دولت محمد لودين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر دولت محمد لودين

دولت محمد لودين (١٣١٠ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالي - ١٣٧٨ ل ل کال د ليندۍ ١٣) د پښتو ژبې ليکوال او ژباړن وو.

محينه[سمول]

ارواښاد سرمحقق ډاکتر دولت محمد لودين پر ۱۳۱۰ ل ل کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د انگرو په کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې وې. لومړنۍ زده کړه يې د اخوند کلي په ښوونځي کې بشپړې کړې او وروسته يې د کابل په ښوونتون (دارالمعلمين) کې خپلو زده کړو ته پاينه (دوام) ورکړه.

دندې[سمول]

دولت محمد لودين وروسته د شپږو کلونو لپاره د ښوونکي په توگه دنده تر سره کړه. پر ١٣٣٧ ل ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو. تر فراغت وروسته په پښتو ټولنه کې د نوماند مسلکي غړي په توگه وگومارل شو.

ددې دندې تر څنگ يې د ادبياتو په پوهنځي کې د تدريس چارې هم پر غاړه درلودې. نوموړی پر ١٣٤٤ ل کال د پښتو د تدريساتو د لوی مديريت سرپرست او د دغې دندې تر څنگ د زيري جريدې پازوال چلونکى وو.

لودين وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره د هغه مهال شوروي اتحاد ته واستول شو او په ژبپوهنه کې يې دوکتوار «پي اچ ډي» تر لاسه کړه.

ليکوال لودين د پښتو ټولنې د تاليف او ترجمې په څانگه کې او وروسته د ټولنيزو پوهنو د لوی مدير په توگه دنده تر سره کړه. پر ١٣٥٧ ل ل کال د علومو اکاډمۍ د ژبپوهنې د څانگې مدير او وروسته د پښتو څيړنو د مرکز د سروال (ريس) په توگه وگومارل شو.

ارواښاد ډاکتر دولت محمد لودين د افغانستان يو تکړه ژبپوه، ادبپوه او مورخ وو. نوموړي په پښتو، فارسي، روسي او انگليسي ژبو کې گڼ شمېر اثار او مقالې ليکلې او د روسي او انگليسي ژبو څخه يې ژباړې کړې دي.

مړينه[سمول]

ارواښاد دولت محمد لودين د ١٣٧٨ ل کال د ليندۍ مياشتي پر ١٣ د يوې سختې ناروغۍ له لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې او د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د کندو سيمې د انگرو کلي په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- د نننۍ پښتو ژبې احصايوې قاموس: په ١٣٥٣ کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۲- لغت پوهنه، په ١٣٥٥ ل ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۳- د پښتو ژبې عمومي احصايوې قاموس، په ١٣٦٩ ل ل کال کې په لنېنگراد کې چاپ شوی دی.

۴- ټام ساير، له انگليسي څخه يې پښتو ته اړولی او پر ١٣٤٣ ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۵- شيرشاهي تاريخ، له فارسي څخه يې پښتو ته اړولی او پر ١٣٥٤ ل ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۶- په کلتوري انقلاب کې د عام او خاص ځانگړتياوې، له روسي ژبې څخه ژباړل شوی او پر ١٣٦٧ ل ل کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا چاپ شوی دی.

۷- غوره نثرونه، د ارواښاد گل پاچا الفت نثري اثر دی چې په روسي ژبه ژباړل شوی او د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

۸- پټه خزانه، د محمد هوتک نثري اثر دی چې لودين په روسي ژبه ژباړلی او د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

  1. ژبه او ټولنه، د ۱۳۹۵ ل ل کال چاپ.


اخڅليک[سمول]

۱- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2007/04/070420_tom-sawyer-pashto-translation

۲-