پنسلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پنسلین فرمول

پنسلين د بيټالکټام د انتي بيوتيکونو څخه دي د باکټريانونو (مکروبونو) له منځه وړولو لپاره کارېږي. دغه درمل له ۱۹۴۲ کال څخه په طبابت کې کارېږي. پنسلین په حقیقت کې يو اورگانیک تیزاب (اسید) دی چې د CH3)2C5H3NSO(COOH)NHCOR)کیمیایي فورمول لري.

تاریخ

د پنسلین چڼاسه
د پنسلین جوړول

پنسلين په ۱۹۲۸ کال کې د الېکساندر فلېمینگ (Alexander Fleming) لخوا کشف شو. په دی وخت کې د الېکساندر فلېمینگ فنگسونه په پترى ديش کې واچول چې ستافلو کوکوس ئي له منځه يوړل چې وروسته دتحقيقاتو داثابته شوه چې په گرام مثبتو باکترياو باندې فوقالعاده تاثيرلرونکې دي چې دانسان او حيوان په بدن باندې هيڅ قسم زهري اثرات نلرى چې فلېمینگ دغه ماده د پنسلين H نوم سره ونومول شو الېکساندر فلېمینگ پدى باندې ونه توانيده چې پنسيلين په خالص ډول سره لاس ته راوړي خو نوموړي اعلان وکړ چې هرکله پنسلين په خالص ډول سره لاس ته راشى نو کولاي شو چې دهغى نه په ترزيقى ډول استفاده وکړو . انگليسى بيوشمست ریسټړک دفلېمنگ کار تعقيب کړ او په ١٩٣٠ م کال کې کشف کړ چې پنسلين يو عضوي تيزاب دى چې په کلچر داسيدى چاپیریال کې دايترو څخه لاسته راځي . په کال ١٩٤٠ م کې د اوکسفورد په پوهنتون کې پنسلين په غير خالص شکل سره تهيه شو . پدي ترڅ کې وموندل شو چې ښه مواد دي او دشيموترافى له نظره دخاص اهميت وړ دي . په ١٩٤١ م کې دانگلستان او امريکا حکومتونه پدي اړه زياته دلچسپى وښوده او بلاخره په کال ١٩٤٩ کې پنسلين په خالص شکل سره لاسته راغى.