محمد گل نوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد گل نوري (زوکړه ۱۲۷۹ لېږديز لمريز کال، کندهار-مړينه د ۱۳۵۲ ل ل کال د ليندۍ ۲۰) د افغانستان يو پښتو ژبی فولکلوريست، ليکوال او شاعر وو.

مخينه

محمد گل نوري هغه هېره شوې څېره ده، چې موږ يې نه پېژنو، په دې مانا چې په پوره ډول يې نه پېژنو، كه يې پېژنو، پر زياتو كارونو او هڅو يې نه يو خبر، ځكه چې زمانې، وخت او حالاتو ډېره جفا ورسره كړې ده؛ حالاتو يې د ژوند پر لار ډېر اغزي راټوكولي او ډېر څه يې ترې اخيستي دي.

محمد گل نوري پر ۱۲۷۹ ل ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى. هغه مهال خو دومره د زده كړې امكانات هم هر چاته برابر نه وو، خو ارواښاد نوري وكړاى شول، چې د سيمه ييزو پوهانو او كورنيو مشرانو په مرسته زده كړه وكړي، د خپل ځانگړي استعداد او وړتيا په بركت يې ډېر څه په ذهن كې پاتې كېدل او هغه د چا خبره ذهين انسان وو.

همدغه د استعداد او نبوغ بركت يې وو، چې په زياتو ډگرونو كې وځلېد او ډېر خدمت يې وكړ. د هغه نه هېرېدونكي اثار به زموږ د ادبياتو ستره او غوښنه برخه وي، خو دغه ډول استعدادونه په ډېرو خوارو او غريبو كورنيو كې پيدا كېږي، ډېر كم داسې پېښېږي، چې د كوم شتمن زوى دې د نبوغ تر كچې ورسېږي، يا دې هم دى د ډېرې خوارۍ وړتيا ولري. هغه څوك چې په هوسايۍ او نعمتونو كې رالوى شوى وي، په خپله يې د ځان د هوسايۍ لپاره څه نه وي كړي، هغه به څنگه په دې وپوهېږي چې د ژوند لپاره ضروري شيان څه دي او انسان بايد ژوند د چا لپاره وكړي.

زده كړې

استاد نوري په ۱۳۰۰ ل كال د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال د كندهار ښار په شالمار ښوونځي كې د پښتو د ښوونكي په توگه وټاكل شو، چې د هېواد بچيو ته يې پښتو ژبه تدريسوله. لكه مخكې چې يادونه وشوه وخت او حالاتو ډېرې سختۍ ورباندې راوستلې، چې په هر پړاو كې يې گوزارونه وركړي؛

دندې

هغه مهال چې په كندهار كې پښتو ادبي انجمن جوړ شو، استاد محمد گل نوري يې لومړنى غړى وو. څو كاله وروسته چې د لومړي وزير سردار محمد هاشم خان په امر دغه انجمن كابل ته ولېږدول شو نو هلته يې نوم په پښتو ټولنې واوښت.

استاد نوري بيا په كابل كې د تاليف او ژباړې په څانگه كې د لغاتو او سيمه ييزو ژبو د څانگې د امر په توگه په دنده وگومارل شو، چې په دې موده كې يې د خپل كار او زيار په برکت ډېر مواد سره راټول كړل، هورې يې د ځينو مخكښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولكلور څېړنې او كلتورپوهنې په برخه كې ډېرې ښې تجربې ترلاسه كړې.

كله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته كندهار ته راغى او د كندهار په دولتي چاپخونه كې د رتبې په ساتنې سره (څلورمه رتبه يې وه)، د مامور په توگه وټاكل شو. كه څه هم ده ته بايد يوه لوړه څوكۍ او مهم پوست وركړل شوى واى، خو چيرته دي هغه خلك چې خپل ملي خدمتگاران وپېژني او قدر يې وكړي؟ چېرې ول هغه مهربان لاسونه چې د انسان او انسانيت په خاطر يې زموږ ملي مشران په سختو حالاتو كې نازولي واى؟

اقتصادي وضعه او د ژوند ناخوالې

ارواښاد استاد نوري دېرش كاله په ډېرو سختيو او خواريو كې ماموريت وكړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه كړ، دا ځكه چې د جبر لارويان خو هېڅ وخت هم نه غواړي ملي مخكښان هوسا وي او يا هم تر دوى مخكې شي. ده د تقاعد په وخت كې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه كړې، چې دا ډېرې كمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده. له دې كبله يې د كندهار په هرات دروازه كې د مستو پلورلو تاغار مخې ته كېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته. يو مهال ورته څو بهرني څېړونكي راغلي وو، چې له استاد سره وگوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دكاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وكړه، هغه پر استاد ږغ كړى و: ماد گله! راسه دا كسان دې غواړي. كله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وكړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولكلوريسټ او ادبپوه څنگه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره ولاړل، استاد خپل اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ كې د هغه دكاندار همدا جمله ازانگې كولې، زړه يې ډېر مات شو. ويل كېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت كې په خپله وسوځل.

دى تر تقاعد وروسته د كندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او كلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانگړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو. دوه كاله وروسته بيا د كندهار دولتي چاپخونې په مديريت كې د ارشيف د څانگې په لسمه رتبه كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سكون ترلاسه كړي او ځان بوخت وساتي.

ادبي هڅې او لاسته راوړنې

محمد گل نوري به چې د خپلې دندې له مخې كله كله نورو ولسواليو، ليريو پرتو سيمو او كليو ته ورته، نو هورې به يې له خلكو څخه متلونه، سندرې او لغات راټولول، چې په زرگونو متلونه، سندرې، فولكلوري مواد او نوره ولسي پانگه يې راټوله كړه. دغه راز يې له ليريو پرتو سيمو څخه يوولس ټوكه دېوانونه راټول كړل او پر هغه مهال يې په وړيا توگه انجمن ته وړاندې كړل:

  • د محمد امان دېوان.
  • د محشور د كلي د باركزي حاجي جمعه دېوان.
  • د عبدالله پوپلزي دېوان.
  • د عبدالنبي بېټني دېوان.
  • د ملا شېر محمد هوتك دېوان.
  • د ملا يار محمد دېوان (دوه ټوكه او يوه پښتو ميراثنامه، په نظم كې.)
  • د حنان دېوان.
  • د عبدالعزيز قرقدان دېوان.
  • د كريم داد دېوان (د اخوند دروېزه زوى.)
  • قلمي تجويد (د ملا باز محمد شاعر.)
  • د پښتو انشاء (دوه ټوكه).

كه څه هم ارواښاد نوري كولاى شول چې دا دېوانونه په لوړه بيه پر پښتو ټولنې، كومې خپرندويې ټولنې، يا هم بل ارگان وپلوري، يا يې هم د ځينو اوسمهالو ليكوالو په څېر په خپلو الماريو كې كولپ كړي، خو ده د خپل ملي احساس له مخې دغه ټول موندل شوي اثار ولس او ملت ته وړاندې كړل، چې بله ورځ د ده له مړينې سره سم د وركاوي له گواښ سره مخ نه شي، يا هم د طبيعي افتونو او پېښو ښكار نه شي.

خدای بښلي نوري په پښتو فولكلور كې دومره اساسي كارونه كړي، چې پښتو متلونه، پښتو اصطلاحات، محاورې، سندرې، لوبې، نومونې او نكلونه يې ټول په جلا جلا اثارو كې راټول كړي دي. همدغه اثار يې په شوروي اتحاد، المان، انگلستان، هند، فرانسه، جاپان، چين او نورو هېوادونو كې د پوهنيزو او څېړنيزو موسسو تر كار لاندې راغلي او د معتبرو سرچينو په توگه كارول شوي دي.

رحمت الله مړوند د ۱۳۵۱ ل ل کال د كندهار مجلې په پرله پسې ۱۴۳ زمري مياشت د گڼې په شپږم مخ كې له ارواښاد محمد گل نوري سره يوه مركه كړې او په دغه مرکه کې زموږ دغه ليکوال د خپل زړگي ټول بړاس ايستلى او د يوې پوښتنې په ځواب كې يې ويلي دي:

«تر اوسه پورې د ځان لپاره يوه سرپناه هم نه لرم او كډه په شا گرځم.» دا دى د يوه هېواد د هغه نامتو فولكلوريسټ ژوند او حالت، چې پر افغانستان سربېره يې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې خلك مني او كارونه يې ارزښت لري. كه چېرې دغه ډول بله سټه په بل هېواد كې واى، ښايي په ژوندوني به يې ځينې واټونه د هغه په نوم نومول او ان چې اكاډمۍ به يې هم د هغه په نامه جوړولې. موږ وينو چې هغه كه له يوې خوا دا تمه نه درلوده، له بلې خوا يې پر زياتو خواريو سربېره خپله هڅه او هاند نه دى پرې ايښى.

د استاد تر ټولو خوږه خاطره

استاد ته چا پر چاپ شويو كتابونو يوه پولۍ هم نه ده وركړې. هغه په دې برخه كې له مزد او لاسباړې (حق الزحمې) پرته د خپل ولس خدمت ته ملا تړلې وه. هغه په خپله همدغه مركه كې د خپلو خوږو خاطرو په لړ كې تر ټولو خوږه او نه هېرېدونكې خاطره هغه گڼلې چې په ۱۳۱۸ ل ل کال کې يې د پښتو ټولنې له خوا لومړنى كتاب «ليك ښوونكى» په دوو ټوكو كې چاپ شو.

رښتيا هم ځينې پوهان كه له يوې خوا، لکه د نورو ليكوالو په څېر، خپل اثار خپل زامن گڼي، له بلې خوا د لومړي كتاب خپرېدل بل خوند او كيفيت لري او په دې خوند به هغه څوك پوهېږي چې كتابونه يې چاپ شوي وي. دلته استاد نورې خپلې ترخې خاطرې هم يادې کړې دي.

د استاد تر ټولو ترخه خاطره

ډېره ترخه او نه هېرېدونكې خاطره، چې د مرگ تر ساعته به مې لا هم په زړه كې وي، هغه دا ده چې د ادبي انجمن او پښتو ټولنې د تاسيس له وخته څوك په دې بريالي نه سول چې يو لوى پښتو قاموس جوړ كړي. په هغه وخت كې چې زه د تاليف او ترجمې مدير وم او بيا د افغانستان د محلي ژبو او لغاتو د څانگې د آمر په توگه وټاكل سوم، نو د مطبوعاتو د مستقل رياست د رسمي ليك په ذريعه وگومارل سوم، چې ژر تر ژره بايد پښتو قاموس جوړ كړم او دا خبره هم په ليك كې زياته سوې وه چې كه د دغه كار تر عهدې ووتلې، نو ستا مكافات به د عمومي مدير رتبه او معاش وي. لنډه دا چې په ډېر زحمت مې د خپلې لور (طيبو) په مرسته دغه قاموس ترتيب او ميدان ته راويوست، چې نيم يې د شين تر رديفه د كندهار په دولتي مطبعه كې د ايازي صاحب په كوښښ او زما په خپله تصحيح او د شين له رديف څخه بيا تر پايه د كابل په دولتي مطبعه كې چاپ سو. په دغه وخت كې زه په كندهار كې د مطبعې مدير وم، ځكه مې ونه ليد چې نوموړى قاموس په څه ترتيب چاپ سو. كله چې دا قاموس، چې ما (نوراللغات) نوم پر ايښى وو، د پښتو قاموس په نامه نشر سو او ما وكوت، نو له بده مرغه زما نوم پر لومړۍ پاڼه نه وو ليكل سوى، لېكن د نورو اشخاصو د نومونو په لړ كې زما نوم هم ورسره ليكل سوى وو. په دې ډول زما د كلو كلو زحمت، مكافات او همدغه وعدې چې قاموس به د محمد گل نوري په نامه طبع كوو، عبث ولاړ".(۱)

دلته د استاد د ترخې خاطرې لوستل د هر بادرده هېودوال او قلموال زړه دردوي، ځكه پر يوه مخ ليكنه د ليكوال څومره ډېره انرژي لگېږي او څومره خواري غواړي، پاتې شوه د يوه پرېړ قاموس ليكنه، چې استاد يې هر لغت په څومره خوارۍ راټول كړى، مانا يې ورته پيدا كړې، بيا يې د خپلې لور په مرسته ترتيب كړى، خو كله چې له "شين" رديف څخه د "ي" تر رديفه پورې برخه يې چاپېږي، د استاد نوم يوازې د مرستندويو كسانو په كتار كې ليكل كېږي. گواكې دا چې ده خو د قاموس په راټولونه كې يوازې څه ناڅه مرسته كړې ده. د پښتو ټولنې پر دغه كار بيا چا څه ونه ويل، نه يې هم ويلي دي، په كار خو دا وه چې يادونه يې شوې واى، ځكه په داسې يوه معتبره اداره كې داسې يوه درغلي شوې، چې له بده مرغه يوازې استاد سيال كاكړ ورته په خپل كتاب (ادبي انځور) كې يوه اشاره كړې ده:

"پښتو قاموس د استاد نوري هغه تاريخي تاليف دى، چې په ۱۳۳۰ ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا په دوو ټوكو كې خپور سو. په كار خو دا وه چې دواړه ټوكونه استاد نوري ته منسوب واى، خو ښاغلي رښتين داسې ونه كړ، تش يې د دواړو ټوكونو په سرو كې داسې وكښل: خو په تېره ښاغلي محمد گل نوري د لغاتو د څانگې وروستي مدير په دغه ليار كې ډېر زحمتونه گاللي دي او په زياته برخه يې تودين او تبيض كړې ده".(۱)

كه څه هم ځينې خلک به دا وايي چې داسې يوه درغلي هېڅ امكان نه لري، خو د ارواښاد استاد نوري په حق كې دا شوې بې انصافي خو هم د زغم وړ نه ده. بله دا چې د استاد نوري هغه خواري خو بايد يوازې په يوه جمله كې خلاصه نه شي. د هغه اثر بايد هغه په خپل نوم خپور شوى واى. كه څوك دا نه مني، چې دغه اثر دې د استاد نوري وي، موږ به د چاپ شوي قاموس د الف رديف په پاى كې د استاد نوري يو خپور شوى يادښت راواخلو، چې د خپرندوى ورته پام نه دى شوى، چې ويې باسي، ځكه استاد دغه قاموس ته نوراللغات نوم وركړى وو، چې پښتو ټولنې پښتو قاموس نومولى دى. دغه يادښت د نوراللغات يا پښتو قاموس د لومړي ټوك، د الف رديف په پاى كې پر ۶۹ مخ باندې راغلى دی:

  • "نوراللغات د الف رديف پاي ته ورسېدى، د دې رديف لغات او مصادر او څلورگوني مشتفات او اصطلاحات په لاندې شمېر سره دي:
  • لغات ۱۷۵۹
  • مصادر ۱۴۸
  • مشتقات ۵۱۶
  • اصطلاحات ۴۱۳ (۳)

دغه يادښت په خپله دا زباتوي، چې دغه قاموس د استاد محمد گل نوري له خوا ليكل شوى، ترتيب شوى او اوډل شوى دى.

د محمد گل نوري نور غلا شوي كتابونه

د استاد نوري پر ځينو نورو اثارو هم خلكو خېټه اچولې، يا يې د ده په ژوندوني، يا هم تر مړينې وروسته په خپلو نومونو خپاره كړي دي. د ساري په توگه ملي هنداره د استاد نوري د فولكلوريكو كيسو يوه په زړه پورې لړۍ او مشهور اثر دى، چې په زياتو كورنيو كې خلك ورسره اشنا دي او په كندهار كې خو زيات مينه وال لري. پر كندهار سربېره په گڼ شمېر نورو سيمو كې هم ډېرو خلکو دغه نكلونه لوستلي دي. دغه اثر څو څو ځلې د بل چا په نامه چاپ شوی، ان چې د پاكستان په ټلويزيون كې د ډرامو په بڼه كې په يوه لړۍ كې خپور شو، خو د بل چا نوم به د ليكوال په توگه ليكل كېده. حال دا چې حق د استاد نوري وو، چې بايد يادونه يې شوې واى. 

"په پېښور كې د قديمي كتابخانې له خوا د ملي هندارې لومړى او دويم ټوك د حاجي فضل احمد او حاجي عبدالرحيم له خوا چاپ شو، چې د ليكوال نوم يې په محمد كامل نوري وربدل او دغه دوه ټوكه كتابونه څو څو ځلې چاپ او بازار ته وړاندې شول". څرگنده نه ده چې هغه مهال ولې چا دغه اړخ ته پام ونه كړ او حكومت يې ولې مخنيوى نه كاوه؟ كه حكومت په دغو كارونو كې د مداخلې او تصرف حق ځان ته نه وركاوه، په خپله پښتو ټولنې څنگه دا ډول چارو ته قانوني لارې چارې نه سنجولې؟ د استاد سيال كاكړ د ادبي انځور نومي كتاب په ۱۸۲ مخ كې يوه بله يادونه هم لولو:

    • د ملي هندارې

"... د استاد نوري د ملي هندارې يوه لويه برخه ښاغلي شفيق وجدان په "ادبيات مردم" نومي كتاب كې بې له څه حوالې راوړې او د يونيسكو نړيواله پنځه سوه ډالريزه جايزه يې هم اخيستې ده".

دغه راز متلونه نومى كتاب، چې د استاد نوري اثر دى، په ۱۳۲۷ ل ل كال كې د استاد نوري له خوا چاپ شو، چې دويم ځل پښتو ټولنې له څه زياتونې او سمونې سره سم په ۱۳۴۴ ل كال كې بيا چاپ او خپور كړ. د دې تر څنگ پښتو اهنگونه د استاد نوري د څو كلنو خواريو يوه بله لاسته راوړنه ده، چې ډېرې ولسي سندرې يې د سازونو په مرسته او د موسيقۍ په سر و تال كې ولس ته وړاندې شوې دي. دغه اثر بيا په ۱۳۲۵ او ۱۳۲۶ ل ل کال كې د استاد بېنوا له خوا د "چند اهنگ پشتو" تر سرليك لاندې بيا خپور شو، چې د استاد نوري يادونه هېڅ نه ده په كې راغلې.

    • ملي سندرې

ملي سندرې د استاد نوري بل اثر دى، چې په ۱۳۲۳ ل ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا خپور شو. دغه اثر بيا په ۱۳۳۴ ل كال كې له كومې يادونې پرته د پښتو ټولنې له خوا بيا خپور شو، چې د پښتني سندرې د لومړي ټوك نوم يې وركړى وو، چې محمد دين ژواك يې د اهتمام چارې ترسره كړې وې.

له استاد سره دا شوې جفاگانې د هېرېدو نه دي. كه چېرې يې هغه خپاره شوي اثار بيا خپرېږي، بايد چې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې ده پر هر اثر باندې زياتې خولې تويې كړي او ډېرې سختۍ يې گاللې دي. د فولكلور په هر ډگر كې استاد نوري بنسټونه ايښي دي، تر ده وروسته بيا په دې ډگرونو كې بل چا دومره اساسي كار نه دى كړى، كه كار شوى هم دى، يا د ده له خپرو شويو اثارو څخه استفاده شوې، يا هم ټولې څېړنې د مېزونو تر شا شوي، څوك عملاً د هېواد بېلابېلو سيمو ته نه دي تللي، چې د خلكو له سينو څخه دا ولسي پانگه راټوله كړي.

استاد محمد گل نوري په ۱۳۵۱ ل ل كال، يانې تر خپلې مړينې يو كال وړاندې خپل چاپ او ناچاپ اثار داسې راپېژني:


چاپ شوي آثار

  1. ليك ښوونكى، دوه ټوكه، لومړۍ برخه يې د انشاء اصول او دويمه برخه يې د ليك لېږلو په اړه ده، چې په ۱۳۱۷ ل كال چاپ شوی دی.
  2. ملي هنداره، درې ټوكه، دوه ټوكه بېل بېل چاپ شوي، درېيم دا يې د كندهار په دولتي چاپخونه كې د احمدشاه بابا د كتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ شوى دى.
  3. پښتو اصطلاحات، يو ټوك، چې په ۱۳۲۰ ل كال كې چاپ شوى دى.
  4. ملي سندرې او لنډۍ، يو ټوك.
  5. متلونه، يو ټوك.
  6. دينياتونه، يو ټوك.
  7. مدني اخلاق، دوه ټوكه.
  8. مدني معلومات، دوه ټوكه.
  9. پښتو قاموس (نوراللغات چې ۴۵ زره لغات لري او استاد د خپلې لور (طيبې) په مرسته دا لغات سره ډلبندي كړي او په دوو ټوكو كې چاپ شوي، چې د پښتو ټولنې له خوا بيا چاپ شول.
  10. رحمه اللعالمين، ليكوال يې محمد احمد جادالولي دى، چې استاد له عربي ژبې څخه ژباړلى دى، ۱۳۴۱ ل کال.

ناچاپه آثار

  1. ملي لوبې، يو ټوك.
  2. پښتو اهنگونه، چې تر شلو زيات اهنگونه لري. استاد يادونه كوي، چې دا اهنگونه ښاغلي فرخ افندي زما په لارښوونه په پيانو ږغولي او وروسته يې نوټېشن ترتيب كړى دى .
  3. ملي دودونه، يو ټوك.
  4. خوږ بانډار، درې ټوكه، چې حكايتونه او فكاهيات لري.
  5. د خوشال خان خټک حل اللغات، يو ټوك.
  6. د خوشال منتخبات، يو ټوك.
  7. د عبدالقادر خان خټک منتخبات، يو ټوك.
  8. د احمد شاه درانی منتخبات، يو ټوك.
  9. پښتو ياد چې د پښتو ژبې د زده كړې طرز دى، يو ټوك.
  10. د اُحد غزاء، يو ټوك.
  11. ديارلس نكلونه، يو ټوك.
  12. د مينو رساله، يو ټوك، چې يوه برخه يې په كابل مجله كې چاپ شوې ده.
  13. د نوري دېوان.
  14. د شين خاالو نارې، يو ټوك.
  15. سنگلېچي قاموس، يو ټوك.
  16. واخي قاموس، يو ټوك.
  17. اشكاشمي قاموس، يو ټوك.
  18. منجي قاموس، يو ټوك.

وروستي پينځه سيندونه (قاموسونه) د بدخشي (د افغانستان د ځينو گړدودونو (لهجو) قاموس) څخه راايستل شوي دي.

  1. زوړ كندهار، د كندهار د لرغونو غونډيو او ځايونو پېژندنه ده. دغه اثر جايزه هم گټلې ده.

ژباړل شوي اثار

  1. د روغتيا عمومي قوانين، يو ټوك.
  2. د روغتيا ژوندون، يو ټوك.
  3. د صحت ساتنه، چې په طلوع افغان كې هم په پرله پسې ډول خپور شوى دى.
  4. د شين خالۍ نارې.
  5. ۷۲ ډيالوگونه او ډرامې.

محمد ابراهيم عطايي د كندهار مجلې د ۱۳۵۲ ل کال د ليندۍ مياشت، پرله پسې ۱۶۴ گڼه كې د مرحوم محمد گل نوري له موږ څخه گيله من جلا سو، تر سرليك لاندې د استاد نوري د مړينې نېټه د ۱۳۵۲ لېږديز لمريز کال د ليندۍ شلمه ښيي، چې پر پنځوس كلنو خدمتونو يې هم رڼا اچولې ده.(۴)

د محمد گل نوري ټول اثار ملي او غور هدي، په تېره بيا دده ملي هنداره خورا مشهور او شهكار اثر دى، ځكه چې دا كار د بل چا د لاسه پوره نه وو. په دې افسانو كې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان بړېڅ، مومن خان او شيرينۍ د نوري افسانې د ملي ادب يوه قيمتي پانگه ده.


د استاد نوري د نثر نمونه

لمبولال يا نېمبولال

ته واښه!

ښه! چې ؤ- يو باچا ؤ، ددې باچا يوه لور وه، زوى يې نه درلود. دغه لور خورا پر گرانه وه، او ډېره ښه سكه يې وه. پر دې لوې يې يو پېرې مين ؤ، چې نوم يې (نېمبولال) يا (لمبولال) ؤ،. چې د كشمير د پېريانو د پاچا زوى ؤ، يو مريې يې درلود، چې نوم يې (لونگين) ؤ، او څلور خوندې (خوېندې) يې درلودې، چې كشره خور يې (شېربانو) نومېده، دوي خوندې يې په لاهور كې وې، دوي هلته په كشمير كې، دى پرمين سو د باچا پر لور، نو يې مريى چې لونگين نومېدى او هرځآى به دده سره ؤ، او دده حفاظت يې كاوه، د ځان څخه جلا كى كشمير ته يې واستاوه. د ځان د يوه سپېله طالب په بڼه كړى دى. د باچا كورته نژدې په يوه مسجد كې يې ځاى ورته نيولى دى، ستيږي، د ورځې د طالبانو سره سبق پر ملا وايي، چې نيمه شپه سي، بېرته د پېري په ډول سي، راسي نه يې پېره دار ويني نه يې مينځيانې (وينځې) ويني، د باچا د لور سره پر پلنگ (پالنگ) تر سهاره شپه تېره كړي، نه يې خوب ته پرېږدي، نه يې بل څه ته، سهار وختي بېرته ولاړ سي، مسجد ته د طالب په بڼه سي په مسچد كې سق وايي هېڅوك يې نه پېژني.

اخځليكونه

  • 1. كندهار: پرله پسې ۱۴۳ گڼه، د ۱۳۵۱ ل كال زمري مياشت، د استاد محمد گل نوري مركه.
  • 2. ادبي انځور، سيال كاكړ، ۱۷۶ مخ، ۱۹۸۷ ز كال چاپ.
  • 3. د نوراللغات (پښتو قاموس د الف رديف پاى، ۶۹ مخ، ۱۳۳۰ كال چاپ، د پښتو ټولنې له خوا.
  • 4. كندهار مجله، پر له پسې ۱۶۴ گڼه، ۱۳۵۲ ل كال، د ليندۍ مياشت، د استاد محمد ابراهيم عطايي ليكنه.
  • 5. كندهار مجله، پر له پسې ۱۳۴ گڼه، ۱۹ مخ.
  • د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره، ليكوال، پوهاند ډاكټر زېورالدين زېور، د ۱۳۸۵ كال چاپ.

باندنۍ تړنې