آمانیټا فالويیډېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Amanita phalloides
د مرگ خولۍ
مملکه پوڅکۍ
څانگه Basidiomycetes
طایفه Agaricomycetidae
کورنۍ Agaricales
جېنس Amanita

آمانیټا فالويیډېس (په لاتين: Amanita phalloides) چی د مرگ خولۍ ور ته هم وایی تر ټولو زهرجن پوڅکۍ ده چې په آمریکا، او اروپا کې شنه کېږي.

ستاينه[سمول]

آمانیټا فالويیډېس د Agaricales په کورنۍ او د Amanita په جنس پورې اړه لري توله پوڅکۍ زهرجن ده. خولۍ یی شین رنگ چې پنډوالي (قطر) یی د ۵ سانتیمترو څخه تر ۱۵ سانتیمترو پورې وي. ساقه او پاڼې یی سپين رنگ لري. د ساقې اوږدوالي یی ۷ - ۱۵ سانتیمتره دي. د دي ساقې په منځ کی یوه ځانگړی سپينه کړۍ پرته ده. نوموړي پوڅکۍ په پاڼو ځنگلونو کې د جون څخه تر اکتوبر پورې شنه کېږي. آمانیټا فالويیډېس یو شمېر القلويدونه لکه Faloidin، Falisin، Faloin، α-Amanitin، β-Amanitin، γ-Amanitin لري. د هغو القالويدونو څخه Amanitin تر ټولو آغېزمند او زهرجن دي. د آمانيټين ۰،۵ گرامه تقريبا ۱۰۰،۰۰۰ تنه موږک وژلای سی. د آمانیټا فالويیډېس ۱۰۰ گرامه فالويډين (۱۰ میلي گرامه) ، آلفا آمانيټين (۸ میلي گرامه) او بيټا آمانيټين (۵ میلي گرامه) لري. د پوهانانو په نظر د دی پوڅکۍ ۵۰ گرامه انسان چی وزن یی ۶۰ کیلوگرامه دي، په خپلو زهرو وژلاي سی. هر انسان د دی پوڅکۍ تر خوړلو وروسته د معدې سترونزې، اسهال او نيم سرى لري او تر ۴۸ بجو پورې مړ کېدلای سی. د انسانانو په بدن کی آمانيټين د وينو پروتینونو سره یو ځاي کېږي او ینه ويجاړوي. که چیرې دغه انسان روغتون ته راشی نو ډاکټر د دي انسان ته پنسلين ورکړي. پنسلين د وينو پروتینونه بندوي او د آمانيټين ترانسپورت ینو ته پريکوي. که چې هم آمانیټا فالويیډېس زهرلرونکي پوڅکۍ ده خو ډېرو خلکو وایی چی ډېر خوندور دي.