غلام جيلاني جلالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غلام جيلاني جلالي
غلام جيلاني جلالي

غلام جيلاني جلالي (زوکړه ۱۳۱۴ لېږدي سپوږميز کال، د غزني ولايت - مړینه ۱۴۰۰ لېږدي سپوږميز کال) يو افغان پښتو ژبی او پاړسي ژبی ليکوال، شاعر او رسنوال وو.

مخينه

غلام جيلاني جلالي د افغانستان د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ د ميرزيو انډړو په يوه پوهنيزه کورنې کې زېږېدلی دی. پلار يې عبدالستار نومېد. هغه په پښتو او دري ژبو کې شعرونه ويلي، نثر یې هم ليکلی، په ادبي او نورو ټولنيزو مسلو کې يې هم قلم چلولی دی. د نوموړي په شعر کې بوللې په ځانگړې ډول نامتو وې.

دندې

غلام جيلانـي د کابل د ادبي انجمن غړيتوب درلود. پر ۱۳۲۵ لمريز کال د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي او منځني دارالمعلمین کې د پښتو او دري ژبو استاد پاتې شوی دی.

د شعر بېلگې يې

مړينه

مدني اکر او کورنۍ

له غلام جيلاني جلالي څخه پېنځه زامن او اوه لوڼې پاتې دي. د ده د پېنځو زامنو نومونه دادي: ليکوال، ژباړن او رسنوال محمد نادر جلالي، د راډيو افغانستان پخوانی رئيس ډاکتر عبدالطيف جلالي، د قران کريم حافظ او څه موده د کابل پوهنتون استاد احمد شاه جلالي، د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي، د کابل پوهنتون استاد او د راډيو ټلويزيون پخوانی ويندوی ډاکتر عبدالسلام جلالي.

ځينې چاپ شوي او ناچاپ نښيرونه يې

غلام جيلاني جلالي د خپلو نښيرونو ډېره برخه په پاړسي ژبه ليکلې، خو په پښتو ژبه کې يې هم د يادونې وړ نښيرونه کښليٍ، چې دلته يې د ځينو يادونه کوو:

۱- د مصر مختصر تاريخ له ۵۰۰ ق . م څخه تر اوسه، د کابل کالنۍ په ۳ گڼه کې چاپ شوی دی.

۲- د اولې اعدادې تاريخ (ناچاپ).

۳- د افغانستان د طبېعي جغرافيې په باب يوه رساله، د ۱۳۱۳ لمريز کال د کابل کالنۍ چاپ.

۴- د پېنځم ټولگي حساب، د پوهنې وزارت له خوا چاپ شوی دی.

۵- د پښتو ادبياتو اجمالي تاريخ، ۳ ټوک (دايره المعارف) کې پر ۱۳۳۷ ل کال چاپ شوی دی.

۶- د پښتو ځانتنی ادب او موسيقي، پر ۱۳۶۰ ل کال چاپ شوی دی.

۷- د اندلس مدنيت، د پوهنې وزارت له خوا چاپ شوی دی.

۸- د پښتو ملي ادب او موسيقي، ناچاب.

۹- د علم صورت رساله، په کابل مجله کې خپره شوې ده.

اخځونه

۱- سرڅېړونکی زلمی هېوادمل، زيارکښ لیکوال، ژباړن او ژورناليست محمد نادر جلالي، ليمه مجله، ۱۵ گڼه، د ۱۳۷۹ لمریز (۲۰۰۰) ز کال مسکو چاپ، ۱۸ مخ.

۲- د محمد نادر جلالي د کورنۍ د غړیو څرگندونې.

۳- محمد اسماعيل يون، پښتو کتابښود، د ۱۳۸۷ ل کال دويم چاپ، ۳۱-۳۲ مخونه.

۴- http://puka.cs.waikato.ac.nz/cgi-bin/library?e=d-00000-00---off-0areu--00-0--0-10-0---0---0prompt-10---4-------0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.19&d=HASH010f9fe1415237899bca98e9&l=prs&nl=1[مړه لينکونه]

۵- جلالي، غلام جيلاني، د پښتو ځانتنی ادب او موسیقي، د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ۱۳۶۰ ل ل کال چاپ، ۴ مخ.‎