د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان
(انګلیسي: John of the United Kingdom د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان
د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Charles Francis د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۹۰۵[۱][۲][۳]
مړینه 18 جنوري 1919 (14 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار پنځم جورج   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند

شاهزاده جان (جان چارلز فرانسیس؛ زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د جولای ۱۲ مه – مړینه: د ۱۹۱۹ زکال د جنوري ۱۸ مه) د پاچا پنځم جورج او ملکې ماري پنځم زوی او د دوی د شپږو اولادونو تر ټولو کوچنی و. د هغه د زیږون پر مهال د ده پلار د بریتانوي پاچا اووم اډوارد د پاچاهۍ وارث و. په ۱۹۱۰ زکال کې د اووم اډوارډ له مړینې وروسته د ولز شاهزاده پاچاهۍ ته ورسېده او شاهزاده جان د بریتانیا د تاج او تخت د وارثینو په کتار کې پنځم ځای خپل کړ.

په ۱۹۰۹ زکال مالومه شوه چې جان په اپي لپسي ناروغۍ (عصبي اختلالاتو) اخته دی. په ۱۹۱۶ زکال کې وروسته له هغه چې د ده روغتیايي وضعیت لا پسې خراب شو، هغه ساندرینګهام ماڼۍ ته ولېږل شو څو د عامه لید څخه لرې وي. په دغه ځای کې د هغه ساتونکي «لالا» بیل د هغه پالنه کوله او له هغو سیمه ئیزو ماشومانو سره ملګری شو چې مور یې له ده سره د لوبو کولو په موخه راغونډ کړي و. نوموړی په ۱۹۱۹ زکال کې د شدیدو عصبي اختلالاتو له امله په ساندرینګهام کې ومړ او همدلته نږدې په سنټ ماري مګدلان کلیسا کې خښ کړای شو. عام خلک د نوموړي له مړینې وروسته د ده په ناروغۍ خبر شول.

له دغه مهال وروسته د جان یوازې پرېښول د سلطنتي کورنۍ د غیرانساني چارو د ثبوت په توګه مطرح شو. د دغې انګېرنې پر خلاف هغه د ډېر لږ عمر لرلو پر مهال تر ډېره د عامه خلکو له سترګو لرې و او د خپلې کورنۍ ترمنځ یې د یو بشپړ غړي رول درلود، خو له یوولس کلنۍ وروسته تر هغه مهاله چې وضعیت یې خراب شو د عامو خلکو ترمنځ به را څرګند کېده.

زیږون[سمول]

شاهزاده جان د ۱۹۰۵ زکال د جولای په ۱۲ مه د سهار په ۳:۰۵ بجو د ساندرینګهام ماڼۍ په یورک خونه کې وزېږېد. هغه د ولز د شاهزاده جورج او د ولز د شاهزادګۍ ماري (کورنی نوم یې د تک ماري) پنځم او کوچنی زوی و. له دې سره چې د جان نوم د سلطنتي کورنۍ لپاره ښه بخت نه درلود بیا هم په هغه د جان نوم کېښودل شو، خو په غیر رسمي ډول ورته «جاني» ویل کېدل. د زېږون پر مهال هغه له خپل پلار او څلورو مشرانو وروڼو وروسته پاچاهۍ ته د رسېدونکو میراث دارانو په کتار کې شپږم ځای درلود. له دې امله چې هغه د بریتانیا د واکمن پاچا د زوی یعنې د ولز د شاهزاده له اړخه لمسی راتله هغه ته له ماشومتوب څخه اعلیحضرت شاهزاده جان ویل کېدل. جان ته د ۱۹۰۵ زکال د اګست په ۳ مه د ساندرینګهام ماڼۍ په سنټ ماری مګدلان کلیسا کې د کشیش جان نیل ډالټون له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. [۴][۵][۶][۷]

ماشومتوب او ناروغي[سمول]

د جان د ژوند د لومړنیو کلونو ډېر وخت په ساندرینګهام کې له خپلو خویندو او وروڼو – شاهزاده اډوارډ (چې په سلطنتي کورنۍ کې په ډېوېډ مشهور و)، شاهزاده البرټ، شاهزادګۍ ماري، شاهزاده هنري او شاهزاده جورج – سره تېر شول چې د دوی پالنه د شارلوټ «لالا» بیل پر غاړه وه. په داسې حال کې چې د ولز شهزاده تنبیه کوونکی سخت دریځی خوی درلود، خو بیا هم د خپلو ماشومانو پر وړاندې مهربانه و، د ده مېرمنې له خپلو ماشومانو سره صمیمانه اړیکې لرلې او تل یې هڅول پر دې په هر مورد کې باور ولري. په ۱۹۰۹ زکال کې د روسیې ملکې او د جان مشرې خاله، داوګر خپل زوی سترواک دویم نیکولاس ته ولیکل چې «د جورج ماشومان ډېر خواږه دي ... د هغوی کوچني، جورج او جاني دواړه ډېر جذاب او شوخ دي...». د آتلون کونټیس شاهزادګۍ الیس، جان د یو ډېر عجیبه ماشوم په توګه توصیف کړ «هغه مهال چې یو ماښام تره جورج له خپلې دندې راستون شو، په عمه مۍ ور ټیټ شو او هغه یې ښکل کړه، دغه مهال جاني له ځان سره غلي وویل، هغې زما پلار ښکل کړ، بدقوارې زړې ښځې!». پنځم جورج یو ځل د متحده ایالاتو ولسمشر تئوډور روزولټ ته وویل چې «ټول ماشومان مې عاجز دي یوازې له جان پرته» - هغه هم له دې امله چې شاهزاده جان یوځل د خپل پلار له جزا ورکولو تښتېدلی و. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په داسې حال کې چې جان په «ځان کې تکړه او ښکلی ماشوم» و، خو تر ۴ کلنۍ پورې د دغه ښکلي ماشوم وده را کمه شوې وه. په همدغه کال کې هغه د خپلې ناروغۍ لومړنی اغېز تجربه کړ او په ځان کې یې د ناتوانۍ، تر ډېره پورې د اوتېزم یا د زده کولو نور اختلالات را څرګند شول. هغه مهال چې پلار یې واک ته ورسېد، جان د خپل پلار او مور د تاج اېښودو په مراسمو کې چې د ۱۹۱۱ زکال د جون په ۲۲ مه ترسره شول ونډه نه لرله، ځکه چې په دغه مراسمو کې د ګډون فشار د هغه د روغتیايي حالت لپاره ډېر خطرناک بلل شوی و. له دې سره د دوی یو شمېر بدبینانو ویل چې کورنۍ یې ډارېږي هغه ته د اړوندو رامنځته کېدونو حادثو له امله یې ځایګي ته زیان وه نه رسېږي. له دې سره چې جورج ، شاهزاده جان له کورنۍ بهر کسانو ته د ښودو وړ نه باله، خو بیا یې هم له هغه سره ډېره لېوالتیا لرله او له هغه سره به یې «مینه او مهرباني» کوله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

جان هغه مهال چې په ساندرینګهام کې و یو شمېر تکراري چلندونه او همدارنګه یې منظم بد چلندونه او نافرمانۍ وښوولې: «هغه په ساده توګه نه پوهېده چې څه ډول چلن وکړي». د هغې انګېرنې پر خلاف چې هغه د ډېر کم عمر راهیسې د عامه خلکو له سترګو لرې و، خو شاهزاده جان د خپل عمر په ډېره برخه کې د خپلې کورنۍ لپاره د «بشپړ غړي» ځایګی درلود او آن له یوولس کلنۍ څخه تر وروسته مهال پورې د عامو خلکو ترمنځ را څرګند کېده. [۸]

په ۱۹۱۲ زکال کې شاهزاده جورج چې هغه ته تر ټولو نږدې ورور یې و، په بروډسټیر کې یې د سنټ پیټر کورټ په ابتدايي ښوونځي کې په زده کړو پیل وکړ. راتلونکی کال ټایمز مجلې خبر خپور کړ چې هغه به د زده کړو په بل دوره کې ګډون وه نه کړي ځکه چې کورنۍ یې پرېکړه نه ده کړې چې هغه دې ښوونځي ته ولېږي او که نه. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته هغه په ډېر ندرت سره له خپلو والدینو سره چې د رسمي دندو د مخته وړو له امله له ده څخه لرې و او همدارنګه له خپلو خویندو وروڼو سره چې په بشپړ مهالیزو ښوونځیو او یا هم پوځ کې و، لیدل. شاهزاده جان په تدریج سره د عامو خلکو له منځ څخه ګوښه کړای شو او له ۱۹۱۳ زکال وروسته د هغه د هېڅ رسمي انځور سپارښت ورنکړل شو، خو له دې جسمي او روحي ناتوانۍ سربېره هغه د واک د ځای ناستوب له کتار څخه وه نه ویستل شو. [۸]

ووډ فارم[سمول]

په ۱۹۱۶ زکال کې د هغه عصبي اختلالاتو لا زور واخیست، جان د ووډ فارم په نامه باغ ته ولېږل شو او «لالا» بیل ته یې د پالنې مسئولیت ور دغاړې شو. په داسې حال کې چې هغه په خپل چاپېر کې له شیانو سره لیوالتیا لرله او د فکر کولو او منسجم بیان وړتیا یې لرله، خو په زده کړو کې د نه پرمختګ له امله د هغه وروستی روزونکی له خپلې دندې ګوښه کړای شو او د هغه رسمي زده کړو ته پای ټکی کېښودل شو. ډاکټرانو هم ګواښ وکړ چې په ډېر احتمال سره هغه ډېر ژوند نه شي کولای. [۸][۱۷][۱۸]

په ووډ فارم کې جان «د ساندرینګهام په املاکو کې دننه په لرې پراته باغ کې جان د خپلې کوچنۍ کورنۍ په ګرځنده غړي واوښت ... د بالمورل ماڼۍ میلمنو څرګنده کړې چې د لویې جګړې پر مهال یې په ووډ فارم کې لوړ قد او باډۍ لرونکی ځوان په یاد دی، چې تل له دوی څخه لرې و او د ځنګل پر لوري به له خپل ساتونکي سره روان و». د هغې انۍ ملکې الکساندار په ساندرینګهام کې د ده لپاره یو باغ ځانګړی کړی و چې د ده د ژوند په یوه تر ټولو د خوښې وړ ځای اوښتی و. [۱۷][۱۹]

د ۱۹۱۶ زکال له اوړي وروسته جان به ډېر کم له ساندرینګهام املاکو څخه بهر لیدل کېده او د «لالا» بېل تر پالنې لاندې و. وروسته له هغې چې ملکې الکساندار ولیکل چې «[شاهزاده جان] په خپل کور کې ډېر خوشاله دی، خو د یو ملګري لرلو په ارمان دی». ملکې ماري د هغه په چاپېر کې د سیمه ئیزو ماشومانو د راغونډولو له امله سلطنتي چارو ته وخت نه موند.[۲۰][۲۱]

مړینه[سمول]

د جان ناروغۍ زور واخیست او بیل وروسته ولیکل: «موږ جرائت ونکړ هغه له خپلو خویندو وروڼو سره پرېږدو، له دې امله چې د هغه ناروغي هغوی خواشیني کوي ځکه پر هغه د ناروغۍ راتلونکې څپې شدیدې او مکررې وې». بیوګرافي لیکونکي ډنیس جاډ باور درلود چې «د شاهزاده ګوښه توب او همدارنګه غیرمنظم توب د هغه د وروڼو او خویندو لپاره خواشینی کوونکی و»، ځکه هغه «د خپلې کورنۍ د یو جادو په توګه د خپلو خویندو وروڼو سره ډېر صمیمي و او له هغوی سره یې ډېره مینه لرله». نوموړي د ۱۹۱۸ زکال د کریسمس ورځ له خپلې کورنۍ سره په ساندرینګهام کې تېره کړه خو د شپې پر مهال بېرته ووډ فارم ته یوړل شو.[۸][۱۹]

جان د ۱۹۱۹ زکال د جنوري په ۱۸ مه له غرمې په وروسته په ۵:۳۰ بجو په ووډ فارم کې د مغزي سکتې له امله ومړ. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12581 — subject named as: John Charles Francis Windsor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10069.htm#i100683 — subject named as: John Charles Francis Windsor, Prince of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00000375&tree=LEO — subject named as: Prince John of Great Britain and Ireland — دوتنه: Leo van de Pas
  4. کينډۍ:London Gazette
  5. "A Royal Christening". The Interior. Western Presbyterian Publishing Company. 36: 1133. 1905. OCLC 192107334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zeepvat 2003، ص. 1.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Reynolds 2004.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Tizley 2008.
  9. Bing 1937، ص. 243.
  10. Athlone 1966، ص. 78.
  11. Ziegler 1991، صص. 30–31.
  12. Ziegler 1991، ص. 79.
  13. Edwards 1986، ص. 196.
  14. Lamont-Brown 2003، ص. 252.
  15. Lamont-Brown 2003، ص. 253.
  16. Pope-Hennessy 1959، ص. 511.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Zeepvat 2003، ص. 4.
  18. Judd 2012، ص. 15.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ Judd 2012، ص. 16.
  20. Ziegler 1991، ص. 47.
  21. Poliakoff 2003، ص. xivi.