علي احمد جلالي
کينډۍ:صاف ډاکټر علي احمد جلالي (په انګرېزي: Ali Ahmad Jalali) افغان ليکوال او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پخوانى وزير دى. نوموړى دا مهال د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دى.
[سمول] ژوندليک
علي احمد جلالي ، د غلام جيلاني جلالي زوی ، د کورنيو چارو وزير د امريکا غږ خپرونې مخکينی مشر چې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د کورنيو چارو وزير دی . ،او دنړيوالو نوميالي پروفيسور شاغلي استاد علی احمد "جلالی" پروفيسور علی احمد جلالی د واشنګتن د ملی دفاع په پوهنتون کی د نږدې ختیزلپاره د سهیلی آسیا د ستراتیژیک مرکز د ستراتیژیکو څيړنو پروفیسور دی .
[سمول] دندې
نوموړي د ۲۰۰۳ ميلادي کال له جنوری څخه د ۲۰۰۵ميلادي کال تر اکتوبر پوری د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړي ده .
ښاغلی جلالی په کابل کی د وزارت تر دندې دمخه د افغانستان د ملی رادیو د شبکی رئيس او په واشنګټن ډی.سی کی د امریکا غږ د پښتو او پارسي خپرونو مبتکر اومشر وه . ښاغلی استاد جلالی په څو ژبو کې د سیاسی او نظامی مسئلو نامتو مبصردی . برسېره پردې په اکادميکو، اداري او ژورنالستيکی چارو او ليکوالۍ کې پراخه تجربه لري .
په ۱۹۸۲ ـ ۲۰۰۳ کلونو کې د امریکا غږ سره د خپلې دندی پر مهال، ښاغلي جلالي د افغانستان، ایران او تاجکستان لپاره د پښتو، دری فارسی ژبو د خپرونو مشري په غاړه درلوده . د یوه ژورنالیست په توګه يې په ۱۹۸۲ ـ ۱۹۹۳ کلونو کې د افغانستان جګړه او په ۱۹۹۳ ـ ۲۰۰۰کلونو کې د پخواني شوروي منځنۍ اسيا جګړې تر خپل پوښ لاندې راوستي وې . نوموړي د پخوانی شوروی د مرکزی آسیا جمهوریتونو ته پراخ او هراړخيز سفرونه لرل چی د هغو په پايله کې يې د سيمې د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو ودو او پراختياوو په هکله د امریکا غږ لپاره په سلګونو تحليلي راپوټونه ليکلي دي . د افغان اردو پخواني افسر، ډګروال استاد جلالي په افغانستان باندې د شوروي يرغل په وړاندې د افغان مقاومت سره د ممتاز نظامي پلان جوړوونکي په توګه دنده اجراء کړي ده . هغې د افغانستان، بریتانیا،پخوانی شوروی اتحاد او متحدوايالتونو په لوړو نظامی اکادميو کی زده کړې سر ته رسولي دي .
[سمول] ليکوالي
په ځو ژبو«انګلیسی، عربي، اردو، ترکي، فرانسوی، پښتو، دری» کې د اثارو ليکونکی علی احمد جلالی په سيمه کې د اسلامي غورځنګ په اړه د موضوعګانو په ګډون په سياسي، نظامي او امنيتي مسئلو کې د افغانستان،ايران او منځنی اسيا لپاره د ګڼ شمیرکتابونواو مقالو مؤلف دی . د هغه اثار په متحدو ایالتونو، بریتانیی، افغانستان، پاکستان او ایران کی خپاره شوی دي .نوموړي ډېر وختونه داستراليا دملي تلويزيون په ګډون د متحدو ايالتونو په مهمو تلويزيوني شبکولکه CBC او د کانادا د ABC CNN ABC , NBC , MSNBC , FOX News , PBS, NPR کې د افغانستان د مسئلو په اړوند د مباصر دنده سرته رسولي ده . همدا رنګه د استاد جلالي مقالې او تبصرې په Christian Science , Washington Post , New York Times
Monitor, Baltimore Sun, Khalij Times ,Frontier Post او د امريکا د متحدو ايالتونوپه ډېرو نورو خپرونو، د منځني ختيز ، سهيلي اسيا او اروپا يي هېوادونو په ورځپاڼو کې خپرې شوي دي .
علی احمد جلالي د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کی درس ورکړی دی . د متحدو ایالتونو د ملی دفاع په پوهنتون اوداسی نورو مؤسسو لکه U.S. Army War College, U.S. Naval Postgraduate School, Monterey, California, Command and General Staff College, Fort Leavenworth, Kansas, and the British Army Staff College, Camberley, England
