نصرالله ناصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نصرالله ناصر (زوکړه ۱۳۳۳ لمريز لېږدي کال، د لغمان ولايت)، د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

نصرالله ناصر د محمد امان زوی دی چې پر ۱۳۳۳ ل ل کال د لغمان ولایت د مرکز اړوند د گبري کلي کې یې نړۍ ته سترگې غړولې دي. لومړنۍ زده کړې یې تر درېیم ټولگي پورې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د «کټل» په کلیوالي ښوونځي او تر شپږم ټولگي یې د مرکز په نومره اول ښوونځي کې، چې په قلعه سراج کې واقع دی، ترسره کړې او پر ۱۳۵۲ ل کال له پير روښان لېسې څخه په لوړه پوړۍ (عالي درجه) فارغ شوی دی.

د لیسانس دیپلوم یې پر ۱۳۵۷ ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانگې څخه په لوړه پوړۍ او د ماسترۍ زده کړې یې د (پښتو قاموس لیکنې تاریخچه) تر سرلیک لاندې پايليک (تېزس) په لیکلو او دفاع کولو سره پر ۱۳۷۰ ل کال پای ته ورسولې او په لوړه پوړۍ ترې فارغ شوی دی. نوموړي پر ۱۳۶۲ ل کال د روسي ژبې د زده کړې کورس پای ته ورساوه او بريلیک (دیپلوم) یې تر لاسه کړ. پر ۱۳۶۵ ل کال یې په کابل کې د ژورنالیزم له نړیوال انستیتوت څخه سرټيفکيټ ترلاسه کړ.

رسمي دندې او بوختیاوې[سمول]

نصرالله ناصر له فراغت سره سم د ۱۳۵۷ ل کال د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټه د څانگې خلاف د کرنې او ځمکو اصلاحاتو وزارت کې د مدیر په توگه وگوکارل شو. پر ۱۳۵۸ ل کال یې د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړیتوب ویاړ تر لاسه او د همدغه کال د چنگاښ پر ۲۵ د دې اکاډمۍ د زېري اوونیزې په شپږم مسلکي بست کې یې د نوماند علمي غړي او د مهالنۍ د چاپ پازوال (مهتمم) په توگه کار پيل کړ.

د ۱۳۵۹ ل کال په غبرگولي میاشت کې، چې د نوماندۍ دوره یې لا پای ته نه وه رسېدلې، د عسکرۍ مکلفیت خدمت ته ولېږل شو؛ دغه دوره یې د اردو په مطبعه او عسکري اخبار (حقیقت سرباز) کې تېره کړه او پر ۱۳۶۰ ل کال د ترخیص له اخیستلو وروسته پر ۱۰ /۹ / ۱۳۶۰ نېټه د کابل مجلې مرستیال او د ۴۰ ورځو له تېرولو وروسته یې د هغه وخت له مقرراتو سره سم د نوماندۍ دوره پای ته ورسېده او د څېړونکي مرستیال رتبې ته یې ترفیع وکړه.

د ۱۳۶۲ ل کال په پيل کې د لنډې مودې لپاره د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانگې غړی، ورپسې د زېري اوونیزې سرپرست او پر ۲۰ / ۴ / ۱۳۶۲ نېټه رسماً د زېري جریدې د پازوال مدیر په توگه وگومارل شو.

د ۱۳۶۶ ل کال د وري میاشتې په پيل کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي منشي شو او پر ۹ / ۴ / ۱۳۶۷ نېټه د عسکري خدمت د احتیاط دورې ته سوق شو. د ۱۳۶۹ ل کال په وږي میاشت کې د ترخیص له اخیستلو وروسته بیا د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي منشي شو، خو څو میاشتې وروسته یې له دې دندې څخه استعفا وکړه او د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانگې غړی شو.

پر ۱۳۷۳ ل کال کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز سرپرست علمي منشي شو او پر ۲/۱/۱۳۷۴ نېټه د ژبو او ادبیاتو د مرکز سرپرست سروال (رئیس) او پر ۲۰ / ۷ / ۱۳۷۴ نېټه په لومړۍ رتبه بست کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز سروال شو.

له ۳/۹/۱۳۷۶ نېټې څخه پر ریاست سربېره د ۱۳۷۸ ل کال د غويي میاشتې تر پایه پورې د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې سرپرست مرستیال وو او پر ۲۰/۷/۱۳۷۸ نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي شو چې دغې دندې ته یې د ۱۳۸۵ ل کال د زمري میاشتې تر پایه دوام ورکړ او په همدې نېټه په دوهمه رتبه بست کې د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د علمي منشي په توگه مقرر شوی، چې دغه دنده یې ونه منله او استعفا یې وکړه. وروسته د ژبو او ادبیاتو د مرکز د ادبیاتو او متنپوهنې د څانگې په څلورم بست کې علمي غړی شو چې شاوخوا لس کاله یې دغه علمي دنده پر مخ بوتله. که څه هم په دغه موده کې د علومو اکاډمي د مشرتابه له خوا ورته د بېلابېلو ریاستونو د منلو وړاندیز کېده، خو نوموړي د علمي- څېړنیزو چارو پر مخ بېول غوره گڼل. په پای کې پر ۱۳۹۶ ل کال د افغانستان د علومو اکاډمي د ریاست په وړاندیز او د هېوادمشر په منظورۍ له ۲۳/۸/۱۳۹۶ نېټې راهيسې د بشري علومو په برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د مرستیال په توگه مقرر شوی چې تر اوسه هم همدا دنده پر مخ بیایي.

نصرالله ناصر پر ۱۳۸۲ ل کال مافوق رتبې ته ترفېع کړې او علمي رتبې یې په ترتیب سره ترلاسه کړې دي چې اوس د څېړنپوه علمي رتبه لري او دا رتبه یې پر ۱۳۸۸ ل کال ترلاسه کړې ده.

ژبې[سمول]

د نصرالله ناصر مورنۍ ژبه پښتو ده، خو په دري ژبه هم پوهېږي، لیکنې یې پرې کړې او هم یې ژباړې ترې کړې دي. له انگلیسي او روسي ژبو سره هم بلد دی.

د علمي پروژو او د ماسترۍ د پايليکونو لارښوونه[سمول]

نصرالله ناصر پر نورو علمي، فرهنگي او څېړنیزو چارو سربېره د ۷ علمي – څېړنیزو پروژو، چې دمخه بشپړې شوې او د ماسترۍ د ۳ پايليکونو (تېزسونو) لارښود پاتې شوی او د ۵ علمي – څېړنیزو پروژو د لارښوونې چارې یې لا اوس هم پر غاړه دي.

تدریس[سمول]

نصر الله ناصر د اوږدې مودې لپاره تدریس نه دی کړی، څو میاشتې یې په نادريې لېسه او پر (...) کال یې د څو میاشتو لپاره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانگې د ماسترۍ په پروگرام کې درس ورکړی او همدارنگه د پښتو ماسترۍ د بورډ منشي هم وو.

د تقریظونو لیکل او د آثارو ایډيټ[سمول]

تر اوسه یې پر بېلابېلو آثارو چې شمېر یې له (۳۰) څخه اوړي، تقریظونه او نظرونه لیکلي دي. تر اوسه يې (۷) ځانگړي آثار ایډیټ کړي دي.

په سیمینارونو کې گډون[سمول]

هغه علمي– څېړنیز سیمینارونه، چې له ۱۳۵۸ ل کال نه تر اوسه (۱۳۹٨ ل کال) پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او نورو علمي – فرهنگي موسسو له خوا جوړ شوي، په ډېرو کې یې نصرالله ناصر گډون کړی دی چې شمېر یې له (۱۰۰) څخه اوړي او شاوخوا (۳۰) سیمینارونو ته یې مقالې لیکلې او لوستلې دي چې د سیمینارونو په ټولگو کې چاپ او خپرې شوې دي.

په کمیسیونونو کې غړیتوب[سمول]

نصرالله ناصر پر دې سربېره چې د ډېرو سیمینارونو د علمي او نشراتي کمیسیونونو غړی پاتې شوی، د علومو اکاډمۍ په بېلابېلو کمېټو او کمیسیونونو کې یې گډون کړی دی چې په لاندې توگه یې د ځینو لنډه یادونه کېږي:

۱ - نشراتي کمیسیون.

۲ – د قوانینو او مقرراتو د اصلاح او بیا کتنې کمیسیون.

۳ – د انسجام د لومړني کمیسیون غړی او منشي (۱۳۶۶)؛

۴ - د دفاع د کمیسیونونو غړی او د ځینو مشر؛

۵ - د اداري ترفیعاتو د کمیسیون غړی او د علومو اکاډمۍ د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مشر (۱۳۹۳ ل کال)؛

۶ – د ځينو سیمینارونو د علمي کمیسیونونو غړی او د ځینو غونډو مشر؛

۷ – په نورو ادارو او وزارتونو کې د علومو اکاډمۍ په استازیتوب د بېلابېلو کمېټو او کمیسیونونو غړی؛

۸ – د آریانا دایرة المعارف د ارټیکلونو د تثبیت او ارزیابۍ د کمیسیون غړی او نور.

د مجلو د کتنپلاوي (تحریر هیأت) غړیتوب[سمول]

د کابل، عرفان، لرغون پېژندنې او الفت مجلو د تحریر هئیت غړی.

له ۱۳۸۰ ل کال څخه را په دېخوا تر اوسه (۱۳۹٨ ل کال) پورې د کابل مجلې د کتنپلاوي غړی دی.

له آریانا دایرة المعارف سره همکاري[سمول]

له ۱۳۸۵ ل کال څخه راهيسې له آریانا دایرة المعارف سره په دې لاندې برخو کې همکار وو:

۱ – د ارټيکلونو د تثبیت او ارزیابۍ د عالي کمیسیون غړی.

۲ – لیکوال.

۳ – ژباړونکی (له پښتو ژبې څخه دري ژبې ته، له دري ژبې پښتو ژبې ته).

۴ – مسلکي ایډېټور.

۵ – د پښتو ژبې د ایډېټورانو د بورډ مشر (له لومړي ټوک څخه تر اووم ټوک پورې).

تر اوسه یې د آریانا دایرة المعارف بېلابېلو ټوکونو ته له (۱۰۰) څخه زیاتې مقالې لیکلې او د (۱۵۰) په شاوخوا کې یې له پښتو نه په دري، له دري نه په پښتو ژباړلي دي.

مکافات[سمول]

تر اوسه یې ۳ دوهمه درجه، ۳ درېیمه درجه ستاينليکونه او دوه افتخاري ستاينليکونه، چې لومړی یې له مشرانو جرگې څخه تر لاسه کړی او دويم يې د بدخشان ولایت له خوا ورکړل شوی دی. همدراز بخششي معاشونه هم ورکړل شوي دي. په بېلابېلو کلونو کې یې څلورو آثارو لومړۍ درجه فرهنگي جایزې او ۲ اثارو یې دويمه درجه فرهگي جایزې ګټلې دي. همدارنگه یې یوه اثر د سولې دويمه درجه جایزه گټلې ده.

په لویو جرگو کې گډون[سمول]

نصرالله ناصر د مدني ټولنې په استازیتوب په دې لاندې لویو جرگو کې گډون کړی دی:

• د ۱۳۹۰ ل کال د دودیزې لویې جرگې غړی.

• د ۱۳۹۲ ل کال د مشورتي لویې جرگې غړی.

په سیاسي گوندونو او ډلو کې غړیتوب[سمول]

نصرالله ناصر تر اوسه د هېڅ سیاسي گوند او ډلې غړی نه دی.

د نصرالله ناصر چاپ او ناچاپ نښيرونه[سمول]

الف – ځانگړي (مستقل) چاپي نښيرونه يې:

۱ – د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود، ۱۳۸۳، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۴۲۲ مخه.

۲ – د روه له گلونو څخه، د استاد روهي په یاد، د خوست خپلواکه فرهنگي ټولنه، ۱۳۸۵، ۶۵ مخه.

۳ – د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاریخچه، ۱۳۸۹ ل، ۴۲۵ مخه.

۴ – د پښتو قاموس لیکنې تاریخچه (د ماسترۍ تیزس)، ۱۳۹۰ ل، ۱۹۸ مخه.

۵ – د عبدالرحیم ځدراڼ ژوند او آثار، ۱۳۹۳ ل، ۷۴ مخه.

۶ – د شلمې پېړۍ په فرهنگي ادبي بهیر کې د علامه حبیبي دریځ، ۱۳۹۲ ل، ۵۵۶ مخه.

۷ – ښکار او مرغان. دغه رساله د زېري جریدې د ۱۳۶۰ او ۱۳۶۵ ل کلونو په گڼو کې پرله پسې چاپ شوې ده ۵۰- A4 مخونه.

۸ – د ښکارندوی پر قصیده مشاعره، تدوین، ۱۳۶۲ ل، ۶۹ مخه.

۹ – د شمس الدین کاکړ دېوان، سمون، سریزه او د لیکوال ژوندليک، ۱۳۸۴ ل، ۱۷۸ مخه.

۱۰ – د پښتني فولکلور د ترجمو تاریخي سیر، ۱۳۶۶ ل، ۲۰۰ مخه، (ناچاپ).

۱۱ – د نوم اوړون، ۱۳۵۷ ل کال، (د لیسانس دورې مونوگراف)، ناچاپ.

۱۲ – حافظ الملک حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ، د اکاډمیسین رشاد لیکنه. تدوین، سریزه او مأخذونو فهرست د نصرالله ناصر، ۱۳۸۵ ل.

۱۳ – دري – پښتو قاموس، له نورو سره په گډه، ۱۳۸۴ ل کال.

۱۴ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو د مقالو فهرست (۱۳۸۱ – ۱۳۹۴ ل)، چاپ ته چمتو.

ب - ژباړې:

۱ – کابل ښار د پېړیو په اوږدو کې، ۱۳۸۱ ل کال، ۱۳۲ مخه.

۲ – افغانستان او نړۍ (آسیايي او افریقايي هېوادونه)، ۱۳۸۳ ل کال، ۳۰۸ مخه.

۳ – افغانستان او نړۍ (استرالیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونه)، ۱۳۸۳ ل کال، ۳۴۴ مخه.

۴ – ښوونځی د کمال او فضیلت روزنځی، ۱۳۸۹ ل کال، ۷۴ مخه.

۵ – په افغانستان او نړۍ کې د ښځو فرهنگي څېره، ۱۳۹۱ ل کال، ۱۰۸ مخه.

۶ – د کابل بالاحصار، ۱۳۹۰ ل کال، ۱۳۰ مخه.

۷ – نوروز او د افغانستان په ادبیاتو کې یې انعکاس، ۱۳۹۰ ل کال، ۱۴۶ مخه.

۸ – په افغانستان کې د سرامیک هنر، ۱۳۹۱ ل کال.

۹ – قصه های عامیانه از افغانستان (له پښتو نه په دري) ژباړه، ۱۳۸۹ ل کال، ۸۲ مخه.

ج – علمي – څېړنیزې مقالې:

نصرالله ناصر په بېلابېلو کلونو کې ډېرې مقالې لیکلي چې ځینې یې دا دي:

۱ – د پښتني فولکلور د ترجمو تاریخي سیر (د کتاب لنډیز)، کابل مجله، ۱-۲ مه گڼه، ۱۳۶۷ ل کال.

۲ – نومیالی لیکوال، تاریخپوه او کره کتونکی ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه ګڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۳ – د ډاکټر دولت محمد لودين ژوند او آثار، کابل مجله، ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۴ - په پښتو ادبیاتو کې د جرگو انعکاس، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۵ – پېلوڅی، کابل مجله، ۷ – ۸ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۶ – الفت د پوهانو په نظر کې، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۷ – د معاصر ادب یو بل ځلانده ستوری هم د ادب له اسمانه را پرېووت، کابل مجله، ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال. (د پوهاند الهام ژوند او آثار).

۸ – په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي – څېړنیزو چارو لنډ رپوټ، کابل مجله ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال.

۹ – کاندید اکاډمیسین عبدالرحمن بلوڅ هم د تللو له کاروان سره یو ځای شو، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال.

۱۰ – په پښتو ادبیاتو کې د آزادۍ انعکاس، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال.

۱۱ – نواب محبت خان او د هغه آثار، د نواب محبت خان یاد (د مقالو ټولگه)، ۱۳۸۶ ل کال.

۱۲ – د نواب محبت خان د دوه سوم تلین د نمانځلو د سیمینار گزارش، پورتنۍ ټولگه.

۱۳ – د پښتو – پښتو تشریحي قاموس د پخوانیو ټوکونو بیا خپرول... کابل مجله، ۹ ۱۰ -، ۱۱ – ۱۲ مه گڼې، ۱۳۸۲ ل کال.

۱۴ – د «انجمن های ادبی در عصر روشنگری» مقالې د بشپړتیا په اړه د څو ضروري ټکو یادونه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال.

۱۵ – د عبدالقادر مومند او عبدالقادر خان خټک د یوسف زلیخا د پښتو ژباړې پرتلنه، کابل مجله، ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۱۶ – د عبدالرحمن بلوڅ ژباړو ته یوه کتنه، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۱۷ – د سوسن چمن بلبل د مشکو په کاروان کې، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۱۸ – ریاض المحبت د څېړنو په بهیر کې، کابل مجله، ۷ – ۸ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۱۹ – د ملا عبدالسلام اشیزي د وخت سیاسي او فرهنگي وضعې ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۲۰ – د علامه رشاد لنډ ژوندلیک، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۲۱ – د معاصرین سخنور او اوسني لیکوال پرتلنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۲۲ – د ارواښاد پاینده محمد زهیر ژبنيو هڅو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۲۳ – د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې د درې کلنو علمي – څېړنیزو چارو گزارش، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۲۴ – د عبدالقادر خان خټک ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۸۴ ل کال.

۲۵ – خوږې نغمې که د وطن د مینې کچکول؟ کابل مجله، ۷ – ۸ مه گڼه، ۱۳۸۴ ل کال.

۲۶ – د یو کلنې انتخابي دورې په بهیر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ لاس ته راوړنې، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه گڼه، ۱۳۸۴ ل کال.

۲۷ – نه هېرېدونکی فرهنگي شخصیت، علامه حبیبي، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۴ ل کال.

۲۸ – د پښتو معاصر ادب یوه ځلانده څېره، (د غني خان ژوند او آثار) د غني یاد، ۱۳۸۶ ل کال.

۲۹ – استاد حمزه او پښتني فولکلور، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۸۵ ل کال.

۳۰ – د خوشحال خان خټک ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸ مه گڼې، ۱۳۸۵ ل کال.

۳۱ - د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو (۱۳۸۰ – ۱۳۸۵) کلونو د مقالو فهرست، کابل مجله، ۵ - ۶ – ۷ – ۸ مه گڼې، ۱۳۸۵ ل کال.

۳۲ – د بایزید روښان ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ مه گڼې، ۱۳۸۶ ل کال.

۳۳ – د پښتانه شعراء د کابل او پېښور چاپ پرتله، د اجمل خټک یاد، ۱۳۸۵ ل کال.

۳۴ – د «حافظ الملک حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ» اثر ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ – ۱۰ مه گڼه، ۱۳۸۶ ل کال.

۳۵ – د علامه حبیبي ژباړو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۶ ل کال.

۳۶ – د حافظ الملک حافظ رحمت خان بړېڅي ژوند، آثار او شخصیت ته لنډه کتنه، د نواب حافظ رحمت خان یاد، ۱۳۸۶ ل کال.

۳۷ – د کابل مجلې د ۱۳۸۶ – ۱۳۸۷ ل کلونو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۰ –۱۲مه گڼه، ۱۳۸۷ ل کال.

۳۸ – د خوشحال خان خټک له منظومې بازنامې سره د افضل خان خټک د منظومې بازنامې پرتله، کابل مجله، ۱ – ۲ ، ۳ – ۴ مه ګڼه، ۱۳۸۸ ل کال.

۳۹ – سپېڅلې پښتو (قاموس) ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۸۸ ل کال.

۴۰ – د استاد الفت ژباړو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۹ - ۱۰ مه گڼه، ۱۳۸۸ ل کال.

۴۱ – «خوشحال او فولکلور» اثر ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۸۸ ل کال.

۴۲ – علامه حبیبي او فولکلور، کابل مجله، ۱ – ۲ مه گڼه، ۱۳۸۹ ل کال.

۴۳ – په پښتو کې د ملمع شعر تاریخي بهیر ته لنډه کتنه (رساله)، کابل مجله، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۸۹ ل کال.

۴۴ – د مولوي صالح محمد هوتک ژوند او آثار، د مولوي صالح محمد هوتک یاد، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۷ مخه.

۴۵ – د محمد اکبر پامیر د وخت سیاسي، ټولنیز او فرهنگي حالت ته لنډه کتنه، د استاد محمد اکبر پامیر یاد، ۱۳۸۹ ل کال.

۴۶ – د استاد الفت ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱ – ۲ ، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۹۰ ل کال.

۴۷ – د دریوو ژبو (پښتو، دري او اردو) شاعر، معزالله خان مومند، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۹۰ ل کال.

۴۸ – د شیر محمد هوتک لنډ ژوند لیک، د مولوي شیر محمد هوتک یاد، ۱۳۹۰ ل کال.

۴۹ – د عقاب خټک په کلیات کې بدیعي صنایع، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۹۱ ل کال.

۵۰ – علي محمد مخلص او د هغه دېوان، کابل مجله، ۵ – ۶ مه گڼه، ۱۳۹۱ ل کال.

۵۱ – د حبو اخوندزاده کورنۍ او د افغاني فرهنگ په رڼولو کې د هغوی ونډه، کابل مجله، ۷ – ۸ ، ۹ – ۱۰ مه گڼه، ۱۳۹۱ ل کال.

۵۲ – د استاد جاوید د « پيشینه کتب و جراید دري و پښتو در جهان» مقالې ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ مه گڼه، ۱۳۹۱ ل کال.

۵۳ – منوچهري دامغاني او د ده ممدوحین، کابل مجله، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸ مه گڼه، ۱۳۹۲ ل کال.

۵۴ – د ادبي متن څېړنې اصول او لارې چارې، کابل مجله، ۳ – ۴ مه گڼه، ۱۳۹۳ ل کال.

۵۵ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز پړاو (۱۳۹۲ ؛ ۱۳۹۳) کلونو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۲ مه گڼه، ۱۳۹۳ ل کال.

۵۶ – د استاد الفت علمي، فرهنگي او سیاسي شخصیت ته لنډه کتنه، کابل مجله، ۱۰ مه گڼه، ۱۳۹۴ ل کال.

۵۷ – معاصرو پښتو ادبي ژباړو ته لنډه کتنه، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو وضعیت (د مقالو ټولگه)، ۱۳۹۴ ل کال.

۵۸ – د تقریظ لیکنې په اړه څو یادونې، کابل مجله، ۸ مه گڼه، ۱۳۹۴ ل کال.

۵۹ – ادیب او فولکلوریست، څېړنوال حضرت محمد ویاړ، کابل مجله، ۴ مه گڼه، ۱۳۹۴ ل کال.

۶۰ – د کابل مجلې د دریم خپرنیز (۱۳۹۴) پړاو د قلمي همکارانو د مضامینو فهرست، کابل مجله، ۱۱ – ۱۲ گڼه ۱۳۹۴ ل کال.

۶۱ – د دوست محمد خان کامل ژوند او آثارو ته لنډه کتنه، کابل مجله...

۶۲ – د علامه سید جمال الدین افغان ژوند ته لنډه کتنه، عرفان مجله، ۴ مه گڼه، ۱۳۸۶ ل کال.

۶۳ – د استاد رشاد رسمي دندې، خپلواکي (مجله)، ۴ مه گڼه، ۱۳۸۳ ل کال.

۶۴ – ملا حسن د تلوکان، زېری، ۱۳۸۶ ل کال.

۶۵ – لوی استاد پوهاند حبیبي او ترجمې، د استاد یاد (مقالو ټولگه)، ۱۳۶۴ ل کال.

۶۶ – د استاد راحت زاخېلي ژوند او آثار، زېری، ۸ – ۹ مه گڼه، ۱۳۶۴ ل کال.

۶۷ – په پښتو کې د ماشوم ادبیات، د زېري کالنۍ، ۱۳۶۳ ل کال.

۶۸ – ملي هنداره د اجتماعي څېړنو له نظره، زېری، ۴۵ – ۴۶ مه گڼه، ۱۳۶۳ ل کال.

۶۹ – د میرعلي شیرنوايي مجالس النفایس، زېری، ۳۵ مه گڼه، ۱۳۶۴ ل کال.

۷۰ – ښځنوک نرښځی نه دی، زېری، ۷ – ۸ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۷۱ – یک ضایعه فرهنگي (زنده گینامه پوهاند الهام)، خراسان مجله، ۵۰ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۷۲ – د خوشحال یا خوشحال بیگ، مقالې ته لنډه کتنه، الفت مجله، ۲ مه گڼه، ۱۳۸۲ ل کال.

۷۳ – د الفت مجلې دریمې گڼې ته کره کتنه، الفت مجله، ۳ مه گڼه، ۱۳۸۱ ل کال.

۷۴ – کره کتنه (د اثر معرفي)، زېری، ۴۸ مه گڼه، ۱۳۶۵ ل کال.

۷۵ – د محمد گل نوري لیک ښوونکی، زېری، ۴۹ – ۵۰ مه گڼه، ۱۳۶۳ ل کال.

۷۶ – د فولکلوري موادو د راټولولو او څېړنې منابع، هموطن (مجله)، لومړۍ گڼه، ۱۳۷۴ ل کال.

۷۷ – د پښتو – پښتو تشریحي قاموس د نوي چاپ سریزه، ۱۳۸۳ ل کال.

۷۸ – د استاد احمد علي کهزاد د ژوند یو لنډ انځور، عرفان (مجله)، ۸ مه گڼه، ۱۳۸۶ ل کال.

۷۹ – مرکه د پښتو، زېری، ۳ – ۴ ، ۵ – ۶ ، ۷ – ۸ ، ۹ – ۱۰ مه گڼې، ۱۳۹۰ ل کال.

۸۰ - «منظوم متلونه» اثر ته لنډه کتنه، زېری...

۸۱ – بېنوایان، لوی استاد علامه حبیبي ته منسوبه ژباړه، زېری، ۱ – ۴ مه گڼه، ۱۳۹۴ ل کال.

۸۲ – د خوشحال خان خټک ژوند او آثار، زېری، ۱۳۵۸ ل کال، فوق العاده گڼه.

۸۳ – د برکت الله کمین مجددي په کلیاتو کې د ځینو نومیالیو ملي او فرهنگي شخصیتونو یادونه، د کمین یاد (د مقالو ټولگه)، ۱۳۹۲ ل کال.

۸۴ – وخت څنگه تېرېږي، زېری.

۸۵ – د افغانستان د علومو اکاډمي لنډه پېژندنه، ښکلا (مجله)، کندهار.

۸۶ – د ډاکټر سیدالشاه پولاد ژوند او آثار، زېری جریده.

۸۷ – د ادبي متونو په برابرولو کې د استاد خدمتگار هڅې، د بختاني خدمتگار فرهنگي خدمتونه (د مقالو ټولگه)، ۱۳۹۶ ل کال.

۸۸ – د فولکلور ټولونې او څېړنې میتودولوژي، د مقالو ټولگه.

۸۹ – د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز تشکیل او د رئیسانو پېژندنه، (په مجموعه کې تر چاپ لاندې ده)، ۱۳۹۶ ل کال.

۹۰ – د ادبي متن څېړنې لارې چارې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، (د مقالو ټولگه) او نور.

اخځليک[سمول]

۱- https://asa.gov.af/ps/%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D8%B1%DB%8C-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D9%88-%D8%AF-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%DB%90-%D9%85%D8%B1%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D9%84

۲-http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-%2E%2E%2E-8-00-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL2.243.38&d=HASHcceef54c219d752da66c0a&x=1‎