلود چې دوک او دوشس د نازیانو پلویان دي. په ۱۹۳۷زکال کې دوی جرمني ته سفر وکړ او له اډولف هټلر سره یې ولیدل. په ۱۹۴۰ زکال کې دوک د باهاما د والي په توګه وټاکل شو؛ دوی دواړه دغو ټاپو ګانو ته کډه شول او تر ۱۹۴۵ زکال پورې هغه مهال چې له دغې دندې یې استعفا ورکړه همدلته پاتې شول. د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزو پر مهال دوک او دوشس د اروپا او متحده ایالاتو ترمنځ تګ راتګ درلود او د ټولنې د مشهورو کسانو په څېر یې ژوند درلود. په ۱۹۷۲ زکال کې د دوک له مړینې وروسته هغې ځان له ټولنې لرې کړ او ډیر کم مهال به په عامه ځایونو کې لیدل کېده. د نوموړې شخصي ژوند د ګڼ شمېر ګمانونو منبع جوړوله او سربېره پر دې د بریتانیا په تاریخ کې د یوې بحث پارونکې څېرې په توګه پاتې شوې.
لومړی واده
[سمول]د ۱۹۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې والیس د متحده ایالاتو سمندریز ځواک ته له اړوند پیلوټ ارل وینفیلډ سپنسر جونیر سره د فلوریدا په پنساکولا کې هغه مهال ولیدل؛ چې نوموړې د خپل تره زوی کورین ماستین لیدو ته هلته تللې وه. دا هغه مهال و چې والیس یوازې دوه اونۍ وړاندې د دوه الوتکو د سقوط پېښې لیدلې وې او له امله یې له پرواز څخه تل پاتې ویره په زړه کې پیدا شوې وه. دوی دواړو د ۱۹۱۶ زکال د نومبر په ۸ مه د بالتیمور په کرېسټ ايپسکوپال کلیسا کې چېرې چې د والیس استوګن ځای و، واده وکړ. د نوموړې مېړه په پریمانه کچه الکول څښل. یوځل یې د الوتنې له کولو وړاندې شراب څښلي و او خپله الوتکه یې په سمندر کې ډوبه کړې وه، خو دی ترې ژوندی راوتی و. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه مهال چې متحده ایالات په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل شول، سپنسر د کوروناډو له روزنیز مرکز څخه چې د شمالي ایسلنډ د سمندریز هوايي ځواک د سټیشن په نوم پېژندل کېږي د لومړي افسر په توګه سان دیګو ته ولېږل شو او تر ۱۹۲۱ زکال پورې هلته پاتې شو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په ۱۹۲۰ زکال کې د ولز شاهزاده اډوارډ سن دیګو ته سفر درلود خو په دغه سفر کې یې هغه نه وه لیدلې. د همدغه کال په وروستیو کې سپنسر خپله مېرمن د څلورو میاشتو لپاره خوشې کړه، خو د ۱۹۲۱ زکال په پسرلي کې دوی بیاځلي په واشنګټن ډي. سي کې له یوبل سره یوځای شول چېرې چې سپنسر دلته ګمارل شوی و. بیاځلي ډېر ژر په ۱۹۲۲ زکال کې سره جلا شول؛ هغه مهال چې سپنسر لرې ختیځ ته د یواس اس پامپانګا بېړۍ د قوماندان په توګه ولېږل شو، والیس له هغه لرې پاتې شوه او د فیلیپه ډی اسپیل په نامه له یوه ارجینټایني دیپلمات سره یې اړیکې جوړې کړې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
والیس چین ته سفر وکړ او په بیجنګ کې له کاترین او هرمان راجرز سره پاتې شوه چې د هغې د ټول ژوند ملګري شول. د وین د یوه همکار افسر د مېرمنې، میلتون اي. مایلز په خبره والین له ګالئاتسو چانو سره چې وروسته د موسولیني زوم او بیا د بهرنیو چارو وزیر شو ولیدل، له هغه سره یې نامشروع اړیکه لرله او له هغه امېدواره شوه؛ همدا و چې د ماشوم د سقط کولو له امله د تل لپاره شنډه شوه. دغې شایعه خپره شوه خو هېڅکله ثابته نه شوه؛ د چانو مېرمنې، ادا موسولیني هم دغه چاره رد کړه. د ۱۹۲۵ زکال په سپټمبر میاشت کې نوموړې له چین او مېړه یې له لرې ختیځ څخه متحده ایالاتو ته راستانه شول، خو دوی جلا ژوند کاوه او د ۱۹۲۷ زکال د ډسمبر په ۱۰مه د دوی د طلاق وروستۍ فیصله وشوه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
دویم واده
[سمول]هغه مهال چې د سپنسر سره یې د واده اړیکه له منځه تللې وه، والیس د ارنست الدریچ سیمپسون په نامه د انګو- امریکايي بېړۍ چلونې شرکت له اجرایوي مدیر او د کولډ سټریم ګارد له پخواني افسر سره اړیکې جوړې کړې وې. نوموړي له خپلې لومړۍ مېرمنې دوروتیا (چې له هغې څخه یې د آدري په نوم یوه لور هم لرله) طلاق واخیست څو د ۱۹۲۸ زکال د جولای په ۲۱ مه د لندن د چلسي د ودونو په دفتر کې واده وکړي. والیس د فرانسې له کن څخه چېرې چې د خپلو دوستانو راجرز او د هغې له مېرمنې سره اوسېده د ټلګراف په لېږلو د واده وړاندیز ومانه. [۳۱][۳۲][۳۳]
والیس د خپل یو ملګري کانسولو تاو له لارې د کانسلو له خور تلما فرنس سره ولیدل چې د ولز د شهزاده اډوارډ معشوقه وه. د ۱۹۳۱ زکال د جولای په ۱۰ مه لیډي فرنس میلټو موبرې ته څېرمه په بورو دربار کې والیس له شهزاده سره معرفي کړه. شهزاده د پاچا پنځم جورج او ملکې ماري مشر زوی او د هغوی د تاج او تخت وارث و. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د ولز له شهزاده اډوارډ سره اړیکې
[سمول]د ۱۹۳۴ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې لیډي فرنس په نیویارک ښار کې نه وه، په ښکاره توګه والیس د شهزاده معشوقه شوه. اډوارډ دخپل پلار پر وړاندې له دغې موضوع انکار وکړ، په داسې حال کې چې کارکوونکو یې دوی دواړه په یو بستر کې لیدلي و او همدارنګه په «فزیکي جنسي عمل باندې دلالت کوونکو شته شواهدو» هم شتون درلود. [۳۹][۴۰][۴۱]
د ۱۹۳۴ زکال په وروستیو کې اډوارډ په نه جبران کېدوني ډول په والیس باندې زړه بایلود؛ د هغه د رسمي ژوند لیک لیکونکي په خبره نوموړی د غلام په څېر هغې ته اړوند شوی و. د والیس په خبره د ۱۹۳۴ زکال په اګست میاشت کې هغه د لارډ موین په شخصي بېړۍ روزارا کې وه چې په اډوارډ یې زړه بایلود. په یوه ماښامانۍ کې چې په باکینګهام ماڼۍ کې جوړه شوې وه، هغه الیس خپلې مور ته ور وښوده، خو پلار یې ډېر غصه و. هغه هم د نوموړې د واده کولو د پخوانۍ سابقې له امله، ځکه چې طلاق شوو مېرمنو عموما په دربار کې اجازه نه لرله. اډوارډ پریمانه پیسې او جواهرت والیس ته ورکړل او د ۱۹۳۵ زکال په فبروري میاشت کې او بیا ځلي د کال په وروستیو کې دوی دواړه اروپا ته په چکر لاړل. درباریان یې په مخ پر زیاتېدوني ډول له دې چارې اندېښمن و، ځکه دغې چارې د هغه د رسمي دندو مخه نیوله. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://hedendaagsesieraden.nl/2021/03/27/wallis-simpson/
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11996401m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ws8w69 — سکالو پېژند: Wallis Simpson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4252 — سکالو پېژند: Wallis Simpson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100717 — سکالو پېژند: Bessie Wallis Warfield — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Wallis Simpson — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=28947 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/simpson-wallis — سکالو پېژند: Wallis Simpson — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00019986&tree=LEO — سکالو پېژند: Wallis Warfield — ليکوال: Leo van de Pas
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000455 — سکالو پېژند: Wallis Herzogin von Windsor — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000455 — سکالو پېژند: Wallis Herzogin von Windsor — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپروونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100717 — خپرېدونېټه: ۷ اگست ۲۰۲۰
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100717 — سرليک: Kindred Britain
- ↑ Duke of Windsor, p. 413
- ↑ King, p. 38; Sebba, pp. 20–21; Vickers, p. 257; Duchess of Windsor, pp. 59–60
- ↑ Higham, p. 20
- ↑ Duchess of Windsor, pp. 76–77
- ↑ King, pp. 47–52; Vickers, pp. 258, 261; Duchess of Windsor, pp. 79–85
- ↑ King, pp. 51–52; Sebba, p. 36; Vickers, p. 260; Duchess of Windsor, p. 85
- ↑ Bloch, The Duchess of Windsor, p. 22; King, p. 57; Sebba, pp. 41–43; Duchess of Windsor, pp. 100–101
- ↑ Ziegler, Philip (2004) "Windsor, (Bessie) Wallis, duchess of Windsor (1896–1986)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/38277, retrieved 2 May 2010 (subscription required)
- ↑ King, p. 60; Duchess of Windsor, pp. 104–106
- ↑ King, pp. 62–64; Sebba, pp. 45–53; Vickers, p. 263; Duchess of Windsor, pp. 112–113
- ↑ Higham, p. 50; King, p. 66; Sebba, pp. 55–56
- ↑ Higham, p. 50
- ↑ Higham, p. 119; King, p. 61; Vickers, p. 263; Ziegler, p. 224
- ↑ Moseley, Ray (1999), Mussolini's Shadow: The Double Life of Count Galeazzo Ciano, New Haven: Yale University Press, pp. 9–10, ISBN 978-0-300-07917-3
- ↑ Koo, Madame Wellington (1943), Hui-Lan Koo: An Autobiography as told to Mary van Rensselaer Thayer, New York: Dial Press
- ↑ Maher, Catherine (31 October 1943), "Madame Wellington Koo's Life Story", The New York Times: BR7
- ↑ King, p. 66
- ↑ Sebba, p. 60; Weir, p. 328
- ↑ King, pp. 68–70; Sebba, pp. 62–64; Vickers, pp. 267–269; Duchess of Windsor, pp. 125, 131
- ↑ Sebba, pp. 62–67; Weir, p. 328
- ↑ Higham, p. 58
- ↑ Duchess of Windsor, p. 140
- ↑ Higham, p. 67
- ↑ Bloch, The Duchess of Windsor, p. 33; Sebba, p. 84; Vickers, p. 272
- ↑ Bloch, The Duchess of Windsor, p. 37; King, p. 98; Vickers, p. 272
- ↑ Bloch, The Duchess of Windsor, pp. 37–41
- ↑ Edward sued one author, Geoffrey Dennis, who claimed that Wallis and Edward were lovers before their marriage, and won (King, p. 119).
- ↑ Diary of Clive Wigram, 1st Baron Wigram quoted in Bradford, pp. 145–147
- ↑ Sebba, p. 98; Vickers, p. 287; Ziegler, pp. 227–228
- ↑ King, p. 113; Duchess of Windsor, pp. 195–197, 200
- ↑ Ziegler, p. 231
- ↑ Beaverbrook, Lord (1966), A. J. P. Taylor (ed.), The Abdication of King Edward VIII, London: Hamish Hamilton, p. 111
- ↑ King, pp. 126, 155; Sebba, pp. 103–104; Ziegler, p. 238
- ↑ King, pp. 117, 134
- ↑ Bloch, The Duchess of Windsor, pp. 58 and 71
- ↑ Ziegler, Philip (2004) "Windsor, (Bessie) Wallis, duchess of Windsor (1896–1986)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/38277, retrieved 2 May 2010 (subscription required)
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1986ز مړينې
- 24 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
